• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمد صادق: د نجونو په ګډون سلګونه افغان زده کوونکي د پاکستان تعلیمي بنسټونو ته معرفي شول

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۴۱ GMT+۱

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې د اقبال سکالرشیپونو له لارې د نجونو په ګډون سلګونه افغان زده کوونکي د پاکستان بېلابېلو تعلیمي بنسټونو ته معرفي شوي دي.

محمد صادق د چار شنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې دا بورسونه د پاکستان د حکومت له خوا بشپړ تمویل شوي او له افغانستان نه د استعداد لرونکو نجونو او هلکانو لپاره د لوړو زده کړو دروازې پرانیزي.

محمد صادق زیاتوي:« دا ځوان ذهنونه د یو روڼ او سوله یییز راتلونکې ژمنه لري، نه یوازې د خپل ځان بلکې د خپل ټول هېواد لپاره، زه دوی ته د دې مهم سفر لپاره د بریا هیله لرم.»

صادق خان د اقبال سکالرشیپونو له لارې د پاکستان تعلیمي بنسټونو ته د تازه معرفي شویو افغان زده کوونکو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي، خو وايي، چې دا بورسونه د افغانستان او پاکستان ترمنخ د تعلیمي همکاریو یوه برخه ده.

دغه پاکستاني چارواکي په داسې حال کې د د دغه هېواد په تعلیمي بسټونو کې د نجونو په ګډون د افغان زده کوونکو هرکلی کړی، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا له شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته د نجونو پر تګ بندیز لګول شوی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

ملا یعقوب د هبت الله د ځانګړو ځواکونو له قوماندانۍ «ملا صاحب سرای» څخه لیدنه کړې

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۲۵ GMT+۱

لږ تر لږه دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد درې ورځې وړاندې په بیړني ډول کندهار ته غوښتل شوی او د طالبانو له مشر سره یې څلورساعته ناسته کړې، خو ددې ناستې جزئیات نه دي خپاره شوي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ملا یعقوب درې ورځې وړاندې د هبت الله له خوا کندهار ته ورغوښتل شوی و.

سرچینو د ملا هبت الله او ملا یعقوب د لېدنې په اړه جزییات نه دي ورکړي، خو وايي، چې د ملا یعقوب او هبت الله تر منځ لېدنې او خبرو شاوخوا څلور ساعته دوام درلود.

ملا یعقوب له هبت الله سره تر لېدنې وروسته په کندهار کې له یو شمېر قومي مشرانو سره لیدنې ترسره کړې دي.

سرچینو ویلي، چې ملا یعقوب مجاهد کندهار ته د خپل سفر پرمهال او له ملا هبت الله سره تر لیدنې وروسته د مولوي هبت الله د ځانګړو ځواکونو له قوماندانۍ «د ملا صاحب سرای» څخه هم لېدنه ترسره کړې ده.

دغه سرچیني وايي، ملا یعقوب نن چهار شنبه بېرته کابل ته ستون شوی، خو له ستنېدو وروسته دفاع وزارت ته نه دی تللی.

طالبان: د کانکور ازموینې بڼه بدله شوې او تشریحي پوښتنې پکې شاملې شوې

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۱۴ GMT+۱

د طالبانو د ازموینو ملي اداره وايي چې د کانکور د ازموینو په بڼه کې مهم بدلونونه راوستل شوي، چې د لومړي ځل لپاره د څلورځوابه پوښتنو تر څنګ تشریحي او تش‌خونې پوښتنې هم پکې شاملې شوې دي. ددې ادارې مشر عبدالباقي حقاني وايي، چې سږکال د کانکور د نوم‌لیکنې پروسه په انلاین ډول تطبیق شوې.

طالب چارواکي دا بدلونونه د شفافیت، زده‌کړې د کیفیت لوړولو او ټېکنالوژۍ ته د تګ یوه هڅه بولي.

ددې ادارې مشر عبدالباقي حقاني د چارشنبې په ورځ په کابل کې د دې ادارې د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشریح پروګرام کې وویل، چې سږکال د کانکور د نوم‌لیکنې پروسه په انلاین ډول تطبیق شوې او د هېواد په اوو لویو زونونو کې د ازموینې واحدونه جوړ شوي دي.

نوموړي د دې ادارې د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشریح پروګرام کې زیاته کړه چې پښتو او دري پوښتنې اوس د خپلواکو ژبپوهانو له خوا جوړېږي او د ژباړې پخوانۍ لړۍ یې بنده کړې، ځکه ژباړل شوې پوښتنې زده‌کوونکو ته ستونزې جوړوي.

د طالبانو د ازموینو د تخنیکي برخې سلاکار پوهنیار یما امان وویل چې د انلاین نوم‌لیکنې اسانتیاوې برابرې شوې وې او هغو ولایتونو ته چې انټرنټي ستونزې یې لرلې، د زونونو له لارې مرسته شوې.

هغه وایي، سږکال د کانکور ګډونوالو شمېر لس سلنه زیات شوی او تر ۵۰ زرو زیاتو زده‌کوونکو یې د انلاین ازموینو له لارې پوښتنو ته ځوابونه ویلي دي.

یما امان زیاته کړې چې دغې ادارې د اسنادو د الکترونیک کولو سیسټم فعال کړی دی او هڅه کوي ټول اسناد الکټرونیک کړي.

هغه وویل چې د کانکور پایلې ښايي د راتلونکې اونۍ په پیل یا نیمایي کې اعلان شي.

د کابل په صدري ابن سینا روغتون کې ۷۵۳ وړیا جراحي عملیات شوي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۰۱ GMT+۱

د طالبانو n عامې روغتیا وزارت وايي، په تېر یوه کال کې د عامې روغتیا وزارت اړوند صدري ابن سینا تخصصي او ثالثي روغتون کې ۷۵۳ وړیا جراحي عملیات ترسره شوي دي. په یادو جراحي عملیاتو کې ۲۳۷ ستر او ۵۱۶ کوچني دي او ټول افغان متخصصو ډاکټرانو په وړیا ډول ترسره کړي دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په یادو جراحي عملیاتو کې ۲۳۷ ستر او ۵۱۶ کوچني دي او ټول یې د افغان متخصصو ډاکټرانو له لوري په وړیا ډول ترسره شوي دي.

له دې سربېره په دغه روغتو کې ۲۸۳۰۲ناروغانو ته په وړیا توګه سراپايي یا OPDاو ۳۵۷۹ ناروغانو ته داخل بستر یا IPD خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

په کابل کې صدري ابن سینا تخصصي روغتون یو له دولتي روغتونونو دی چې، هر ورځ پکې په وړیا ډول د سلګونه ناروغانو لومړني معاینات او عملیات کېږي خو ټول ناروغان اړ دي چې درمل له شخصي درملتونونو وپېري.

ایراني چارواکي: یو ایرانی د یوه افغان کډوال د وژنې په تور نیول شوی

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۴۷ GMT+۱

د ایران پولیسو ویلي، چې یو ایرانی کس یې د اتلس کلن افغان کډوال د وژنې په تور نیولی. د امیر رضايي په نوم د یو افغان جسد څو ورځې وړاندې په داسې حال کې په یوه باغ کې وموندل شو، چې لاسونه یې تړل شوي وو.

د تهران د دماوند د پولیسو مشر مرتضی ملکي ویلي، چې یو ایرانی کس یې د افغان کډوال د قتل په تور نیولی او نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف هم کړی دی.

د دماوند د پولیسو مشر ویلي:«د ورکېدو د راپور تر ثبتېدو وروسته څېړنې پیل شوې. کله چې مړی وموندل شو، شکمن کس و پېژندل شو او نیول شو. نوموړي د پلټنو پرمهال جرم منلی دی.»

پولیسو ویلي، چې شکمن کس د تهران د ابسرد له سیمې بهر اوسیږې او د امیر رضايي د وژلو دلیل یې کار او مالي شخړه ښودلې ده.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، شکمن کس رضايي په تېزه وسله وژلی او مړی یې په باغ کې ښخ کړی و.

رضايي د سکواتور چلولو لپاره د جولای په ۲مه له کوره وتلی و او څو ورځې وروسته یې له کورنۍ سره اړېکه پرې شوې وه چې وروسته یې مړ جسد په یو باغ کې وموندل شو.

پر همدغه مهال ځايي خلکو ویلي، چې مړی په داسې حال کې موندل شوی، چې لاسونه یې تړلي وو او سر یې پرې شوی و.

د دماوند پولیسو ویلي، چې د شکمن کس یو بل همکار چې تر پېښې وروسته تښتېدلی و د اصلي شکمن تر نیولو لږ تر ترلږه ۲۴ ساعته وروسته د قضايي همغږۍ له مخې په یوه لوېدیز ولایت کې نیول شوی دی.

قرغیزستان وايي چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو کې بیړه نه کوي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۱۲ GMT+۱

د قرغیزستان د ملي امنیت شورا وايي، چې د روسیې له خوا د طالبانو رسمیت پېژندل یو منطقي ګام دی، خو په دې معنا نه دی چې نور هېوادونه به هم زور ورته ګام واخلي، ځکه هر څوک د خپلو ګټو په رڼا کې عمل کوي.

د قرغیزستان د ملي امنیت شورا سکرتر بکتېبک بکبولوتوف د سې شنبې په ورځ تاس اژانس ته په یوه مرکه کې وویل، چې «په چولپون‌ اتا کې د ډله ییز امنیت سازمان د امنیت شورا د سکرترانو د کمیټې په وروستۍ غونډه کې، سره له دې چې د افغانستان له خاورې د ګواښونو د له منځه وړو په برخه کې د طالبانو نړیوالې ژمنې په پام کې نیول شوې، د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د مرستې نیتونه تایید شول».

نوموړی وايي،په دې ناسته کې د نړیوالو هڅو په چوکاټ کې د ملګرو ملتونو مرکزي همغږی رول وپیژندل شو او له نړیوالې ټولنې نه د افغانانو لپاره د بشري مرستو د زیاتولو نوې غوښتنې وشوې.

د نوموړي په وینا، په دې شرایطو کې د روسیې فدراسیون له خوا رسمیت پېژندل یو مناسب او منطقي اقدام ښکاري، خو زیاتوي، چې دا په دې معنا نه ده چې نور هېوادونه به ژر ورته ګام پورته کړي، ځکه هر هېواد به د خپلو ملي ګټو پر اساس عمل کوي.

بکبولوتوف ټینګار وکړ چې «بیشکیک د طالبانو له رسمیت پېژندنې پرته لا هم افغانستان ته بشري مرسته رسوي، په ځانګړې توګه پامیر سیمه کې مېشت قرغیز قوم ته».

تر دې وړاندې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تاس خبري اژانس ته ویلي وو چې روسیې طالبان په رسميت پېژندلي دي.

تېر کال د سپټمبر په میاشت کې د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې اړوندو چارواکو پرېکړه کړې چې طالبان د د ممنوعه ډلو له لېست څخه وباسي.

بکبولوتوف وايي، د امنیت او ثبات د ټینګښت، د پایښت لرونکو پرمختیایي اهدافو د ترلاسه کولو او د نېک ګاونډیتوب د اړیکو د پیاوړتیا په موخه، د ډله ییز امنیت سازمان غړي هېوادونه په هغو نړیوالو همکاریو کې راښکون ښيي، چې په مساوي ډیالوګ، د دوه ګونو معیارونو د مخنیوي، قانون حاکمیت او د هېوادونو د تاریخي او کلتوري ځانګړتیاوو په درناوي باندې ولاړې وي.