عراقچي: دا هېڅکله د ایران تګلاره نه وه چې اسراییل د نړۍ له نقشې ورک کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له فاکس نیوز شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي، چې دا هېڅکله هم د ایران تګلاره نه وه چې اسراییل دې د نړۍ له نقشې ورک کړي. نوموړي زیاته کړې چې تهران به د فلسطین پلوه وسلهوالو ډلو ملاتړ ته دوام ورکړي.