د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمتالله نبیل د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۸مه) د افغانستان د اوسني وضعیت په تړاو پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د افغانانو برخلیک د ایران د وګړو له برخلیک سره ورته شوی دی.
نوموړي ویلي، چې ایرانیان له لسیزو راهیسې د خپل (معظم مشر) د بدلون او ځای ناستي په تمه دي.
هغه د خلکو همدې اوږدې تمې ته لیکلي: «نه رهبر ځي، نه ژوند ښه کېږي، یوازې دېوالونه لوړ شوي، زندانونه له خلکو ډک شوي او د خلکو دسترخوانونه نور هم خالي شوي دي.»
نبيل ویلي، چې په افغانستان او ایران کې ستونزه د اشخاصو په څېرو نه، بلکي د نظام په جوړښت کې ده.
د هغه په خبره، په دواړو هېوادونو کې دین د واک او ظلم د توجیه وسیله ګرځېدلې: «چېرې چې دین له خپل اصلي ځای، ایمان او اخلاقو له چوکاټ څخه اېستل شوی او د واک، ظلم او تاوتريخوالي د توجیه وسیله ګرځېدلې.»
رحمت الله نبیل په دې باور دی، چې که سیاست د دین جامې واغوندي نه دین پاتې کېږي او نه سیاست جوړېږي: «په دې وخت کې یوازې خلک پاتې کېږي، خلک له زخمي زوړونو او هیلو سره هر ځل د زور، دوکې او دروغو تر سيوري لاندې لا پسي شاتګ کوي.»
د هغه په خبره، که په افغانستان کې اوسنی وضعیت هم د خلکو خوښ نه وي او یوازې يې (د طالبانو امرثاني) ته سترګې نیولي، نو د هېڅ بدلون هیله نه به لري.
نبيل په همدې دواړو هېوادونو کې د بدلون راوستلو په برخه کې د خلکو اږدې تمې او لاس تر زنې ناستي ته په اشارې ویلي: «موږ او ګاونډی د «دوو اخوندانو» تر سيوري لاندې سترګي اسمان ته، زړونه مو له درده ډک او خپله خاوره مو هم نور د عدالت بوی نه لري.»
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې له څلورو کلونو راهیسې طالبان د هبتالله تر مشرۍ لاندې په افغانستان کې واکمن دي او له څه باندې څلورو لسیزو راهیسې په ایران کې هم اخوندي نظام حاکم دی.
په دواړو هېوادونو کې د ښځو او بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي او هېڅوک د نظام پر وړاندې د نیوکې حق نه لري.
ایران د نړۍوالو تر سختو بندیزو لاندې دي او د طالبانو حکومت هم له روسیې پرته د نړۍ د هېڅ یوه هېواد له په رسمیت نه دی پېژندل شوی.