• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې نړۍوال سازمان: د پاکستان حکومت دې د افغان کډوالو له اېستلو لاس واخلي

۱۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۲۳ GMT+۱

د بښنې نړۍوال سازمان یو وار بیا د پاکستان له حکومته غوښتي، چې په دغه هېواد کې مېشت د ۱.۴ مېلیونه (پي او ار) کارت لرونکو افغانانو د اوسېدو موده وغځوي او د هغوی له ځورولو دې ډډه وکړي.

د بښنې نړۍوال سازمان د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په حواله پر اېکس پاڼه کاږلي، چې په پاکستان کې یې د دغه هېواد له چارواکو سره د هغو افغانانو د اوسېدو مودې غځولو په اړه خبرې کړې چې د (پي او ار) کارتونه لري؛ خو پاکستان نه ده ورسره منلې.

په پاکستان کې د دغه کډوالو د پاتې کېدو موده د روان کال (د جون میاشتې په ۳۰مه نېټه) پای ته رسېدلې ده؛ نو له همدې امله په دغه هېواد کې د ۱.۴ مېلیونه افغان کډوالو ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی.

راپورونه ښيي، چې په پاکستان کې افغان کډوال د پاکستان د حکومت له‌خوا ځورول کېږي، په یوه او بل نوم پيسې ترې اخيستل کېږي او یا له پاکستانه په جبري توګه اېستل کېږي.

د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د (پي او ار) کارت لرونکو افغان کډوالو موده دې وغځوي او د افغان کډوالو له شړلو دې ډډه وکړي.

په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې هغه کډوال هم نیول کېږي او بېرته افغانستان ته په جبري توګه ستانه کېږي، چې پاسپورټونه او وېزې لري او په قانوني توګه پاکستان ته راغلي دي.

تر یوې میاشتې ډېر وخت کېږي، چې په پاکستان کې مېشتو افغانانو ته د وېزو د تمدید لړۍ هم درول شوې او ورسره د ګڼو افغانانو د ویزو موده هم بشپړه شوې.

له بل پلوه په اسلام‌اباد کې د پاکستاني پولیسو عملیاتو زور اخیستی او هره ورځ ګڼ افغانان نیسي او تر څو ورځو بندي کېدو وروسته یې افغانستان ته ستنوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

اوچا: د طالبانو د محدودیتونو له امله ۲۴۵ حیاتي بشرپاله پروژې په ټپه درېدلې دي

۱۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۱۶ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» وايي، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۵ کال د لومړیو شپږو میاشتو په اوږدو کې ۲۴۵ مهمې پروژې د طالبانو د لاسوهنې، جنسیتي فشارونو او اداري محدودیتونو له امله په ټپه درول شوې دي.

نوموړي بنسټ پنج‌شنبه (د زمري ۹مه) په خپل وروستي راپور کې خبرداری ورکړی، که دغه وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو په افغانستان کې د بشرپاله چارو خدمتونو د بشپړ بندېدو امکان شته.

د راپور له‌مخې؛ د دغه پروژو ۷۳ سلنه فعالیتونه د ښځو پر کار د بندیز، د تفاهم‌لیکونو په لاسلیکولو کې د ځنډ او د اړمنو خلکو په پېژندنه کې د محدودیتونو له امله ځنډول شوي دي. همداراز ۱۹ سلنه پروژې د جنسیتي محدودیتونو له امله درول شوې؛ په هغو کې داسې موارد هم شامل دي، چې ان ښځو ته د محرم له ملتیا سره-سره د کار اجازه نه‌ورکول کېږي.

په راپور کې همداراز راغلي، چې ۵۹ امنیتي پېښې ثبت شوې دي. په دې پېښو کې د ۳۱ ښځو په ګډون د ۱۰۰ کسانو نیول‌کېدل، ګواښونه، د تجهیزاتو ضبطول او د دفترونو تړل شامل دي.

په ځینو ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین، رواني خدمتونو او د رواني روغتیايي پروګرامونو په ګډون ځینې حیاتي چارې په بشپړه توګه درول شوې دې. په راپور کې د غور او فراه ولایتونو اوسېدونکي هم د مرستو له ناعادلانه وېش او د با‌نفوذه کسانو له لاسوهنې شکایت کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په وار، وار دغه راپورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې دوی یوازې د مرستو رسونې بهیر څاري؛ خو ملګرو ملتونو تر دې مخکې هم د جنسیتي فشارونو، د مرسته‌رسوونکو بنسټونو په چارو کې د لاسوهنې او د دغې ډلې د مداخلې راپورونه ورکړي دي.

د نړۍوالو ټولنو ګډ سازمان له تازه ستنېدونکو افغانانو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه

۱۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۳۷ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې ویلي، چې د دغې ادارې مرستیال حافظ عزیزالرحمان د اسيايي هېوادونو د پاسفیک حوزې له مشر جُی سینګال سره لیدلي. ښاغلي سینګال په دغه لیدنه کې ژمنه کړې، چې د سرې میاشتې په چوکاټ کې به د راستنېدونکو کډوالو لاسنيوی کوي.

د دغې ادارې له‌خوا د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۹مه) په خپرې شوې خبرپاڼه کې د ښاغلي سینګال په حواله راغلي، چې له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کوي.

ښاغلي سینګال زیاته کړې، چې د سرې میاشتې په همکارۍ به له تازه ستنېدونکو افغانانو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

په وروستۍ یوه میاشت کې له ایران او پاکستانه په ډله‌ییزه او جبري توګه زرګونه کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي، چې ډېره برخه یې د ژوند لومړنۍ اسانتياوې او سرپناه هم نه‌لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت له دومره ډېرو کډوالو سره د مرستې توان نه‌لري او طالبانو تر دویمې واکمنۍ وروسته له افغانستان سره بهرنۍ مرستې هم تر ډېره محدوده شوې او په ځینو برخو کې په ټپه درېدلې دي.

نړیوال بانک: افغانستان کې د ماشومانو واکسین لپاره اوږدمهاله پانګونې مثبتې پایلې ورکړي

۱۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۰۴ GMT+۱

انډریا پي جېمز، چې د نړیوال بانک له مهمو روغتیايي مشاورینو څخه ده، وایي چې د افغانستان په څېر یوه هېواد کې، چیرې چې له هرو دریو ماشومانو څخه یو له واکسینه بې‌برخې پاتې کېږي، د واکسیني خدمتونو پراختیا یوه بې‌ساري لاسته‌راوړنه ده.

هغې د بامیان ولایت فولادي درې ته له سفر وروسته پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي: « په داسې هېواد کې چې له هر درې ماشومانو یو یې واکسین نشي ترلاسه کولی، په فولادي دره کې ۹۰ سلنه ماشومان واکسین شوي دي، دا پرمختګ فوق‌العاده دی. دا د اوږدمهاله پانګونې او ژمنتیا پایله ده، چې د نړیوال بانک له ملاتړ سره ممکن شوې ده».

نوموړې زیاته کړې، چې د اوږدمهاله همکاریو، پراخ روغتیايي پروګرامونو او د ځایي روغتیايي کارکوونکو ژور تعهد له امله، اوس داسې سیمې شته چې تر ۹۰ سلنه زیات ماشومان پکې واکسین شوي دي، دا هغه څه دي چې د نړیوالو معیارونو له مخې هم ستر پرمختګ بلل کېږي.

د نړیوال بانک له خوا تمویلېدونکي دا ډول پروګرامونه په افغانستان کې د عامې روغتیا د ښه والي لپاره یوه مهمه وسیله ګڼل کېږي، او د ماشومانو د مړینې د کمېدو، د مخنیوي وړ ناروغیو د کنټرول او د ټولنې د روغ ساتنې لپاره حیاتي رول لوبوي.

اروپايي ټولنې په خوست کې د روغتیایي وضعیت د ښه والي لپاره ۷ میلیونه یورو مرسته کړې ده

۹ زمری ۱۴۰۴ - ۳۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې اروپايي ټولنې په خوست ولایت کې د لابراتوار خدماتو د پیاوړتیا او د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره ۷ میلیونه یورو مالي مرسته ځانګړې کړې ده.

دا مرسته د اروپايي ټولنې د بشري پروګرامونو یوه برخه ده، چې د افغانستان په محرومو سیمو کې د عامې روغتیا سکتور د ظرفیتونو په ښه کولو تمرکز کوي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازې ویرونیکا بوسکوویچپوهار د طالبانو د خوست والي عبدالقیوم روحاني سره په یوه لیدنه کې وویل، چې د دې مرستې اصلي موخه د ساري ناروغیو د خپریدو مخنیوی او په سیمه ییزه کچه د لابراتوار خدماتو پیاوړتیا ده.

هغه ویلي اروپايي ټولنه به په افغانستان کې د کډوالو او زیان منونکو خلکو لپاره د اساسي خدماتو د وړاندې کولو ملاتړ ته دوام ورکړي.

په وروستیو کلونو کې اروپايي ټولنه د هغو بنسټونو څخه ده، چې د خپلو بشري مرستو یوه برخه یې په افغانستان کې د روغتیا، ښوونې او روزنې او کډوالو سکتورونو ته ځانګړې کړې ده.

د یادولو وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبان د بیا ځلې واکمنېدو وروسته، ډیری بهرني مرسته کوونکي او پرمختیایي بودیجې د بندیزونو او نړیوالې پېژندنې نشتوالي له امله تړل شوې. د سیهلتمر (Sehatmandi) پروګرام، چې تر دوه زره زیات روغتونونه او کلینیکونه پکې شامل وو او د میلیونونو خلکو لپاره یې روغتیايي خدمات برابرول، اوس په بحراني حالت کې دی. د نړیوالې ټولنې له ملاتړ پرته دغه خدمات د زیان منلو پر سر ولاړ دی.

طالبانو خپلو نظامي ځواکونو ته یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې ځانګړی یونیفورم واغوندي

۹ زمری ۱۴۰۴ - ۳۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۴۴ GMT+۱

د طالبانو کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا خپلو نظامي منسوبینو ته خبردارۍ ورکړی، چې د دندې پرمهال مشخص شوی یونیفورم پر تن کړي. په ډېری سیمو کې طالبان د تلاشي، ګزمو او عملیاتو پرمهال په شخصي جامو کې ګرځي، چې د عامو خلکو له سختو نیوکو سره هم مخ شوي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د پنجشنبه په ورځ (د زمري ۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت امنیتي معینیت اړوند د پولیسو ځانګړو ځواکونو لوې قومندانۍ له ټولو نظامیانو غوښتي، چې د دندو پر مهال خاص یونیفورم استفاده کړي.

طالبانو ویلي، چې د نظامیانو لپاره له ځانګړی لباس استفاده کول د دوی د مشر هبت الله اخوندزاده فرمان دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «له دې وروسته به د ځانګړو ځواکونو ټول پرسونل د وزارت د مشرتابه د هدایت پر بنسټ، مکلف وي چې خپل رسمي دنده ‌ییز لباس واغوندي او د انضباط، یووالي او مسلکي نظم نښه وګرځي.»

له تېرو څلورو کلنو څخه راپدېخوا دغه ډله نه ده توانېدلې، چې خپل نظامیان منظم او د هغوی لپاره د ځانګړي لباس اغوستل عملي کړي.

په ډېرو سیمو کې خلک اندېښمن دي، چې زيات وختونه د وسله والو غلو او هغو نظامي طالبانو چې په شخصي جامو کې ګرځې توپير نه شي کولی.

طالبانو په وار وار له خپلو نظامیانو د ځانګړي لباس د استفادې غوښتنه کړې.