• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

پاکستان کې مېشت افغان کډوال د نويو پاسپورټونو د ترلاسه کولو له ځنډني بهیر شکایت کوي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۵۰ GMT+۱

په پاکستان کې یو شمېر هغه افغان کډوال چې پاسپورټونه یې ورک شوي، په دغه هېواد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت له‌خوا د نویو پاسپورټونو ترلاسه کولو له ځنډني بهیره شکایت کوي.

دوی وايي، چې باید لږترلږه دوه میاشتې انتظار وکړي؛ په داسې حال کې چې د اېستلو یا بندي کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

په اسلام‌اباد کې یو افغان خبریال چې نه‌غواړي نوم‌یې څرګند شي، وایي: «پشاور مور بازار ته د کار لپاره تللی وم، پولیسو مې اسناد وکتل؛ خو پاسپورټ مې نه و، ویې نیولم تر خوشې کېدو وروسته اوس له دوو میاشتو راهیسې د نوي پاسپورټ لپاره انتظار کوم. په پاکستان کې د افغانستان له سفارت مې هیله دا ده، چې دا چاره اسانه او چټکه کړي.»

طالبانو شاوخوا دوه کاله مخکې په پاکستان افغان کډوالو ته د نوي پاسپورټ د وېش چارې پیل کړې. ورپسې په ایران او ځینو نورو هېوادونو کې هم هلته د مېشتو افغانانو ته دغه خدمتونه پیل شوي دي. په اسلام‌اباد کې یو شمېر افغان کډوال د دغه سفارت له ځینو چارو خوښ دي؛ خو د ورک شوي یا نوي پاسپورټ د ترلاسه‌کېدو په برخه کې بیا له ځنډ سر ټکوي.

ورته مهال، په اسلام‌اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت سرچینې هم د نوي پاسپورټ ترلاسه‌کولو ځنډ مني؛ خو وايي چې تر بایمټریک وروسته د افغانانو غوښتنلیکونه کابل ته لېږي او هلته تر ارزونې او چاپ وروسته بېرته د پوسټ له لارې اسلام‌اباد ته استول کېږي. سرچینې په کابل کې د پاسپورټ چاپېدل د ځنډ ستر لامل بللی دی.

په همدې حال کې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال بیا وايي، چې دا ځنډ دوی له خطرناکو شرایطو سره مخ کوي.

افغانان زیاتوي، هغه کسان چې د قانوني اسنادو پرته ژوند کوي؛ هر وخت د پاکستاني پولیسو د نیول کېدو، اېستلو یا بډې اخیستلو سره مخ وي.

پاکستان له تېرې څه مودې راهیسې د ناقانونه کډوالو د اېستلو بهیر چټک کړی او هره ورځ پاکستاني پولیس د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د افغانانو پر کورونو چاپې وهي.

ډېری هغه کسان چې پاسپورټونه یې ورک شوي یا د پاسپورټ موده یې پای ته رسېدلې، د نوي اسنادو د ترلاسه کولو لپاره د سفارت دروازې ټکوي؛ خو دوی باید میاشتې میاشتې انتظار وکړي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني پولیسو د عمران خان پرکټی موسی مانیکا نیولی

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۴۴ GMT+۱

د پاکستان پولیسو د عمران خان پرکټی او د هغه د مېرمنې بشرا بي‌بي زوی موسی مانیکا پر خپل خدمتګار د ډزو په تور نیولی دی. د راپورونو له مخې؛ موسی مانیکا خپل خدمتګار په کار کې د سستۍ له امله په ډزو ویشتی دی.

ډان ورځپاڼې لیکلي، چې مرمۍ د خدمتګار پر پښه لګېدلې او سخت ټپي شوی دی.

دا پېښه د پنجاب ایالت د ساهیوال ښار په پاکپتن سیمه کې شوې ده.

د ټپي خدمتګار پلار پولیسو ته عریضه کې ویلي، د عمران خان پرکټي یې ځکه پر زوی ډز کړی چې د هغه بستر یې لمس کړی و.

موسی مانیکا د بشرا بي‌بي او خاور فرید مانیکا زوی دی. بشرا له خاور فرید مانیکا سره تر جنجالي طلاق وروسته د پاکستان له پخواني لومړي وزیر عمران خان سره واده کړی.

سلګونه ښځینه فعالانو له ایرانه د افغان کډوالو اېستل غندلي دي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۳۷ GMT+۱

د ښځو د حقونو شاوخوا ۳۰۰ فعالانو له ایرانه د افغان کډوالو اېستل په کلکه غندلي دي. په دغې ډله کې چې د پوهنتون استادانې، خبریالانې او هنرمندانې هم شاملې دي، له ایرانه یې د افغان کډوالو د اېستلو روانه لړۍ «د افغانانو د حذف او ځپنې پروژې» یوه برخه بللې ده.

د دغې ډلې په ګډه اعلامیه کې چې سلګونه ښځو لاسلیک کړې، ویل شوي:« افغان کډوال د ایران د هغه سياست قربانیان دي، چې د خپلو ناکامیو پړه پر افغانانو وراچوي.»

په اعلامیه کې راغلي، چې په سیمه کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره د ایران حکومت هڅه کوي چې د خلکو یوې لویې برخې ته پردي ووايي، هغوی له ایرانه وباسي او د ناقانونه کډوالو په نوم له افغانانو سياسي غچ واخلي.

د اعلامیې له مخې؛ په ایران کې تر ټولو ډېر زیان افغان ښځو ته اوښتی؛ ځکه چې دوی هلته په ډېرو ناوړو شرايطو کې کار او ژوند کوي، په تېره بیا هغه ښځې چې د خپلو کورنیو سرپرستې هم دي.

په اعلامیه کې راغلي، که دغه ښځې له ایرانه افغانستان ته و اېستل شي؛ نو هلته به د کار اجازه ونه لري.

په اعلامیه کې د هغو نجونو برخلیک ته هم اشاره شوې، چې په ایران کې زېږېدلې دي؛ خو اوس یوه داسې هېواد ته اېستل کېږي، چې هلته د نجونو پر زړه‌کړو بندیزونه لګېدلي دي.

دغه فعالانو له مدني بنسټونو، د پوهنتون له استادانو، خبریالانو او هنرمندانو هم غوښتي، چې د دې بې عدالتۍ پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.

ایران په وروستیو اوونیو کې، په تېره بیا له اسراییل سره تر اوربند وروسته؛ د هغو افغان کډوالو د اېستلو بهیر چټک کړی، چې قانوني اسناد نه لري.

ازادۍ جبهه: له دې وروسته به د امربالمعروف غړي زموږ د چریکي عملیاتو هدف وي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۱۰ GMT+۱

د کابل په شهرنو کې د طالبانو‌ له‌خوا د یو شمېر ځوانو ښځو نیول‌کېدو ته د غبرګونونو پر دوام؛ د افغانستان ازادۍ په نوم وسله‌والې جبهې په یوه بیان کې د دغې ډلې دا اقدام غندلی او هغه یې د انسانیت خلاف جرم بللی دی.

په دغه بیان کې چې د جمعې په ورځ د (چنګاښ ۲۷مه) خپور شوی، راغلي چې طالبانو په دې وروستیو ورځو کې یو شمېر ښځې په خپل سر توقیف کړې، تښتولې او ځورولې دي. یادې جبهې ویلي، چې د طالبانو دغه چلند له انساني وقار، اخلاقي ارزښتونو، بشري حقونو او د افغانانو د مذهبي او کلتوري دودونو سرغړونه ده.

نوموړې جبهې خبرداری ورکړی، چې تر دې وروسته به د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر غړي د زادۍ جبهې د چریکانو مشروع هدف وي او طالبان باید د دې کړنو د پایلو بشپړ مسوولیت ومني.

نوموړې جبهې خبرداری ورکړی، چې تر دې وروسته د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر غړي هم د ازادۍ جبهې د چریکانو مشروع هدف ګرځي او طالبان باید د دغو اقداماتو پایلې ومني. یادې جبهې زیاته کړې، چې پر خصوصي حریم تېری او د ښځو له وقار او بنسټیزو حقونو سرغړونه نه مشروع او نه هم د زغم وړ ده او دغه جبهه به یې پر وړاندې ودرېږي.

په بیان کې راغلي، چې د طالبانو دا ډول اقدامات د ښځو د سپکاوي او پر ځانګړو قومي او ژبنیو ډلو د فشار راوستلو لپاره یوه سېستماتیکه هڅه ده او دا به په هېواد کې بې‌باوري خپره او ملي یووالی کمزوری کړي.

د ازادۍ جبهې له خلکو غوښتي، چې د خپل خوندیتوب لپاره د طالبانو غونډو، مرکزونو او موټرو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي؛ ځکه چې دغه ځایونه ښايي د دغې جبهې د چریکي عملیاتو هدف وګرځي.

د طالبانو یاد وسله‌وال مخالف خوځښت دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې پرون سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی و چې طالبانو وړمه ورځ د کابل ښار په شهر نو سیمه کې لسګونه ځوانې ښځې نیولې او د امربالمعروف وزارت اړوند توقیف ځایونو ته یې لېږدولې دي.

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د کډوالو په اړه د پاکستان او طالبانو ترمنځ د خبرو غوښتنه کړې

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۵۸ GMT+۱

په اسلام‌اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پنجشنبې په ورځ د افغان کډوالو د ستونزو حل لپاره له پاکستانه د بشري چلند غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې باید په دې اړه د پاکستان او طالبانو ترمنځ خبرې اترې له سره پیل شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ ویاند قیصر خان افریدي په وینا؛ دوی د پاکستان او افغانستان ترمنځ د رغنده خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

نوموړي ویلي، د دغه خبرو په پایله کې کېدای شي چې افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

دغې ادارې دارنګه د افغان کډوالو د کوربه‌توب په برخه کې د پاکستان ستاینه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې لاهم افغان کډوال د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

پاکستاني پولیس وخت ناوخت د افغانانو کورونو ته ورځي او د اسنادو پوښتنه یې کوي.

په اسلام‌اباد کې د جې اې سي «JAC» په نوم د کډوالو ملاتړې یوې ادارې دوهخ ورځې وړاندې هم ادعا کړې وه، چې د پاکستان په پلازمېنې اسلام‌اباد کې پرون نیول شوي ۱۵۰ کسان چې د «پي او ار» کارتونه یې لرل؛ د تورخم له لارې افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړای شول.

د طالبانو له‌خوا د ښځو نیول‌کېدل؛ معترضې ښځې د عدالت غوښتنه کوي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۴۶ GMT+۱

د «ارغواني شنبو غورځنګ» په یوه خپاره کړي بیان کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت غړو له‌خوا د کابل په شهر نو کې د ۵۰ ښځو نیول‌کېدل غندلي دي. دغه غورځنګ د طالبانو له زندانه د دغه ښځو د سملاسي او ځنډ پرته د خوشې‌کېدو غوښتنه کړې ده.

د یاد غورځنګ په بیان کې راغلي، چې داغه کړنه په افغانستان کې د ښځو د ځپلو یوه څرګنده بېلګه ده. د دغې مدني ټولنې په وینا، په افغانستان کې ښځې د خپلو جامو د غوره کولو، د زده‌کړې دوام، کار یا ان په عامه ځایونو کې ازادي نه‌‌‌لري او په خپل هېواد کې یرغملې شوې دي.

دغه غورځنګ دا پېښه د انساني وقار سپکاوی او د افغان ښځو له بنسټیزو حقونو ښکاره سرغړونه بللې او خبرداری یې ورکړی، چې د دا ډول سیاستونو دوام به د افغان ټولنې لپاره خطرناکې پایلې ولري.

نوموړي غورځنګ پر ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو او نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د دغه ډول ظلمونو پر وړاندې غلي پاتې نه‌شي او طالبان د ښځو د نیولو او ځپلو مسوول وګڼي.

د ارغواني شنبو غورځنګ ټینګار کړی، چې د افغان ښځو د حقونو لپاره به مبارزې ته دوام ورکړي، د جنسیتي تبعیض پر وړاندې به مبارزه وکړي او پر نړۍوالې ټولنې به د عملي اقداماتو لپاره فشارونه راوړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی و چې طالبانو وړمه ورځ د کابل ښار په شهر نو سیمه کې لسګونه ځوانې ښځې نیولې او د امربالمعروف وزارت اړوند توقیف ځایونو ته یې لېږدولې دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت تر اوسه دا نه ده روښانه کړې، چې دا ښځې یې د کومو تورونو له امله نیولې دي؛ خو یو شمېر نیول شوې ښځې د کورنیو له‌خوا د لیکلي ضمانت له وړاندې کولو او تر یوې شپې بند وروسته خوشې شوې دي.