طالبانو په پکتیا کې د پولیو واکسین کمپاین ناڅاپي بند کړ

د پکتیا اوسېدونکي افغانستان-انټرنشنل ته خبر ورکوي، چې طالبانو په دغه ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین د ناڅرګندو دلایلو له امله بند کړی دی.

د پکتیا اوسېدونکي افغانستان-انټرنشنل ته خبر ورکوي، چې طالبانو په دغه ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین د ناڅرګندو دلایلو له امله بند کړی دی.
دغه کمپاین چې درې ورځې وړاندې پیل شوی و، ټاکل شوې وه څو ورځې دوام وکړي؛ خو د پکتیا اوسېدونکي وايي، چې طالبانو پرون (سېشنبه) په ناڅاپي ډول بند کړی دی.
د پکتیا ولایت اوسېدونکو زیاته کړې، چې د طالبانو دا بندیز په ځاځي اریوب، څمکنیو، سېدکرم او یو شمېر نورو ولسوالیو کې پلي شوی دی. طالبانو تر دې دمه د دغه بندیز د علت په اړه رسمي څه نه دي ویلي.
دغه بندیز داسې مهال وضع کېږي، چې افغانستان لا هم د پولیو له ګواښونو سره مخ هېواد بلل کېږي. افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي، چې پولیو پهکې په بشپړ ډول لهمنځه نه ده تللې.
د یادونې ده، چې له دې وړاندې په کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو هم کې د پولیو ضد کمپاینونه د بېلابېلو خنډونو او په ځانګړې توګه د طالبانو د محدودیتونو له امله له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګرۍ چارو معین او ور سره مل پلاوي یې د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له یوه لوړپوړي پلاوي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراخوالي، ترانزیټي اسانتیاوو او متقابلو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
په دې تړاو د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه خبرې تېره ورځ په اسلاماباد کې د دواړو خواوو ترمنڅ په یوې ناسته کې شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړه خواوو د شته خنډونو د لهمنځه وړلو لپاره د ګټورو حللارو ټاکلو او په ځینو افغاني صادراتي توکو د تعرفو کمولو په اړه هم بحث او خبرې کړې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې اړه به د دواړو هېوادونو ترمنځ هوکړه وشي او په نږدې راتلونکې کې به دغه هوکړه عملي شي.
د خبرپاڼې په وروستۍ کرښه کې راغلي، چې دغه پرېکړه به د صادراتو د اسانۍ ترڅنګ، د افغان سوداګرو او تولیدوونکو لپاره یو مثبت بدلون راولي.
که څه هم په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ترېنګلې شوې وې؛ خو د دواړو لوریو لهخوا د اړیکو ښه کېدو لپاره ځینې مثبت ډېپلوماټیک ګامونه اخیستل شوي او په دې لړ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ۲۰۲۵ کال په اپرېل میاشت کې کابل ته سفر او افغانستان کې د اسلاماباد د نوي سفیر ټاکنه د یادونې وړ موضوعات دي؛ خو امنیتي اندېښنې لا هم د دواړو خواوو پر اړیکو خپل سیوری اچولی دی.
له بل پلوه کارپوهان وایي، چې ترهګري د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا پر وړاندې لوی خنډ دی.
سره له دې چې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمايي کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه تر یو میلیارد ډالرو رسېدلې؛ خو د پاکستاني طالبانو تحریک فعالیتونه لا هم د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د تلپاتې سوداګرۍ او اقتصادي پرمختګ مخه ډب کړې.
د پنجشېر ولایت د علماوو شورا پخواني مرستیال مولوي عبدالمالک ته نږدې سرچینو خبر ورکړی، چې د طالبانو لهخوا د دوو اونیو بند او شکنجې وروسته دغه دیني عالم د روغتیایي وضعیت خرابېدو له امله د پنجشېر رخه سیمې روغتون ته لېږدول شوی دی.
د ۱۴۰۴کال (د چنګاښ په ۱۸مه) طالب ځواکونو د پنجشېر ولایت د علماوو شورا پخوانی مرستیال او د مولوي عبدالواحد دیني مدرسې مشر مولوي عبدالمالک د کابل د ۱۵مې ناحیې په یوه جومات کې ونیوو او هغه یې نامعلوم ځای ته ولېږداوه.
په پیل کې د هغه کورنۍ او خپلوان د هغه د ساتنې ځای په اړه معلومات نه لرل؛ خو وروسته څرګنده شوه، چې طالب ځواکونو هغه له کابل څخه پنجشېر ته لېږدولی دی.
باخبره سرچینو د سېشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د مولوي عبدالمالک روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
طالبانو تر دې وړاندې هم په ۱۴۰۱ کال کې مولوي عبدالمالک د مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولی و؛ خو شاوخوا دوه کاله وروسته یې بېرته خوشې کړ. د هغه خپلوانو د مقاومت جبهې سره د نوموړي هر ډول همګاري رد کړې ده.
مولوي عبدالمالک په پنجشېر ولایت کې یو پېژندل شوی مذهبي شخصیت دی، چې له کلونو راهیسې یې د دغه ولایت د علماوو شورا د مرستیال او د دره ولسوالۍ د عبدالله خېل په کلي کې د «مولوي عبدالواحد» او «بيبي عایشه صدیقه» دیني مدرسو د مشر په توګه کار کړی دی.
طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې په زرګونه خلک د مقاومت جبهې د غړیتوب په تور نیولي دي.
یوه افغان ژباړونکي چې د امریکا له پوځ سره په افغانستان کې د جګړې پر مهال کار کړی و، د کډوالۍ قانون د پلي کوونکو پټ مخو مامورینو لهخوا د کنیکټیکټ ایالت کې نیول شوی او بل ایالت ته یې لېږدولی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ضیا (مستعار نوم) چې د امنیتي اندېښنو له امله یې بشپړ هویت نه دی څرګند شوی، د ۲۰۲۴ کال په اکټوبر کې د بشرپالنې ځانګړې اجازې (Humanitarian Parole) له مخې د خپلې مېرمنې او ماشومانو سره امریکا ته تللی دی.
هغه د خپل زرغون کارټ (Green Card) د غوښتنې لپاره د تابعیت او کډوالۍ چوپړتیاوو له ادارې سره ټاکل شوې لیدنه لرله، چې هلته ناڅاپه د کډوالۍ او ګمرکي قانون پلي کوونکو مامورینو له خوا ونیول شو.
د هغه وکیلې لورن پیټرېسن ویلي، چې ضیا هېڅ ډول جنایي سابقه نه لري، قانوني اسناد لري، له راتګ وروسته یې دنده موندلې او د قانوني استوګنې ټول پړاوونه یې په سمه توګه پر مخ وړي دي.
د امریکا د سنا مجلس غړي رچرډ بلومنثل دا پېښه غېرانساني او د ډېموکراتیکو ارزښتونو خلاف وبلله. هغه وویل، ضیا د امریکا لپاره خپل ژوند په خطر کې اچولی و، خو اوس پخپله دلته د ناوړه چلند ښکار شوی دی.
د کورني امنیت وزارت ویلي، چې ضیا د «یو جدي جنایي تور» له امله تر څېړنې لاندې دی، خو کوم جزیات یې نهدي ورکړي.
وکیله لورن وايي، چې دوی ته هېڅ ډول شواهد یا معلومات نه دي ورکړل شوي او دا تورونه بېاساسه دي.
د امریکا د استازو جرګې غړې جهانا هېیز وویل، چې دا ډول چلند له امریکا سره د افغان همکارانو باور زیانمنوي.
هغې زیاته کړه، کله چې داسې کسان چې قانوني اسناد لري هم ونیول شي، نو بیا خلکو ته څه پیغام استول کېږي؟
د افغان اېواک ډلې مشر شاون وانډایور وایي، چې دا یوازې د یوه کس خبره نه ده، بلکې د هغو زرګونو افغانانو مسله ده چې د امریکا له پوځ سره یې مرسته کړې او اوس د بېباورۍ، نیونې او شړلو له ګواښ سره مخ دي.
یو فدرالي قاضي د ضیا د شړلو د مخنیوي لپاره لنډمهالی بندیز لګولی، خو هغه لا هم په توقیف کې دی او د هغه د برخلیک په اړه لا هم وضاحت نشته.
د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د هغو کسانو پر وړاندې ټولې لارې بندې کړې دي، چې له امریکايي پوځ سره یې کار کړی و او غوښتل یې د خونديتوب لپاره دغه هېواد ته لاړ شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه کارکوونکي ویلي، چې دا مهال د دې پروسې اصلي خنډ طالبان نه، بلکې د ټرمپ اداره ده.
له هغه وروسته چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل او امریکايي ځواکونه ووتل، نو ددغه هېواد یو افغان همکار امریکا ته ولاړ، څو خپله کورنۍ وژغوري.
نوموړي چې لومړی له امریکایانو سره د ژباړن په توګه کار کاوه او وروسته له پوځ سره یو ځای شو، وایي چې خپل یوازینی ورور یې له لاسه ورکړی، ځکه هغه هم له امریکایانو سره کار کړی و.
هغه د طالبانو له وېرې د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط ویلي: «شاوخوا دوه کاله وروسته وتوانېدم چې خپلې مور او څو خویندو ته د امریکا د راتګ اجازه واخلم. هغوی دوحې ته ولاړل، په داسې باور چې بله خور به مې ډېر ژر له خپل مېړه او ماشومانو سره یوځای شي.»
د نوموړي په وینا، تېر کال د هغه خور او کورنۍ دوحې ته ورسېدل، چېرته چې د بایډن ادارې د افغان کډوالو د پروسس لپاره ځانګړی پروګرام پیل کړی و.
د هغه په وینا، دا پروګرام ځکه ډېر عام نه و، چې د خوندیتوب له ګواښونو سره مخ و.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ کارکوونکې جېسیکا براډلي راشینګ وایي: «هغه مهال د امریکا حکومت هره میاشت نږدې ۵ زره افغانان خپلو مرکزونو ته انتقالول.»
د نوموړې په خبره، د ډونالډ ترمپ له بیا واکمنېدو سره سم نوموړي دغه الوتنې بندې کړې او د یوه اجراييوي فرمان له لارې يې د کډوالو د بیا مېشتېدنې پروګرام ودراوه.
د دې پروسې له درېدو سره یو شمېر افغانانو امریکا ته د تګ ټکټونه هم کړي و، چې په دې کې د امریکایانو د یاد افغان همکار خور هم شامله وه.
براډلي راشینګ وايي: «موږ اندېښنه درلوده که دا پروګرام عام شوی وای طالبانو به خنډ پېښ کړی و، اوسمهال طالبان خنډ نه دي، بلکې د ټرمپ اداره خنډ ده.»
جېسیکا براډلي راشینګ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې يې کار کاوه له دندې ګوښه شوې.
د ايډ خور د هغو شاوخوا ۱۵۰۰ افغانانو له ډلې ده، چې امریکا ته د تګ ژمنې ورسره شوي؛ خو اوسمهال په قطر کې سرګردانه پاتې ده او وېره لري، چې بیا یې افغانستان ته ونه لېږي.
د افغان اېواک بنسټ وايي، دا مهال تر ۵۰ زره زيات افغانان په درېیمو هېوادونو کې امریکا ته د تګ په تمه دي او ۲ سوه زره نور پېژندل شوي افغانان په هېواد کې دننه د انتظار شېبې تېروي.
ټرمپ له وروستي بندیز سره د امریکایي وګړو او شنه کارټ لرونکو د افغان خپلوانو د ویزې سپانسر کول هم بند کړي دي.
ځیني افغانان په خپله خوښه له هېواده تښتېدلي دي او ځانونه یې د امریکا پولو ته رسولي؛ خو د ټرمپ ادارې لهخوا د پناه غوښتنې په قانون کې رامنځته شویو بدلونونو دا لاره هم ډېره ستونزمنه کړې ده.
د دې ټولو پالیسیو پایله دا شوې ده، چې ګڼ شمېر افغانان له خپلو کورنیو بېل شي، په درېیمو هېوادونو کې بند پاتې دي، چې د اېستلو وېره هم ورسره ده او یا هم په افغانستان کې د طالبانو له وېرې پټ ژوند کوي.
بل لورې بیا د امریکا د امنیت وزارت یوازې په یوې خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې د افغانانو لپاره د موقت خوندیتوب پروسه ختمه شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې د ځینو اندېښنو له امله ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ پر خپلو ټولنیزو رسنیو ولیکل: «له همدا اوس څخه زه هڅه کوم هغه افغانان وژغورم چې له امریکا سره یې کار کړی او دا مهال په متحده عربي اماراتو کې افغانستان ته د لېږلو ګواښ سره مخ دي.»
نوموړي د نورو هېوادونو یادونه نه ده کړې.
په پاکستان کې طالب سفیر سردار احمد شکېب وایي، چې افغانستان د پاکستاني توکو لپاره یو مهم بازار دی او غواړي چې له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې نورې هم پراخې شي.
د پاکستانۍ ورځپاڼې «نېشن» د راپور له مخې، نوموړي دا څرګندونې پرون د پاکستان د پخواني فدرالي وزیر محمد علي دراني سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
د طالب سفیر شکېب په وینا، کابل هر هغه نوښت ته ښه راغلاست وايي چې موخهیې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخول وي. په دې لیدنه کې دواړو خواوو پر دوه اړخیزو سوداګریزو همکاریو، د سوداګرو او د صنعتونو ترمنځ د اړیکو پر پراخولو او د خلکو ترمنځ د تماسونو پر زیاتولو بحث وکړ.
په راپور کې راغلي، چې دواړو خواوو پر دې ټینګار وکړ چې ورورولۍ ته ورته اړیکې، د باور جوړولو لپاره د خلکو ترمنځ اړیکې ډېرې مهمې دي او باید دا تماسونه پراخ شي.
دراني وویل: «د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوستانه اړیکې نه یوازې د دواړو هېوادونو، بلکې د ټولې سیمې لپاره د اقتصادي پرمختګ ضامن اوسوداګري ده چې سولې ته وده ورکوي.»
طالب سفیر شکېب د ښاغلي دراني وړاندیزونه رغنده بللي او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان کولی شي د پاکستاني تولیداتو لپاره یو مهم بازار واوسي.
پاکستان د ۱۹۹۰مو لسیزو راهیسې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري. د طالبانو د واک لومړۍ دورې (۱۹۹۶–۲۰۰۱) پر مهال پاکستان یو له درېیو هېوادونو څخه و چې د طالبانو حکومتیې په رسمیت پېژندلی و.
پاکستان غوښتل، چې په افغانستان کې یو داسې حکومت وي چې اسلاماباد ته نږدې او د هند ضد سیاست ولري. دغه موخهیې د "Strategic Depth" یا ستراتیژیک ژوروالي د تګلارې برخه وه، تر څو افغانستان د احتمالي جګړې پر مهال د هند پر ضد د شاته تګ ځای وګرځي.
بلخوا، پاکستان تل اندېښنه لري چې د افغانستان خاوره به د بلوڅ بېلتون پاله غورځنګ او د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) له خوا د دوی پر ضد وکارول شي.
که څه هم طالبانو ژمنه کړې، چې د افغانستان خاوره به د نورو پر ضد نه کارول کېږي، خو تر دې دمه (ټي ټي پي)لا هم له افغانستانه عملیات کوي، چې پاکستان یې اندېښمن کړی.
پاکستان تمه درلوده، چې د طالبانو دویم واکمن حکومت به د (ټي ټي پي) پر ضد قاطع اقدامات وکړي، خو طالبان د دوی پر ضد عملي ګامونه نهاخلي، بلکې هڅه کوي منځګړیتوب وکړي.
دا چاره د پاکستان له نظره "ناهیلي کوونکې" ده او له همدې کبله د دواړو لوریو اړیکې ترینګلې شوې دي.
بلخوا، افغانستان د پاکستان لپاره یو مهم تجارتي مارکېټ دی.
د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز تبادلات، د لارې عواید، ټرانزیټ او د افغان کډوالو شتون د اړیکو یو بل مهم اړخ دی. طالبان غواړي چې له پاکستان سره تجارت پراخ کړي، خو پاکستان له اقتصادي لحاظه هم پر طالبانو فشار راوړي لکه د کډوالو شړل، د وېزې محدودیتونه یا د ترانزیت خنډونه.