اشرف غني د مطیع الله تراب پر مړینه خواشیني ښودلې

د وروستي جمهوري نظام پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي شاعر مطیع الله تراب پر ناڅاپي مړینه ژوره خواشیني ښودلې او په خپل پیغام کې یې ویلي، چې «ولس ژوند غواړي چې عزت ته ورسیږي».

د وروستي جمهوري نظام پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي شاعر مطیع الله تراب پر ناڅاپي مړینه ژوره خواشیني ښودلې او په خپل پیغام کې یې ویلي، چې «ولس ژوند غواړي چې عزت ته ورسیږي».
ولسمشر غني د چهار شنبې په ورځ پر اېکسپاڼه په یوه غږیږ پیغام کې د ولسي شاعر مطیع الله تراب د مړینې په اړه د خواشیني پیغام شریک کړی او وايي، ولسي شاعرانو له ډېر پخوا څخه د ژورو احساساتو، خیالونو او هیلو استازیتوب کړی دی.
محمد اشرف غني ویلي، چې مطیع الله تراب د افغانانو د هیلو، احساساتو او خیالونو لړۍ په خورا ښه ډول او اوچت غږ ژوندۍ ساتلې وه.
محمد اشرف غني زیاتوي:« د مطیع الله تراب د ژوند پیغام تلپاتي دی او په ځانګړې توګه نن چې میلیونونه افغانان بېرته وطن ته راځي په زړونو او مغزونو باندې به اغېز وکړي. ولس ژوند غواړي چې عزت ته ورسیږي.»
مطیع الله تراب دوه ورځې وړاندې د زړه د ناڅاپي حملې له امله ومړ او تېره ورځ د طالبانو له خوا د ځانګړي پرټوکول له مخې په ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شو.


د طالبانو د مشر په حکم ددې ډلې د کورنیو چارو وزارت په تشکیلاتو کې ادلون او بدلون رامنځته شوی او په ترڅ کې یې د خوست ولایت د ګربز ولسوالۍ مخکینی ولسوال عبدالحلیم حلیمي د زابل د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی.حکم له مخې، د زابل مخکینی امنیه قوماندان د لوګر والي په توګه ټاکل شوی.
د دغه حکم له مخې، د زابل مخکینی امنیه قوماندان قاري صلاح الدین ایوبي د لوګر د والي په توګه ټاکل شوی دی.
د حکم له مخې د کورنیو چارو وزارت مخکینی سلاکار مولوي قدرت الله امیني د کابل ولایت د مرستیال او د کابل ولایت مخکینی مرستیال ملا محمد یونس مخلص بیا د کورنیو چارو وزارت د سلاکار په توګه ټاکل شوي دي.

د شنونکو په باور ، سره له دې چې، ادلون او بدلون یو اصل ګڼل کېږي خو ملکي کارکوونکي په نظامي چارو او نظامي کارکوونکي په ملکي چارو کې ډېر اغېزناک نه وي.

تاجکستان په وروستیو ورځو کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ چټکه کړې ده. د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د چارشنبې په ورځ لسګونه افغانان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، له کورسونو، روغتونونو او بازارونو نیولي او د اېستلو لپاره یې ملي امنیت ته سپارلي دي.
له دغو کډوالو څخه افغانستان انټرنشنل ته ځینو ویلي، دا لړۍ له میاشتو راهیسې روانه ده، خو پخوا به نیول شوي کسان د پیسو په بدل کې خوشې کېدل.
کډوال وایي، ډېری یې قانوني اسناد لري او د ملګرو ملتونو لهخوا ثبت شوي دي.
هغوی له نړیوالو ادارو غوښتي، چې د افغانانو د وضعیت په تړاو اقدام وکړي.
ځینې انځورونه او ویډیوګانې چې افغانستان انټرنشنل ته لېږل شوې، ښيي چې ښځې، ماشومان او کورنۍ په زور له وحدت ښارګوټي ایستل کېږي.

په ننګرهار کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې نن سهار په دوربابا ولسوالۍ کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده. په خیبر پښتونخوا کې محلي سرچینو ویلي، چې د نښتې له امله د خېبر ولسوالۍ په ذخه خېلو سیمه کې دوه ماشومان وژل شوي.
د ننګرهار له دوربابا ولسوالۍ څخه محلي سرچینو د چارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې سهار د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر ډیورڼد کرښه نښته شوې او دواړو خواوو د سپکو وسلو او هاوان ډزې تبادله کړې دي.
په خیبر پښتونخوا کې محلي سرچینو ویلي، چې د خېبر ولسوالۍ په ذخه خیل سیمه کې د نښتې له امله دوه تنه ماشومان وژل شوي، خو په دوربابا ولسوالۍ کې د نښتې له امله د اوښتي مالي او ځاني زیان په تړاو تر اوسه طالبانو معلومات نه دي ور کړي.
د نښتې د رامنځته کېدو لامل تراوسه نه دی په ډاګه شوی، خو له دې وړاندې د دواړو خواوو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د امنیتي پوستو د جوړولو له امله وخته ناوخته نښتې شوې دي.
تردې مهاله د یادې نښتې په اړه طالبانو او د پاکستان حکومت په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د برېتانیا لومړي وزیر کېرسټارمر ویلي، چې د محافظه کار ګوند پخواني وزیران باید د هغو جدي پوښتنو ځواب ورکړي، چې د افغان کډوالو د شخصي معلوماتو د افشا او یوه بې ساري قضايي پټ امر له امله راپورته شوې دي.
سټارمر د برېتانیا د پارلمان په غونډه کې ویلي، چې د محافظه کار ګوند حکومت د افغانانو د انتقال او ساتنې په سیاست کې سترې ادارې تېروتنې کړې دي.
نوموړي ویلي:«موږ د مخالف ګوند په توګه وار له مخې خبرداری ورکړی و، چې د محافظه کار ګوند د حکومت له خوا د دې پروګرام اداره ستونزمنه ده. د دفاع وزیر پرون هغه ټولې ناکامۍ څرګندې کړې، چې موږ له پخواني حکومت څخه په میراث واخیستې».
د برېتانیا لومړي وزیر په ټینګار سره ویلي، چې د پخواني حکومت چارواکي باید د دې مسالې په اړه وضاحت ورکړي.
سټارمر زیاته کړه:«د محافظه کار ګوند وزیران اوس له جدي جساب ورکولو سره مخ دي. دا نه یواځې یو معلوماتي غفلت و، بلکې د هغو خلکو ژوند یې له خطر سره مخ کړ، چې له موږ سره یې مرسته کړې وه.»
پر همدغه مهال د برېتانیا د پارلمان مشر سرلینډسي هویل ویلي:«دا پېښه د اساسي قانون له پلوه جدي پوښتنې راولاړوي.»
خو د برېتانیا د دفاع پخواني وزیر سربن والاس د پټ امر د اخېستلو دفاع کړې او وايي:« زه هېڅکله بښنه نه غواړم چې دغه قانوني پټ امر مې وغوښټ، دا هېڅکله د پټ ساتلو هڅه نه وه، بلکې هدف یې دا و څو هغه کسان چې په افغانستان کې له خطر سره مخ دي، خوندي پاتې شي.»
د راپورونو له مخې، د برېتانیا د دفاع وزارت یوه چارواکي په ۲۰۲۲ کال کې په تېروتنې سره د نږدې ۱۹ زره هغو افغانانو شخصي معلومات افشا کړي، چې غوښتل یې له طالبانو وتښتي او د برېتانیا له خوا د افغانانو د انتقال پروګرام له لارې برېتانیا ته ولاړ شي، خو دا افشا کېدل د برېتانیا حکومت ته د مېلیونونو پونډو په زیان تمام شوي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو کمېسار لارس کاستلوچي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د طالبانو د مشر او د دې ډلې د قاضيالقضات د نیولو په تړاو د جرمونو نړیوالې محکمې د حکم له صادرولو هرکلی وکړ.
کاستلوچي وویل: «له هغه وخته چې طالبان بېرته واک ته ستانه شوي، افغان ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له خپلو بنسټیزو حقونو بېبرخې شوې دي. دا وضعیت باید له عواقبو پرته پاتې نه شي. زه د بشري حقونو د استازي په توګه د نیولو له دغه حکم هرکلی کوم».
د جرمونو نړیوالې محکمې تازه د "بشریت ضد جنایتونو" په تور د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده او د دې ډلې د قاضی القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړی دی.
کاناډا او بریتانیا هم له دې پرېکړې هرکلی کړی دی.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان انټرنشنل ته ویلي، له بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو له سیستماتیک نقض نه سخت اندېښمن دي او له طالبانو یې غوښتي چې د افغانستان د ټولو وګړو حقونه رعایت کړي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې لندن د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی، او د طالبانو له کرکجن چلند سره چې د ښځو او نجونو پر ضد ترسره کېږي، کلک مخالفت لري.