پکتیکا کې طالبانو یو کس «پیغمبر ته د سپکاوي په جرم» پر اعدام محکوم کړ

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند وايي، چې د پکتیکا ولایت ابتداییه محکمې یو کس «د اسلام پیغمبر او اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور» د مرګ پر سزا محکوم کړی دی.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند وايي، چې د پکتیکا ولایت ابتداییه محکمې یو کس «د اسلام پیغمبر او اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور» د مرګ پر سزا محکوم کړی دی.
سیفالاسلام خیبر پنجشنبه (د چنګاښ ۲۶مه) پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې د «عبدالعلیم خاموش» په نوم د یاد ولایت د جانخېلو ولسوالۍ اوسېدونکی، د دیني علماوو او د دغې ډلې د محتسبینو د شکایتونو پر بنسټ نیول شوی. نوموړی د خپل جرم تر منلو وروسته محکمې ته معرفي شوی.هغه زیاته کړې، د پکتیا ابتداییه محکمې تر څېړنو وروسته پرېکړه کړې چې «عبدالعلیم باید اسلام او پیغمبر ته د سپکاوي په تور اعدام شي.»په داسې حال کې چې د بشري حقونو ګڼو بنسټونو په ځلونو د طالبانو پر صحرايي محکمې او خپلسري سزا نیوکې کړې دي او له دغې ډلې یې غوښتي، چې دا کړنې پای ته ورسوي؛ خو بیا هم وخت ناوخت هېوادوالو ته د دغې ډلې لهخوا د «اسلامي شریعت» د تطبیق په نوم سزا ورکول کېږي.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې نن پنجشنبه د (چنګاښ ۲۶مه) به په کابل کې د دوی د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ترمنځ د سیاسي سلامشورو په موخه ناسته وشي.
د یاد وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد وایي، د دغو درېیو لوریو ترمنځ به سیاسي ډیالوګ د شته ستونزو پر حل راڅرخي او د سیاسي تفاهم د لا ټینګښت لپاره به هم سلامشورې سره وکړي.
هغه زیاته کړې: «امیرخان متقي به دغه ناسته کې د سیاسي مشاورت، اقتصادي همکاریو او سیمهییز ثبات په اړه خپل نظر وړاندې کړي».
د طالبانو دغه ویاند ویلي، چې تر دې ناستې وروسته به په ارګ کې د طالبانو، ازبکستان او پاکستان له لوري د ټرانس افغان رېل پټلۍ د امکان سنجۍ د مطالعاتو پروژه لاسلیک شي.
یادې ډلې خبر ورکړی، چې له دې بهیر وروسته به د ازبکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران د دوی له لوړپوړو غړو سره ناستې وکړي.
تر دې دمخه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د دغه ناستو خبر ورکړی و.

د طالبانو د کډوالو چارو د ستونزو د حل عالي کمېسیون اعلان کړی، چې د چهارشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۵مه) شاوخوا ۲۰ زره او ۴۴ تنه افغان کډوال له ایران څخه په زوره ورستانه کړای شوي دي.
د دغه کمېسیون د شمیرو له مخې؛ ۱۵ زره او ۲۰۸ کسان د اسلام کلا له پولې او ۴ زره او ۸۳۶ نور د ورېښمو پله له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
طالب چارواکو هممهاله له پاکستانه هم د یو شمېر افغان کډوالو د اېستل کېدو خبر ورکړی دی. له دې ډلې۴۹۰ کسان د تورخم له لارې، ۴۳۴ تنه د سپین بولدک او ۱۲ تنه نور د هلمند د بهرامچې له لارې اېستل شوي دي.
له ګاونډیو هېوادونو څخه په بې سارې توګه د کډوالو د اېستل کېدو جبري لړۍ روانه ده، چې په افغانستان کې یې روان بشری ناورین لا پسې پراخ کړی دی.
د ملګرو ملتونو سازمان تېره دوشنبه د (چنګاښ۲۳مه) راپور ورکړی، چې په تېر یوه کال کې ایران او پاکستان له ۱.۶ مېلیونو څخه ډېر افغان کډوال اېستلي دي.
بلخوا له تاجکستان څخه هم د افغان کډوالو د اېستل کېدو بهیر پیل شوی او په دې لړ کې پولیسو ځینې افغانان نیولي هم دي؛ خو د دغه هېواد چارواکو تر اوسه په رسمي توګه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
هممهاله د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام ولسمشر محمد اشرف غني خبرداری ورکړی، چې د ایران او پاکستان په ګډون به له ګاونډیو هېوادونو څخه تر ۶مېلیونو ډېر افغانان واېستل شي.
هغه ټینګار کړی، چې په افغانستان کې باید د دغو ستنېدونکو لپاره ځانګړي تدابیر ونیول شي؛ څو روان ناورین لا ډېر نهشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې محمد اسحاق ډار به نن پنجشنبه د (چنګاښ ۲۶مه) کابل ته سفر وکړي او هلته به د طالبانو تر څنګ له ازبک چارواکو سره د ازبکستان، پاکستان او افغانستان د رېل پټلۍ ګډې پروژې هوکړهلیک لاسلیک کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه یو ورځني سفر کې به له ډار سره د پاکستان د رېل پټلۍ وزیر، د افغانستان لپاره ځانګړی استازی محمد صادق او یو شمېر نور چارواکي هم مل وي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د دغه هوکړې د لاسلیک موخه د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د رېل پټلۍ جوړېدو او پرې د سوداګریزو اړیکو رامنځته کول دي.
همدا راز زیاته شوې، چې د دغه پټلۍ په جوړېدو سره به پاکستان د منځنۍ اسیا هېوادونو بندرونو ته لاسرسی پېدا کړي او سوداګریزې راکړې ورکړې به یې ورسره پیاوړې شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یاده پروژه د سیمهییزې سوداګرۍ پراختیا، ټرانزیټي اسانتیاوو د ودې او ټیکاو لپاره مهمه ګڼلې ده.
د خبرپاڼې پر بنسټ؛ محمد اسحاق ډار به د دغه سفر پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي تر څنګ د یادې ډلې له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره هم وګوري.
د دغو ناستو د بحث وړ موضوعات د سیمې او نړۍ د پرمختګنو په تړاو د نظرونو تبادله ښودل شوې؛ خو ډېر کله پاکستاني چارواکو د خپلو دغه ډول ناستو په ترڅ کې له طالبانو سره خپلې امنیتي اندېښنې شریکې کړې دي.
طالبانو لا تر اوسه پورې د دغه لوړپوړي پاکستاني پلاوي د سفر په تړاو څه نه دي ویلي.
محمد اسحاق ډار تر دې دمخه هم کابل ته سفر کړی او هغه مهال یې له طالبانو سره د «ټيټيپي» په تړاو خپلې اندېښنې شریکې کړې وې او له دغې ډلې یې غوښتي و، چې په افغانستان کې د ټيټيپي پناه ځایونه لهمنځه یوسي.
د ډار تر پخواني سفر وروسته پاکستاني رسنیو خبر ورکړی و، چې د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ مثبت تعامل رامنځته شوی او د پاکستان د امنیتي اندېښنو د حل لپاره یې ځینې پرېکنده اقدامات هم کړي دي.

د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام ولسمشر محمد اشرف غني د کډوالو په تړاو په یو تازه پېغام کې ویلي، چې افغانستان، پاکستان او ایران له نړۍوالې انزوا سره مخ دي. هغه زیاته کړې، چې د دغه انزوا لاملونه د درې واړو هېوادونو لپاره توپیر لري.
هغه د پنجشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۶مه) یو پېغام کې ویلي، پاکستان او ایران چې کلونه یې له افغان کډوالو څخه ګټې ترلاسه کولې اوس یې پرېکړه کړې چې تر شپږ مېلیونه کډوالو پورې افغانستان ته ولېږي.
هغه خبرداری ورکړی، چې افغانستان له همدې امله له زیاتېدونکي ناورین سره مخ دی.
هغه زیاته کړې: «نن ایران یوازې د افغان په نوم درته ګوري او د افغان په نوم مو وباسي. نه مو مذهبي چارې په درد خوري او نه مو پخوانۍ ریښې د درد دوا کېږي».
هغه نیوکه کړې، چې یو شمېر پخواني افغان جنګسالاران چې له ایران سره یې پراخې اړیکې لرلې، اوسمهال غلي دي. هغه وویل: «هغه جنګسالاران چې د ایران کارونه یې کول، باټې یې وهلې اوس چېرې دي؟»
پخواني ولسمشر په دغه غږیز پېغام کې طالبانو ته د کډوالو ستنېدو لپاره ځینې مشورې هم ورکړې دي او ټینګار یې کړی، چې افغانان باید په دغو سختو شېبو کې سره لاسونه ورکړي او ملي یووالی رامنځته کړي.
د غني په خبره؛ «لومړی معلومات، لومړیتوبونه، امکانات، اجرات او اساسات باید د کډوالو بهیر کې په نظر کې ونیول شي».
هغه په اشاروي ډول طالبانو ته مشوره ورکړې، چې د کډوالو بهیر په تنظیم کې دغه ټکي په پام کې ونېسي.
نوموړي ځینو افغان سیاستوالو ته په اشارې ویلي: «هغه کسان چې همېشه غږ کوي، چې کډوالو سره خپلې مړۍ نیمې کړئ، ولې خپلې شتمنۍ ورسره نه نیموي یا شریکوي؟»
محمد اشرف غني پېغام ورکړی، طالبان باید په هغو سیمو کې ځای پر ځای شي چې د وچکالۍ ښکار نه وي او د اوبو د کموالي ستونزه په کې نه وي.
غني ټینګار کوي، چې ملګري ملتونو او مرستندویه ادارو ته د افغانانو سره د مرسته کېدونکو پیسو څخه یوازې په سلو کې لس یې لګول کېږي او هغه هم له فساده ډک وي.
غني په دې تړاو وویل: «هغه پیسې چې ستاسې په نوم ملګرو ملتونو او نورو اینجوګانو ته ځي، شاید لس افغانۍ ترې مصرف شي او هغه هم فساد باندې. باید په خپل ځان تکیه وکړو او سمې برنامې جوړې کړو».
د پخواني ولسمشر په خبره؛ اوسمهال د خلکو جېبونه خالي شوي او ټولې سپماوې یې ختمې شوې دي. هغه د ځپل پېغام په پای کې زیاته کړې، چې د ملي یووالي په رامنځته کېدو سره باید د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته ځانګړې پاملرنه وشي.
محمد اشرف غني دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې له ایران او پاکستان څخه د کډوالو د اېستل کېدو څپې ګړندۍ شوې دي او یوازې په تېره یوه میاشت کې له ایرانه تر ۵۰۰زرو ډېر افغانان په جبري توګه اېستل شوي دي.
نیوکې دا دي، چې په کور دننه طالبان دغو ستنېدونکو افغانانو ته د لازمو خدمتونو د برابرولو توان نه لري او دغه ستنېدونکي د سرپناوو، بې روزګارۍ او د ژوند لومړنیو توکو د نشتوالي له کبله له سختو ننګوونو سره مخ دي.

د متحدو ایالتونو د کانګرس غړې سېډني کاملاګر ویلي، چې د ټرمپ حکومت خپلو افغان متحدینو ته شا کړې او له همدې امله به په راتلونکي کې د هېڅ هېواد وګړي له امریکايي ځواکونو سره همکاري ونهکړي. هغې همداراز د افغان پناه غوښتونکو اړوند دفترونو بندول هم غندلي دي.
د کانګرس یادې غړې د (چنګاښ ۲۶مه) پر خپلې اېکس پاڼه یوه وېډیو خپره کړې، چې د ټرمپ د کډوالۍ ضد پرېکړو ته یې پهکې توندې نیوکې کړې دي.
اغلې کاملاګر نیوکه کړې، چې د (CARE) په نوم د افغانانو د لېږد او ځای پر ځای کېدو ادارې مسلکي غړي درلودل؛ خو د ټرمپ ادارې یاد بنسټ په بشپړه توګه بند کړ.
نوموړې وویل: «دغو افغانانو د امریکایانو ژوند ژغورلی و؛ اوس یې که یوازې پرېږدو، نور خلک به بیا په موږ څه باور وکړي چې زموږ پوځ سره مرسته وکړي؟»
د کانګرس دې غړې همدا راز په امریکا کې د مېشتو افغانانو د لنډمهاله مېشتېدنې د اسنادو لغوه کېدل هم غندلي دي.
تر دې دمخه هم په امریکا کې د کانګرس غړو لهخوا د ټرمپ له لوري د کډوالو ضد تګلارې غندل شوې او په ځانګړې توګه ترې غوښتنې شوې وې، چې افغانان د بندیزونو له دغه بهیر څخه مستثنا شي.
ټرمپ د روان کال (د جنورۍ په ۲۰مه) یو فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې د کډوالۍ اړوند ټول قانوني پروګرامونه تر ۹۰ ورځو پورې وځنډېډل او ټاکل شوې وه چې د یو پلان تر جوړولو او ارزونو وروسته دغه بهیر بېرته پیل شي؛ خو د شپږو میاشتو په تېرېدو سره دا پروګرام لا هم هماغسې په ټپه ولاړ دی.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو او ادارو هغه همکاران چې د کډوالۍ د ځانګړو ویزو پروګرام کې شامل دي، له دغو بندیزونو څخه معافیت لري او لا یې هم د مېشتیدو بهیر روان دی؛ خو د (P1 – P2) په نوم د افغانانو لپاره د کډوالۍ پروګرام بیا په بشپړه توګه بند دی.
همدې پروګرام ته یوازې په پاکستان کې نږدې ۲۵زره افغانان له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې په تمه دي؛ خو د ټرمپ وروستۍ پرېکړې یې هیلې مړاوې کړې دي او له بل له لوري د پاکستاني حکومت له لوري د اېستل کېدو له ګواښ سره هم مخ دي.
پاکستان کې که څه هم د دغو قضیو لرونکو افغانانو څو، څو ځله د ټرمپ د پرېکړې پر ضد غبرګونونه وښودل او غوښتنه یې وکړه، چې دغه پروګرام بېرته پیل شي؛ خو لیدل کېږي چې واشنګټن یې غږونه نه دي اورېدلي.