د اسراييل ۱۲ شبکه: د مذاکراتو د ماتې په صورت کې به د غزې د کنټرول طرحه عملي شي

د اسراييل ۱۲ خبري شبکې د باوري سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې اسراییل یوه داسې طرحه جوړه کړې، که د غزې د اوربند او د حماس له بنده د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو په اړه خبرې اترې بریالۍ نه شي؛ نو دغه طرحه به عملي کړي.