د دغه وزارت په خپرې شوې رسمي اعلامیه کې راغلي، چې د کډوالۍ د ټولو کارتونو قانوني اعتبار موده د ۲۰۲۵ کال د جون میاشتې په ۳۰مه پای ته رسېدلی، او له دې وروسته به یې لرونکي «غیرقانوني» ګڼل کېږي.
ځینې سرچینې زیاتوي، چې د هغو افغان وګړو د ایستلو بهیر هم روان دی، چې قانوني اسناد نه لري؛ پشمول د هغو کسانو چې یوازې د «ای سي سي» کارت یا نورو نامکملو اسنادو له مخې په پاکستان کې اوسي.
د پاکستان حکومت وايي، هغو کډوالو ته چې قانوني پاسپورت او د پاکستان ویزه نه لري، خبرداری ورکړل شوی چې اوسنی استوګنځای یې غیرقانوني ګڼل کېږي او باید افغانستان ته ستانه شي.
د اسانتیا لپاره، د خیبر پښتونخوا ایالتي ادارې په پېښور او لنډي کوتل کې د کډوالو لپاره د ټرانزیټ (لېږد) مرکزونه جوړ کړي، چې پکې د لنډمهالې استوګنې لپاره لومړني امکانات برابر شوي دي.
دغه مرکزونه د هغو کډوالو لپاره دي چې د وتلو په حال کې دي او اړتیا لري تر څو د تګ چمتووالی ونیسي.
پاکستاني چارواکو له ټولو افغان کډوالو غوښتي چې له دې پروسې سره «هر اړخیزه همکاري» وکړي، څو د دوی د بېرته ستنېدو بهیر په «منظم او باعزته» توګه ترسره شي.
دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي، چې زرګونه افغان کورنۍ لا هم په پاکستان کې له سختو قانوني، اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ دي. ډېر افغانان د کلونو راهیسې له همدې کډوالۍ د کارتونو سره په دغه هېواد کې استوګن دي، او اوسيې د راتلونکي برخلیک په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.
د افغانستان د بشري حقونو فعالان، مدني ټولنې، او نړیوال سازمانونه له پاکستانه غواړي چې له افغان کډوالو سره انساني، قانوني او درناوی لرونکی چلند وکړي او د جبري ایستلو پر ځای دې د ستنېدو لپاره نرمه او دوامداره حللاره پیدا کړي.