• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د کندهار په ۱۹ ولسواليو کې د امربالمعروف ریاست ته زر- زر متره دولتي ځمکه ورکړې

۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۴۲ GMT+۱تازه شوی: ۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۳ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۳۷ GMT+۱

طالبانو د کندهار په ټولو ۱۹ ولسوالیو کې د امر بالمعروف ریاست ته زر-زر متره دولتي ځمکه په داسې حال کې ورکړې، چې زرګونه افغانان او بېرته راستانه شوي کډوال د سرپناه له نشتوالي سره مخ دي.

په کندهار کې د طالبانو د کرنې ریاست هم امربالمعروف ریاست ته د دولتي ځمکې د ورکړې پروسه تایيد کړې او دا یې د همکارۍ تخنيکې بڼه ياده کړې.

د دغه ریاست یوې سرچينې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د دې پروسې قانوني اسناد هم چمتو شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په کندهار کې د طالبانو د کرنې رییس عبدالرشید منیب چې مخکې د کندوز د استخباراتو مشر پاتې شوی، په دې وروستیو کې د امربالمعروف له رییس کریم‌الله فقیر سره په ناسته کې د دې ځمکو د سپارلو لړۍ پیل کړې ده.

د معلوماتو له مخې، په هره ولسوالۍ کې د امربالمعروف ریاست ته زر- زر متره ځمکه سپارل شوې او پلان دا دی، چې په دې ولایت کې به د امربالمعروف مجهزې ودانۍ، د کارکوونکو دفترونه، استوګنځي او کوچني توقیف خونې یا زندانونه هم جوړ شي.

سرچينې وايي، دغه توقیف خونې به د هغو کسانو لپاره وي چې د امربالمعروف له لوري د سرغړونو په تور نیول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې دې اقدام د خلکو ترمنځ اندېښنې هم رامنځته کړې دي.

بلخوا، له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي کډوال بیا وايي، دوی ته سل متره ځمکه هم نه ده ورکړل شوې؛ خو د طالبانو د ودانیو لپاره بیا له اړتیا پرته ځمکې وېشل کېږي.

له پاکستانه تازه راستون شوی افغان کډوال عبدالواسع وایي: «زه له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه راغلی یم، دلته بې‌کوره پراته یو، ډېرې ژمنې وشوې، خو تر اوسه یو متر ځمکه هم نه ده راکړل شوې او دا بیا اورو چې امربالمعروف ته ځمکې او د طالبانو کورنیو ته لویې لویې نمرې ورکول کېږي، دوی اوس د ځمکو کاروبار کوي.»

د ده په وینا، نه وس لري چې ځمکه واخلي، نه کار شته، نه سرپناه. «دا زموږ وطن دی، خو داسې احساس کېږي چې دلته زموږ حق ته درناوی نه کېږي.»

د طالبانو د ځمکو د بیا وېش پروسه: عام خلک له پامه غورځول شوي

د معلوماتو له مخې، تر اوسه د طالبانو له خوا تر ۱۵۰ زره جریبه دولتي، کرنیزه او اباده شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې، خو ځایي خلک وایي چې دغه ځمکې یې له کلونو راهیسې ابادې کړې وې؛ خو اوس بیا د طالبانو له خوا ترې اخیستل شوي او د طالبانو د غړو یا د دوی د کورنیو ترمنځ وېشل شوې دي.

یو کروندګر چې د کندهار له شاه‌ولي‌کوټ ولسوالۍ څخه شړل شوی، وایي: «ما له ۲۲ کلونو راهیسې پر دې ځمکه کرنه کړې، اباده کړې مې وه، د انځرو ونې مې پرې کېنولې وې، خو طالبانو راڅخه واخیسته او ویې ویل، چې دا دې غصب کړې ده. اوس دا ځمکه د یوه قوماندان په لاس کې ده، چې هېڅوک هم څه نه ورته وایي.»

د امربالمعروف او نهی‌عن‌المنکر اداره چې د طالبانو له دویم ځل واکمنۍ وروسته یې فعالیتونه بیا پیل کړل، اوس په پراخ ډول فزیکي حضور ته داخلېږي.

دغې ادارې له پیل څخه د خلکو پر جامو، ږیرې، د ښځو پر تګ‌راتګ، بازارونو، تفریحي ځایونو، ښوونځیو او رسنیو محدودیتونه زیات کړي دي.

د ټولنیزو چارو فعالان وایي، طالبانو حکومت نه، بلکه شخصي امارت جوړ کړی او هر څه له وسلو، وسایطو او تر ځمکو پورې د دوی ترمنځ وېشل کېږي.

د دوی په وینا، خلک د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته هم لاس رسی نه لري، خو دوی د ودانیو، زندانونو او تشریفاتي دفترونو جوړولو ته لومړیتوب ورکړی.

دا ادعاوې، چې ګواکي ځمکې بېرته راګرځول کېږي، هره ورځ مطرح دي؛ خو دغه ځمکې نه بې‌ځایه شويو افغانانو ته ورکول کېږي، نه هم بې‌وزلو کروندګرو ته، بلکې زورواکو او واکمنو کورنیو ته وېشل کېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په تېره یوه میاشت کې مو پر ستنو شویو کډوالو ۲ میلیارده افغانۍ وېشلې دي

۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۵۱ GMT+۱

د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې کمېټې غړی احمدالله وثیق وايي، چې په تېره یوه میاشت کې یې د کډوالو د ستونزو د حل په موخه ۲ میلیارده افغانۍ وېشلې دي. نوموړي له مرستندویه بنسټونو او سوداګرو د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې.

د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې کمېټې غړي احمدالله وثیق د چهارشنبې په ورځ (د زمري لومړۍ نېټه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د کډوالو د کورنۍ هر غړي ته د ورځې دوه زره افغانۍ ورکول کېږي.

د هغه په خبره، ستنېدونکو کډوالو ته په ورځ کې ۳۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.

د وثیق په خبره، له کډوالو سره د مرستې نوم لیکنه په وړیا ډول تر سره کېږي: «د کډوالو لپاره ټول خدمات لکه: خواړه، روغتيايي پالنه او نوم لیکنه په وړیا ډول تر سره کېږي.»

نوموړي له مرستندویه بنسټونو او سوداګرو څخه د لا همکارۍ هيله ښودلې.

وثیق دا نه دي ویلي، چې دغه مرستې د مرستندویه ادارو او سوداګرو له‌خوا برابرې شوې دي او که د طالبانو ادارې له لوري ورکړل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د افغانستان له ګاونډیو په ځانګړي ډول له ایران څخه د کډالو د ستنولو لړۍ چټکه شوې ده.

دغه کډوال د ګرمې هوا، سرپناه، بې‌وزلۍ او د کار و روزګار له نشتوالي شکایت کوي.

طالبان: قطر د افغان کارګرو د منلو شمېر ۲ زرو ته لوړ کړی دی

۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، چې قطر د افغان کارګرو د منلو په دویم پړاو کې ۱۳۰۰ نورو کارګرو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي. طالبانو دوه ورځې وړاندې ویلي و، چې له قطر سره د یوې هوکړې له مخې به په لومړي پړاو کې ۷سوه کسان دغه هېواد ته ولېږي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د زمري لومړۍ نېټه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې قطر دولت د افغان کارګرو لپاره د کاري فرصتونو شمېر ۲ زره ته لوړ کړی دی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د شرایطو پوره کوونکو کسانو لپاره به د نوم‌لیکنې او ثبت بهیر ډېر ژر څرګند شي.

دغه وزارت وايي، چې هڅه کوي افغان کاګرو ته د کاري فرصتونو د برابرولو شمېر نور هم زيات کړي.

طالبانو تر دې مخکې هم په ځلونو په بېلابېلو ناستو کې له عربي هېوادونو څخه د افغان کارګرو د منلو غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې سلګونه زره کسان له خپلو دندو او روزګارونو بې‌برخې شوي دي.

هم‌مهاله په ایران او پاکستان کې پر کار بوخت سلګونه زره افغانان بېرته افغانستان ته شړل شوي او په کور دننه هم ورته کاري فرصتونه نشته.

پر طالبانو تور دی، چې هر څه یې تر خپلې ډلې محدود کړي او ان په حکومتي چوکاټ کې هم د عادي کچې کارګرو ته چې له دغه ډلې سره اړیکې ونه لري دندې نه ورکوي.

د بشري حقونو نړۍوالو بنسټونو اندېښنه څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د وزګارۍ کچه ورځ تر بلې په ډېرېدو ده.

د افغانستان د تخلیې پر مهال غېرحاضر برېتانوي چارواکی د تقاعدي امتیازاتو په ګډون تقاعد شوی

۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۵۹ GMT+۱

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی لوړپوړی چارواکی فیلیپ بارټن چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان د ګډوډې تخلیې پر مهال د رخصتۍ له امله له سختو نیوکو سره مخ شوی و، اوس یې ۲۶۲,۱۸۵ پونډه تقاعدي امتیاز ترلاسه کړی او تقاعد شوی دی.

ډیلي مېل ورځپاڼې په خپل یوه ځانګړي راپور کې ویلي، چې د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال فیلیپ بارټن چې کلنۍ تنخوا یې ۲۰۵ زره پونډه و، د روان کال په جنورۍ میاشت کې له دندې تقاعد شوی دی. نوموړي ته دا امتیازي پیسې د دولتي خدماتو د تقاعدي تادیاتو له مخې ورکړل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته فیلیپ بارټن د ۱۱ ورځو لپاره په فرانسه کې د رخصتیو لپاره پاتې شوی او د ملکي وګړو د تخلیې له پای ته رسېدو وروسته بېرته برېتانیا ته ستون شوی و، خو پر همدغه مهال د برېتانیا پخواني لومړي وزیر بوریس جانسن او د بهرنیو چارو وزیر هغه وخت خپلې رخصتۍ پرېښي وې او دندې ته ورګرځیدلي وو.

هغه مهال د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال له افغانستان څخه د تخلیې پرمهال د غیابت له امله له سختو نیوکو سره مخ شوی و.

د برېتانیا د پارلمان د بهرنیو چارو کمېټې د ۲۰۲۲ کال په راپور کې لیکلي وو، چې باید د بهرنیو چارو وزارت د یاد چارواکي دنده بیا و ارزول شي: «سخته ده چې دا درک شي چې ولې د وزارت یوه لوړپوړي چارواکي د دومره بحراني وضعیت پر مهال رخصتۍ ته دوام ورکړ.»

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وخت کې د برېتانیا د مالیه ورکوونکو د اتحادیې مشر جان اوکانل د فیلیپ بارټن د تقاعدي امتیازي پیسو ورکولو غندنه کړې او وايي: «د بهرنیو چارو په وزارت کې د داسې ناکامۍ مسوول ته د دا ډول امنتیاز ورکول د مالیه ورکوونکو غوسه را پاروي.»

نوموړي ویلي، چې د دولتي چارواکو د تقاعد پیسي حداقل باید ۹۵ زره پونډه وټاکل شي.

په ورته مهال، د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت د فیلیپ بارټن له پخوانیو خدماتو مننه کړې او هغه یې د سیاسي انتقال پرمهال یو مهم شخصیت بللی، خو د نوموړي د تقاعدي امتیازاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

لاوروف او متقي د نشه یې توکو د قاچاق د مخنیوي او امنیت په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې

۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۱۱ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او امیرخان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو پر پراختیا او سیمه ییزو مسایلو په تړاو ټیلیفوني خبرې کړې او دواړو د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې پر اهمیت ټینګار کړی دی.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د امیرخان متقي له قوله ویلي، چې د روسیې له خوا د دې ډلې د حکومت د رسمیت پیژندلو له اعلان وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو دروازې پرانېستلو ترڅنګ په نړیواله ټولنه کې هم د افغانستان د ادغام په برخه کې یو بې ساری ګام اخېستل شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امیرخان متقي له لاوروف سره په خبرو کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې، سیمه ییزو پروژو او ټرانسپورټي دهلیزونو په برخه کې د همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

پر همدغه مهال لاوروف ویلي، چې د طالبانو د رسمیت پیژندنه د دوادو هېوادونو په سیاسي، اقتصادي او نړیوالو همکاریو کې فرصتونه رامنځته کړي دي او په نږدې راتلونکې کې به عملي پایلي ولري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې لاوروف د نشه یی توکو د قاچاق د مخنیوي او امنیت په ټینګښت کې د دې ډلې هڅې ستایلي او له طالبانو سره د تعامل پراخولو، سیمه ییزو میکانیزونو د کلیدي ارزښت او نورو بحثونو لپاره یې متقي ته د مسکو فارمټ په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

طالبان وایي له پاکستان سره یې د کرنیزو محصولاتو د تعرفو د کمولو یو کلن تړون لاسلیک کړ

۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۲۷ GMT+۱

طالبانو ویلي، چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت سره یې د تازه کرنیزو محصولاتو د ترجیحي تعرفو د کمښت په اړه یو کلن تړون لاسلیک کړې، چې د یادې هوکړې له مخې به د دواړو هېوادو څلورـ څلور قلمه تازه کرنیز محصولات د نوې ترجیحي تعرفي لاندې صادر او وارد شي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال جواد پاول ترمنځ له دوه ورځنیو ناستو وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د څلور ـ څلور قلمه تازه کرنیزو محصولاتو د وارداتو او صادراتو پر ګمرکي تعرفو د کمښت هوکړه لاسلیک شوې ده.

د یادې هوکړې له مخې، د افغانستان له لوري د انګورو، مڼو، انارو او سره رومیانو پر صادراتو او د پاکستان له لوري د کیلو، الوګانو او کینو پر وارداتو ګمرکي تعرفه ۲۷ سلنې ته راکمه شوې ده.

طالبانو ویلي، د یادو تازه کرنیزو محصولاتو تعرفه وړاندې تردې ۶۰ سلنه وه.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوې ترجیحي تعرفه به د روان میلادي کال د اګسټ میاشتې په لومړۍ نېټې رسمي پلي شي او ښايي نور سوداګریز اقلام هم پکې شامل شي.