شهباز شریف: موږ د اسراييل لهخوا د غزې د بشپړ کنټرول پلان په کلکه غندو

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې د اسراييل لهخوا د غزې بشپړ کنټرول ناقانونه کار دی او دا کار د فلسطینیانو پر وړاندې د جګړې پراخېدل دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې د اسراييل لهخوا د غزې بشپړ کنټرول ناقانونه کار دی او دا کار د فلسطینیانو پر وړاندې د جګړې پراخېدل دي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر اېکس پاڼه کاږلي: « موږ د غزې د بشپړ کنټرول پلان په کله غندو، دا کار به د سولې ټولې هیلې له خاورو سره خاورې کړي. موږ باید دا هېر نهکړو، چې د غزې اوږدمهاله اشغال د جګړې اصلي لامل دی.»
هغه زیاته کړې، غزه تر دې مخکې لا ډېره ځپل شوې او دا کار به د سولې ټولې هیلې له منځه یوسي.
نوموړي له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې ډېر ژر مداخله وکړي او د اسراييل د دغه ناقانونه کړنې مخه ونيسي.


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ د چین، هند او پخواني شوروي اتحاد د درېیو هېوادونو له مشرانو سره ټیلیفوني خبرې کړې او په دې خبرو کې یې له امریکا سره د خپلو راتلونکو خبرو او د اوکراین د جګړې په اړه معلومات شریک کړي دي.
پوتین د چهارشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له استازي سټیو وېټکاف سره په مسکو کې ولیدل او تر لیدنې وروسته کرېملین اعلان وکړ، چې ښایي پوتین او ټرمپ په راتلونکې اونۍ کې سره وویني.
د چین ولسمشر شي جین پېنګ د امریکا او روسیې ترمنځ د خبرو هرکلی کړی او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي هم له پوتین مننه وکړه، چې د اوکراین په اړه یې تازه معلومات ورسره شریک کړي.
دغه ډول پوتین د بېلاروس له ولسمشر الکسانډر لوکاشینکو، د قزاقستان او ازبکستان له مشرانو سره هم خبرې کړې دي.

د اسراییل امنیتي کابینې په غزه کې د پراخو عملیاتو او همداراز د غزې د لاندې کولو طرحه تصویب کړې وه، خو له پراخو نړۍوالو غبرګونونو وروسته د اسراییل لومړي وزیر نتنیاهو ویلي دي چې غزه نه نیسي بلکې د حماس له ولکې یې ازادوي.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له پراخو نړۍوالو غبرګونونو وروسته پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، «موږ د غزې د نیولو لپاره نه ځو بلکې موږ غزه د حماس له ولکې ازاده وو.»
بنیامین نتنیاهو زیاته کړې، غزه باید بې وسلې شي او داسې یوه اداره جوړه شي چې نه د فلسطین تر ادارې او نه هم د حماس تر ادارې لاندې وي.
د نوموړي په وینا، دغه طرحه به له حماس سره د برمته شویو کسانو په ازادېدو کې مرسته وکړي او ورسره به دا ډاډ هم ترلاسه شي چې غزه به په راتلونکې کې اسراییل ته ګواښ نه وي.
د یادولو وړ ده، چې تر دې مخکې د اسراییل امنیتي کابینې پرېکړه کړې وه چې په غزه کې به پراخ عملیات پیل کړي، او ورسره به غزه لاندې کړي خو دغې پرېکړې ګڼ نړۍوال غبرګونونه راوپارول او د اسراییل دغه پرېکړه یې ظالمانه اقدام او جنګي جنایت وبلله او ان ځینو لویدیځوالو اسراییل ته د وسلو د استولو بهیر هم ودراوه.

د سعودي عربستان پاچا، ترکیې او اروپايي ټولنې د امریکا په منځګړیتوب د ارمنستان او اذربایجان تر منځ د سولې هوکړې له اعلانه هرکلی کړی، او په دې برخه کې یې د امریکا د ولسمشر رول ستایلی دی.
د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د زمري په ۱۸مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره هیله څرګنده کړې چې دغه تړون به د دواړو هېوادونو تر منځ د تفاهم او همکاریو نوی پړاو پرانیزي.
ترکیې او اروپايي ټولنې هم د امریکا په منځګړیتوب د ارمنستان او اذربایجان تر منځ د سولې له هوکړې له هرکلي سربېره ویلي، د دواړو «ارمنستان او اذربایجان» هېوادونو د اړیکو له عادي کېدو په کلکه ملاتړ کوي.
د یادولو وړ ده، چې د جمعې په ورځ د (زمري په ۱۷مه) د امریکا د ولسمشر په منځګړیتوب د اذربایجان ولسمشر او د ارمنستان لومړي وزیر په سپینه ماڼۍ کې د سولې تړون لاسلیک کړ او په دې سره د دواړو هېوادونو د لسیزو لانجې هم پایته ورسېدې.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان له خپل ترکي سیال هاکان فېدان، جرمني سیال یوهان وادفول، فرانسوي سیال ژان نوېل بارو او مصري سیال بدر عبدالعاطي سره په جلا جلا ټيلفوني اړیکو کې په غزه کې پر وروستي وضعیت او همداراز د امنیتي او انساني پایلو په تړاو خبرې کړي دي.
د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت وايي، فیصل بن فرحان د جمعې په ورځ (د زمري په ۱۷مه) له خپل ترکي، مصري او اروپايي سیالانو سره په غزه کې د روانې جګړې او انساني کړاونو د پایته رسېدو او همداراز د غزې د بشپړې نیونې په تړاو د اسراییل د پرېکړې د ناوړه پایلو په تړاو خبرې کړې دي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مسوولې «کایا کالاس» سره په ټيلفوني اړیکه کې په غزه کې د وروستیو بدلونو په تړاو له خبرو سربېره پر غزې د اسراییل د تیري او انساني ناورین د پایته رسېدو پر اهمیت هم ټينګار وکړ.
له دې سره سم، د فلسطین دولت د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، پر غزې د اسراییل د جنایتونو د درېدو په تړاو به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته مراجعه وکړي او همداراز به د فلسطین ولس د ساتنې او د یرغلګرو د نورو اقداماتو د مخنیوي لپاره به د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان او عربي ټولنې د غونډو د جوړېدو غوښتنه وکړي.
تر دې مخکې هم سعودي عربستان د غزې د بشپړې نیونې په تړاو د اسراییلي چارواکو څرګندونې غندلې وې او زیاته کړې یې وه چې د نړۍوالو قوانینو او انساني ارزښتونو له مخې، فلسطینیان په دغې ځمکه کې مشروع حقوق لري.
د یادولو وړ ده، چې د غزې د بشپړې نیونې په تړاو د اسراییل د امنیتي کابینې پرېکړه تر اوسه له ګڼو نړۍوالو غبرګونونو او غندنې سره مخ شوې ده.

د استرالیا، جرمني، ایټالیا، نوي زیلاند او بریټانیا بهرنیو چارو وزیرانو په یوې ګډې اعلامیې کې په غزه کې د پراخو عملیاتو په تړاو د اسراییل د امنیتي کابینې پرېکړه په کلکه رد کړه.
د دوی په وینا، له دې چارې سره به په غزه کې بشري وضعیت لاپسې خراب، د برمته شویو کسانو ژوند به له ګواښ سره مخ او د ځايي اوسېدونکو د ډله ییزې بې ځایه کېدنې خطر به زیات شي.
بهرنیو چارو وزیرانو په سیمه کې د شخړې د هواري لپاره د دوو «فلسطیني او اسراییلي» خپلواکو هېوادونو د جوړېدو په برخه کې پر خپلو ژمنو یو ځل بیا ټینګار وکړ، او زیاته یې کړه چې په دې سره به اسراییلیان او فلسطینیان په سولې، امنیت او عزت سره خپل ژوند ته دوام ورکړي.
د دغو پنځو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو په غزه کې د پراخو عملیاتو په تړاو د اسراییل پرېکړه له بشري قوانینو سره په ټکر کې وبلله، او ورسره جوخت یې له ښکېلو خواو او نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې په غزه کې د ویروونکې جګړې د پایته رسېدو لپاره یوې بشپړ، سمدستي او دایمي اوربند ته کار وکړي، ترڅو غزې ته بېړنۍ بشري مرستې ورسېږي.
د استرالیا، جرمني، ایټالیا، نوي زیلاند او بریټانیا بهرنیو چارو وزیرانو همداراز له حماس هم وغوښتل چې ټول برمته شوي کسان ژر تر ژره خوشې کړي.
د بهرنیو چارو وزیرانو په غزه کې ناسم انساني وضعیت ته په پام سره له اسراییل څخه وغوښتل چې نړۍوالو بشرپالو سازمانونو ته د دې زمینه برابره کړي، چې د بشري اصولو له مخې د غزې اوسېدونکو ته سمدستي مرستې ورسوي او همداراز یې خبرداری ورکړی چې د دغو مرستندویه بنسټونو د چارو مخنیوی به ناسم پیغام ولېږدوي.
په اعلامیه کې په بشپړ ډول د حماس پر بې وسلې کېدو ټینګار شوی او همداراز ویل شوي چې په غزه کې به په هېڅ ډول واکمنۍ کې ونډه ونه لري او هلته باید د فلسطین مرکزي اداره واکمنه وي.