سپینه ماڼۍ: په سوریه کې د کړکېچ کمېدو لپاره هڅې روانې دي

د سپینې ماڼۍ ویانده کارولین لیویټ وایي، چې د امریکا متحده ایالات هڅه کوي،چې په سوریه کې روان کړکېچ کم او د سولې فضا رامنځته کړي.

د سپینې ماڼۍ ویانده کارولین لیویټ وایي، چې د امریکا متحده ایالات هڅه کوي،چې په سوریه کې روان کړکېچ کم او د سولې فضا رامنځته کړي.
نوموړې زیاته کړې، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې د سولې او سوکالۍ له لارې ملاتړ ته ژمن دی او دا بهیر به د اسراییلي بریدونو سره هم دوام ومومي.
لیویټ،نن د پنجشنبې په ورځ په سپینې ماڼې کې خبریالانو ته ویلي، « کله چې امریکا په دې شخړه کې مداخله وکړه، موږ وتوانېدو وضعیت ارام کړو او دا بهیر لا هم دوام لري.»
هغې وویل: « سوریې دامنلې چې خپل ځواکونه به له هغې سیمې وباسي چیرې چې نښته روانه وه، او موږ له نږدې دا وضعیت څارو.»
په ورته مهال، د سوریې ولسمشر احمد الشرع اسراییل تورن کړی چې غواړي سوریه وویشي او زیاته کړې یې ده، چې دوی به د دروز لږکیو ساتنه وکړي.
دا څرګندونې وروسته له هغه شوي،چې د امریکا د مداخلې په پایله کې د سوریایي حکومتي ځواکونو او د دروز جنګیالیو ترمنځ د اوربند هڅې پیل شوې.

په داسې حال کې چې له روسیې سره د سولې امکانات ورځ تربلې کمیږي، د اوکراین پارلمان نن ( پنجشنبه) د دغه هېواد لپاره نوې لومړۍ وزیره وټاکله. دا اقدام په کابینه کې د ستر بدلون یوه برخه ده، چې موخه یې د جنګ پر مهال د ادارې پیاوړتیا ده.
۳۹ کلنه یولیا سویریډینکو ته دنده سپارل شوې چې د اوکراین د وسلو کورنی تولید زیات کړي او پر بهرنیو پورونو متکي اقتصاد بېرته راژوندی کړي.
زیلېنسکي د پارلمان یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې له خپلې نوې کابینې تمه لري، چې د شپږو میاشتو په موده کې د جګړې په ډګر کې د کورنیو وسلو ونډه له ۴۰ سلنې ۵۰ سلنې ته ورسوي.
سویریډینکو تر دې مخکې، له ۲۰۲۱ کال راهیسي د لومړۍ مرستیالې دنده پرغاړه لرله.

بریتانیا او جرمني نن پنجشنبه د دوستۍ نوی تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې دواړه هېوادونه د وسلو صادراتو ګډ کمپاینونه پرمخ وړي، په ځانګړي ډول د تایفون جنګي الوتکو او بوکسر زغروالو وسایطو لپاره، چې دواړه د بریتانیايي او جرمني شرکتونو ګډ تولیدات دي.
دا تړون، چې د دفاع، ترانسپورت، اقتصاد او مهاجرت په برخو کې ژورې اړیکې تعریفوي، له اروپایي اتحادیې د برېتانیا له وتلو وروسته د نوې همکارۍ یو مهم ګام بلل کېږي.
د تړون له مخې به دواړه هېوادونه د یوې مستقیمې رېلپټلۍ د جوړولو پلان هم تعقیب کړي، چې بریتانیا به مستقیماً له جرمني سره ونښلوي.
د مهاجرت برخه کې جرمني ژمنه کړې، چې د کال تر پایه به د ناقانونه مهاجرت پر وړاندې قانون جوړ کړي.

د روسیې پخوانی ولسمشر دیمیتري مېدوېدېف وايي، روسیه پر ناټو او یا هم اروپايي هېوادونو د برید څه پلان نه لري خو که لویدیزوال د اوکراین جګړه نوره هم پراخه کړي نو مسکو باید ځواب ووايي او که اړتیا وي، مخکې له مخکې بریدونه پیل کړي.
د روسیې له تاس خبري ژانس سره د دیمیتري مېدوېدېف په خبرو کې داسې ښکاري چې مسکو له لوېدیځ سره د اوکراین پر سر د لانجې د لا پراخېدو احتمال احساسوي.
همدا څو ورځې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له روسیې وغوښتل چې په ۵۰ ورځو کې دننه له اوکراین سره سوله وکړي ګنې له سختو بندیزونو سره به مخ شي.
مېدوېدېف یو ځل بیا د ناټو او اروپايي هېوادونو د مشرانو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې روسیه به یوه ورځ پر یوه اروپايي هېواد برید وکړي خو ورسره جوخت یې په ډاګه کړې چې که لویدیزوال نور ګامونه واخلي، نو روسیه باید په بشپړ ډول ځواب ورکولو ته چمتو وي.
د مېدوېدېف د دغو څرګندونو په اړه کرملېن ویلي، سره له دې چې یادې څرګندونې د مېدوېدېف شخصي څرګندونې دي خو د اروپا د دریځ په تړاو د هغه څرګندونې برحقه دي.
رویټرز وايي، دیمیتري مېدوېدېف چې دمګړۍ د روسیې د امنیت شورا مرستیال دی، له۲۰۰۸کال نه تر ۲۰۱۲کاله د روسیې د ولسمشر په توګه ځان یو معتدل اصلاح غوښتونکی معرفي کړی و خو اوس د لویدیزوالو پر وړاندې سخت دریځ لري او د ډيپلوماټانو په وینا، د هغه څرګندونې د روسیې د ځینو لوړپوړو کړیو له دریځ سره برابرې دي.

د روسیې د امنیت شورا مشر ویلي، چې د ناټو هېوادونو لپاره د نورو ملتونو د شتمنیو «غلا او استثمار » عامه کړنلاره ده او مسکو د دوی دا کړنه د افغانستان، لیبیا او سوریې په قضیو کې هم لېدلې. نوموړي ادعا کړې چې اروپايي اتحاديې د روسیې له ګنګل شتمنیو ۷ میلیارده یورو عاید ترلاسه کړی.
شویګو د سې شنبې په ورځ ویلي، چې د ناټو هېوادونه د خپلو لګښتونو پوره کولو لپاره مالیات زیاتوي او « د نورو ملتونو شتمنۍ غلا کوي».
ظاهرا د هغه هدف د روسي شرکتونو کنګل شوې پیسې دي.
د روسیې د امنیت شورا مشر له کومرسانت ورځپاڼې سره په مرکه کې ادعا کړې چې:«د ناټو هېوادونو لپاره د نورو ملتونو د شتمنیو غلا او استثمار یوه عامه او منظمه کړنلاره ده، دا کړنه موږ د افغانستان، لیبیا او سوریې په قضیو کې هم لېدلې ده.»
پر همدغه مهال نوموړي ادعا کړې، چې اروپايي اتحاديې د روسیې له ګنګل شویو شتمنیو څخه شاوخوا ۷ میلیارده یورو عاید ترلاسه کړی او اوس هڅه کوي، چې دغه پیسې هم په خطرناکو پانګونو کې ولګوي.
دغه روسي چارواکي ویلي، چې اروپايي هېوادونه غواړي، چې تر ۲۰۳۵ کال پورې د ټولنیزو بودجو د کمښت، پورونو اخیستو، د خلکو او شرکتونو د مالیاتو د زیاتوالي له لارې خپل دفاعي لګښتونه له ۱،۵ تریلیون ډالرو څخه تر ۴ تریلیون ډالرو لوړ کړي.

د ناورین نړۍوالې ډلې د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې لیکلي، چې طالبانو د داعش پر ضد جګړه کې له سخت زور زیاتي کار اخیستی او ان هغه سلفیان یې هم په نښه کړي، چې له داعش سره هېڅ تړاو نه لري.
د دې ډلې په باور، که څه هم سلفیزم د داعش د فکري بنسټ اساس جوړوي خو ډېر شمېر سلفیان په خپله له داعش سره مخالف دي.
د خپاره شوي راپور له مخې، د سلفیانو پروړاندې د طالبانو د تاوتریخوالي ډک چلند برعکس پایله ورکړې او د دې لامل شوې، چې د دې مذهبي ډلې ډېری غړي داعش ته نږدې شي. ان د هېواد په شمال کې یو شمېر تاجک وسله وال له طالبانو جلا شوي دي.
راپور زیاتوي، چې طالبان د ختیځ افغانستان د غرنیو سیمو په بشپړ کنټرول کې پاتې راغلي دي.
دا ستونزمنې سیمې د داعش لپاره پټنځایونه دي، لکه څنګه چې یو وخت د طالبانو او د شوروي سره د جنګېدونکو مجاهدینو لپاره وې.
طالبانو تر ډېرو خونړیو عملیاتو وروسته بیا بیا ویلي، چې داعش د دوی لپاره ګواښ نه دی، خو د ناورین نړۍواله ډله په دې باور ده، له هغه وخته چې طالبانو د افغانستان کنټرول ترلاسه کړی، د داعش ډله په نړۍوال امنیتي ګواښ بدله شوې او اوس له افغانستان څخه بهر بریدونه پلانوي.
راپور ټینګار کوي، چې که څه هم په ۲۰۲۵ کال کې د داعش د بریدونو شمېر کم شوی؛ خو احتمال لري، چې خپل بریدګر ځواک بېرته ترلاسه کړي.
وروسته له هغه چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته ورسېدل، داعش خپل تمرکز له کورنیو بریدونو څخه چې زيات يې د هزاره شیعه ګانو پروړاندي ځانمرګي بریدونه وو، بهرنیو بریدونو لکه ایران، روسیې او پاکستان ته واړوه.
دې ډلې هڅه کړې، چې په اروپا او امریکا کې هم بریدونه وکړي.
دغه سازمان وايي، چې په لوېدیځ کې په داعش باندې د لګول شویو محدودیتونو سره سره، دا ډله توانېدلې، چې د انټرنېټي څارنې او امنیتي کنټرولونو سره ځان عیار کړي.
د راپور له مخې، د طالبانو له خوا د ځپلو وروسته داعش هڅه کړې، چې د سیمې په هېوادونو کې د خونړیو بریدونو په ترسره کولو سره خپلې کمزورۍ پټې او ځواک ښودنه وکړي.
همدا راز راپور څرګندوي، چې د داعش د څانګو په منځ کې د خراسان څانګه د پولې هاخوا عملیاتو باندې تر ټولو ډېر تمرکز لري او د منځني ختیځ سره د قوي اړیکو او په اروپا کې د برید کولو وړتیا له امله یې یو ځانګړی موقعیت موندلی دی.
په راپور کې د داعش استخدام زياتوالي ته په اشارې ویل شوي، چې طالبانو په ۲۰۲۲ کې یوه ډېره پېچلې ستراتیژي غوره کړې. دې ډلې په پوهنتونونو کې د سلفي پلوه اسلامي زده کړې بندې او د ټولنیزو او سیاسي سلفي ډلو ترمنځ یې توپیر وکړ.
د تبلیغي جماعت په څېر ډلې چې د طالبانو واکمنۍ ته وفاداره دي، زغمل شوي یا ان هڅول شوي؛ خو سیاسي ډلې لکه حزب التحریر ځپل شوې او ځیني وختونه له داعش سره په همکارۍ تورنې شوې دي.
په راپور کې د داعش او طالبانو ترمنځ د اختلافاتو ريښې هم څېړل شوي او داعش باور لري، چې طالبان ریښتیني مسلمانان نه دي او د دوی حکومت پر اصیل اسلامي شریعت نه دی ولاړ.
د ناورین نړۍواله ډله وايي، داعش طالبان یو پښتون ملتپال غورځنګ ګڼي، چې د مذهبي اقلیتونو او ان د هغو هېوادونو لکه چين ملاتړ کوي، چې د داعش په وینا د اسلام دوښمنان دي.
د راپور له مخې، داعش پر طالبانو تور لګوي چې له کلونو راهيسي یې ځوانان د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې «جهاد» ته هڅول؛ خو اوس له بهرنیو ډیپلوماتانو سره لاسونه ورکوي او اجازه نه ورکوي، چې جهادي ډلې له افغانستان څخه د نړۍوالو عملیاتو د مرکز په توګه کار واخلي.
د داعش له خوا دا ډول تبلیغات د طالب قوماندانانو ترمنځ د درز رامنځته کولو او یو شمېر قوماندانانو خپلې لیکې ته د راجذبولو لپاره ډیزاین شوي.
دا ډله هڅه کوي، چې د هغو قومي اقلیتونو له منځه کسان جذب کړي چې د طالبانو له خوا له پامه غورځول شوي او یا ځانونه محروم احساسوي.
راپور ټینګار کوي، چې د داعش خراسان ګواښ له تېرو وختونو څخه بدل شوی دی.
دا ډله نور د ۲۰۰۰ لسیزې د القاعدې په څېر د لوېدیځ پروړاندې د جګړې یا د تېرو لسیزو د داعش د لویو بریدونو د تکرار هڅه نه کوي.
دوی د دې پر ځای د داعش خراسان (له کښته څخه پورته) د استخدام ستراتيزې خپله کړې او هڅه کوي، چې کوچني خو ډېر بریدونه تر سره کړي، ترڅو د څارنې څخه د تېښتې چانس ولري.
که څه هم لوېدیځو استخباراتي ادارو د دې ډلې له خوا لسګونه دسیسې کشف کړې دي، بیا هم خطر شتون لري چې داعش-خراسان به د امنیتي څارنې څخه د تېښتې لپاره لار ومومي،
