• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې نړۍوال سازمان: ایران افغان کډوال په غېرقانوني ډول شړي

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۳۴ GMT+۱

د بښنې نړۍوال سازمان «امنسټي انټرنشنل» وايي، چې په روان ۲۰۲۵ کال کې له ایران څخه له یو میلیونه زیات افغان کډوال چې ځینې یې په ایران کې زېږېدلي او یا یې هلته له څو لسیزو راهیسې ژوند کړی، په زور او غېرقانوني ډول شړل شوي دي.

یاد سازمان په خپل تازه خپور شوي راپور کې له ایران څخه د افغان کډوالو جبري شړل غېرقانوني بللی او خبرداری یې ورکړی، چې دا بهیر اوس د پراخېدو په حال کې دی، په ځانګړي ډول له هغه وروسته چې د ایران او اسراییل ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.

په راپور کې راغلي، یوازې د روان کال د جون له لومړۍ نېټې راهیسې تر نیمايي زیاتو افغانانو ته له ایران څخه د اېستلو امر ورکړل شوی، چې شمېر یې له ۵۰۰ زره زیات ښودل شوی دی.

امنسټي انټرنشنل وایي، چې د اېستل شویو کسانو په منځ کې زرګونه یتیم ماشومان هم شامل دي، چې له هېڅ راز سرپرست پرته له پولې اخوا شړل شوي دي.

دا سازمان خبرداری ورکوي، چې لا هم میلیونونه نور افغانان د شړلو له ګواښ سره مخ دي، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې چې باید د کډوالو په توګه وپېژندل شي او بېرته هغه هېواد ته ونه شړل شي چیرې چې د طالبانو له خوا د جنسیت پر بنسټ ظلمونه روان دي.

دغه سازمان ویلي، افغان ښځې او نجونې باید د لومړني خوندیتوب د اصل پر بنسټ ومنل شي، ځکه چې افغانستان کې د طالبانو له لوري د جنسیتي تعقیب جرمونه دوام لري او بېرته شړل یې د نړۍوالو بشري قوانینو خلاف دي.

د دې راپور له مخې، نه یوازې له لسیزو راهیسې ایران کې مېشت افغانان، بلکې هغه ماشومان هم اېستل کېږي چې له افغانستان سره هېڅ تاریخي یا عملي اړیکه نه لري.

په ورته وخت کې، د بشري حقونو مدافع سازمانونه له نړۍوالو په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ (UNHCR) څخه غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د خوندیتوب لپاره بېړني ګامونه پورته کړي او د ایران له حکومته وغواړي، چې له زورزياتي ډډه وکړي.

په داسې حال کې چې افغانستان د طالبانو تر ولکې لاندې د بشري حقونو له ستر ناورین سره مخ دی، د افغان کډوالو جبري شړل نه یوازې د نړۍوالو قوانینو خلاف عمل دی، بلکې دا د زرګونو بې‌ګناه انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي، چې ښځې، ماشومان او زاړه یې تر ټولو زیانمن قشر جوړوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د افغانستان چاپېریالي ننګونې د ملي هڅو ترڅنګ نړۍوالو همکاریو ته اړتیا لري

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ريیس مطیع‌الحق خالص په کابل کې د قرغېزستان له سفیر تورداکون سیدیکوف سره په کتنه کې د افغانستان د طبیعي سرچینو او اقلیم ساتنې اهمیت ته په اشارې سره د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

مطیع‌الحق خالص وویل، د افغانستان چاپېریالي ننګونې یوازې د ملي هڅو له لارې نه‌ شي حل کېدای، بلکې سیمه‌ییزي همغږۍ او د هېوادونو ترمنځ ګډو همکاریو او اقداماتو ته اړتیا لري.

د قرغېزستان سفیر سیدیکوف په دې کتنه کې د افغانستان د چاپېریال ساتنې په برخه کې د قرغېزستان د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او ویې ویل، چمتو دي چې له افغانستان سره د ظرفیت لوړونې، روزنیزو پروګرامونو او تخنیکي ملاتړ په برخو کې مرسته وکړي.

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې همداراز د افغانستان او قرغېزستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، د چاپېریال ساتنې په برخه کې د متقابلو همکاریو، د تجاربو د تبادلې، د تخنیکي مرستو او د یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې شوې دي.

افغانستان سره له دې چې د ګلخانه يي ګازو په تولید کې ونډه نه لري، خو د اقلیم تغییراتو له امله یو له زیانمنو هېوادونو دی او د تېر نظام له رانسکورېدو وروسته د اقلیم بدلون په برخو کې د نړۍوالو ټولو پروژې په ټپه درېدلي دي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر د قرغیزستان له سفیر سره پر دوې اړخیزې سوداګرۍ غږېدلی

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۰۴ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي په کابل کې د قرغیزستان له سفیر تورداکن سیدیکوف سره په لیدنه کې د بېشکک اقتصادي فورم ته د طالبانو د جګپوړي پلاوي د سفر په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل، چې په دې لېدنه کې دواړو لوریو د قرغیزستان په اقتصادي فورم کې د طالبانو د لوړپوړي پلاوي د سفر، له لوړوپوړو چارواکو سره د لېدنو، د ګډې ډلې د جوړولو، سوداګرۍ د ودې، د ترانزیټي لارو په تړاو د لازیاتې همکارۍ په اړه مفصلې خبرې کړې دي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لېدنه کې نورالدین عزیزي د افغانستان او قرغیزستان ترڅنګ د سیمې د هېوادونو ترمنځ له اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې، د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې د تړونونو لاسلیکولو، د افغانستان، قرغیزستان او تاجکستان ترمنځ د درې اړخیز تړون لاسلیکولو او د افغانستان او قیرغزستان ترمنځ د لارې نقشې په اړه د ترسره شویو فعالیتونو په تړاو هم خبرې کړې دي.

طالبانو ویلي، چې د قرغیزستان سفیر د دغه هېواد د اقتصادي فورم په اړه معلومات شریک کړي دي او له افغانستان سره یې د سوداګرۍ په برخه کې د ګډ کار کولو لپاره لیوالتیا ښودلې ده.

ایران: قانوني افغان کډوالو ته د اربعین زیارت د سفر اجازه ورکول کیږي

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۱۹ GMT+۱

د ایران د کورنیو چارو وزارت د امنیت او قانون پلي کولو مرستیال مجید پورجمشیدیان ویلي، چې په ایران کې مېشتو قانوني افغان کډوالو ته د ایرانیانو په څېر د اربعین زیارت په مراسمو کې د ګډون اجازه ورکوي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ د ایران د اربعین مرکزي کمیټې په غونډه کې ویلي، چې د اربعین زیارت لپاره یوازې هغو افغان کډوالو ته عراق ته د سفر کولو اجازه ورکوي، چې په ایران کې د اوسېدو قانوني سند ولري.

نوموړي زیاته کړه:«قانوني کډوال په ځانګړي ډول زموږ افغان ورونه کولای شي د ایرانیانو په څېر د اربعین زیارت وکړي، خو باید د قوانینو پابندي وکړي. موږ به غیرقانوني کسانو ته هېڅ ډول خدمات وړاندې نه کړو.»

نوموړي ویلي، چې د ځمکي او هوا له لارې د اربعین زیارت کوونکو د سفر لپاره یې ځانګړي تدابیر نیولي.

پورجمشیدیان ویلي:« هغه کسان چې د هوا له لارې سرحدي ښارونو لکه ابادان او اهواز ته ځي، باید د بهرنیو چارو وزارت، استخباراتو ادارې، د کورنیو چارو وزارت د کډوالو ادارې دفتر، د پولیسو قوماندانۍ او د اربعین مرکزي کمیټې له لوري ټاکل شوي اصول تعقیب کړي.»

په ورته مهال د ایران د کورنیو چارو وزارت د امنیت او قانون پلي کولو مرستیال مجید پورجمشیدیان د ایران مرکزي بانک ته سپارښتنه کړې، چې د اربعین زیارت کوونکو د نوملیکنې بهیر کې د خنډونو مخنیوي لپاره د بهرنۍ کرنسۍ په برابرولو کې له مراجعانو سره همکاري وکړي.

د عصري زدکړو په هکله کاواکه استدلالونه او کاذب باورونه

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۴۷ GMT+۱
•
فضل محمود فضلي

یو شمېر مدني فعالان، خبریالان او پخواني سیاستوال هڅه کوي چې د تعلیم اهمیت په داسې ضعیفو او جزوي دلایلو ولاړ وښيي چې نه یوازې قانع کوونکي نه دي؛ بلکې پر یو کاذب او تخیلي تحلیل ولاړ دي.

د بېلګې په توګه:

۱. دا استدلال چې که ښځې زده‌کړه وکړي، نو په ټولنه کې به د ښځینه ناروغانو لپاره ښځینه ډاکترانې وروزل شي.
۲. یا دا چې عصري پوهنه دې د جګړه‌ییزې پیاوړتیا او دفاعي سیالۍ لپاره وشي، نو ځکه مهمه ده چې پر عصري علومو محدودیتونه باید له منځه لاړ شي.

دا استدلالونه ولې کمزوري او خطرناک دي؟

۱. که مخاطب حاکمه استبدادي ډله وي؛

دغسې استدلالونه تر ډېره د استبدادي رژیم په قانع کولو تمرکز لري او دا دلایل د یوه خوشباوره ذهنیت انعکاس دی، چې پر یوه کاذب باور ولاړ دی؛ دا چې ګواکې دغه ډله به له خپلو ټولو فکري تنګ‌نظریو سره - سره، بالاخره د همدې کمزورو او محدوده دلایلو پر بنسټ قانع شي او د نجونو د زده‌کړو او عصري تعلیم دروازې به پرانیزي؛ دا یوه سهوه ده، ځکه:

  • طالبان خپله واکمني د ناپوهۍ پر پراخېدو او فکري کنټرول ولاړه ساتي؛
  • د دوی دیني تعبیر، فرهنګي لید او سیاسي ګټو د زده کړو پر وړاندې دښمني رامنځته کړې؛
  • دوی به هیڅکله خپله هغه وسله (ناپوهي) پر ځمکه کېنږدي؛ پر کومې چې دوی واک چلوي.

ښایي د طالبانو ځینې ټیټ پوړي چارواکي د دغو دلایلو اورېدو ته زړه ښه کړي، خو هغوی نه د تصمیم نیولو واک لري او نه هم د تصمیم نیوونکو په کړۍ کې شامل دي.

۲. که مخاطب ولس وي؛

که دا دلایل ولس ته وړاندې کیږي، نو دا په لوی لاس یوه خطرناکه هڅه ده چې له مخې یې د ولس ته مغشوش او ګمراه کوونکي پیغامونه ورکول کیږي، ځکه:

  • دا استدالال ولس ته یوازې دا پیغام ورکوي چې زده‌کړې یوازې هغه وخت مشروع دي، چې د روغتیا یا جګړې اړتیاوې پوره کړي؛
  • داسې محدود تعبیر د زده کړو ریښتیني، ټولنیز، فرهنګي، فکري، اخلاقي او انساني ارزښتونه له پامه غورځوي؛
  • دا ډول دلایل د ظالمانه بندیزونو سره د نیمه خوا او محافظه کارانه توافق یوه بله بڼه ده.

واقعیت دا دی چې د زدکړو روان کړکیچ او فاجعه پر کاذبو باورونو، مذبذبه او خوشباوره دلایلو هېڅ له منځه نه ځي؛ نه حاکمه ډله پرې قانع کېږي او نه هم ولس کې فکري ویښتیا راځي. ولس کې داسې افراد شته چې پوهېږي د عصري تعلیم اړتیا یوازې دفاعي او اقتصادي بُعد نه لري؛ بلکې دا د فکري، فرهنګي او ټولنیز پرمختګ یوه بنسټیزه اړتیا ده او . د عصري علومو د څومره والي او څرنګوالی لپاره باید هیڅ ډول خنډ نه وي. نو د ټولنې دغه منور افراد په دې پوهیږي چې د مدني فعالینو او یو شمیر سیاسیونو ضعیفې او مذبذبې موقفګیرۍ د سیاسي قشر او مدني ټولنو د فعالینو په ګنګسیت او فکري خلا دلالت کوي.

راپېښ مسوولیت

د فکري او ټولنیز بدلون لپاره مهمه ده چې مدني فعالان، لیکوالان، ښوونکي او سیاستوال خپل دریځونه روښانه، بې‌خوفه، هدفمن او د انساني ارزښتونو پر اساس جوړ کړي. هغه مبهم، احتیاطي او خنثی دریځونه نه یوازې فایده نه لري؛ بلکې په ولس کې د فکري انحراف، نااُمېدۍ او شک سبب ګرځي.

اړتیا ده چې خپل موخې واضح او په زغرده ووایو:

  • زده‌کړه د انسان حق دی، نه یوه تجارتي اړتیا یا سیاسي ضرورت؛
  • موږ د نجونو ټولبُعديزده کړې د انسانیت، کرامت، ازادۍ او برابرۍ پر بنسټ غواړو؛
  • عصري علوم زموږ د تمدني، فرهنګي، ساینسي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره حیاتي اړتیا ده، نه یوازې د جګړې لپاره.

کاواکه دریځ زموږ هېڅ رنځ نه دوا کوي.

د سراج الدین حقاني شل کلن یاور او ملګری: په زور حکومت نه کیږي او نه په زور زړونه ګټل کیږي

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۳۸ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر شل کلن همکار او د دې ډلې د منبع الـجـهاد سټوډیو مسوول عبدالله ریحان وايي، حکومت په زور نه کیږي او زړونه هم په زور نه خپلیږي. نوموړی وايي، چې پر نورو بیرغونو د خلکو مینېدل په دې معنا نه دي، چې هغوی خاینان دي.

عبدالله ریحان د چارشنبې په ورځ پر خپل اېکس لیکلي، چې طالبان باید په وړو کارونو کې ښکیل نه شي او خلک پریږدي چې خپله قضاوت وکړي.

هغه د ملي بیرغ د ورځې په تړاو یادونه کړې، چې له نورو بیرغونو سره د خلکو مینه په دې معنا نه ده، چې هغوی خاینان دي، بلکې ښايي لامل یې دا وي، چې طالبانو لا هم خلکو ته خپله رښتینولي، قرباني او کار هغسې نه وي ثابت کړي، چې څه ډول د خلکو او هېواد حق دی.

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپل کتاب ۱۵ دقیقې کې د نوموړي په اړه ویلي، چې « عبدالله ریحان د خلیفه صاحب [سراج الدین حقاني] فدايي ملګری او د منبع الجهاد سټوډیو مسوول دی. د ریحان په لاس جوړ شوي جهادي فلمونه خصوصا «د غازیانو کاروان» او «بدري لښکر» به د رسنیو سرخط ګرځېدلي وو».

عبدالله ریحان په خپل یادښت کې ویلي، چې « دلته له تیرې یوې پیړی راهیسې خلکو کار کړی، زیار یې ایستلی او کلونه کلونه یې خواري کړې اودا هر څه په څلورو کلونو کې نه مدریت کیږي».

د حقاني شبکې دغه ملاتړی او تبلیغاتي مسوول، چې اوس ددې ډلې له جلال بنسټ سره نږدې اړیکې لري، وايي، ده ته دا مهمه نه ده چې څوک د کوم بیرغ او ولې پلوی دی.

هغه د پوښتنې په ډول ویلي، « زه څنګه کولای شم د سپین بیرغ معنا او د حق او انصاف پیغام د هر انسان زړه ته ورسوم، څنګه کولی شم چې ددې بیرغ ترسیوري لاندې ټوک ټوک ملت او لویدلی افغانستان راپورته کړم. دا یواځې د شعار خبره نه ده، دا د عمل، قرباني، زغم او ویښ فکر تقاضا ده».

نوموړی وايي، چې کله طالبان خپله ګروهه د عمل په ډګر کې ثابته کړي او ملت پخلا کړي، افغانستان به بیا نه لویږي او ولس به نه ویشل کیږي.

عبدالله ریحان طالبان هڅولي، چې له هرې ورځې، هرې تیروتنې او هرې تجربې زده کړه وکړي.