• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

میټا: "تریډز" ته د فېسبوک له لارې د حساب پرانیستو نوې اسانتیا رامنځته کوو

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۱۵ GMT+۱

میټا، چې د "ایکس" سیال اپلیکیشن "تریډز" یې معرفي کړی، اوس د یاد اپلیکیشن لپاره یوه مهمه تخنیکي تجربه پیل کړې ده. د یو وروستي راپور له مخې، میټا هڅه کوي چې کاروونکو ته د فېسبوک له لارې د تریډز ساین اپ (ننوتل) کولو اسانتیا برابره کړي، تریډز اوس یوازې له انسټاګرام حساب سره تړلی دی.

که څه هم دا نوی فیچر تر اوسه ټولو کاروونکو ته نه‌دی فعال شوی، خو د میټا د تخنیکي ملاتړ (Support Page) پر پاڼه یې یادونه شوې. له دې سره به هغه کسان هم وکولای شي چې انسټاګرام نه کاروي، پرته له خنډه په تریډز کې حساب پرانیزي.

د میټا د معلوماتو له مخې، د فېسبوک له لارې د ساین اپ امکان به د سوشل میډیا دواړو پالټفارم ته ګډ لاس‌رسی اسانه کړي. یعنې یو حساب او یو رمز به د فېسبوک او تریډز دواړو لپاره کارول کېدای شي. همداراز، که یو څوک د فېسبوک له لارې تریډز پروفایل جوړ کړي، دواړه حسابونه به سره وصل شي.

تر دې وړاندې، تریډز یوازې د انسټاګرام له حساب سره تړلی و، او همدا لامل و، چې په پیل کې یې کاروونکي ډېر ژر زیات شول. خو اوس میټا هڅه کوي چې تریډز ته د یو خپلواک اپلیکیشن بڼه ورکړي.

یاده دې وي، چې په همدې لړ کې، د ۲۰۲۵کال د جون میاشت کې، تریډز ته د پیغامونو استولو ځانګړی فیچر (Direct Messaging) هم معرفي شوی و. تر هغه مخکې، کاروونکي اړ وو چې د انسټاګرام د مستقیمو پیغامونو (DMs) له لارې اړیکه ونیسي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي