• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سختو ورښتونو له کبله په پاکستان کې د مړو شویو کسانو شمېر ۲۳۴ ته لوړ شو

۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۱۴ GMT+۱

په پاکستان کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتو له امله د مړو شویو کسانو شمېر۲۳۴ ته لوړ شو، چې نږدې نیمایي یې ماشومان دي او په ګلګت بلتستان کې بیا د ۲۵۰ سېلانیانو د ژغورلو په اړه هم راپورونه ورکړل شوي دي.

د چارواکو په خبره؛ دغه کسانو ته د سېلابونو راوتو، ځمکې ښویېدنې، ټرافیکي پېښو او د کورونو نړېدو له کبله خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ګلګت بلتستان چارواکو ویلي، چې لاهم ۱۵ سېلانیان تري تم دي؛ خو د ژغورنې هڅې یې دوام لري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ماته شوې ژمنه: د ټرمپ ادارې څنګه د افغانانو د خوندیتوب لارې چارې له منځه یوړې؟

۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۳۹ GMT+۱

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د هغو کسانو پر وړاندې ټولې لارې بندې کړې دي، چې له امریکايي پوځ سره یې کار کړی و او غوښتل یې د خونديتوب لپاره دغه هېواد ته لاړ شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه کارکوونکي ویلي، چې دا مهال د دې پروسې اصلي خنډ طالبان نه، بلکې د ټرمپ اداره ده.

له هغه وروسته چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل او امریکايي ځواکونه ووتل، نو ددغه هېواد یو افغان همکار امریکا ته ولاړ، څو خپله کورنۍ وژغوري.

نوموړي چې لومړی له امریکایانو سره د ژباړن په توګه کار کاوه او وروسته له پوځ سره یو ځای شو، وایي چې خپل یوازینی ورور یې له لاسه ورکړی، ځکه هغه هم له امریکایانو سره کار کړی و.

هغه د طالبانو له وېرې د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط ویلي: «شاوخوا دوه کاله وروسته وتوانېدم چې خپلې مور او څو خویندو ته د امریکا د راتګ اجازه واخلم. هغوی دوحې ته ولاړل، په داسې باور چې بله خور به مې ډېر ژر له خپل مېړه او ماشومانو سره یوځای شي.»

د نوموړي په وینا، تېر کال د هغه خور او کورنۍ دوحې ته ورسېدل، چېرته چې د بایډن ادارې د افغان کډوالو د پروسس لپاره ځانګړی پروګرام پیل کړی و.

د هغه په وینا، دا پروګرام ځکه ډېر عام نه و، چې د خوندیتوب له ګواښونو سره مخ و.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ کارکوونکې جېسیکا براډلي راشینګ وایي: «هغه مهال د امریکا حکومت هره میاشت نږدې ۵ زره افغانان خپلو مرکزونو ته انتقالول.»

د نوموړې په خبره، د ډونالډ ترمپ له بیا واکمنېدو سره سم نوموړي دغه الوتنې بندې کړې او د یوه اجراييوي فرمان له لارې يې د کډوالو د بیا مېشتېدنې پروګرام ودراوه.

د دې پروسې له درېدو سره یو شمېر افغانانو امریکا ته د تګ ټکټونه هم کړي و، چې په دې کې د امریکایانو د یاد افغان همکار خور هم شامله وه.

براډلي راشینګ وايي: «موږ اندېښنه درلوده که دا پروګرام عام شوی وای طالبانو به خنډ پېښ کړی و، اوسمهال طالبان خنډ نه دي، بلکې د ټرمپ اداره خنډ ده.»

جېسیکا براډلي راشینګ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې يې کار کاوه له دندې ګوښه شوې.

د ايډ خور د هغو شاوخوا ۱۵۰۰ افغانانو له ډلې ده، چې امریکا ته د تګ ژمنې ورسره شوي؛ خو اوسمهال په قطر کې سرګردانه پاتې ده او وېره لري، چې بیا یې افغانستان ته ونه لېږي.

د افغان اېواک بنسټ وايي، دا مهال تر ۵۰ زره زيات افغانان په درېیمو هېوادونو کې امریکا ته د تګ په تمه دي او ۲ سوه زره نور پېژندل شوي افغانان په هېواد کې دننه د انتظار شېبې تېروي.

ټرمپ له وروستي بندیز سره د امریکایي وګړو او شنه کارټ لرونکو د افغان خپلوانو د ویزې سپانسر کول هم بند کړي دي.

ځیني افغانان په خپله خوښه له هېواده تښتېدلي دي او ځانونه یې د امریکا پولو ته رسولي؛ خو د ټرمپ ادارې له‌خوا د پناه غوښتنې په قانون کې رامنځته شویو بدلونونو دا لاره هم ډېره ستونزمنه کړې ده.

د دې ټولو پالیسیو پایله دا شوې ده، چې ګڼ شمېر افغانان له خپلو کورنیو بېل شي، په درېیمو هېوادونو کې بند پاتې دي، چې د اېستلو وېره هم ورسره ده او یا هم په افغانستان کې د طالبانو له وېرې پټ ژوند کوي.

بل لورې بیا د امریکا د امنیت وزارت یوازې په یوې خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې د افغانانو لپاره د موقت خوندیتوب پروسه ختمه شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې د ځینو اندېښنو له امله ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ پر خپلو ټولنیزو رسنیو ولیکل: «له همدا اوس څخه زه هڅه کوم هغه افغانان وژغورم چې له امریکا سره یې کار کړی او دا مهال په متحده عربي اماراتو کې افغانستان ته د لېږلو ګواښ سره مخ دي.»

نوموړي د نورو هېوادونو یادونه نه ده کړې.

طالب سفیر: افغانستان د پاکستاني محصولاتو لپاره یو مهم بازار دی

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۵۵ GMT+۱

په پاکستان کې طالب سفیر سردار احمد شکېب وایي، چې افغانستان د پاکستاني توکو لپاره یو مهم بازار دی او غواړي چې له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې نورې هم پراخې شي.

د پاکستانۍ ورځپاڼې «نېشن» د راپور له مخې، نوموړي دا څرګندونې پرون د پاکستان د پخواني فدرالي وزیر محمد علي دراني سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

د طالب سفیر شکېب په وینا، کابل هر هغه نوښت ته ښه راغلاست وايي چې موخه‌یې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخول وي. په دې لیدنه کې دواړو خواوو پر دوه اړخیزو سوداګریزو همکاریو، د سوداګرو او د صنعتونو ترمنځ د اړیکو پر پراخولو او د خلکو ترمنځ د تماسونو پر زیاتولو بحث وکړ.

په راپور کې راغلي، چې دواړو خواوو پر دې ټینګار وکړ چې ورورولۍ ته ورته اړیکې، د باور جوړولو لپاره د خلکو ترمنځ اړیکې ډېرې مهمې دي او باید دا تماسونه پراخ شي.

دراني وویل: «د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوستانه اړیکې نه یوازې د دواړو هېوادونو، بلکې د ټولې سیمې لپاره د اقتصادي پرمختګ ضامن اوسوداګري ده چې سولې ته وده ورکوي.»

طالب سفیر شکېب د ښاغلي دراني وړاندیزونه رغنده بللي او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان کولی شي د پاکستاني تولیداتو لپاره یو مهم بازار واوسي.

پاکستان د ۱۹۹۰مو لسیزو راهیسې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري. د طالبانو د واک لومړۍ دورې (۱۹۹۶–۲۰۰۱) پر مهال پاکستان یو له درېیو هېوادونو څخه و چې د طالبانو حکومت‌یې په رسمیت پېژندلی و.

پاکستان غوښتل، چې په افغانستان کې یو داسې حکومت وي چې اسلام‌اباد ته نږدې او د هند ضد سیاست ولري. دغه موخه‌یې د "Strategic Depth" یا ستراتیژیک ژوروالي د تګلارې برخه وه، تر څو افغانستان د احتمالي جګړې پر مهال د هند پر ضد د شاته تګ ځای وګرځي.

بلخوا، پاکستان تل اندېښنه لري چې د افغانستان خاوره به د بلوڅ بېلتون پاله غورځنګ او د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) له خوا د دوی پر ضد وکارول شي.
که څه هم طالبانو ژمنه کړې، چې د افغانستان خاوره به د نورو پر ضد نه کارول کېږي، خو تر دې دمه (ټي ټي پي)لا هم له افغانستانه عملیات کوي، چې پاکستان‌ یې اندېښمن کړی.

پاکستان تمه درلوده، چې د طالبانو دویم واکمن حکومت به د (ټي ټي پي) پر ضد قاطع اقدامات وکړي، خو طالبان د دوی پر ضد عملي ګامونه نه‌اخلي، بلکې هڅه کوي منځګړیتوب وکړي.

دا چاره د پاکستان له نظره "ناهیلي کوونکې" ده او له همدې کبله د دواړو لوریو اړیکې ترینګلې شوې دي.

بلخوا، افغانستان د پاکستان لپاره یو مهم تجارتي مارکېټ دی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز تبادلات، د لارې عواید، ټرانزیټ او د افغان کډوالو شتون د اړیکو یو بل مهم اړخ دی. طالبان غواړي چې له پاکستان سره تجارت پراخ کړي، خو پاکستان له اقتصادي لحاظه هم پر طالبانو فشار راوړي لکه د کډوالو شړل، د وېزې محدودیتونه یا د ترانزیت خنډونه.

په بنګله دېش کې د ښوونځي پر ودانۍ د الوتکې له لوېدو وروسته لاریونوال عدالت غواړي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۱۶ GMT+۱

د بنګله ‌دېش په پلازمېنه ډاکه کې سلګونه زده ‌کوونکي د ښوونځي پر ودانۍ د جېټ الوتکې له مرګوني سقوط وروسته سړکونو ته راوتلي دي. پوليسو پر لاریونوالو اوښکې بهوونکي ګاز استعمال کړی، چې له امله يې ۸۰ کسان ټپيان شوي دي.

د بنګله دېش چارواکي وایي، د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد یوه جېټ الوتکه د ښوونځی پر ودانۍ لوېدلې، چې له امله یې د ۲۵ زده کوونکو په ګډون ۳۱ کسان وژل شوي دي.

د چارواکو په خبره، ډېری ماشومانو له ۱۲ کلونو کم عمر درلود او له ښوونځي څخه خپلو کورونو ته روان وو.

چارواکي زياتوي، چې الوتکه د تخنيکي ستونزو له امله لوېدلې ده او وروسته یې اور اخيستی.

له پيښې وروسته د ښونځي او پوهنتونونو لسګونه زده کوونکو لاریونونه کړي او شعارونه یې ورکول: «زموږ وروڼه ولې مړه شول؟ موږ ځواب غواړو!»

د ځايي رسنیو د راپور له مخې، پولیسو پر لاریونوالو اوښکې بهوونکي ګاز او غږ لرونکې وسلې کارولي، چې له امله یې ۸۰ کسان ټپيان شوي دي.

لاریونوالو د پېښې په اړه د وژل شویو او ټپیانو نوملړ، د قربانیانو له کورنیو سره د تاوان جبران، شفافې پلټنې، د مسوولینو محاکمه او د هوايي ځواک د روزنیزو کړنلارو بیاکتنه غوښتې ده.

د اسراييل د بهرنیو چارو وزارت د خامنه‌یي د «ژر پای» کاریکاتور خپور کړ

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۵۹ GMT+۱

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت د خپلې فارسي‌ژبې اېکس پاڼې له لارې د ایران د مشر علي خامنه‌یي یو کاریکاتور خپور کړی دی. په دې انځور کې خامنه‌یي اندېښمن او په یوه وچه دښته کې داسې ښودل شوی، چې یوې تابلو ته ګوري او په دې تابلو کې لیکل شوي "پای".

یاد کاریکاتور د عرب کاریکاتوریست «سائر سبیل» له لوري جوړ شوی او د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت د دې انځور له خپرولو سره یوازې یوه کلمه لیکلې ده: «ژر» یا به ‌زودی. دغه عبارت په غیرمستقیم ډول د ایران د اسلامي جمهوري د نظام یا رهبر د پای ته رسېدو اشارې په توګه تعبیر شوی دی.

یاد کاریکاتور د عرب کاریکاتوریست «سایر سبیل» له لوري جوړ شوی او د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت د دې انځور له خپرولو سره یوازې یوه کلمه لیکلې: «ژر» یا «به‌ زودی».

دا عبارت په غېرمستقیم ډول د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام یا د رهبر د پای ته رسېدو په معنا تعبیر شوی دی.

په سوېلي وزیرستان کې د ډرون برید له امله درې پاکستاني پوځيان وژل شوي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۵۶ GMT+۱

په خېبر پښتونخوا کې د سوېلي وزیرستان په لوېدیځه برخه کې د ډرون د یوه خونړي برید له امله درې پاکستاني پوځيان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، دا برید د سې شنبې په شپه شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د «میرا کلي» پر امنیتي پوستې ترسره شوی.

بریدګرو لومړی د پوستې پر لور مستقیم برید کړی او په عین وخت کې یې د یوه کوادکوپټر ډرون له لارې د هاوان مرمۍ پر پوستې غورځولې.

یوه امنیتي چارواکي چې له پېښې څخه یې مستقیم معلومات درلودل، خراسان ډایري ته ویلي: «بریدګرو لومړی پر پوستې برید وکړ او له امنیتي ځواکونو سره یې نښته پیل کړه. هم‌مهاله یې د کوادکوپټر ډرون په وسیله د هاوان مرمۍ د پوستې دننه غورځولې.»
سره له دې چې تر اوسه د برید مسوولیت هېڅ یوې ډلې نه دی منلی، خو د امنیتي ځواکونو له لوري په سیمه کې عملیات پیل شوي دي.