د کرکټ په شپږیزه لیګ کې مس عینک امو نهنګانو ته ماته ورکړه

په کابل کې د شپږیزه کریکټ لیګ په لسم پړاو سیالیو کې مس عینک لوبډلې د ۵ وېکټو په توپیر امو نهنګانو ته ماته ورکړه. دغه سییالۍ نن په کابل کې پيل شوه او امو نهنګانو لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۲ منډې جوړې کړې او مس عینک لوبډلې ته یې د ۱۶۳ منډو هدف وټاکه.