• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
تازه خبر

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار نن کابل ته سفر کوي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۳۲ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې محمد اسحاق ډار به نن پنج‌شنبه د (چنګاښ ۲۶مه) کابل ته سفر وکړي او هلته به د طالبانو تر څنګ له ازبک چارواکو سره د ازبکستان، پاکستان او افغانستان د رېل پټلۍ ګډې پروژې هوکړه‌لیک لاسلیک کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه یو ورځني سفر کې به له ډار سره د پاکستان د رېل پټلۍ وزیر، د افغانستان لپاره ځانګړی استازی محمد صادق او یو شمېر نور چارواکي هم مل وي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د دغه هوکړې د لاسلیک موخه د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د رېل پټلۍ جوړېدو او پرې د سوداګریزو اړیکو رامنځته کول دي.

همدا راز زیاته شوې، چې د دغه پټلۍ په جوړېدو سره به پاکستان د منځنۍ اسیا هېوادونو بندرونو ته لاسرسی پېدا کړي او سوداګریزې راکړې ورکړې به یې ورسره پیاوړې شي.

د‌ پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یاده پروژه د سیمه‌ییزې سوداګرۍ پراختیا، ټرانزیټي اسانتیاوو د ودې او ټیکاو لپاره مهمه ګڼلې ده.

د خبرپاڼې پر بنسټ؛ محمد اسحاق ډار به د دغه سفر پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي تر څنګ د یادې ډلې له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره هم وګوري.

د دغو ناستو د بحث وړ موضوعات د سیمې او نړۍ د پرمختګنو په تړاو د نظرونو تبادله ښودل شوې؛ خو ډېر کله پاکستاني چارواکو د خپلو دغه ډول ناستو په ترڅ کې له طالبانو سره خپلې امنیتي اندېښنې شریکې کړې دي.

طالبانو لا تر اوسه پورې د دغه لوړپوړي پاکستاني پلاوي د سفر په تړاو څه نه دي ویلي.

محمد اسحاق ډار تر دې دمخه هم کابل ته سفر کړی او هغه مهال یې له طالبانو سره د «ټي‌ټي‌پي» په تړاو خپلې اندېښنې شریکې کړې وې او له دغې ډلې یې غوښتي و، چې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي پناه ځایونه له‌منځه یوسي.

د ډار تر پخواني سفر وروسته پاکستاني رسنیو خبر ورکړی و، چې د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ مثبت تعامل رامنځته شوی او د پاکستان د امنیتي اندېښنو د حل لپاره یې ځینې پرېکنده اقدامات هم کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

•
•
•

نور کیسې

محمداشرف غني: افغانستان، پاکستان او ایران له نړۍوالې انزوا سره مخ دي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۱۲ GMT+۱

د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام ولسمشر محمد اشرف غني د کډوالو په تړاو په یو تازه پېغام کې ویلي، چې افغانستان، پاکستان او ایران له نړۍوالې انزوا سره مخ دي. هغه زیاته کړې، چې د دغه انزوا لاملونه د درې واړو هېوادونو لپاره توپیر لري.

هغه د پنج‌شنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۶مه) یو پېغام کې ویلي، پاکستان او ایران چې کلونه یې له افغان کډوالو څخه ګټې ترلاسه کولې اوس یې پرېکړه کړې چې تر شپږ مېلیونه کډوالو پورې افغانستان ته ولېږي.

هغه خبرداری ورکړی، چې افغانستان له همدې امله له زیاتېدونکي ناورین سره مخ دی.

هغه زیاته کړې: «نن ایران یوازې د افغان په نوم درته ګوري او د افغان په نوم مو وباسي. نه مو مذهبي چارې په درد خوري او نه مو پخوانۍ ریښې د درد دوا کېږي».

هغه نیوکه کړې، چې یو شمېر پخواني افغان جنګسالاران چې له ایران سره یې پراخې اړیکې لرلې، اوس‌مهال غلي دي. هغه وویل: «هغه جنګسالاران چې د ایران کارونه یې کول، باټې یې وهلې اوس چېرې دي؟»

پخواني ولسمشر په دغه غږیز پېغام کې طالبانو ته د کډوالو ستنېدو لپاره ځینې مشورې هم ورکړې دي او ټینګار یې کړی، چې افغانان باید په دغو سختو شېبو کې سره لاسونه ورکړي او ملي یووالی رامنځته کړي.

د غني په خبره؛ «لومړی معلومات،‌ لومړیتوبونه، امکانات، اجرات او اساسات باید د کډوالو بهیر کې په نظر کې ونیول شي».

هغه په اشاروي ډول طالبانو ته مشوره ورکړې، چې د کډوالو بهیر په تنظیم کې دغه ټکي په پام کې ونېسي.

نوموړي ځینو افغان سیاست‌والو ته په اشارې ویلي: «هغه کسان چې همېشه غږ کوي، چې کډوالو سره خپلې مړۍ نیمې کړئ، ولې خپلې شتمنۍ ورسره نه نیموي یا شریکوي؟»

محمد اشرف غني پېغام ورکړی، طالبان باید په هغو سیمو کې ځای پر ځای شي چې د وچکالۍ ښکار نه وي او د اوبو د کموالي ستونزه په کې نه وي.

غني ټینګار کوي، چې ملګري ملتونو او مرستندویه ادارو ته د افغانانو سره د مرسته کېدونکو پیسو څخه یوازې په سلو کې لس یې لګول کېږي او هغه هم له فساده ډک وي.

غني په دې تړاو وویل: «هغه پیسې چې ستاسې په نوم ملګرو ملتونو او نورو اینجوګانو ته ځي، شاید لس افغانۍ ترې مصرف شي او هغه هم فساد باندې. باید په خپل ځان تکیه وکړو او سمې برنامې جوړې کړو».

د‌ پخواني ولسمشر په خبره؛ اوس‌مهال د خلکو جېبونه خالي شوي او ټولې سپماوې یې ختمې شوې دي. هغه د ځپل پېغام په پای کې زیاته کړې، چې د ملي یووالي په رامنځته کېدو سره باید د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته ځانګړې پاملرنه وشي.

محمد اشرف غني دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې له ایران او پاکستان څخه د کډوالو د اېستل کېدو څپې ګړندۍ شوې دي او یوازې په تېره یوه میاشت کې له ایرانه تر ۵۰۰زرو ډېر افغانان په جبري توګه اېستل شوي دي.

نیوکې دا دي‌، چې په کور دننه طالبان دغو ستنېدونکو افغانانو ته د لازمو خدمتونو د برابرولو توان نه لري او دغه ستنېدونکي د سرپناوو، بې روزګارۍ او د ژوند لومړنیو توکو د نشتوالي له کبله له سختو ننګوونو سره مخ دي.

د کانګرس غړې: که ټرمپ افغان متحدینو ته شا کړي، زموږ پوځ سره به بیا څوک همکاري ونه‌کړي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۲۶ GMT+۱

د متحدو ایالتونو د کانګرس غړې سېډني کاملاګر ویلي، چې د ټرمپ حکومت خپلو افغان متحدینو ته شا کړې او له همدې امله به په راتلونکي کې د هېڅ هېواد وګړي له امریکايي ځواکونو سره همکاري ونه‌کړي. هغې همداراز د افغان پناه غوښتونکو اړوند دفترونو بندول هم غندلي دي.

د کانګرس یادې غړې د (چنګاښ ۲۶مه) پر خپلې اېکس پاڼه یوه وېډیو خپره کړې، چې د ټرمپ د کډوالۍ ضد پرېکړو ته یې په‌کې توندې نیوکې کړې دي.

اغلې کاملاګر نیوکه کړې، چې د (CARE) په نوم د افغانانو د لېږد او ځای پر ځای کېدو ادارې مسلکي غړي درلودل؛ خو د ټرمپ ادارې یاد بنسټ په بشپړه توګه بند کړ.

نوموړې وویل: «دغو افغانانو د امریکایانو ژوند ژغورلی و؛ اوس یې که یوازې پرېږدو،‌ نور خلک به بیا په موږ څه باور وکړي چې زموږ پوځ سره مرسته وکړي؟»

د کانګرس دې غړې همدا راز په امریکا کې د مېشتو افغانانو د لنډمهاله مېشتېدنې د اسنادو لغوه کېدل هم غندلي دي.

تر دې دمخه هم په امریکا کې د کانګرس غړو له‌خوا د ټرمپ له لوري د کډوالو ضد تګلارې غندل شوې او په ځانګړې توګه ترې غوښتنې شوې وې، چې افغانان د بندیزونو له دغه بهیر څخه مستثنا شي.

ټرمپ د روان کال (د جنورۍ په ۲۰مه) یو فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې د کډوالۍ اړوند ټول قانوني پروګرامونه تر ۹۰ ورځو پورې وځنډېډل او ټاکل شوې وه چې د یو پلان تر جوړولو او ارزونو وروسته دغه بهیر بېرته پیل شي؛ خو د شپږو میاشتو په تېرېدو سره دا پروګرام لا هم هماغسې په ټپه ولاړ دی.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو او ادارو هغه همکاران چې د کډوالۍ د ځانګړو ویزو پروګرام کې شامل دي، له دغو بندیزونو څخه معافیت لري او لا یې هم د مېشتیدو بهیر روان دی؛ خو د (P1 – P2) په نوم د افغانانو لپاره د کډوالۍ پروګرام بیا په بشپړه توګه بند دی.

همدې پروګرام ته یوازې په پاکستان کې نږدې ۲۵زره افغانان له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې په تمه دي؛ خو د ټرمپ وروستۍ پرېکړې یې هیلې مړاوې کړې دي او له بل له لوري د پاکستاني حکومت له لوري د اېستل کېدو له ګواښ سره هم مخ دي.

پاکستان کې که څه هم د دغو قضیو لرونکو افغانانو څو، څو ځله د ټرمپ د پرېکړې پر ضد غبرګونونه وښودل او غوښتنه یې وکړه، چې دغه پروګرام بېرته پیل شي؛ خو لیدل کېږي چې واشنګټن یې غږونه نه دي اورېدلي.

قزاقي شرکتونو په افغانستان کې د سرب او جستو د پروسس لپاره کارخونې جوړې کړې دي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې یوشمېر قزاقستاني شرکتونو په افغانستان کې له افغانانو سره په ګډه د سرب او جستو د پروسس په برخه کې کارخونې جوړې کړې دي. یاد وزارت د دغه چارو هرکلی کړی او په دې برخه کې یې هر ډول پانګونو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی.

د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلوېزیون ته د یاد وزارت ویاند همایون افغان زیاته کړې: «په دې وروستیو کې یو شمېر قزاقستاني پانګه‌والو له افغانانو سره په ګډه د سرب د پروسس فابریکې جوړې کړې. ټول هغه بهرني پانګه‌وال چې په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګه کوي، موږ ورسره لازمه همکاري کوو».

هم‌مهاله د پانګونې چارو یو شمېر کارپوهان باور لري، چې طالبانو د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي. د همدې برخې یو کارپوه قطب الدین یعقوبي وايي، طالبان هم لېوالتیا لري چې د منځنۍ اسیا هېوادونه ورسره خپل تعامل او اړیکې پراخې وساتي.

کارپوهان باور لري، چې منځنۍ اسیا او طالبان له یو بل سره د تعامل په برخه کې خپلې ګټې لري او ښايي دا ګټې دوامداره یا هم باثباته پاتې نه‌شي.

نیوکې دا دي، چې طالبانو د کانونو کېندنې په قرادادونو کې تخنیکي او مسلکي اړخونه په پام کې نه دي نیولي چې له همدې کبله د افغانستان طبیعي زېرمې له سختو ننګوونو سره مخ دي.

په نورستان،‌ کونړ، پنجشېر او د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو کې د کانونو نامسلکي کېندنو جدي اندېښنې راپارولي دي.

هم‌مهاله نیوکې کېږي، چې طالبان یوازې د خپلو عوایدو او شخصي ګټو لپاره د کانونو کېندنو ته مخه کړې او دا چاره د افغانستان د طبیعي شتمنیو پر وړاندې راتلونکي کې لوی ګواښونه رامنځته کولای شي.

همدا راز په دې برخه کې د قراردادونو پر روڼتیا هم ګڼې نیوکې شته او ان د فساد بېلابېلې قضیې هم په‌کې بربنډې شوې دي.

نږدې دوه کاله مخکې د طالبانو د کانونو او پټرولیم پر پخواني وزیر شهاب الدین دلاور داسې ادعاوې وشوې، چې ګني په یو شمېر قرادادونو کې یې بډې اخیستې او د هغه د کورنۍ ځینې غړي په دې روزګار کې له شخصي شرکتونو سره شریک هم دي.

هم‌مهاله د طالبانو په یو شمېر نورو لوړ پوړو غړو هم تورونه دي، چې له یو شمېر بهرنیو شرکتونو سره یې د خپلو کورنیو غړي شریک کړي او له همدې لارې یې عواید شخصي جېبونو ته ځي.

همدا راز د کانونو د کېندنې ډېری قراردادونه په ډېرو ناڅیزو بیو ورکړل شوي، چې دا مساله هم د اندېښنې وړ بلل شوې ده.

لطیف نظري: له افغان کډوالو سره د ایران سپک چلند زموږ اړیکې خرابې کړې دي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د «سپکاوي، شکنجو، زنداني کېدو او د جبري اېستل کېدو تګلارې» په کلکه غندلې دي او دغه ډول کړنې یې د ایران او طالبانو ترمنځ د اړیکو خرابېدو لامل ګڼلې دي.

ښاغلي نظري د چهارشنبې په ورځ له شمشاد ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، چې د افغان کډوالو سره زور زياتي، سپکاوی، ځورونه او په زوره اېستل د نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده. نوموړي له ایراني چارواکو وغوښتل، چې له دې کړنو لاس واخلي او د افغان کډوالو انساني کرامت ته درناوی وکړي.

هغه زیاته کړه: «موږ دا تمه لرو، چې په ایران کې د افغان کډوالو حقونه، لکه څنګه چې د ایران وګړو ته په امریکا او کاناډا کې ورکول کېږي؛ هماغسې رعایت شي».

نظري دا هم وویل، چې افغانان د جګړې او ناامنۍ له کبله ایران ته مهاجرت کوي؛ حال دا چې ایرانيان بیا د اقتصادي ستونزو او د ښه ژوند د لټون لپاره لوېدیځو هېوادونو ته کډه کوي؛ خو هلته د دوی حقونه په داسې حال کې رعایتېږي، چې حکومتونه یې غېر اسلامي بولي.

دی ټینګار کوي، چې د اسلامي، انساني او نړۍوالو اصولو پر بنسټ هېڅ هېواد حق نه‌لري چې له کډوالو سره له سپکاوي او بې احترامۍ ډک چلند وکړي.

د نظري په خبره؛ له ایران سره د افغانستان د کلتوري او تاریخي ګډو اړیکو له کبله د کډوالو د انساني کرامت تر پښو لاندې کول، د هغوی د شتمنیو ضبط، د کورونو د ضمانت پیسو نه‌ورکول، د کارګرانو لاسباړه نه ‌ورکول، د افغانانو او کډوالو ‌ضد افکارو خپرېدل د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کوي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال زیاته کړې، چې د ایران دغه کړنې د افغانستان د خلکو عامه ذهنیت ژوبل کړی دی او له ښه ګاونډیتوب سره اړخ نه لګوي.

هغه وویل: «د ښه ګاونډیتوب منطق دا ایجابوي، چې دې کړنو ته د پای ټکی کېښودل شي».

تر دې وړاندې د طالبانو رییس الوزرا ملا حسن اخوند هم له ایراني چارواکو غوښتي وو، چې د افغان کډوالو د اېستلو پر مهال دې د «تدریج، درناوي او ښه ګاونډیتوب» اصول رعایت کړي او له سپکاوي ډک چلنده دې ډډه وکړي.

ملا حس اخوند خبرداری ورکړی و، چې دغه ډول کړنې به «د دواړو هېوادونو ترمنځ د ملتونو د کرکې او نفرت» لامل شي.

یاده دې وي، چې ایران په وروستیو ورځو کې تر نیم مېلیون ډېر افغانان له خپلې خاورې اېستلي دي. دا پراخ او بې ‌سارې اېستل نه یوازې په افغانستان کې؛ بلکې په نړۍواله کچه یې هم پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

له اېستل کېدو سره هم‌مهاله؛ د ایران حکومت قانوني افغان کډوالو ته «کاري کارتونه» ورکوي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۲۲ GMT+۱

د ایران حکومت خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې په قانوني توګه د مېشتو کډوالو د ستونزو لا هواري په موخه هغه کارګرو ته چې په بېلابېلو صنعتونو کې په دندو بوخت دي؛ یو نوی بهیر پیلوي‌ چې له مخې به یې ورته «کاري کارتونه» ورکړل شي.

د ایران د کار، ټولنیزې هوساینې او همکارۍ وزارت د کاري نوښتونو او ګومارنې چارو مرستیال د دې بهیر په تړاو ویلي، چې د بهرنیو کارګرو لپاره دغه لړۍ پیلوي.

سید مالک حسینی ویلي: «موږ د افغان وګړو د کاري ځواک وضعیت له نږدې څېړلی دی. هغه څه چې (کاري کارت) بلل کېږي، د ایران د کورنیو چارو وزارت له لوري د بهرنیانو د نظم او مدیریت لپاره پیل شوی بهیر دی».

نوموړي زیاته کړې:« په دې بهیر کې داسې تصدیق لیکونه شامل دي، چې له مخې یې قانوني بهرني وګړي کولای شي په ایران کې کار وکړي؛ خو د پخوا پرتله یې اساسي توپیر دا دی، چې پخوا کارکوونکي یوازې د کارفرما له‌خوا ګومارل کېدل؛ خو اوس کولای شي د صنعت، خدماتو او نورو برخو ترمنځ د ګرځنده کارکوونکي په توګه هم فعالیت وکړي».

د یاد ایراني چارواکي په خبره؛ د رسمي شمېرو پر بنسټ دا مهال شاوخوا ۴۰۰ زره افغان وګړي په قانوني توګه د ایران د کار په بازار کې برخه لري؛ خو یوازې ۳۵۰۰ تنه یې له «کاري کارت» څخه کار اخلي.

د ایرنا اژانس د معلوماتو له مخې؛ دا په داسې حال کې ده چې اټکل کېږي تر ۶ مېلیونو زیات افغانان په ایران کې د کاري بازار برخه دي.

حسیني په ډاګه کړه، چې له دې ډلې څخه ۴۸ سلنه جره‌ګان او پاتې نور له خپلو کورنیو سره ژوند کوي. ډېری یې په غیر رسمي او کورني ډول کار کوي.

نوموړي زیاته کړه: «تر جون میاشتې پورې نږدې ۵ مېلیونه افغان وګړي د ایران د کار په بازار کې فعال وو، چې له دې ډلې څخه ۸۷۰ زره بېرته خپل هېواد ته استول شوي دي».

د ایران د کار وزارت دغه چارواکي وویل، اټکل کېږي چې د ایران د غیر رسمي کار بازار شاوخوا ۱۸ سلنه (نږدې پنځمه برخه) کاري ځواک یا خو له منځه تللی او یا هم له نورو کسانو سره ځای پر ځای شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران په دې وروستیو کې له خپل هېواد څخه سلګونه زره افغان کډوال یوازې په تېره یوه میاشت کې په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي.

هم‌مهاله شکایتونه کېږي، چې په ایران کې امنیتي ادارې له ستنېدونکو افغانانو سره خورا بد چلند کوي، ځوروي یې، شکنجه کوي یې او ان په ځینو حالاتو کې یې د وژنو راپورونه هم ورکړل شوي‌ دي.

یو شمېر افغان مېرمنو بېلابېلو رسنیو ته ویلي، چې د ستنېدو پر مهال ترې ان ایراني ځواکونو د غاړو او ګوتو سره زر هم په زور اخیستي دي.

له دې سره، سره په ایران کې د یو شمېر صنعتي کارخونو مشرانو په خواله رسنیو کې شکایتونه کړي، چې د افغان کډوالو په ستنېدو سره یې کاري ځواک له لاسه ورکړی او تولیدات یې په ټپه ولاړ دي.