طالبان وايي، چې ۱۶۶ ټانکره بېکیفیته تېل یې بېرته ایران او تاجکستان ته ورګرځولي دي

د طالبانو د مالیې وزارت خبر ورکړی، چې د چنګاښ په مياشت کې یې د هېواد له ګمرکونو (۱۶۶) ټانکره بېکيفيته تېل بېرته ایران او تاجکستان ته ورګرځولي دي.

د طالبانو د مالیې وزارت خبر ورکړی، چې د چنګاښ په مياشت کې یې د هېواد له ګمرکونو (۱۶۶) ټانکره بېکيفيته تېل بېرته ایران او تاجکستان ته ورګرځولي دي.
دغه وزارت نن یکشنبه (د زمري ۱۹مه) پر اېکس پاڼه په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې تېلو کې ۱۶۱ ټانکره ډیزل او ۲ ټانکره پټرول له ایران څخه نيمروز ولایت او ۳ ټانکره پټرول له تاجکستان څخه د کندوز شېرخان بندر ته راوړل شوي وو.دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په نیمروز ولایت کې د طالبانو د نورم او سټنډرډ ادارې چارواکو هم ویلي و چې له ایرانه وارد شوي ۲۵۰ ټانکره تېلو څخه یې ۱۵۳ ټانکره بېکیفیته تېل بېرته دغه هېواد ته ورګرځولي دي.
په نیمروز ولایت کې د طالبانو د والي دفتر (د زمري ۷مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي و، چې د نورم او سټنډرډ ادارې په لابراتوار کې تر ارزونې وروسته د یادو تېلو کیفیت ټیټ بلل شوی؛ نو ځکه بېرته ایران ته مسترد شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د طالبانو د سټنډرډ عالي شورا ویلي و چې د اقتصادي ټیکاو او د خلکو د روغتیایي خوندیتوب په موخه یې افغانستان ته د وارېدونکو نفتي توکو لپاره ۵۷ سټندرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې دي.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د افغانستان په محاکمو کې پخوا هم له «اسلامي شریعت» پرته بل قانون نه و؛ خو په وروستیو کلونو کې لږ وضعي قوانین ورسره یو ځای شوي وو، چې دوی تصفیه کړي او افغانستان اوس د قوانینو له تشې سره مخ نهدی.
ښاغلي مجاهد د طالبانو د دویمې واکمنۍ د څلورمې کلیزې په مناسبت د دغې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا او نور هېوادونه هم لکه روسیه باید دوی په رسمیت وپېژني.
هغه اساسي قانون یوازې سياسي وثیقه بولي او زیاتوي:« اساسي قانون یوازې د حکومت تشکیل بیانوي، چې موږ تر دې مخکې لا د حکومت تشکیل لرو. کله چې زمینه برابره شي اساسي قانون به هم جوړ شي؛ خو اوس د وزارتونو لپاره د قوانینو پر جوړولو کار روان دی.»
مجاهد د روسانو لهخوا د هغوی د نظام په رسمیت پېژندل یوه لاس ته راوړنه بولي او له نورو هېوادونو هم غواړي، چې د هغوی نظام په رسمیت وپېژني. هغه زیاته کړې، چې له امریکایانو یې هم د رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې ده.
هغه وړاندې ویلي، چې د افغانستان د اردو ډېروالی مهم نه دی؛ مهمه دا ده چې اردو مجهزه او ښه روزل شوې وي.
مجاهد په تېرو څلورو کلونو کې د خپلو لاس ته راوړنو په بهیر کې په ښوونیزه برخه کې د پرمختګ یادونه هم وکړه؛ خو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړو ته یې اشاره ونهکړه.

خپلو حقونو پسې لالهانده لسګونه متقاعدینو یو وار بیا په کابل کې لاریون کړی. دغه متقاعدین وايي، له اقتصادي پلوه د بېوزلۍ تر ټولو بد وضعیت کې دي او باید د دوی لاسنیوی وشي.
دوی پرون شنبه (د زمري ۱۸مه) په کابل کې د تقاعد ریاست مخې ته راټول شوي وو او د طالبانو پر مشرتابه یې غږ وکړ، چې نور دې دوی نه ځوروي.
د عبدالخالق امرخېل په نامه یو لاریونوال وايي، د تقاعد د پېسو نه ورکړې دوی سوالګرۍ ته کېنولي او باید د مسوولانو له لوري د دوی د کړاو ختمولو ته د پای ټکی کېښودل شي.
په ورته وخت کې یو بل متقاعد د نوم نه ښودلو په شرط ویلي:« د طالبانو مشرتابه دې د خدای په خاطر موږ ته خپل حقونه راکړي.»
په تېرو نږدې څلورو کلونو کې متقاعدین په وار، وار د تقاعد حق اخیستلو لپاره د کابل د تقاعد ریاست مخې ته راغونډ شوي، چې خپل هغه حق ترلاسه کړي چې د ماموريت پر مهال به يې له تنخوا څخه د دولت خزانې ته ورکاوه.
د طالبانو حکومت بیا ویلي، چې متقاعدین باید د خپلو حقونو د ثابتولو لپاره ځانګړې محکمې ته مراجعه وکړي. د طالبانو د مالیې وزارت بیا ویلي و، چې د دغې ډلې د مشر ملاهبت الله د فرمان پر بنسټ د ټاکل شويو اصولو له مخې متقاعدینو ته د تقاعد حقونو د ورکړې پرېکړه شوې ده؛ خو متقاعدین بیا نیوکه کوي، چې اړونده ادارې دغه امر نه مني.
د ۱۴۰۳کال د مرغومي په لومړۍ نېټه د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د متقاعدینو د حقونو د څېړلو لپاره د ځانګړو محکمو د جوړولو امر وکړ، خو اوس د اعراض کوونکو لویه نیوکه دا ده چې د ټیټې کچې طالبان او مامورین دغه فرمان نه پلی کوي.

د تهران والي محمد صادق معتمدیان په يوه خبري غونډه کې ویلي، چې په تېرو ۱۰۰ ورځو کې له ایرانه تر يو مېليون ډېر افغانان اېستل شوي دي. د ښاغلي معتمدیان په وينا؛ له دې ډلې ۴۰۰زره کډوال یوازې له تهرانه اېستل شوي دي.
د تهران والي محمد صادق معتمدیان د شنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه) رسنيو ته ويلي، چې له دې ډلې ځینې یې په خپله خوښه ستانه شوي او ځينې یې امنيتي ځواکونو نیولي او په جبري توګه یې افغانستان ته ستانه کړي دي.
له تهرانه د ۱۴۰زره زدهکوونکو اېستل
ښاغلي معتمدیان په دې موده کې له ايرانه د اېستل شویو کډوالو شمېر د پام وړ وباله او زياته يې کړه، چې تېر کال د تهران ولايت په ښوونځيو کې ۲۲۰زره افغانانو زدهکړې کولې؛ خو اوس دغه شمېر ۸۰زرو ته راټيټ شوی دی.
د تهران والي وويل:« پخوا د افغان زدهکوونکو لپاره شاوخوا شپږ زره ټولګي ځانګړي شوي وو؛ خو اوس پرته له دې چې پر نویو ښوونځيو پيسې ولګول شي، دغه ښوونیز امکانات ایرانیانو ته ورکول شوي دي.»
دغه ايرانی چارواکی وایي، چې شاوخوا ۵۰ سلنه افغان کډوال په تهران ولایت کې مېشت وو. هغه زیاته کړه، چې د مسعود پزشکيان د حکومت له پيل سره د بېاسناده کډوالو د پېژندلو بهير پيل شوی دی.
له ایرانه د اېستل شویو افغان کډوالو په اړه خپاره شوي راپورونه ښيي، چې هغوی که څه هم ټول قانوني او معتبر اسناد لاره؛ خو بیا هم ایراني پولیسو نیولي او افغانستان ته یې په جبري توګه ستانه کړي دي. په راپورونو کې دا یادونه هم شوې، چې دغه کډوال د پولیسو لهخوا ځورول شوي دي.
له ایرانه اوس هم هره ورځ افغان کډوال په زور اېستل کېږي. نړۍوال بشري سازمانونه له ايرانه په زور او ډلهييزه توګه د افغان کډوالو اېستل د نړۍوالو قوانينو خلاف کار بولي.

په پاکستان کې مېشت افغانان وایي، پاکستاني پولیس هغه لیکونه نه مني چې ځینو سفارتونو افغان کېس لرونکو ته ورکړي دي. په دغه لیکونو کې د پاکستان له حکومت غوښتنه شوې، چې د ورکړل شوي ډاډ له مخې دې افغان کېس لرونکو ته د اوسېدو زمینه برابره کړي.
ځینې افغان کېس لرونکي بیا وايي، چې له دغو لیکونو سره، سره پولیسو نیولي دي. په اسلام اباد کې مېشته یوه افغانه شبانه «مستعارنوم» چې خپله هم د امریکا او فرانسې کېسونه لري وايي، پولیس د امریکا او جرمني پرته د نورو سفارتونو لیکونه نه مني.
نوموړې وايي، تازه د پولیسو لهخوا د ویزې د نه لرلو په تور نیول شوې وه؛ خو د امریکا سفارت او بهرنیو چارو وزارت د لیک په ښودلو پولیسو له دوو ورځو وروسته خوشې کړې ده.
د نوموړې په خبره:« پولیس یوه اوونۍ مخکې کورته راغلل، ویزه یې رانه وغوښته ما ورته وویل چې اوس خو له ټولو سره ویزې نشته؛ خو د فرانسې او امریکا سفارت لېټر لرم. خو زه یې ونیولم، چې موږ ستا لیټرې ګورو او ویریفېکشن یې کوو؛ خو د فرانسې هغه نه منو.»
اغلې شبانه زیاتوي، پولیسو د دې په ګډون د ډېرو هغه کسانو چې د فرانسې او نورو هېوادونو کېسونه یې لرل او لیکونه ورسره وو؛ د هغوی لیکونه ونه منل او ځینې ان د ډیپورټ نوملړ کې اضافه شول.
په اسلاماباد کې مېشت هغه افغانان چې د فرانسې کېسونه لري د فرانسې سفارت له لوري ورته داسې یو لیک ورکول کېږي، «په اسلاماباد کې د فرانسې سفارت دغه کسان چې په دغه لیک کې یې نومونه او د پاسپورټ نمبرونه ذکر شوي او افغانان دي دا مني، چې دوی د بشردوستانه اوږدمهاله ویزو لپاره غوښتنه کړې ده، د دوی مرکې شوې دي او چارې یې تر پروسس لاندې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري دا ډاډ ورکړل شوی، چې دغه کسان به په قانوني توګه په پاکستان کې د دوی د کارونو د پروسس او فرانسې ته ترتخیلې پاتې کېږي.»
فرانسې ته ورته د اروپايي ټولنې نورو هېوادونو او ځیني هغه هېوادونه چې افغان پناه غوښتونکي مني، دغه ډول لیکونه خپل کېس لرونکو ته ورکړي دي.
که څه هم په دې اړه کره شمېرې نشته، چې څومره افغانان په پاکستان کې نورو هېوادونه ته کېسونه لري؛ خو د ځینو راپورونو له مخې شمېر یې زرګونو ته رسېږي.
په ورته وخت کې په اسلاماباد کې مېشت یو بل مدني فعال ثناءالله رحیمي « مستعارنوم» هم د ورته ستونزې په شریکولو سره وايي، هره ورځ د افغان کډوالو په اړه د پاکستان حکومت دریځ بدلېږي. نوموړی وايي، میاشت وړاندې یې ځینې ملګري پولیسو نیولي وو چې د فرانسې په لیکونو یې راخوشې کړل؛ خو اوس بیا دغه لیکونه نه مني.
په پاکستان کې ډېرې هغه افغان کډوال چې نورو هېوادونو ته کېسونه لري په ویزو راغلي؛ خو له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې یې د ویزو د تمدید لړۍ درېدلې ده.
د روان میلادي کال له پیله د پاکستان حکومت دلته د مېشتو افغان کډوالو لپاره د ویزو د تمدید موده یوې میاشتې ته راکمه کړې، چې د تمدید د لړۍ له بندېدو وروسته د ګڼو افغانانو د ویزو موده ختمه شوې ده. په ورته وخت کې په وروستیو څو ورځو کې د اسلاماباد په افغان مېشتو ښارګوټو او سیمو کې د پولیسو د نیولو لړۍ هم چټکه شوې ده.
د دغه لړۍ په دوام د ځینو مدني فعالانو او خبریالانو د نیولو په اړه هم خبرونه خپاره شوي دي.

په فراه ولایت کې د طالبانو والي غوثالدین رهبر د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له یوه کارکوونکي سره چې څو ډوله بېپېلوټه الوتکې یې جوړې کړې دي، لیدلي. نوموړي د بېپيلوټه الوتکو جوړوونکی ستایلی او نغدي مرسته یې ورسره کړې ده.
د طالبانو د والي دفتر د شنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه) په یوه خبرپاڼه کې د دغه ځوان نوم ضیاءالحق یاد کړی، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو امریت کارکوونکی دی.
د طالبانو د والي دفتر د دغې بېپيلوټه الوتکو انځورونو په خپرولو سره ویلي، چې ضیاءالحق څو ډوله بېپيلوټه الوتکې ډیزاین او جوړې کړې دي.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي غوثالدین رهبر په حواله راغلي، چې د دغه نوښتونو د ودې او پرمختګ په برخه کې به هر اړخیزه همکاري وکړي.
تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې طالبان په ځانمرګو بېپيلوټه الوتکو جوړولو بوخت دي؛ داسې بېپیلوټه الوتکې چې د افغانستان له پولو څخه هاخوا هم بریدونه کولای شي.
په دې اړه مخکې «ډیلي میل» ورځپاڼې هم راپور ورکړی و، چې دغه بېپيلوټه الوتکې د کابل ښار فونیکس کمپ کې جوړېږي.
داسې ښکاري، چې طالبان د نوې ټېکنالوژۍ په کارولو سره د خپلو پوځي وړتیاوو د عصري کولو او لوړولو په حال کې دي.