• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سعودي عربستان بوسنیا او هرزګووینا ته د ټولنیزو بنسټونو لپاره د ۳۲ میلیون ډالرو پور ورکړی

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۳۷ GMT+۱

د سعودي پراختیایي صندوق (SFD) بوسنیا او هرزګووینا ته ۳۲ میلیونه ډالره پرمختیايي پور ورکړی، ترڅو د ساینس او ټېکنالوژۍ پارک او د محصلینو لپاره استوګنځای جوړ شي.

د دې پروژو هدف د لوړو زده‌کړو، اقتصاد او تخنیکي برخو وده ده.

دا مرکز به څېړونکي، ساینسپوهان او سوداګر سره راټول کړي.

سعودي عربستان له ۱۹۹۶ راهیسې په بوسنیا کې پرمختیايي فعالیتونه کوي او تراوسه یې له دې هېواد سره له ۱۶۳ میلیونه ډالرو څخه زیاتې مرستې کړې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له امله له ۵۰ ډېر کسان وژل شوي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۰۷ GMT+۱

اسراییلي ځواکونو د تازه بریدونو په ترڅ کې د غزې په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ ډېر فلسطینیان وژلي، چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي. دا بریدونه په داسې حال کې روان دي، چې د لوږې له امله هم د مړو شمېر په زیاتېدو دی.

د غزې ښاروالۍ ویلي، چې د ښار په شمال کې اصلي د اوبو پاکولو فابریکه د اسراییلو د بشپړ سون توکو بندیز له امله تړل شوې او خلک له "شدیدې تندې" سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) وايي، د غزې ډېری اوسېدونکي څو ورځې د خوړو پرته تېروي او د ناورین کچې خوارځواکي سره مخ شوي دي.

دغه اداره وايي، دا د لوږې داسې کچه ده چې تر دې وړاندې ورسره هېڅکله مخ شوي نه و.

د راپورونو له مخې، په سیمه کې د بشري وضعیت د خرابېدو له امله نړۍوالې ادارې له بېړني اوربند او بشري مرستو ته د لاسرسي غوښتنه کوي.

لوېدیځ هېوادونه: په غزه کې جګړه باید سمدستي پای ته ورسېږي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۳۸ GMT+۱

د برېتانیا، اسټرالیا، کاناډا، فرانسې او ایټالیا په ګډون ۲۵ لوېدیځو هېوادونو د دوشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی، چې جګړه باید اوس په غزه کې پای ته ورسېږي. دوی ویلي، چې د ولسي وګړو کړاوونه ژورې کچې ته رسېدلي دي.

په اعلامیه کې راغلي: «موږ له ټولو خواوو او نړۍوالې ټولنې غوښتنه کوو، چې د دې وحشتناکې جګړې د پای ته رسولو لپاره یو موټی شي او د سمدستي، بې‌قید او شرطه او دایمي اوربند ملاتړ وکړي.»

دغو هېوادونو خبرداری ورکړی، چې د وینې تویېدل هېڅ معنا نه لري او دوی د امریکا، قطر او مصر له هڅو بشپړ ملاتړ اعلانوي، څو اوربند ته لاره هواره شي.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت بیا دا ګډه اعلامیه رد کړې او ویلي یې دي، چې دوی له واقعي حالاتو بې خبره دي او حماس ته ناسم پیغام استوي.

د اعلامیې په لاسلیک کوونکو کې جاپان، څو اروپايي هېوادونه، سویس او نیوزیلنډ هم شامل دي.

دوی ویلي: «چمتو یو چې د اوربند د عملي کېدو لپاره نور ګامونه واخلو.»

د ملګرو ملتونو کارپوهان: که د نیول شویو بریټانیایانو درملنه ونه شي مرګ یې ګواښي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۵۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو له طالبانو غوښتي چې د پیټر او باربي رینولډز په نومونو دوه بریټانیايي ښځه او مېړه چې له کوم تور پرته د طالبانو له لوري نیول شوي او دمګړۍ یې روغتیايي وضعیت هم ښه نه دی، له بندخونې ازاد کړي.

د دوی په وینا، دغه دوه بریټانیايي بوډاګان چې د روان کال له فېبرورۍ میاشتې راهیسې له کوم تور پرته په خپل سر نیول شوي سملاسي درملنې ته اړتیا لري او که درملنه یې ونه شي نو د مرګ له ګواښ سره مخ کېږي.

د بشري حقونو کارپوهان وايي، پيټر رینولډز د زړه پر ناروغۍ اخته دی او باربي رینولډز د وینې له کمښته رنځېږي او په وینا یې د باربي پښې هم بې حسه شوې دي.

طالبانو د یادو بریټانیایانو په تړاو یوازې همدومره ویلي چې د هغوی دوسیه محکمې ته سپارل شوې خو لاتر اوسه محکمې د هغوی په اړه څه پرېکړه نه ده کړې.

۸۰کلن بریټانیایی پیټر رینولډز او ۷۵ کلنه مېرمن یې د تېرې فېبرورۍ په لومړیو کې په بامیان کې په داسې حال کې ونیول شول چې د راپورونو له مخې یې هلته د زده کړو اړوند پروګرامونه مخته وړل.

عبدالسلام حنفي: هیچا ته اجازه نه ور کوو چې افغان خاوره د نورو پرضد وکاروي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۵۷ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال وايي، چې دوی به هېچا ته د دې اجازه ورنه کړي چې افغان خاوره د نورو پر ضد وکاروي. عبدالسلام حنفي د اسلامي نړۍ پیوستون سازمان له رييس سره په کتنه کې زیاته کړې چې دوی د «خوارجو او اهل فتنې» ریښې پرې کړې او د هغوی پناه ځایونه یې له منځه وړي.

عبدالسلام حنفي په دې کتنه کې څرګنده کړې چې د متقابل درناوي او د نورو په چارو کې د نه لاسوهنې له لارې د نړۍ له ټولو هېوادونو او په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو سره د دوستانه اړیکو د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

نوموړي همداراز د اسلامي نړۍ د پیوستون له سازمان نه وغوښتل چې په دې حساسو شېبو کې د افغانانو ترڅنګ ودرېږي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان رييس شیخ ډاکتر محمد بن عبدالکریم العیسی چې نن کابل ته په یوه رسمي سفر تللی، په دې کتنه کې ویلي، چې دا د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان دنده ده چې په دې سختو شرایطو کې د افغان ولس لاسنیوی وکړي.

د طالبانو اقتصادي معاونیت:په ټول هېواد کې د درملو ۶۳ تولیدي فابریکې فعالیت لري

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۵۷ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، دمګړۍ په هېواد کې د درملو ۶۳ تولیدي فابریکې فعالیت لري او په دغو کارخونو کې تولید شوي درمل له لسو تر ۱۵ سلنې د ناروغو هېوادوالو اړتیاوې پوره کوي.

د سرچینې په وینا، په دغو کارخونو کې ۲۳۵۶ قلمه بېلابېل درمل تولیدیږي او کیفیت یې هم ښه دی.

  • د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د یوې معلوماتي بستې په خپرولو سره ویلي، د درملو سکټور د ملاتړ په موخه د درملو د قاچاق د مخنیوي قانون جوړ شوی، د هغو درملو پر وارداتو ګمرکي تعرفې لوړې شوي چې په کور دننه تولیدېږي او د استفادې پر مهال په کور دننه تولید شویو درملو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

په داسې حال کې چې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پانګوال له هېواده خپلې پانګې وباسي، د طالبانو اقتصادي معاونیت وايي، چې په افغانستان کې د درملو په سکټور کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر شوي دي.