امرالله صالح: د دوحې تړون په نوم د افغانستان عزت او د ګندمک په نوم یې خاوره خرڅه شوه

د مخکیني جمهوري نظام پخوانی لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د افغانستان خاوره د «ګندمک تړون» په نامه وپلورل شوه؛ خو عزت، وقار او ملي یووالی یې بیا د «دوحې تړون» په نوم معامله شو. هغه زیاته کړې، چې روڼ اندي په دې مساله ښه پوهېږي.