اسراییل د دروزو د ساتنې په موخه په دمشق کې درانه هوايي بریدونه کړي

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې اسراییل د چهارشنبې په ورځ د سوریې پلازمېنه دمشق باندې سخت هوايي بریدونه وکړل. بریدونو د دفاع وزارت یوه برخه ویجاړه کړې او د ولسمشرۍ ماڼۍ ترڅنګ هم لګېدلي دي.