د سوریې ولسمشرۍ دفتر سویدا سیمې ته د ځانګړو ځواکونو د لیږلو اعلان وکړ

د سوریې د ولسمشرۍ دفتر اعلان کړی چې دوی به د نښتو پای ته رسولو او د سوریې په سویل کې د دروز ټولنې او د سیمه ییزو قبیلو ترمنځ د شخړو د حل لپاره یو ځانګړی ځواک سویدا سیمې ته واستوي.

د سوریې د ولسمشرۍ دفتر اعلان کړی چې دوی به د نښتو پای ته رسولو او د سوریې په سویل کې د دروز ټولنې او د سیمه ییزو قبیلو ترمنځ د شخړو د حل لپاره یو ځانګړی ځواک سویدا سیمې ته واستوي.
ولسمشرۍ دفتر زیاته کړې،چې دا اقدام د ثبات د بیرته راګرځولو لپاره د سیاسي او امنیتي اقداماتو سره په همغږۍ شوی.
په ورته وخت کې، رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د سوریې د کورنیو چارو وزارت سره تړلو واحدونو یو کاروان د «دارا » سیمې په یوه سړک کې لیدل شوی، چې د سویدا ختیځ کې موقعیت لري.
یوې امنیتي سرچینې رویټرز ته وویل چې ځواکونه سویدا ته د ننوتلو لپاره د وروستي شنه څراغ په تمه دي.
یو اسراییلي چارواکي د جمعې په ورځ وویل چې اسراییل هوکړه کړې چې د راتلونکو دوو ورځو لپاره د سویدا سیمې ته د سوریې ځواکونو لاسرسی محدود کړي.
دا پریکړه د دروز اکثریت سیمې کې د څو ورځو وینې توییدو وروسته وشوه، چې په نښتو کې له 300 څخه ډیر خلک وژلي دي.
سویدا له نږدې یوې اونۍ راهیسې د تاوتریخوالي ډګر و، چې د سیمه ییزو قبایلي جنګیالیو او د دروز ټولنې د ډلو ترمنځ د نښتو له امله رامینځته شو.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له «وال سټریټ ژورنال»ورځپاڼې او د هغې له مالک «روپرټ مرډوک»، او د «ډاو جونز»ادارې پر ضد د ۱۰میلیارده ډالرو تاوان دعوه کړې ده.
د راپورونو له مخې، دا قضیه وروسته له هغه راپورته شوه چې دغه ورځپاڼې ادعا وکړه، چې ټرمپ په ۲۰۰۳کال کې بدنامه «جیفري ایپسټین» ته د هغه د پنځوس کلنۍ کلیزې په مناسبت یو کارت استولی و.
په یاد شوي کارت کې لیکل شوي وو: «جیفري، زموږ ترمنځ ډېر شیان شته، د ژوند مانا باید یوازې لاسته راوړنې نه وي، بلکې له دې ډېر ژور مفهوم ولري، کلیزه دې مبارک وي، هیله لرم چې هره ورځ دې له زړورو رازونو ډکه وي.»
ورځپاڼې ادعا کړې چې دوی یو ټایپ شوی لیک هم لیدلی چې پر هغه د یوې بربنډې مېرمنې عکس انځور شوی او د لیک پای کې د ټرمپ له خوا "ډونلډ" لاسلیک شوی و.
خو ټرمپ دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې نه یې دا لیک استولی او نه یې دا انځور جوړ کړی.
هغه ټینګار کړی چې دا ادعاوې دروغجنې او سپکونکي دي، او له همدې امله یې دعوه د فلوریډا په سډرن ولسوالۍ محکمه کې ثبت کړې ده.
ټرمپ د فاکس کارپورېشن مشر، روپرټ مرډوک، په ځانګړي ډول یاد کړی او ویلي یې دي:«زه غواړم،مرډوک په محکمه کې ووینم چې څنګه شاهدي ورکوي، دا به یو ډېره په زړه پوري تجربه وي.»
ټرمپ زیاته کړه چې مخکې له دې یې د ورځپاڼې مسولین، ایډیټور او مالک خبر کړي وو چې دا لیک نه خپروي، ځکه دا د دروغو یو بشپړ انبار دی. ده وویل، نه یې کله تصویر جوړ کړی او نه هم د ښځو انځورګري کوي.
هغه دا هم وویل چې دا ډول ژبه چې ده ته منسوبه شوې، ده هېڅکله نه ده کارولې او نه هم دا ډول خبرې لیکي.
بل لور ته د کلیفورنیا والي، ګېوېن نیوسم، هغه انځور خپور کړی چې ویل کېږي ټرمپ یوېخیریه ادارې ته ورکړی و.
همداراز، د کانګرس پخواني غړي، اېډم کنزینګر، لسګونه انځورونه خپاره کړي او ادعا یې کړې چې ټرمپ انځورګري خوښوي.

د اروپایي هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو یوه ګډه اعلامیه خپره کړې او غوښتنه یې کړې چې افغانستان او سوریې ته دې د غیرقانوني کډوالو بهیر بیا پیل شي.
دغه وزیران چې د جرمني، فرانسي، پولنډ، اتریش، ډنمارک او چک جمهوریت هېوادونو استازي دي، د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو له کمېسار مګنوس برونر سره یو ځای د جمعې په ورځ په جرمني کې راټول شوي وو.
په اعلامیه کې ویل شوي چې باید د ستنولو بهیر چټک، ساده، منظم او هغو هېوادونو ته د ویزو په ورکړه محدودیتونه ولګول شي چې د خپلو وګړو د بېرته منلو په برخه کې همکاري نه کوي.
اعلامیه کې همداراز وړاندیز شوی چې سوداګري او پراختیايي مرستې دې د فشار وسیله وګرځي، تر څو د کډوالو بېرته ستنولو بهیر ګړندی شي.
وزیرانو د اروپایي ټولنې له خوا د سرحدي پرسونل، زېربناوو او ډرونونو لپاره د بودیجې زیاتوالي غوښتنه هم کړې ده.
یادو هېوادونو ژمنه وکړه چې د انساني قاچاقو پر وړاندې به مبارزه وکړي او د قاچاق شبکې به له منځه یوسي.
د نوې پرېکړې له مخې، هغه پناه غوښتونکي چې مخکې یو له غړې اروپایي هېواد څخه د پناه حق ترلاسه کړی وي، او هڅه وکړي چې له بل هېواد څخه بیا پناه واخلي، غوښتنلیک به یې سمدلاسه رد شي.
دغه پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د جرمني نوې حکومت د کډوالو پر ضد سخت اقدامات پيل کړي، د کورنیو یو ځای کولو او بیا ځای پر ځای کولو پروګرامونه یې ځنډولي، تر څو د هغو رایهورکوونکو ملاتړ بېرته ترلاسه کړي چې د «د جرمني لپاره بدیل» نومي افراطي ښی اړخي ګوند ته مایل شوي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر، دوبرینټ، ویلي: «موږ ټول اندېښمن یو چې د غیرقانوني کډوالۍ زیات فشار زموږ په هېوادونو کې د ټولنې د قطبونو لامل شوی دی. غواړو دا قطبي وضعیت راکم کړو.»
د غونډې له ترسره کېدو سره هممهاله، جرمني د قطر له لارې یو شمېر افغان کډوال له لایپزیګ ښار څخه کابل ته وایستل، چې دا له ۲۰۲۴ کال راهیسې تر ټولو لومړی ستنول بلل کېږي چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته ترسره شوی دی.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې: «د کډوالۍ د نظام بیا رغونې لپاره بېرته ستنول او اخراج اړین دي او نور ګامونه هم باید واخیستل شي.»
د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګرهارډ کارنر، دا چاره «نوې فرصتونه» وبلل. نوموړي یادونه وکړه چې اتریش هم په بېساري اقدام کې د ۲۰۲۵ کال د جولای په پیل کې یو مجرم سوریې هېواد ته ستون کړی و.
هغه زیاته کړه: « دغه ګامونه د اعتبار وړ پناه غوښتنې پالیسۍ لپاره ډېر مهم دي، په ځانګړي ډول د مجرمینو د بېرته استولو په برخه کې.»
بلخوا د افغان کډوالو اخراج له سختو نړیوالو نیوکو سره مخ شوی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوړ کمېسار وولکر ترک، د جمعې په ورځ له جرمني څخه د افغان پناه غوښتونکو اخراج غندلی او ویلي یې دي: «د افغان پناه غوښتونکو جبري اخراج باید سمدستي ودرول شي، په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې د شکنجې، نیولو یا ناوړه چلند له ګواښ سره مخ دي.»
د ترک ویاندې، راوینا شمداساني، هم ویلي چې خلک باید افغانستان بېرته ستانه نه کړای شي، ځکه هلته وضعیت ډېر خراب دی.
هغې زیاته کړه، چې زیات شمېر کسان هلته له شکنجې، غیر انساني چلند او نورو سختو سرغړونو سره مخ دي.
شمداساني دا هم وویل، که یو چا پناه غوښتنه رد شوې وي او یا محکوم مجرم وي، توپیر نه لري، ځکه د "عدم شړلو اصل" یا non-refoulementپر اساس، هېڅوک باید داسې هېواد ته ونه لېږل شي چیرې چې له شکنجې یا جدي بشري حقونو له سرغړونو سره مخ وي.

د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «ټام باراک»ویلي چې اسراییل او سوریه د ترکیې، اردن او ګاونډیو هېوادونو په ملاتړ د اوربند هوکړې ته رسیدلي دي.
دغه څرګندونې ځانګړي استازي ټام باراک د جمعې په ورځ وکړې او زیاته یې کړه، چې دا هوکړه د سوریې د ګاونډيو هېوادو په مرسته شوې.
اسراییل د چهارشنبه په ورځ د دمشق پر وړاندې هوایي بریدونه ترسره کړل او د سوریې جنوب کې یې په حکومتي ځواکونو باندې حملې وکړې. اسراییل د دې بریدونو موخه د سوریې د دروز اقلیت ساتنه بللې.
باراک په ایکس خواله رسنۍ لیکلي: «موږ د دروز، بدو او سني مسلمانانو څخه غوښتنه کوو چې خپلې وسلې په ځمکه کېږدي او د نورو اقلیتونو سره یوځای د سوریې نوې او متحد هویت جوړولو ته کار وکړي.»

امریکا د پیټریټ هوایي دفاع سیسټم یو بل نسل جرمني ته لېږدوي، ترڅو برلین د اوکراین لپاره د خپلو ژمنو په اساس دوه پیټریټ دفاعي سیسټمونه ژر ولېږدوي. دغه پریکړه د سویس له خوا د پیټریټ سیسټمونو د ځنډېدو وروسته شوې ده.
وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، امریکا به د پیټریټ هوایي دفاع سیسټم خپل راتلونکې نسخې د سویس پر ځای جرمني ته واستوي، تر څو برلین ته چانس ورکړي چې د اوکراین لپاره دوه پیټریټ سیسټمونو ژمنه پر وخت پوره کړي.
دا اقدام د امریکا د دفاع وزارت لخوا د اوکراین لپاره د وسلو رسولو په برخه کې یوه مهم پرمختګ ګڼل کېږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۷مه وویل چې هغه د اوکراین لپاره د اضافي پوځي مرستو ملاتړ کوي.
ټرمپ وروسته یو پلان وړاندې کړ، چې له مخې به ناټو او د اروپایي ټولنې غړي هېوادونه د امریکا جوړې شوې وسلې د اوکراین لپاره واخلي.

پاکستان د هندي الوتکو پرمخ خپل فضایي حریم یو ځل بیا د اګست میاشت پورې بند کړ، له دې پرېکړې سره به د هند ټولو الوتکو ته د پاکستان هوایي حریم ته ننوتل منع وي.
د پاکستان د هوایي ډګرونو ادارې له خوا خبرداری خپور شوی، چې له مخې یې د هندي الوتکو پر وړاندې فضایي حدودو بندېدل یوه میاشت نور تمدید شوي.
ددغه خبرداري په اساس، د هند ټولې الوتکې به تر اګست ۲۳پورې د پاکستان فضایي حدود ته د ننوتلو اجازه ونه لري.
د پاکستان هوایي ډګرونو ادارې زیاته کړه چې دغه بندیز یوازې د هند تجارتي طیارو پورې محدود نه دی، بلکه د هند په ملکیت کې اخیستل شوې پوځي او ملکي طیاري همپه دغه بندیز کې شاملې دي.
یاده دې وي چې د هندي الوتکو لپاره د پاکستان فضایي سرحدونه د ۲۳اپرېل راهیسې بند دي، او دا بندیز تر دې مخکې هم دوه ځله یوه یوه میاشت لپاره غځول شوې وو.
