ټرمپ د هند پر وارداتي توکو ۲۵ سلنه اضافي تعرفه ولګوله

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د یوه اجرایوي فرمان په صادرولو سره د هند پر وارداتي توکو ۲۵ سلنه اضافي تعرفه لګولې ده. ټرمپ ویلي، هند په مستقیم یا غیرمستقیم ډول له روسیې څخه نفت واردوي.