حنفي: هره ورځ له ايران نه زرګونه افغان کډوال په جبري توګه اېستل کېږي

د طالبانو د ریاستالوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي ويلي چې هره ورځ له ايران نه د اسلامکلا پر پولې له شاوخوا ۳۰ تر ۳۵ زرو افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته ستنېږي.
د طالبانو د ریاستالوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي ويلي چې هره ورځ له ايران نه د اسلامکلا پر پولې له شاوخوا ۳۰ تر ۳۵ زرو افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته ستنېږي.
نوموړي دا څرګندونې شنبه (د چنګاښ ۲۸مه) په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فليپو ګرانډي سره د ليدنې پر مهال وکړې. هغه زیاته کړې چې د کډوالو د پراخې اېستنې له امله ګڼ شمېر ټولنيزې، اقتصادي او بشري ستونزې راولاړې شوې دي.
حنفي پر دې ټينګار کړی چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او نورو مرستهکوونکو بنسټونو همکاري ته جدي اړتيا ده، څو د ورستنېدونکوکډوالو د تلپاتې ميشتېدو او بيا ادغام لپاره لازم اقدامات وشي. د طالب چارواکو په وينا، فليپو ګرانډي په دغه ليدنه کې ویلي، له ګاونډیو هېوادونو نه د افغان کډوالو له اېستل کېدو سره سره تر ډېره بریده توانېدلي چې دا روان کړکېچ مدیریت کړي.
نوموړی د افغان کډوالو د جبري اېستل کېدو مسالې د څېړنې او د هغوی د وضعيت د ارزونې لپاره کابل ته تللی و او هلته یې د طالبانو له بېلابېلو چارواکو سره جلا جلا ناستې کړي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزير اميرخان متقي هم د شنبې ورځ له ګرانډي سره وليدل او ويې ويل، چې افغان ولس له ګڼو ستونزو سره مخ دی او دوی د نړۍوالو مرستندويه بنسټونو همکاریو ته سخته اړتيا لري. نوموړي له نړۍوالو وغوښتل، څو کډوالو ته د خپلو مالي حسابونو د تصفيې فرصت ورکړي.
په وروستيو مياشتو کې سلګونه افغان کورنۍ داسې مهال له ايران نه شړل شوي چې د کورونو له وړاندې ورکړل شوې کرایې یې د مالکانو له لوري بېرته نه ورکول کېږي او یا یې کار کړی و، خو مزدوري یې نه وه ورکړل شوې. همداراز، ډېری کورنيو ته ان دومره وخت هم نه دی ورکړل شوی چې خپلې شتمنۍ راټولې کړي او یا هم ملکیتونه وپلوري.
همداراز فليپو ګرانډي د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره هم ناسته کړې او خبر یې ورکړی چې له ایران او پاکستان سره د کډوالو په تړاو درې اړخیزه ناسته جوړوي. د ملګرو ملتونو د یاد سازمان مشر زیاته کړې چې ډېر ژر به د کډوالو د ستونزو او وضعیت ارزونې په موخه ایران ته هم سفر وکړي.