• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متقي د طالبانو د مشر او قاضي القضات د نیولو امر "ظالمانه" وباله

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا د دې ډلې د مشر او قاضي القضات د نیولو امر صادرول وغندل او دا امر یې "ظالمانه" وباله. امیر خان متقي وویل چې دا حکم "د سیاسي موخو پر بنسټ" صادر شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې د جرمونو نړیوالې محکمې حکم "نه پلي کېدونکی" دی او دا ډله یې په وړاندې هیڅ مسوولیت نه لري.

امیر خان متقي نن یکشنبه د چنګاښ پر ۲۹مه د طالبانو د بهرنیو چارو په وزارت کې په یوه غونډه کې ادعا وکړه، چې د دې ډلې د مشر له خوا د ټولبښنې په اعلان سره، د سلګونو زرو خلکو ژوند ژغورل شوی او په ټول هېواد کې امنیت تامین شوی دی.

د هغه په وینا، طالبانو د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د "ښه تعامل اجنډا" پیل کړې، مګر د ستاینې پرځای له ګواښونو سره مخ شوي دي.

متقي وویل: "موږ په تیرو وختونو کې دا پریکړه غندلې وه او اوس یې یو ځل بیا غندو."

هغه وویل چې طالبان به د دې ډلې د مشرانو د نیولو د امر پر وړاندې غلي پاتې نه شي او د دوی د مخالفت غږ به نړۍ ته ورسوي.

د جرمونو نړیوالې محکمې د چنګاښ پر ۱۷مه د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو امر صادر کړ.

محکمې طالبان په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې په ناوړه چلند او "د انسانیت پر وړاندې جرمونو" تورن کړي دي.

دې محکمې په خپله پریکړه کې وویل چې معقول دلیلونه شته، چې دې دوو لوړ پوړو طالبانو "د انسانیت ضد جرمونه، د جنسیت پر بنسټ له مېرمنو سره تبعیضي چلند" کړي دي.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په تیرو څلورو کلونو کې په لسګونو فرمانونه صادر کړل چې په خصوصي او عامه دواړو برخو کې یې د افغانستان مېرمنې په جدي توګه محدودې کړې.

د جرمونو نړیوالې محکمې حکم له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو ادعا: نږدې ۹۰ زره راستانه‌شویو کورنیو ته د ځمکو وېش پیل شوی

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د کور او ښارجوړونې وزارت سرپرست نجیب‌الله حیات حقاني یک‌شنبه (چنګاښ ۲۹مه) کابل کې د دغه وزارت د لاسته‌راوړنو د تشریح په پروګرام کې ادعا کړې چې له ۸۷ زرو ډېرو راستانه‌‌شویو کورنیو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوې ده.

نوموړي همدا راز ویلي چې د کډوالو لپاره د ۲۱ ښارګوټو تفصیلي پلانونه چمتو شوي او د ۱۳ نورو ښارګوټو د تفصیلي پلانونو د جوړونې چارې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده یو شمېر هغه کډوال چې په تېرو څو کلونو کې له ایران او پاکستان نه ستانه شوي وايي، د سرپناه له جدي ستونزې سره مخامخ دي.

دوی تېره اوونۍ له افغانستان انټرنشل- پښتو سره په خبرو کې ویلي و چې د راتګ پرمهال ورسره د ځمکې د ورکړې په ګډون بېلابېلې ژمنې شوې وې، خو ډیری هغه یې نه دي عملي شوي او اوس په نیمه ویجاړو کورنو کې د بې‌وسۍ شپې سبا کوي.

متقي وايي، د نړۍ نور هېوادونه دې د رسمیت پېژندنې په برخه کې ګامونه پورته کړي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۵۲ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د روسیې له لوري د طالبانو رسمیت پېژندنې ته په اشارې وايي چې دا ډله د امریکا په ګډون له ټولو هېوادنو سره مثبتې او پر متقابل درناوي ولاړې او ټینګي اړیکې غواړي.

هغه تازه په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ډېپلوماسۍ انسټیتيوټ نه د ډیپلوماټانو فراغت غونډې ته ویلي، د امریکا ولسمشر په کراتو په بګرام کې د چنایانو د حضور خبره کړې، خو دا باید ټولو ته واضح وي چې «طالبان له هیچا سره د پوځي حضور په اړه تعامل نه کوي او حاضر نه دي چې د خپلې خاورې یو انچ کې یې بهرنیان پوځي حضور ولري.»

متقي زیاته کړې چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې له نړۍوالو سره د دغې ډلې مثبت او نېک تعامل دا ثابته کړه چې دوی هیچاته ګواښ نه دي او د امریکا په ګډون دې د نړۍ نور هېوادونه د یادې ډلې د رسمیت پېژندنې په برخه کې ګامونه پورته کړي.

ورته مهال، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په یوه وار د افغانستان له ګاونډیو په ځانګړي توګه له ایران نه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ «ځورونکې» بللې ده.

د هغه په وینا، که څه هم طالبانو په کراتو له ایراني چارواکو غوښتنه کړې چې افغانان دې په تدریج راستانه کړل شي، خو د دغې ډلې غوښتنه په پام کې نه ده نیول شوې او له چمتوالي پرته د کډوالو د ستنولو لړۍ «ځورونکې او له ستونزو ډکه» ده. 

له ګوزڼ سره مخ افغانستان؛ سبا په یو شمېر ولایتونو کې د‌ پولیو کمپاین پیلېږي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۳۷ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د پولیو بېړني مرکز خبر ورکړی چې سبا (دوشنبه، چنګاښ ۳۰مه) د هېواد‌ په یو شمېر ولایتونو کې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي لپاره له پنځه کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو څاڅکو د ورکړې کمپاین پیلېږي.

نوموړې ادارې دغه ولایتونه نه دي په ډاګه کړي، خو ډېری وخت ډیورنډ کرښې ته څېرمه ولایتونو کې دا کمپاین ترسره کېږی او لامل یې هم هلته د مثبتو پېښو ډېروالی دی.

دا کمپاین داسې مهال پیل کېږی چې له پاکستان نه د افغان کډوالو د اېستل کېدو لړۍ هم چټکه شوې او د ګوزڼ د لا پراخېدو وېره شته. د پولیو بېړني مرکز په وار-وار له پاکستان نه ستنېدونکو افغانانو غوښتي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکړي.

پاکستان هم له افغانستان سره جوخت د پولیو له ګواښ سره د مخ هېوادونو د نوملړ په سر کې دي او تر بل هر ځایه په کې د دغه ویروس مثبتې پېښې هم ډېرې دي. د راپورونو له‌مخې، یوازې روان کال په افغانستان کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې، خو تېر کال بیا دا شمېر ۲۴ و.

هم‌مهاله یوې امریکايي رسنۍ اېن‌پي‌ار خبرداری ورکړی چې پولیو په افغانستان او پاکستان کې د پراخېدو په حال کې دی. په بېلابېلو ولایتونو کې کلتوري محدودیتونه او د پولیو واکسین په اړه ناسم پوهاوی هم د دغه ویروس د پراخېدو یو لامل بلل کېږي.

حنفي: هره ورځ له ايران نه زرګونه افغان کډوال په جبري توګه اېستل کېږي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۵۱ GMT+۱

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي ويلي چې هره ورځ له ايران نه د اسلام‌‌کلا پر پولې له شاوخوا ۳۰ تر ۳۵ زرو افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته ستنېږي.

نوموړي دا څرګندونې شنبه (د چنګاښ ۲۸مه) په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فليپو ګرانډي سره د ليدنې پر مهال وکړې. هغه زیاته کړې چې د کډوالو د پراخې اېستنې له امله ګڼ شمېر ټولنيزې، اقتصادي او بشري ستونزې راولاړې شوې دي.

حنفي پر دې ټينګار کړی چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او نورو مرسته‌کوونکو بنسټونو همکاري ته جدي اړتيا ده، څو د ورستنېدونکوکډوالو د تلپاتې ميشتېدو او بيا ادغام لپاره لازم اقدامات وشي. د طالب چارواکو په وينا، فليپو ګرانډي په دغه ليدنه کې ویلي، له ګاونډیو هېوادونو نه د افغان کډوالو له اېستل کېدو سره سره تر ډېره بریده توانېدلي چې دا روان کړکېچ مدیریت کړي.

نوموړی د افغان کډوالو د جبري اېستل کېدو مسالې د څېړنې او د هغوی د وضعيت د ارزونې لپاره کابل ته تللی و او هلته یې د طالبانو له بېلابېلو چارواکو سره جلا جلا ناستې کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزير اميرخان متقي هم د شنبې ورځ له ګرانډي سره وليدل او ويې ويل، چې افغان ولس له ګڼو ستونزو سره مخ دی او دوی د نړۍوالو مرستندويه بنسټونو همکاریو ته سخته اړتيا لري. نوموړي له نړۍوالو وغوښتل، څو کډوالو ته د خپلو مالي حسابونو د تصفيې فرصت ورکړي.

په وروستيو مياشتو کې سلګونه افغان کورنۍ داسې مهال له ايران نه شړل شوي چې د کورونو له وړاندې ورکړل شوې کرایې یې د مالکانو له لوري بېرته نه ورکول کېږي او یا یې کار کړی و،‌ خو مزدوري یې نه وه ورکړل شوې. همداراز، ډېری کورنيو ته ان دومره وخت هم نه دی ورکړل شوی چې خپلې شتمنۍ راټولې کړي او یا هم ملکیتونه وپلوري.

همداراز فليپو ګرانډي د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره هم ناسته کړې او خبر یې ورکړی چې له ایران او پاکستان سره د کډوالو په تړاو درې اړخیزه ناسته جوړوي. د ملګرو ملتونو د یاد سازمان مشر زیاته کړې چې ډېر ژر به د کډوالو د ستونزو او وضعیت ارزونې په موخه ایران ته هم سفر وکړي.

د هرات لپاره د طالبانو والي په ایران کې د افغان کډوالو یوه پنډغالي ته ورغلی

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۱۷ GMT+۱

په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي چې د یاد ولایت لپاره د دغې ډلې والي مولوي اسلام جار د ایران په خراسان رضوي ولایت کې د افغان کډوالو له یوه پنډغالي نه لیدنه کړې ده. نوموړی د ملا هبت‌الله په ځانګړي امر د کډوالو اړوند مسایلو حل لپاره ایران ته تللی.

د طالبانو خبرپاڼه کې په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړل شوي، خو له دې مخکې ویل شوي و چې هرات کې د‌ طالبانو والي او ورسره مل پلاوی به ایران کې له حکومتي چارواکو سره د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې وکړي.

د دغه سفر مهمه موخه د کډوالو باعزته ستنول، د ستونزو په نښه کول او پنډغالو کې د هغوی د مسایلو اورېدل ښودل شوي دي. د طالبانو دا پلاوی داسې مهال ایران ته سفر کوي چې هلته افغان کډوال له جدي ننګونو سره مخ دي او د ایراني ځواکونو له لوري نه یوازې اېستل کېږي، بلکې شکنجه او ځورول کېږي.

د راپورونو پر بنسټ، ایراني ځواکونو ان له افغان مېرمنو د هغوی د غاړو سره زر هم اخیستي او ځيني کډوال یې په وهلو ډبولو وژلي هم دي. د ایران او اسراییل تر کړکېچ وروسته په یاد هېواد کې د افغانانو ژوند تنګ او د اېستل کېدو لړۍ یې نږدې میاشت وړاندې پیل شوه چې د رسمي شمېرو له‌مخې، تر دې دمه یوازې په همدې موده کې تر ۵۰۰ زرو ډېر افغانان په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

که څه هم طالبانو په وار وار له ایران نه غوښتي چې افغانان په تدریجي او باعزته توګه ستانه کړي، خو هغوی پرې غوږونه نه دي ګرولي او دا لړۍ یې همداسې ګړندۍ روانه ساتلې ده. کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان څو څو ځله اندېښنه ښودلې چې دغه ستنېدونکي افغانان په کور دننه د بې‌روزګارۍ تر څنګ د سرپناوو له ستونزو سره مخ کېږي.

ان د دغه ستنېدونکو افغانانو د کورنیو ښځینه غړو او نجونو په تړاو هم اندېښنې ښوول شوي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې به یې د ژوند ډېرې برخې محدودې شي.

طالبان چې له نړۍوالې انزوا سره مخ دي د کډوالو روان ناورین په مدیریت کې پاتې بلل شوي او ان د لومړنیو اسانتیاوو د چمتو کېدو په برخه کې هم ترې تازه ستنېدونکي راضي نه دي. هم‌مهاله یو شمېر افغان سیاست‌والو او ان خپله طالبانو له نړۍوالو مرستندویه ادارو نه غوښتي چې تازه ستنېدونکو سره خپلې بشري مرستې پراخې کړي.