• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د تېرې میاشتې پرتله له ایران څخه د کډوالو اېستل کم شوي

۱۶ زمری ۱۴۰۴ - ۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۴۸ GMT+۱

د طالبانو له لوري د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون خبر ورکړی، چې د تېرې چنګاښ میاشتې پرتله روانه میاشت له ایرانه د ستنېدونکو افغان کډوالو په شمېر کې کموالی راغلی دی. د یاد کمېسیون ویاند وایي، دغه لړۍ اوس تر پخوا یو څه کمزورې شوې ده.

احمد الله متقي د (زمري ۱۶مه) د پنج‌شنبې په ورځ باختر اژانس ته ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې ۱۳زره کډوال د اسلام کلا له لارې افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د هغه په وینا؛ تر اوسه‌ پورې ۸۴۵زره افغان کډوال په تېرو ۴۴ ورځو کې د اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: «د کډوالو د راتګ تعداد کم شوی دی. مخکې به هره ورځ له ۳۰ څخه تر ۳۵زرو ته رسېدل. اوس تقریبا له ۶زرو څخه تر ۸زرو پورې مهاجرین راړول کېږي».

هم‌مهاله له ایران څخه ستانه شوي کډوال په هېواد کې له سختو کړاوونو، د سرپناوو له نشتوالي، بې‌روزګارۍ او د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته د نه لاسرسي څخه زورېږي.

رویټرز اژانس په خپل یو تازه راپور کې ویلي، چې له ایران څخه د کډوالو د اېستلو بهیر کې افغانستان ته اېستل شوې ښځینه له حقونو او د ژوند له ازادیو څخه محرومې شوې دي. له ایران څخه په زوره دغه ستانه کړای شوي افغانان شکایت کوي، چې په ایران کې ورسره ځايي امنیتي ادارو خورا بد چلند کړی او ان لوټلي یې هم دي.

له دې سره، سره پاکستان هم خبرداری ورکړی، چې د سپټمبر میاشتې له لومړۍ نېټې څخه به د ملګرو ملتونو سره د ثبت افغان کډوالو یا د «پي او ار» کارت لرونکو د اېستل کېدو لړۍ پېل کړي. ویل کېږي، په دې درېیم پړاو کې پاکستان نږدې د دوه مېلیونه افغان کډوالو د اېستلو تابیاوې نیولې دي. پاکستان د روان کال له پیله تر اوسه څه باندې ۲۰۰زره افغانان په دویم پړاو کې خپل هېواد ته په جبري توګه ستانه کړل.

د بشري حقونو سازمانونو اندېښنې ښوولې، چې افغانستان وار دمخه له ناورین سره مخ دی او د دغه کډوالو په ستنېدو سره به دغه ناورین لا پسې پراخ شي. لوږه، اقتصادي ستونزې، فقر او بې روزګاري د طالبانو په واکمنۍ کې خپل اوج ته رسېدلې ده. همدا راز نیوکې کېږي، چې طالبان د کډوالو د بهیر مدیریت توان نه‌لري او د مرستو لپاره یې نړۍوالو ادارو ته هم لاسونه غځولي دي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

•
•
•

نور کیسې

پښتونخوا کې جرګې د ترهګرۍ د مخنېوي په موخه افغان طالبانو سره پر مخامخ خبرو ټینګار وکړ

۱۶ زمری ۱۴۰۴ - ۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۱۳ GMT+۱
پښتونخوا کې جرګې د ترهګرۍ د مخنېوي په موخه افغان طالبانو سره پر مخامخ خبرو ټینګار وکړ
100%

د خيبرپښتونخوا د ايالتي حکومت په نوښت د پرله‌پسې قبایلي مشورتي جرګو په لړ کې درېيمې سيمه‌ييزې جرګې ټينګار وکړ، چې په قبايلي سيمو کې د سولې د ټينګښت يوازينۍ لاره پوځي عمليات نه؛ بلکې د پاکستان دننه له ترهګرو ډلو او له افغان طالبانو سره مخامخ خبرې دي.

دغه درېيمه جرګه د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) د شمالي وزيرستان، سوېلي وزيرستان د بېلابېلو قبیلو د مشرانو په ګډون جوړه شوې وه. ګډونوالو له «ټي‌ټي‌پي» او افغان طالبانو سره د مستقيمو خبرو غوښتنه وکړه؛ څو په سیمه‌ییزه کچه د امنیت ټینګښت تضمین شي.

د يادې جرګې ناسته (د جولای په ۲۴مه) د جوړې شوې څو ګوندیزې ناستې په تعقيب جوړه شوې وه. هغه مهال سپارښتنه شوې وه؛ تر هغې دمخه چې لويه جرګه راوغوښتل شي، بايد د هرې سيمې مشرانو، پارلماني استازو او نورو ښکېلو سره باید خبرې اترې وشي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ په لومړۍ جرګه کې پرېکړه وشوه، چې د لویې جرګې غړي به همدا ابتدایي جرګه ټاکي.

لومړۍ سيمه‌ييزه جرګه چې د پېښور، اورکزیو، د دره ادم‌خېل او حسن‌خېلو د فرعي سيمو له قبایلي مشرانو، ديني عالمانو او استازو جوړه شوې وه، دغه سپارښتنه په‌کې وشوه چې فدرالي حکومت دې د ايالتي چارواکو او قومي مشرانو په ګډون يو پلاوی جوړ کړي؛ څو پر کابل واکمنو طالبانو سره خبرې پیل کړي.

دويمه جرګه چې (د اګست په ۴مه) د باجوړ او مومندو قبایلي سيمو له استازو جوړه شوې وه، د پوځي عملياتو او اجباري بې‌ځايه کولو مخالفت څرګند کړ او غوښتنه يې وکړه چې د فدرالي او ايالتي حکومت استازو، قومي مشرانو او نورو ښکېلو اړخونو په ګډون يو هر اړخیزه جرګه راوغوښتل شي؛ څو له افغان ولس او د طالبانو له حکومت سره ګټورې خبرې پيل او د سيمې د ترهګرۍ جرړې واېستل شي.

د درېيمې جرګې ګډونوالو هم همدا دريځ تکرار کړ او وې ويل، چې سوله یوازې د خبرو له لارې راځي؛ نه د زور او وسله‌والو عملياتو له لارې. ګډونوالو وويل، د امريکا او د هغوی د متحدينو تجربه بايد د عبرت درس وي چې هغوی هم د ۲۰ کلنې جګړې وروسته له طالبانو سره خبرو ته مجبور شول؛ نو اوس هم همدا لاره مناسبه ده.

سرچینو ډان ورځپاڼې ته ویلي: «د پاکستان حکومت له تېرو ۲۲ کلونو راهيسې له سختدريځو ډلو سره جګړه کوي او څو پوځي عملياتونه يې کړي؛ خو امنیتي وضعيت لا هم خراب دی».

خو ځينو ګډونوالو اندېښنه وښوده، چې په جرګه کې هېڅ امنيتي راپور يا معلومات نه وو شريک شوي. هغوی د «ښو طالبانو او بدو طالبانو» د سياست مخالفت وکړ.

يو ګډونوال وويل: «موږ دا سياست نه منو. موږ نه ښه طالبان غواړو، نه بد طالبان. حکومت بايد د ښو طالبانو مخه هم ونيسي».

يو بل ګډونوال زیاته کړې، د خېبرپښتونخوا سر وزير په جرګه کې څرګنده کړې، چې د دې موضوع د حل لپاره حکومت د خلکو پراخ ملاتړ ته اړتيا لري او خلک يې خپله تر ټولو مهمه تکيه‌ګاه وبلل.

په ورته وخت کې د خېبرپښتونخوا د حکومت وياند محمد علي سيف یادې پاکستانۍ ورځپاڼې ته ويلي، چې پر کابل له واکمنو طالبانو سره تعامل د ایالتي حکومت رسمي دریځ دی او د خلکو غوښتنه هم ترې همدا ده.

ده زياته کړه: «فدرالي حکومت د دغې سيمې د سولې په اړه جدي نه‌دی؛ ځکه تر اوسه يې د هغه تړون مفاداتو ته ځواب نه‌دی ورکړی، چې د روان کال په فبرورۍ کې د ايالتي حکومت له‌خوا چمتو شوی و».

د نوموړي په وینا؛ اوسنی امنيتي ناورین که د هېواد په بله سيمه کې وای؛ نو له افغان طالبانو سره به تر دې دمه خبرې پيل شوې وای. اسلام اباد او د خېبر پښتونخوا حکومت انګېري، چې د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والې ډلې غړي په افغانستان کې امن پناه ځایونه لري او له هماغه ځایه د دوی په خاوره کې ترهګریز بریدونه پلانوي.

که څه هم اسلام اباد په وار، وار پر کابل له واکمنو غوښتي، چې د «ټي‌ټي‌پي» خلاف جدي اقدامات وکړي؛ خو ښکاري چې په دې تړاو لا هم پرېکنده اقدامات نه دي شوي‌ او پاکستان ورځ تر بلې د نا امنۍ په څپو کې ډوبېږي.

د هند د ملي امنیت سلاکار په مسکو کې له روسي چارواکو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي

۱۶ زمری ۱۴۰۴ - ۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۱۱ GMT+۱
د هند د ملي امنیت سلاکار په مسکو کې له روسي چارواکو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي
100%

د هند د ملي امنیت سلاکار اجېت دوال مسکو ته تللی او ټاکل شوې ده، هلته د روسیې له لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان په تړاو خبرې اترې وکړي. د هندوستان ټایمز ورځپاڼې لیکلي، چې نوموړی به د مسکو له‌خوا د طالبانو د حکومت د رسميت پېژندنې پرېکړې په اړه هم له روسي چارواکو سره بحث وکړي.

که څه هم د هند حکومت تر اوسه پورې په رسمي ډول د دغه سفر په تړاو جزییات نه دي خپاره کړي؛ خو مسکو تېره میاشت د نړۍ له هر هېواد مخکې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند. روسیه له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او دا پرېکړه یې نړۍوالو ته یوه مهمه سیاسي نښه بلل شوې.

په ورته وخت کې د طالبانو له حکومت سره د هند اړیکې هم ورو، ورو پراخېږي او په تېرو میاشتو کې د دې اړیکو د پراخېدو څرکونه لیدل شوي دي.

روسي خبري اژانس ټاس تر دې وړاندې راپور ورکړی و، چې اجیت دوال د همدې اوونۍ په سې‌شنبه مسکو ته رسېدلی دی.

هندي رسنۍ زیاتوي، چې د هند د ملي امنیت سلاکار به د روسیې له لوړپوړو چارواکو سره نه یوازې د افغانستان؛ بلکې د تېلو د وارداتو، د سیمه‌ییزو شخړو او دفاعي او سټراټېژیکو همکاریو په اړه هم خبرې اترې ولري. دواړه خواوې همداراز د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د احتمالي سفر په اړه هم سلا مشورې کوي، چې ښايي د روان کال په پای کې هند ته وشي.

سره له دې چې ویل کېږي، دغه سفر له مخکې پلان شوی و؛ خو دغه لیدنه په داسې حال کې تر سره کېږي، چې د واشنګټن او نوي ډېلي ترمنځ اړیکې بې‌ساري تاوتریخوالي ته رسېدلي دي.

سپینې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجراییوي فرمان له لارې د هند پر صادراتي توکو ۲۵ سلنه اضافي تعرفې لګولې دي. د دغه اقدام له کبله اوس د هند پر صادراتي مالونو د امریکا ټولیزې تعرفې ۵۰ سلنې ته پورته شوې دي.

امریکا دغه پرېکړه وروسته له هغه کړې، چې هند له روسیې د تېلو واردات نه دي درولي او دا کار یې د واشنګټن له دریځ سره په تضاد کې ګڼل کېږي.

پر ښځو د بندیزونو په ترڅ کې؛ طالبان وایي، روانه اونۍ یې د ښځو د حقونو ۳۷قضیې حل کړې دي

۱۶ زمری ۱۴۰۴ - ۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۴۴ GMT+۱
پر ښځو د بندیزونو په ترڅ کې؛ طالبان وایي، روانه اونۍ یې د ښځو د حقونو ۳۷قضیې حل کړې دي
100%

د طالبانو د امربالمعروف وزارت خبر ورکړی، چې د هېواد‌ په بېلابېلو ولایتونو کې یې د ښځو د حقونو اړوند ۳۷ بېلابېلې قضیې حل کړې دي. دغه وزارت وایي،‌ له دې ډلې ۱۶ د کورني تاوتریخوالي، ۸ د میراث، پنځه د جبري نکاح‌وو او پاتې ۸ نورې د طلاق تر څنګ د نفقې اړوند قضیې وې.

یاد وزارت داسې مهال د ښځو حقونو ته د رسېدنې ادعا کوي، چې له تېرو اونیو راهیسې همدوی په کابل کې د بې‌حجابۍ په تور یو شمېر ښځې نیولې دي.‌

طالبان همدا راز په یو شمېر ولایتونو کې د شپږو لویو دوښمنیو د ختمولو ادعا هم کړې ده. د طالبانو د امربالعمروف او د شکایونو اورېدو وزارت همدا رنګه په ځینو ولایتونو کې د ۸ ګوډګرو د نیول کېدو هم ویلي دي.

د طابانو محتسبانو همدا راز په بېلابېلو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره د احتکار او لوړو بیو د مخنېوي په موخه ناستې هم کړې دي.

هم‌مهاله خلک نیوکې کوي، چې د دغه ډلې محتسبان هر کاره دي او ان د ښاروالیو دندې هم مخ ته وړي. خپله د طالبانو په منځ کې هم د طالبانو د امربالمعروف وزارت او محتسبانو پر ضد نظریات موجودي دي او دغه ډله د خلکو ترمنځ د کرکې پارونې اصلي لامل بولي.

ان ځینو طالبانو لا نیوکې کړې دي، چې د دوی محتسبان په لوی لاس د طالبانو او خلکو ترمنځ د واټن ډېرېدو لامل ګرځېدلي دي.

پر کابل د واکمنې ډلې دغه وزارت د ملاهبت الله د سختدریځو فرمانونو د تطبیق اصلي مرجع بلل شوې او ویل کېږي، چې دغه وزارت د سختدریځو ملایانو څخه ډک شوی دی. د طالبانو د همدې وزارت وزیر خالد حنفي په وار، وار خپلو څرګندونو کې د محتسبانو ستاینه کړې او دوی یې د «اسلامي شریعت» د پلي کېدو مهم عناصر بللي دي.

خو غیرطالب دیني‌عالمان په دې باور دي، چې د طالبانو محتسبان او د امربالمعروف وزارت یې له «اسلامي شریعت» سره په ټکر کې کړنې کوي او ان له خلکو سره د سپکاوي او ظلم ډک چلند یې هم له اسلام سره تړاو نه لري. باورونه دا دي، چې طالبان د همدې ډلې د سختدریځه فعالیتونو له کبله لا ډېرې نړۍوالې انزوا سره مخ شوي دي.

له ایرانه د افغانانو اېستل؛ په کور دننه له کړاوونو، سرګردانۍ او نامعلوم برخلیک سره مخ دي

۱۶ زمری ۱۴۰۴ - ۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۵۳ GMT+۱
له ایرانه د افغانانو اېستل؛ په کور دننه له کړاوونو، سرګردانۍ او نامعلوم برخلیک سره مخ دي
100%

له ایران څخه د افغانانو د اېستل کېدو په بهیر کې ښځې،‌ ماشومان او پاخه عمر لرونکي کسان هم شامل دي چې افغانستان ته په رسېدو د سرپناوو، لومړنیو مرستو او د ژوند د اړینو امکاناتو له نشتوالي څخه کړېږي.

د شمېرو له مخې؛ د جون له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه ایران تر ۷۰۰زرو ډېر افغانان ستانه کړي دي.

له ایران‌ څخه د افغانانو د اېستل کېدو بهیر د اسراییل او تهران ترمنځ د وروستیو نښتو له بندېدو سره هم‌مهاله چټک شوی دی. د رویټرز اژانس تازه موندنو په ډاګه کړې، چې د دغو ستنو شویو افغانانو ډېری برخه یې په هېواد کې د ژوند له سختو کړاوونو، ننګونو، د کمو امکاناتو، نامعلومه برخلیک او سرګردانۍ سره مخ دي.

د یاد اژانس راپور کې راغلي، چې د افغانستان په لوېدیځ او په ځانګړي ډول هرات ولایت کې د ایران د دغو جبري اېستلو له امله بشري کړکېچ رامنځته شوی او هره ورځ سلګونه کسان د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته ننوځي.

د لوړو زده‌کړو له هیلې تر نهیلۍ

د حبیبې په نوم یوه نجلۍ چې په ایران کې یې د انجینرۍ په برخه کې زده‌کړې کولې او د فراغت د پای شېبې یې نږدې وې؛ خو ایراني ځواکونو هغه نیولې او په جبري توګه یې بېرته افغانستان ته شړلې ده. هغې د پوهنتون پای لیک یا تېزس چمتو کاوه، چې ایراني ځواکونو له دغه هېواده واېستله.

حبیبه وایي: «خپل لپټاپ او څو درسي اسناد مې راوړلای شول. هر څه مې له لاسه ورکړل. راتلونکی او ارمانونه. داسې هېواد ته راستنه شوې یم، چې پوهنتون ته د تګ اجازه هم نه لرم». د طالبانو پراخو بندیزونو د حبیبې په څېر نجونو راتلونکی نه یوازې تیاره؛ بلکې تقریباً ناممکن کړی دی.

ایراني چارواکي څه وایي؟

د کډوالو سره د ظالمانه چلند په اړه د راپورونو په غبرګون کې ایراني چارواکو ادعا کړې، چې ډېری بېرته ستنېدنې «داوطلبانه» وې او هغو کسانو پورې اړوندې وې چې قانوني اسناد یې نه‌لرل.

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني ادعا کړې، ۷۰ سلنه هغه افغانان چې ایران یې پرېښی؛ خپله یې د بېرته ستنېدو پرېکړه کړې. دا ادعا د هغو لسګونه افغانانو له خبرو سره تضاد لري، چې په اسلام‌کلا کې یې د نیونې، انتقال او شړلو کیسې له رسنیو سره شریکې کړې دي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت سلاکار نادر یاراحمدي ویلي، د شاوخوا ۲ مېلیونه افغانانو د سرشمېرنې کارتونه له کب میاشتې راهیسې باطل شوي وو او هغوی تر چنګاښ پورې وخت لاره، چې ایران پرېږدي. د هغه په وینا؛ شاوخوا ۲.۱ مېلیونه نورو افغانانو هیڅ ډول قانوني اسناد نه‌لرل.

ښځې؛ د بېرته ستنېدو قربانیانې

د افغان ښځو لپاره له ایرانه اېستل د دې مانا لري، چې بېرته کورني بند ته ستنې شوې او له ټولنیز ژوند سره یې اړیکې پرې شوې. راحله چې د دوو لوڼو مور ده او په تهران کې یې د خیاطۍ او سینګار کار کاوه؛ اوس په هرات کې پرته له کار، عوایدو او مالي ملاتړه ژوند تېروي.

هغې وویل: «کلونه کېږي، چې له مېړه نه بېله شوې یم. هغه نشه‌یي و. اوس پرته له محرم، د سفر حق نه‌لرم، حتی د ډوډۍ اخیستو لپاره هم بهر نشم وتلی».

راحله سره له دې چې په ایران کې یې ژوند ستونزمن و، وایي: «په ایران کې موږ ته سپکاوی کېده؛ خو لږ تر لږه هلته امنیت او کار و. په افغانستان کې هماغه هم نشته».

د کورنیو بېلتون؛ د افغان نارینه‌وو ناڅرګند برخلیک

رحیم اوزبک یو ۵۹ کلن افغان چې په ایران کې یې د ساتونکي په توګه کار کاوه، د کار پر مهال ونیول شو او یوازې افغانستان ته وشړل شو.

اوس هغه پولې ته نږدې په یو جومات کې ژوند کوي. هغه بې‌کوره، بې‌وسه او له خپلې کورنۍ لرې دی. د هغه کورنۍ لا هم ایران کې ده او دی ورسره د بیا یو ځای کېدو په هیله ژوند تېروي.

هغه په ژړغوني غږ رویټرز ته وایي: «هیڅ پیسې نه‌لرم، د خوب ځای نه‌لرم، د خوړلو ډوډۍ نه‌لرم. نه پوهېږم څه وکړم؟»

د منصور احمد په نوم د کابل ولایت یو ۲۱کلن اوسېدونکي په وینا؛ د دې ناسم تور له امله چې ګوندې له یوه زنداني سره یې د تښتېدو مرسته کړې، د ایراني پولیسو له لوري سخت شکنجه شوی. د هغه په خبره: َ«خبره یې کوله، وهلم یې؛ چوپ وم، بیا یې هم وهلم. اخر کې یې انفرادي خونې ته واچولم».

هغه خپله اوږه وښوده، چې په وهلو ډبولو شنه شوې وه او لا یې هم داغونه نه و رغېدلي.

یو بشري ناورین؛ بې پلانه او ناسم مدیریت

د افغانستان په لوېدیځ کې مرستندویه کارکوونکي خبرداری ورکوي، چې د بېرته راستنو شویو افغانانو د سترو څپو د مدیریت وړتیا نشته او دغه لړۍ له جدي ننګوونو سره مخ ده. د طالبانو لوړ پوړو غړو له ایرانه غوښتي، چې شړنې تدریجي کړي او خلکو ته فرصت ورکړي؛ څو خپل مالونه او حقوق تر لاسه کړي.

که څه هم ایراني چارواکي له افغان کډوالو سره د «درناوي ډک چلند» خبره کوي؛ خو د ځایي سرچینو او رویټرز راپورونه ښيي، چې ډېری بېرته ستنېدنې له سپکاوي، تاوتریخوالي او د بشري حقونو له سرغړونو سره مل وې.

په کونړ کې ناپېژانده وسله‌والو یو ځوان په ډزو وواژه

۱۶ زمری ۱۴۰۴ - ۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۳:۵۹ GMT+۱
په کونړ کې ناپېژانده وسله‌والو یو ځوان په ډزو وواژه
100%

په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ تر سیوري لاندې د وسله‌والو پېښو پر دوام؛ د کونړ سیمه‌‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې ناپېژانده وسله‌والو د دغه ولایت په پېج درې ولسوالۍ کې یو ځوان په ډزو وژلی دی. د سرچینو په وینا؛ دغه ځوان نجیب‌الله نومېده او هټۍ‌وال و.

سرچینو پنج‌شنبه (د زمري ۱۶مه) زیاته کړې، چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۸:۰۰ بحې د پېج درې ولسوالۍ په «بارکنډۍ» سیمه کې شوې ده. د سرچینو د معلوماتو له‌مخې؛ دغه هټۍوال د خپلې هټۍ له تړلو وروسته خپل کور ته ستنېده، چې د لارې په اوږدو کې ناپېژاندو وسله‌والو پرې برید کړی دی.

100%

سرچینو همداراز افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د دغه ځوان د وژل‌کېدو لامل څرګند نه‌دی. ورته مهال، په کونړ کې سیمه‌ییزو طالب مسوولانو هم تر اوسه د دغې پېښې په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو پېښو راپورونه ورکول کېږي. څو ورځې مخکې ناپېزانده وسله‌والو د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ته نږدې د «زیبا» په نوم یوه روغتیاپاله په ډزو وژلې وه.