طالبانو مخابراتي شبکو ته د غږیزې ککړتیا د مخنېوي سپارښتنه کړې

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د دوی د چاپېریالي روغتیا ادارې په کابل ښار کې د مخابراتي شبکو له یو شمېر انتنونو څخه د لیدنې پر مهال د غږیزې ککړتیا د مخنېوي سپارښتنه کړې. همدا راز ویل شوي، چې یو شمېر صنعتي کارخونو ته هم د پاکوالي سپارښتنه شوې.