• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سټارمر: پخواني وزیران باید د افغانانو د معلوماتو د افشا او پټ امر حساب ورکړي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۱۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۵۵ GMT+۱

د برېتانیا لومړي وزیر کېرسټارمر ویلي، چې د محافظه کار ګوند پخواني وزیران باید د هغو جدي پوښتنو ځواب ورکړي، چې د افغان کډوالو د شخصي معلوماتو د افشا او یوه بې ساري قضايي پټ امر له امله راپورته شوې دي.

سټارمر د برېتانیا د پارلمان په غونډه کې ویلي، چې د محافظه کار ګوند حکومت د افغانانو د انتقال او ساتنې په سیاست کې سترې ادارې تېروتنې کړې دي.

نوموړي ویلي:«موږ د مخالف ګوند په توګه وار له مخې خبرداری ورکړی و، چې د محافظه کار ګوند د حکومت له خوا د دې پروګرام اداره ستونزمنه ده. د دفاع وزیر پرون هغه ټولې ناکامۍ څرګندې کړې، چې موږ له پخواني حکومت څخه په میراث واخیستې».

د برېتانیا لومړي وزیر په ټینګار سره ویلي، چې د پخواني حکومت چارواکي باید د دې مسالې په اړه وضاحت ورکړي.

سټارمر زیاته کړه:«د محافظه کار ګوند وزیران اوس له جدي جساب ورکولو سره مخ دي. دا نه یواځې یو معلوماتي غفلت و، بلکې د هغو خلکو ژوند یې له خطر سره مخ کړ، چې له موږ سره یې مرسته کړې وه.»

پر همدغه مهال د برېتانیا د پارلمان مشر سرلینډسي هویل ویلي:«دا پېښه د اساسي قانون له پلوه جدي پوښتنې راولاړوي.»

خو د برېتانیا د دفاع پخواني وزیر سربن والاس د پټ امر د اخېستلو دفاع کړې او وايي:« زه هېڅکله بښنه نه غواړم چې دغه قانوني پټ امر مې وغوښټ، دا هېڅکله د پټ ساتلو هڅه نه وه، بلکې هدف یې دا و څو هغه کسان چې په افغانستان کې له خطر سره مخ دي، خوندي پاتې شي.»

د راپورونو له مخې، د برېتانیا د دفاع وزارت یوه چارواکي په ۲۰۲۲ کال کې په تېروتنې سره د نږدې ۱۹ زره هغو افغانانو شخصي معلومات افشا کړي، چې غوښتل یې له طالبانو وتښتي او د برېتانیا له خوا د افغانانو د انتقال پروګرام له لارې برېتانیا ته ولاړ شي، خو دا افشا کېدل د برېتانیا حکومت ته د مېلیونونو پونډو په زیان تمام شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د جرمني حکومت د طالب مشرانو د نیولو د حکم هرکلی وکړ

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۱۰ GMT+۱

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو کمېسار لارس کاستلوچي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د طالبانو د مشر او د دې ډلې د قاضي‌القضات د نیولو په تړاو د جرمونو نړیوالې محکمې د حکم له صادرولو هرکلی وکړ.

کاستلوچي وویل: «له هغه وخته چې طالبان بېرته واک ته ستانه شوي، افغان ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له خپلو بنسټیزو حقونو بې‌برخې شوې دي. دا وضعیت باید له عواقبو پرته پاتې نه شي. زه د بشري حقونو د استازي په توګه د نیولو له دغه حکم هرکلی کوم».

د جرمونو نړیوالې محکمې تازه د "بشریت ضد جنایتونو" په تور د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د دې ډلې د قاضی القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړی دی.

کاناډا او بریتانیا هم له دې پرېکړې هرکلی کړی دی.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان انټرنشنل ته ویلي، له بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو له سیستماتیک نقض نه سخت اندېښمن دي او له طالبانو یې غوښتي چې د افغانستان د ټولو وګړو حقونه رعایت کړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې لندن د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی، او د طالبانو له کرکجن چلند سره چې د ښځو او نجونو پر ضد ترسره کېږي، کلک مخالفت لري.

ډیلي مېل: افغانان د بې نښې الوتکې په وسیله بریټانیا ته لېږدول کېږي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۴۲ GMT+۱

په افغانستان کې د بریټانیايي ځواکونو د افغان همکارانو د شخصي معلوماتو له افشا کېدو وروسته د برېټانیا حکومت افغانان په بې نښې الوتکو کې د بریټانیا سټانسټېډ هوايي ډګر ته لېږدوي او بیا په هوټلونو او یا هم نظامي اډو کې ځای پر ځای کېږي.

ډيلي مېل ورځپاڼه وايي، له ۲۳ میاشتو پلټنو وروسته پر دې بریالي شول چې د دغو پټو عملیاتو په اړه معلومات ترلاسه کړي او په وینا یې تر اوسه د دغه هېواد پارلمان له دغو عملیاتو بې خبره ساتل شوی و.

تېره ورځ د برېټانیا دفاع وزیر وویل، چې دغه پروسه سر له نن نه بنده شوه.

د بریټانیا حکومت دغه پټ د کډوالۍ عملیات روبیفیک عملیات بولي او وروسته له هغې پیل شول چې، د دغه هېواد دفاع وزارت په ناپامۍ سره په افغانستان کې د بریټانیایي ځواکونو د افغان همکارانو معلومات خپاره کړل او ورسره جوخت دا وېره خپره شوه چې ګنې طالبان به د دغو معلوماتو په وسیله د بریټانیايي ځواکونو افغان همکاران تر موندنې وروسته ووژني.

د راپور له مخې، له افغانستان نه د بریټانیايي ځواکونو په مرسته را اېستل شوي افغانان لومړی پاکستان ته لېږدول کېږي او بیا هلته په اسلام‌اباد ښار کې له روغتیايي معایناتو او امنیتي ارزونو وروسته د بریټانیا دوو هوايي ډګرونو سټانسټېډ او نظامي بریز نورټون ته لېږدول کېږي.

محمد صادق: د نجونو په ګډون سلګونه افغان زده کوونکي د پاکستان تعلیمي بنسټونو ته معرفي شول

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۴۱ GMT+۱

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې د اقبال سکالرشیپونو له لارې د نجونو په ګډون سلګونه افغان زده کوونکي د پاکستان بېلابېلو تعلیمي بنسټونو ته معرفي شوي دي.

محمد صادق د چار شنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې دا بورسونه د پاکستان د حکومت له خوا بشپړ تمویل شوي او له افغانستان نه د استعداد لرونکو نجونو او هلکانو لپاره د لوړو زده کړو دروازې پرانیزي.

محمد صادق زیاتوي:« دا ځوان ذهنونه د یو روڼ او سوله یییز راتلونکې ژمنه لري، نه یوازې د خپل ځان بلکې د خپل ټول هېواد لپاره، زه دوی ته د دې مهم سفر لپاره د بریا هیله لرم.»

صادق خان د اقبال سکالرشیپونو له لارې د پاکستان تعلیمي بنسټونو ته د تازه معرفي شویو افغان زده کوونکو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي، خو وايي، چې دا بورسونه د افغانستان او پاکستان ترمنخ د تعلیمي همکاریو یوه برخه ده.

دغه پاکستاني چارواکي په داسې حال کې د د دغه هېواد په تعلیمي بسټونو کې د نجونو په ګډون د افغان زده کوونکو هرکلی کړی، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا له شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته د نجونو پر تګ بندیز لګول شوی دی.

ملا یعقوب د هبت الله د ځانګړو ځواکونو له قوماندانۍ «ملا صاحب سرای» څخه لیدنه کړې

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۲۵ GMT+۱

لږ تر لږه دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد درې ورځې وړاندې په بیړني ډول کندهار ته غوښتل شوی او د طالبانو له مشر سره یې څلورساعته ناسته کړې، خو ددې ناستې جزئیات نه دي خپاره شوي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ملا یعقوب درې ورځې وړاندې د هبت الله له خوا کندهار ته ورغوښتل شوی و.

سرچینو د ملا هبت الله او ملا یعقوب د لېدنې په اړه جزییات نه دي ورکړي، خو وايي، چې د ملا یعقوب او هبت الله تر منځ لېدنې او خبرو شاوخوا څلور ساعته دوام درلود.

ملا یعقوب له هبت الله سره تر لېدنې وروسته په کندهار کې له یو شمېر قومي مشرانو سره لیدنې ترسره کړې دي.

سرچینو ویلي، چې ملا یعقوب مجاهد کندهار ته د خپل سفر پرمهال او له ملا هبت الله سره تر لیدنې وروسته د مولوي هبت الله د ځانګړو ځواکونو له قوماندانۍ «د ملا صاحب سرای» څخه هم لېدنه ترسره کړې ده.

دغه سرچیني وايي، ملا یعقوب نن چهار شنبه بېرته کابل ته ستون شوی، خو له ستنېدو وروسته دفاع وزارت ته نه دی تللی.

طالبان: د کانکور ازموینې بڼه بدله شوې او تشریحي پوښتنې پکې شاملې شوې

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۱۴ GMT+۱

د طالبانو د ازموینو ملي اداره وايي چې د کانکور د ازموینو په بڼه کې مهم بدلونونه راوستل شوي، چې د لومړي ځل لپاره د څلورځوابه پوښتنو تر څنګ تشریحي او تش‌خونې پوښتنې هم پکې شاملې شوې دي. ددې ادارې مشر عبدالباقي حقاني وايي، چې سږکال د کانکور د نوم‌لیکنې پروسه په انلاین ډول تطبیق شوې.

طالب چارواکي دا بدلونونه د شفافیت، زده‌کړې د کیفیت لوړولو او ټېکنالوژۍ ته د تګ یوه هڅه بولي.

ددې ادارې مشر عبدالباقي حقاني د چارشنبې په ورځ په کابل کې د دې ادارې د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشریح پروګرام کې وویل، چې سږکال د کانکور د نوم‌لیکنې پروسه په انلاین ډول تطبیق شوې او د هېواد په اوو لویو زونونو کې د ازموینې واحدونه جوړ شوي دي.

نوموړي د دې ادارې د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشریح پروګرام کې زیاته کړه چې پښتو او دري پوښتنې اوس د خپلواکو ژبپوهانو له خوا جوړېږي او د ژباړې پخوانۍ لړۍ یې بنده کړې، ځکه ژباړل شوې پوښتنې زده‌کوونکو ته ستونزې جوړوي.

د طالبانو د ازموینو د تخنیکي برخې سلاکار پوهنیار یما امان وویل چې د انلاین نوم‌لیکنې اسانتیاوې برابرې شوې وې او هغو ولایتونو ته چې انټرنټي ستونزې یې لرلې، د زونونو له لارې مرسته شوې.

هغه وایي، سږکال د کانکور ګډونوالو شمېر لس سلنه زیات شوی او تر ۵۰ زرو زیاتو زده‌کوونکو یې د انلاین ازموینو له لارې پوښتنو ته ځوابونه ویلي دي.

یما امان زیاته کړې چې دغې ادارې د اسنادو د الکترونیک کولو سیسټم فعال کړی دی او هڅه کوي ټول اسناد الکټرونیک کړي.

هغه وویل چې د کانکور پایلې ښايي د راتلونکې اونۍ په پیل یا نیمایي کې اعلان شي.