• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران: هره میاشت افغانستان ته د خواف ـ هرات اورګاډي له لارې ۴۰زره ټنه توکي انتقالیږي

۱۷ زمری ۱۴۰۴ - ۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۲۴ GMT+۱

د افغانستان د اورګاډي ګډ کنسرسیوم مرستیال ویلي، چې په ورستیو میاشتو کې د خواف ـ هرات د اوسپني پټلۍ له لارې افغانستان ته د توکو انتقالات ډېر شوي دي او له دې لارې په میاشت کې ۴۰ زره ټنه توکي انتقالیږي.

د افغانستان د اورګاډي د ګډ کنسرسیوم مرستیال د ایران د صدا او سیما رسنۍ سره خبرو کې ویلي، د خواف ـ هرات ریل پټلۍ له لارې د توکو د انتقالاتو په برخه کې د افغان سوداګرو علاقمندي ډېره شوې ده.

د افغانستان د اورګاډي د ګډ کنسرسیوم مرستیال عابدي وايي:«دغو بارونو کې سمنټ، کاشي خښتې، د اوسپنې تختې، بوره او نور ودانیز توکي دي چې له دې لارې افغانستان ته واردیږي.»

د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ له لارې له ایران څخه د توکو انتقالات هره میاشت مخ پر ډېرېدو دي. مسولین وايي، له دې لارې اوس په میاشت کې ۴۰ زره ټنه توکي‌انتقالیږي او هڅه کوي، چې دا انتقالات تر پنځوس زره ټنه ورسوي.

د افغانستان د اورګادي د ګډ کنسرسیوم استازی ضیا الحق وايي:«موږ په ډېره کمه موده کې په دې توانېدلي یوو، چې دا ریکارډ مات کړو چې په لومړو کې ۱۰ زره ټنه او شل زره ټنه انتقالات کېدل خو اوس په میاشت کې زموږ انتقالات ۴۰زره ټنه ته رسېدلي دي او ښايي په راتلونکي میاشت کې یې ۵۰ زره ټنه ته ورسو.»

د راپورونو له مخې، د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ د کال د شپږ میلیون مېټریک ټنه توکو او یو میلیون کسانو د انتقال ظرفیت لري.

د طالبانو او ایران د اورګادي پټلۍ مسولینو ویلي، چې ډېر ژر به له دې لارې د مسافرانو د تګ راتګ زمینه هم برابره کړي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: نړیوال پانګوال دې د اوبو او انرژۍ په برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي

۱۷ زمری ۱۴۰۴ - ۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۱۱ GMT+۱
طالبان: نړیوال پانګوال دې د اوبو او انرژۍ په برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي
100%

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین مجیب الرحمن عمر اخندزاده په انقره کې د طالبانو له سفیر شیخ صنیع‌الله فرهمند سره لیدنه کې ویلي، چې ترکي او نور بهرني شرکتونه دې وهڅول شي څو د افغان انجنیرانو په همکارۍ د اوبو پروژو کې برخه واخلي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د جمعې په ورځ (د زمري ۱۷مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي، په ناسته کې اخوندزاده ټینګار کړی چې بهرنیو پانګه‌والو ته باید په دې برخه کې د پانګونې اسانتیاوې برابرې شي.

د دغه وزارت د معلوماتو پر اساس ترکیه کې د افغانستان سفیر هم ژمنه وکړه چې بهرني شرکتونه به وهڅوي تر څو د اوبو په تنظیم کې ونډه واخلي.

کندهار کې یو سوداګر په خپل کور کې د چړو په ګوزار وژل شوی دی

۱۷ زمری ۱۴۰۴ - ۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۲۵ GMT+۱
 کندهار کې یو سوداګر په خپل کور کې د چړو په ګوزار وژل شوی دی
100%

سرچینې وايي، تېره شپه د کندهار ښار په عینو مېنه کې د دوست محمد په نوم یو سوداګر د خپلو ملګرو له لخوا په خپل کور کې په چړو وهل شوی او وژل شوی دی. د نوموړي قاتلین په تیښته بریالي شوي دي.

د دوست محمد خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دوست محمد د کندهار ښار په لومړی حوزه کې د رنګ شرکت درلود او تېره شپه د عینو مېني پر ۲۳ سړک په خپل کور کې کې د خپلو درېیو ملګرو له لوري په چړو وهل شوی دی.

د دوست محمد خپلوان وايي، قاتلین یې پیژندلي دي، خو د دوست محمد له وژلو وروسته قاتلین په تېښته بریالي شوي دي.

د وژل شوي کس یوه خپل افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دې پېښې په اړه ځايي طالبانو پلټنې پیل کړې دي، خو تر اوسه یې قاتلین نه دې نیولي.

په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ تر اوسه د یادې پیښې په اړه رسنیو ته څه نه دې ویلي.

په هرات کې د ۷ مېلیونه ډالرو په ارزښت د اوسپنې ویلي کېدو کارخونه جوړه شوه

۱۷ زمری ۱۴۰۴ - ۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۵۹ GMT+۱
په هرات کې د ۷ مېلیونه ډالرو په ارزښت د اوسپنې ویلي کېدو کارخونه جوړه شوه
100%

په هرات کې یو پانګه‌وال خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې یې د ۷مېلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د اوسپنې ویلي کېدو فابریکه جوړه کړې ده. خان ګل اسحاقزي ویلي، چې دغه کارخونه په ورځ کې د ۱۵۰ ټنو په کچه د ډول، ډول اوسپنو ویلي کېدو ظرفیت لري.

د یادې کارخونې د پرانېستې مراسمو پر مهال په هرات کې د طالبانو والي مولانا اسلام جار د اوسپنې د تولید ډېرېدو په برخه کې د یادې فابریکې د کار پیلېدل ګټور بللي. د هغه په وینا؛ اوس باید ځايي صنعت کاران د خپلو تولیداتو د کېفیت په لوړېدو سره ځانونه نړۍوالو مارکېټونو کې سیال کړي.

هرات یو له هغو ولایتونو دی، چې صنعتکاران په‌کې د نورو ولایتونو پرتله ډېر فعال دي او د کارخونو شمېر هم په کې ډېر دی؛ خو په دغه ولایت کې پانګه‌وال د برېښنا له کمښت، د طالبانو له لوړې مالیې او د دوی توکو ته د نه پاملرنې له کبله نیوکې کوي.

په هرات او یو شمېر نورو ولایتونو کې پانګه‌والو په وار وار نیوکې کړې، چې طالبان یې ستونزو ته پاملرنه نه کوي او له همدې کبله په کور دننه بازارونو کې د دوی تولیدات له ننګوونو سره مخ دي. تر ټولو لویه نیوکه دا ده، چې د طالبانو د لوړو مالیو له کبله د دوی تولیدي توکي په لوړه بیه تمامېږي او باید د بیو د راکمېدو لپاره پرې د لوړو مالیو مخنېوی وشي.

همدا راز په کور دننه د مسلکي کارګرو نشتوالی هم د بېلابېلو صنعتونو پر وړاندې لویې ستونزې دي او ډېر کله د ماشین الاتو د خرابېدو پرمهال صنعتکاران د ترمیم لپاره پاکستاني او ایراني انجینرانو یا تخنیکي کسانو ته اړ کېږي.

ایران وايي له ۲۷کلونو وروسته د مزارشریف پر قونسلګرۍ د برید قضیه لا هم په جدي توګه څاري

۱۷ زمری ۱۴۰۴ - ۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۲۱ GMT+۱
ایران وايي له ۲۷کلونو وروسته د مزارشریف پر قونسلګرۍ د برید قضیه لا هم په جدي توګه څاري
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې له ۲۷ کلونو وروسته د افغانستان په مزارشریف ښار کې د دغه هېواد پر قونسلګرۍ د مرګوني برید قضیه لاهم «په جدي او فعاله توګه» څاري. تهران د دې پېښې د عاملانو او طراحانو پر پېژندلو او عدالت ته پر سپارلو ټینګار کوي.

(د ۱۹۹۸ کال د اګسټ په ۸مه) وسله‌والو کسانو په مزار شریف کې د ایران پر قونسلګرۍ برید وکړ، چې په‌کې ۸ ایراني ډېپلوماټان او د دغه هېواد د اېرنا دولتي خبري اژانس خبریال محمود صارمي ووژل شول.

نورالله نوروزي، کریم حیدریان، رشید پریاوف فلاح، حیدرعلي باقري، محمدعلي غیاثي، مجید نوري نیارکي او محمدناصر ناصري هغه ایراني ډېپلوماټان وو چې په مزارشریف ښار کې وژل شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا پېښه «په ډېپلوماټیکو اړیکو کې له نړۍوالو قوانینو یوه لویه سرغړونه» بللې او زیاتوي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ګډون د دغه سازمان په ۱۲۶۷ پرېکړه‌لیک کې هم غندل شوې ده.

طالبانو په ۱۹۹۸ کال کې د مزارشریف ښار تر نیولو وروسته د ایران پر قونسلګرۍ برید وکړ او د اېرنا خبري اژانس خبریال محمود صارمي سره یوځای یې اته ایراني ډیپلوماټان ووژل. یادې ډلې د دې پېښې مستقیم مسوولیت نه‌دی منلی او ویلي یې دي، چې «خپل سرو» وسله‌والو دا کار کړی دی؛ خو ایران وايي چې دا کار طالبانو کړی.

امرالله صالح: د میرویس عزیزي له زهر څخه ځانونه خوندي وساتئ

۱۷ زمری ۱۴۰۴ - ۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۳۰ GMT+۱
امرالله صالح: د میرویس عزیزي له زهر څخه ځانونه خوندي وساتئ
100%

د محمداشرف غني په مشرۍ د مخکېني جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح د خپلو سرچینو په حواله ادعا کړې، چې د عزیزي بانک څښتن میرویس عزیزي او د هغه زوی په متحده‌عربي اماراتو کې د سفر له محدودیتونو سره مخامخ دي.

صالح جمعه (د زمري ۱۷مه) د عزیزي بانک له منځه د سرچینو له خولې زباته کړې، چې د اماراتو چارواکو دغه پلار او زوی «د تېښتې له ګواښ سره مخ کسان» ګڼلي او له همدې امله پلار او زوی ته د یو ځای وتلو اجازه نه‌ورکول کېږي. نوموړي پر اېکس‌پاڼه لیکلي: «د دې مقرراتو له مخې که چېرې یو له دوی څخه سفر وکړي، بل باید په اماراتو کې پاتې شي.»

د مخکېني او وروستي جمهوري نظام لومړي مرستیال د دې اقدام لامل د بانكونو او مالي ادارو پر وړاندې لوی او نه‌ورکول شوي پورونه ښودلي دي. د هغه په وینا؛ پور ورکوونکي اندېښنه لري، که دواړه په یو وخت ووځي، د تل لپاره د تېښتې او د پورونو د نه‌ورکړې امکان شته.

هغه لیکلي دي: «پام وکړئ، چې له دې سوري څخه د دویم ځل لپاره ونه چیچل شئ او دا معلومات زموږ نورو هېوادوالو ته ورسوئ، چې هغوی هم د عزیزي له زهر څخه خوندي پاتې شي.»

صالح دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې څه موده مخکې د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي په کابل کې له طالبانو سره د ۱۰ مېلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ د تولید پروژې هوکړه لاسلیک کړه. نوموړي د دغې هوکړې د لاسلیکولو پرمهال ویلي و، چې د یادې پروژې په پلي کېدو به افغانستان د انرژۍ د تولید له اړخه ځان بسیاینې ته ورسېږي.

د عزیزي ګروپ له‌خوا په افغانستان کې د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید هوکړه په خواله رسنیو کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې، چې ډېرو یې هرکلی کړی؛ خو ځینو بیا د دغې پروژې د پلي کېدو په اړه شک ښودلی دی.

د خواله رسنیو ځینو کارکوونکو په افغانستان کې د عزیزي ګروپ له لوري د ورکړل شویو ژمنو مخینې ته په کتو د دغه لویې پروژې د پلي کېدو په اړه شک ښودلی دی. ځینو کاروونکو بیا ویلي، هیله لري چې افغانستان په ټولو برخو کې ځان بسیاینې ته ورسېږي؛ خو لیدل کېږي چې طالبان له ځینو پروژو تبلیغاتي استفاده کوي.