د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د ناهیدې په نوم د یوې ۱۳ کلنې افغان نجلۍ ژوند ته کتنه کړې، چې د زدهکړو د بندیزونو له امله یې مدرسې ته مخه کړې ده. ناهیده د ډاکټرې کېدو هیله لري؛ خو پوهېږي چې دا خوب یې له خنډونو، ځنډونو او ننګوونو سره مخ دی.
نوموړې مدرسې ته د تګ تر څنګ په یوې هدیره کې پر زیارت کوونکو اوبه پلوري او له همدې لارې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډودۍ برابروي. هغه وایي: «مکتب مې خوښ دی؛ خو نه شم تلای، نو مدرسې ته ځم. که مکتب ته تلای، نو تعلیم مې کاوه او ځان نه مې ډاکټره جوړوله؛ خو اوس نه کېږي.»
دیني علومو ته مخه
په کابل کې د تسنیم نصرت په نوم د اسلامي علومو د یو مرکز مشر زاهدالرحمان صاحبي ویلي، د تړلو ښوونځیو له کبله اوس نجونو ته مدرسې ښه فرصت ښکاري او له همدې کبله زدهکړو ته ورځي. په دغه مرکز کې شاوخوا ۴۰۰ زدهکوونکې په زدهکړو بوختې دي، چې عمرونه یې له درېیو څخه ان تر ۶۰ کلونو پورې رسېږي. د دغه مرکز ۹۰ سلنه زدهکوونکي ښځینه دي او د قران، فقې او احادیثو تر څنګ په کې عربي ژبه هم تدریسېږي.
صاحبي زیاتوي، چې افغانان په طبیعت کې دیندوسته دي او حتی له دې مخکې هم خلکو دیني مدرسو ته لېوالتیا لرله؛ خو اوس چې مکتبونه تړلي، دا لېوالتیا نوره هم زیاته شوې ده.
اوسمهال کوم تازه رسمي ارقام نشته، چې وښيي څو نجونې دیني مدرسو ته تللې دي؛ خو چارواکي وایي چې دیني مدرسې ورځ تر بلې زیاتې مشهوره کېږي. د طالبانو د پوهنې وزارت مرستیال کرامتالله اخندزاده تېر کال په سپتمبر کې اعلان کړی و، چې په یوه کال کې له یو مېلیون ډېر زدهکوونکي د مدرسو برخه شوي او ټول شمېر یې درې مېلیونو ته رسېدلی دی.
د ځمکتلو ټولګي؛ غلي غږونه
د تسنیم نصرت مرکز د ځمکتلي په یوې کوټه کې ځوانې نجونې د پلاستیکي مېزونو تر شاناستې دي او د خپلو قلمونو په مرسته د قران ایتونه لیکي. ټولو تور نقابونه اغوستي او یوازې سترګې یې ښکاري. له دې ډلې ۲۵ کلنه فایزه وایي: «نجونو ته ښه ده، چې په مدرسه کې زدهکړه وکړي؛ ځکه قران د خدای کلام دی او موږ مسلمانان یو. دا زموږ دنده ده، چې پوه شو خدای تعالی په دې کتاب کې څه ویلي».
فایزې هم د ناهیدې په شان غوښتل طب ولولي؛ خو دا خوب یې اسانه نه دی. نوموړې هیله لري، که کورنۍ یې وویني چې هغه دیندوسته ده؛ نو کېدای شي اجازه ورکړي چې د طب زدهکړې وکړي؛ خو د ملاهبت الله بندیزونه یې پر وړاندې لا هم لوی او جدي خنډ دی.
د فایزې ښوونکې وایي، غوره دا ده چې نجونې یوازې په دیني علومو پورې محدودې پاتې نه شي.
یو لانجمن بندیز
د نجونو پر زدهکړو بندیز ان د طالبانو د دننه کړیو ترمنځ هم یوه لانجمنه او له جنجاله ډکه مساله ده. د روان زېږدیز کال د جنورۍ په میاشت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی خوست کې یوې لویې غونډې ته د ملي هبت الله دریځ وننګولو. هغه د اسلامي شریعت له مخې؛ د نجونو زدهکړې روا وبللې او روان بندیزونه یې د خپل مشر شخصي طبعیت وباله.
تر هماغو څرګندونو وروسته عباس ستانکزی د خلکو له سترګو پناه شوی، هبت الله یې د نیولو امر کړی و او هماغه مهال یې له کابله متحده عربي اماراتو ته پښې سپکې کړې. د هغه دنده او راتلونکی د طالبانو دننه په یوه نامعلوم حالت کې دی.
د روان تعلیمي کال په پیل کې د یونېسف اجراییه رییسې کترین راسل خبرداری ورکړ: «که دا بندیز تر ۲۰۳۰ پورې دوام وکړي، له څلورو مېلیونو څخه زیاتې نجونې به له ابتدايي ښوونځي پورته زدهکړو ته لاسرسی ونه لري. دا به د نجونو او د افغانستان د راتلونکي لپاره یو ناورین وي».
دیني علوم؛ بنسټ که بدیل؟
اسوشیټېډ پرېس اژانس د خپل راپور په پای کې کاږي، د افغانستان په څېر یوه دودیزه او مذهبي ټولنه کې دیني زدهکړې لا هم ځانګړی ارزښت لري. د کابل په شمال کې د یوې دیني مدرسې مشر ملا محمد جان مختار په خبره: «قران د ټولو علومو بنسټ دی. څوک چې قران زده کړي، نورو علومو ته هم ښه تیاری لري».
نوموړي پنځه کاله وړاندې د ۳۵ زدهکوونکو سره خپله مدرسه پیل کړه او اوس ۱۶۰ زدهکوونکي لري. هلته سربېره پر دیني مضامینو، یو څه درسونه د انګلیسي ژبې او ریاضي هم ورکول کېږي. د همدې مدرسې د نجونو یو څانګه هم شته، چې د شاګردانو شمېر یې ۹۰ ته رسېږي.
هغه نجونو ته د نورو مدرسو په جوړولو ټینګار کوي او وایي: «کله چې ښځې د دیني احکامو سره اشنا شي، د خاوند او کورنۍ حقونه به ښه درک کړي.»