طالبانو له نړيوالو سازمانونو غوښتي چې افغانان په کار وګوماري

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د یاد وزارت اداري مرستیال محمد نعیم د یونیسف له مرستیال اجرایوي ريیس سره په لیدنه کې غوښتنه کړې، چې نړیوال سازمانونه افغانانو ته لومړیتوب ور کړي؛ د افغانستان له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي او اړتیا وړ لوژستیکي توکي په هېواد کې د ننه وپېري.