د کابل-هرات پر لويه لار ترافیکي پېښه کې ۱۶ کسانو ته مرګژوبله اوښتې

د هلمند ولایت په واشېر ولسوالۍ کې د کابل-هرات پر لويه لاره د دوو مسافروړونکو موټرو د ټکر له امله ۱۶ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د هلمند ولایت په واشېر ولسوالۍ کې د کابل-هرات پر لويه لاره د دوو مسافروړونکو موټرو د ټکر له امله ۱۶ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
په هلمند ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا عزت الله حقاني د دې ډلې تر واک لاندې باختر خبري اژانس ته ویلي، چې دا پېښه د واشېر ولسوالۍ د کارېز په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یو "موني" ډوله موټر له ۵۸۰ مسافروړونکي موټر سره وجنګېد.
د ده په وینا، په پېښه کې ۱۱ تنه ځای پر ځای مړه شوي او ۵ نور ټپیان دي، چې له ډلې یې د ۴ کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د راپورونو له مخې، ټپیان د ګرشک ولسوالۍ روغتیايي مرکزونو ته انتقال شوي دي.
د لومړنیو موندنو له مخې، پېښه د چلوونکو د بې احتیاطۍ او د موټرو د چټک تګ له امله رامنځته شوې ده.

تاجکستان په وروستیو ورځو کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ چټکه کړې ده. د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د چارشنبې په ورځ لسګونه افغانان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، له کورسونو، روغتونونو او بازارونو نیولي او د اېستلو لپاره یې ملي امنیت ته سپارلي دي.
له دغو کډوالو څخه افغانستان انټرنشنل ته ځینو ویلي، دا لړۍ له میاشتو راهیسې روانه ده، خو پخوا به نیول شوي کسان د پیسو په بدل کې خوشې کېدل.
کډوال وایي، ډېری یې قانوني اسناد لري او د ملګرو ملتونو لهخوا ثبت شوي دي.
هغوی له نړیوالو ادارو غوښتي، چې د افغانانو د وضعیت په تړاو اقدام وکړي.
ځینې انځورونه او ویډیوګانې چې افغانستان انټرنشنل ته لېږل شوې، ښيي چې ښځې، ماشومان او کورنۍ په زور له وحدت ښارګوټي ایستل کېږي.
د بشري مرستو یو امریکايي بنسټ چې اسراییل یې ملاتړ کوي ادعا کړې، چې په غزه کې د مرستو د وېش یو مرکز ته نږدې د ګڼې ګوڼې له کبله ۲۰ کسان مړه شوي دي.
د « غزې مرستندویه صندوق» په نامه دغه بنسټ ویلي، چې ۱۹ کسان د ګڼې ګوڼې له کبله ترپښو لاندې شوي او یو تن په چړو وهل شوی دی.
د غزې رسمي سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له بل پلوه په غزه کې روغتیايي چارواکو ویلي، چې د اسراییل په بریدونو کې ۲۲ کسان وژل شوي چې ۱۱ هغه یې ماشومان دي.
په تېرو ۲۵ ورځو کې د هندوستان په هېماچل پردېش ایالت کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۶ ته لوړ شو.
د دغه ایالت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مدیریت ادارې ویلي، چې یاد کسان د سختو بارانونو، سېلابونو، ځمکې ښویېدنې او توندو بادونو له کبله په رامنځته شویو ټرافیکي پېښو کې مړي شوي دي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې ورښتونو دارنګه تر ۲۹۰ ډېر کورونه هم ویجاړ کړي دي.
له بل پلوه د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ځايي چارواکو په راتلونکو ورځو کې هم د سختو ورښتونو په اړه خبرداری ورکړی او د احتیاطي تدابیرو سپارښتنه یې کړې ده.
لسګونو اروپایانو په بروکسل کې د اروپايي شورا مخې ته لاریونونه وکړل او د یادې شورا له مشرانو یې وغوښتل، چې پر غزې د اسراییل د بریدونو د بندېدو لپاره پرې بندیزونه ولګوي.
د بشر د حقونو سازمانونه وايي، اروپايي اتحادیه باید ژر تر ژره لاس په کار شي، ځکه چوپ پاتې کېدل د اسراییل نورو ظلمونو ته هم زمینه برابروي.
امنستي ویلي: «دا چوپتیا جنایتکارانو ته دا پیغام ورکوي چې دوی به نه یوازې نه مجازات کېږي، بلکې ان جایزه به هم واخلي.»
د الجزیرې د راپور له مخې: «لاریون کوونکو ویل که اروپایي اتحادیه پر روسیې بندیزونه لګولی شي، نو ولې د اسراییل د دوامداره بمبارۍ او کلابندۍ پر وړاندې هماغسې اقدامات نه کوي؟»
لاریونوالو ټینګار کړی، چې غزه د انساني ناورین له سخت حالت سره مخ ده او نړۍوال سکوت دا ناورین لا ژوروي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین په تړاو خپلې وروستۍ څرګندونې د ناټو او اروپايي ټولنې تر سختو فشارونو لاندې کړې دي.
د اې ای خبری اژانس د خبر له مخې، لاوروف دا څرګندونې د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې چې د چین په تیانجین ښار کې جوړه شوې وه، وکړې.
نوموړي وویل: «د اروپایي مشرتابه اوسنۍ ټولنه په ښکاره ډول د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ملاتړ کوي. دوی نه یوازې سیاسي ملاتړ کوي، بلکې اوکراین ته د برید کوونکو وسلو د لېږد له لارې جګړه اوږدوي او د دې مالي بار د لوېدیځو هېوادونو مالیه ورکوونکي وړي.»
لاوروف د ټرمپ له خوا د "۵۰ ورځو ضربالاجل" په اړه شک څرګند کړ او ویې ویل، چې مسکو غواړي د دې نېټې د مفهوم وضاحت وښيي.
هغه زیاته کړه: «له دې مخکې ټرمپ د ۲۴ ساعتونو او بیا د ۱۰۰ ورځو یادونه هم کړې وه. موږ دا ډول څرګندونې مخکې هم اورېدلي او غواړو په رښتیا د امریکا د ولسمشر د دریځ اصلي موخه درک کړو.»
په ورته وخت کې، لاوروف د ټرمپ له لوري د هغو ګواښونو په اړه چې که په اوکراین کې پرمختګ ونه شي نو پر روسیې او د هغې پر شریکانو به ۱۰۰ سلنه ګمرکي تعرفې ولګول شي، وویل چې مسکو له بېساري بندیزونو سره مقابله کړې او له هر ډول نویو فشارونو سره به هم مقابله وکړای شي.
لاوروف د سولې د خبرو اترو د ځنډ پړه پر اوکراین واچوله او ویې ویل: «دوی هڅه وکړه زموږ د پلاوي کچه ناکافي وبولي، خو اوس چې د اوکراین پخوانی دفاع وزیر رستم عمروف په امریکا کې سفیر دی، خپل پلاوی هم نه لري. د درېیم پړاو خبرو لپاره نېټه (د جون ۲۲مه اوونۍ) ټاکل شوې وه، خو نه د کییف له خوا او نه د لوېدیځ له لوري کوم رسمي یادونه شوې.»
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل، چې د SCO غړي هېوادونه د روسیې د دریځ ملاتړ کوي او دوی ته یې د اوکراین د وضعیت په اړه مفصل معلومات ورکړي دي.