شرع: له جګړې نه وېرېږو، خو د ولس ګټې تر بربادۍ غوره ګڼو

د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد شرع په یوې ټلوېزیوني وینا کې وویل، چې له اسراییل سره له جګړې څخه نه وېرېږي؛ خو د سوریې د ولس د ګټو او سولې خوندیتوب غوره ګڼي. هغه ټینګار وکړ، چې د جګړې او داخلي اصلاحاتو ترمنځ یې د نورو ویجاړیو د مخنیوي لپاره د اصلاحاتو لاره غوره کړې ده.