• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سوريې ځواکونه د دروزي په سیمه کې د اوربند په پلي کولو کې له ستونزو سره مخ دي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۴۴ GMT+۱

د رویټرز د راپور له مخې، د سوريې حکومت هڅه کوي، چې د سوېدا په دروزي سیمه کې د اوربند پلي کولو ته لاره هواره کړي، خو د شنبې په ورځ لا هم د درنو او سپکو وسلو ډزې شوي او ښکاري چې لا هم تاوتریخوالی دوام لري.

رویټرز زیاته کړې، چې د سوېدا ښار دننه ډزې اورېدل شوي او مرمۍ د شاوخوا کلیو پر لور لګیدلي دي. خو تر اوسه د دغو ډزو له امله د کره مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دې ورکړل شوي.

د سوریې حکومت تردې وړاندې ویلي وو، چې د سوېلي سیمې لپاره یې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي او له ټولو خواوو یې غوښتي چې د نږدې یوې اونۍ جګړو وروسته دې اوربند ته درناوی وکړي.

د سوریې لنډ مهالي ولسمشر احمد الشرع ویلي و، چې د سعودي عربستان او امریکا په منځګړیتوب د اوربند لپاره مرسته کړې، خو د سوریې پر پلازمېنه دمشق باندې یې د اسراییل د هوايي برېدونو له امله نیوکه کړې ده.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د مالیې وزیر وايي، اسلام‌اباد د واشنګټن ترټولو لوی سوداګریز شریک دی

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۵۰ GMT+۱

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزېب وايي چې پاکستان د امریکا ترټولو لوی سوداګریز شریک دی او دواړه هېوادونه غواړي خپلې دوه‌اړخیزې اړیکې یوې نوې او لوړې کچې ته ورسوي. نوموړي دا څرګندونې له امریکایي چارواکو سره تر کتنې وروسته په یوې خبري غونډه کې کړې دي.

اورنګزېب خبریالانو ته وویل: «موږ امریکا سره د سوداګرۍ او پانګونې د لا پراخولو اراده لرو. دواړه خواوې کولای شو خپلې اقتصادي اړیکې لا ژورې کړو». د پاکستان د ماليې وزیر زیاته کړې چې د امریکا له سوداګرۍ وزارت سره یې رغنده خبرې کړي او کان‌کېندنې سکټور تر څنګ د مصنوعي ځېرکتیا په برخو کې د پانګونې پر امکاناتو هم ورسره غږېدلی دی.

د اورنګزېب په خبره: «که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ لا هم پر ځینو موضوعاتو خبرې پاتې دي، خو هیله لرو چې سوداګریزې خبرې به په رغنده ډول مخته لاړې شي. ډېر ژر به د پاکستان او امریکا مشرتابه دا خبرې رسمي اعلان کړي».

نوموړي ټینګار کړی چې اسلام‌اباد او واشنګټن دواړه غواړي خپلې دوه ‌اړخیزې اړیکې یوې نوې، اغېزمن او ژور پړاو ته یوسي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې له څو ورځو راهیسې په پاکستاني رسنیو کې اسلام‌اباد ته د ډونالډ ټرمپ سفر د خبرونو توده موضوع ګرځېدلې. دغه رسنۍ وايي چې ټرمپ به د روان کال د سپټمبر پر ۱۸مه اسلام‌اباد ته سفر ورشي، خو سپینې ماڼۍ بیا د دغه سفر په تړاو څه نه دي ویلي.

پر غزې د اسراییل د خونړیو بریدونو دوام؛ ۴۱ کسان ووژل شول

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۰۷ GMT+۱

په غزه کې د اسراییلي پوځ د بریدونو پر دوام، یوازې نن (شنبه، چنګاښ ۲۸مه) ۴۱ فلسطنیان وژل شوي دي. په وژل‌شویو کې د مرستو وېش ته په تمه ناست کسان هم شامل دي.

دا بریدونه داسې مهال کېږي چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د غزې سلګونه زره اوسېدونکي د لوږې له جدي ګواښ سره مخ دي. د راپورونو پربنسټ، په غزه کې یوه پر درېیمه برخه خلک د ورځو لپاره هېڅ ډول خوراک نه‌لري.

ورته مهال، حماس وسله‌والې ډلې بیا ویلي چې اسراییل د اوربند وړاندیز یې رد کړی او که کومې هوکړې ته ونه‌رسېږي دوی د اوږدې جګړې لپاره چمتو دي.

ازبکستان د داعش-خراسان څانګې د یوې ډلې د نیولو خبر ورکړ

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۴۳ GMT+۱

د ازبکستان د دولت امنیتي خدمتونو ادارې اعلان کړی چې د دغه هېواد په ختیځ ښار، نمنګان کې یې د داعش-خراسان څانګې اړوند یوه مشکوکه سخت دریځه ډله پېژندلې او تر اوسه یې د یادې ډلې ۴ کسان نیولي او څه باندې ۱۰ نور یې تر څېړنو لاندې دي.

د یادې ادارې په وینا، دغه ډله د یوې ۱۹ کلنې نجلۍ له‌خوا چې په استانبول کې یې زده‌کړې کړي وې، جوړه شوې ده.

د راپورونو له‌مخې، دغې ډلې به په نمنګان کې په پټه غونډې کولې او هڅه یې کوله چې سخت دریځۍ ته تبلیغات وکړي.

اوزبکستاني چارواکو زیاته کړې د ډلې مشر او درېیو فعالو غړو ته دوسیې جوړې کړي او دا مهال په بندخونه کې دي.

چارواکو همدا خبرداری ورکړی چې په کلکه به د سخت دریځۍ د فکر خپرېدو مخه ونیسي او چا ته به د وران‌کاره کړنو اجازه ور نه‌کړي.

د کرېپټو اسعارو ارزښت ۴ ټرېلیونه ډالرو ته ورسېد

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۴۰ GMT+۱

د کرېپټو اسعارو عمومي ارزښت د جمعې ورځ (چنګاښ ۲۷مه) ۴ ټرېلیونه امریکایي ډالرو ته ورسېد چې د شمېرنو له مخې دغه سکټور ته دا یو تاریخي او مهم پړاو بلل کېږي.

رویټرز خبري اژانس وایي، دا‌ پرمختګ روښانه کوي چې کرېپټو نور یوازې مالي‌ نوښت نه،‌ بلکې په نړۍ کې د پانګه‌والو د پاملرنې اصلي برخه ګرځېدلې ده.

په بېلابېلو هېوادونو کې د مقرراتو روڼتیا او د سترو مالي ادارو پانګونې په زیاتېدو سره دا کرېپټو سکټور مخ پر ودې روانی دی. د امریکا استازو جرګې د پنج‌شنبې ورځ یوه مهمه لایحه تصویب کړې چې د «سټېبل کواینونو» لپاره قانوني چوکاټ ټاکي.

دا هغه ډیجیټلي اسعار دي چې ارزښت یې له امریکایي ډالر سره تړلی وي. دا لایحه اوس د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لاسلیک ته لېږل شوې او تمه ده چې هغه به ډېر ژر دا قانون توشیح کړي.

د سوریې ولسمشرۍ دفتر سویدا سیمې ته د ځانګړو ځواکونو د لیږلو اعلان وکړ

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۲:۳۳ GMT+۱

د سوریې د ولسمشرۍ دفتر اعلان کړی چې دوی به د نښتو پای ته رسولو او د سوریې په سویل کې د دروز ټولنې او د سیمه ییزو قبیلو ترمنځ د شخړو د حل لپاره یو ځانګړی ځواک سویدا سیمې ته واستوي.

ولسمشرۍ دفتر زیاته کړې،چې دا اقدام د ثبات د بیرته راګرځولو لپاره د سیاسي او امنیتي اقداماتو سره په همغږۍ شوی.

په ورته وخت کې، رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د سوریې د کورنیو چارو وزارت سره تړلو واحدونو یو کاروان د «دارا » سیمې په یوه سړک کې لیدل شوی، چې د سویدا ختیځ کې موقعیت لري.

یوې امنیتي سرچینې رویټرز ته وویل چې ځواکونه سویدا ته د ننوتلو لپاره د وروستي شنه څراغ په تمه دي.

یو اسراییلي چارواکي د جمعې په ورځ وویل چې اسراییل هوکړه کړې چې د راتلونکو دوو ورځو لپاره د سویدا سیمې ته د سوریې ځواکونو لاسرسی محدود کړي.

دا پریکړه د دروز اکثریت سیمې کې د څو ورځو وینې توییدو وروسته وشوه، چې په نښتو کې له 300 څخه ډیر خلک وژلي دي.

سویدا له نږدې یوې اونۍ راهیسې د تاوتریخوالي ډګر و، چې د سیمه ییزو قبایلي جنګیالیو او د دروز ټولنې د ډلو ترمنځ د نښتو له امله رامینځته شو.