پرون تر ۹۰۰ ډېرې کورنۍ له پاکستان او ایرانه افغانستان ته ستنې شوې

پرون ۹۰۳ کورنۍ له پاکستان او ایرانه افغانستان ته ستنې شوې دي. دغه کورنۍ د تورخم، سپین بولدک، نیمروز، انګور اډې، د ورېښمو پله او اسلام کلا له لارو افغانستان ته ستنې شوې دي.

پرون ۹۰۳ کورنۍ له پاکستان او ایرانه افغانستان ته ستنې شوې دي. دغه کورنۍ د تورخم، سپین بولدک، نیمروز، انګور اډې، د ورېښمو پله او اسلام کلا له لارو افغانستان ته ستنې شوې دي.


د امریکا د سوداګرۍ وزارت د تازه پرېکړې له مخې؛ هغه امریکایي شرکتونه چې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) چېپونه چین ته صادروي، باید د پلور له عوایدو ۱۵سلنه د صادراتو د جواز شرط په توګه ورکړي.
یاد شرط په ځانګړي ډول د نوېدیا د H20 او AMD د MI308 چېپونو لپاره وضع شوی دی. دغه دواړه چېپونه د لوړې محاسبوي وړتیا له امله د پوځي او ستراتیژیکو چارو لپاره هم کارېدای شي.

د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي نن دوشنبه (د زمري ۱۹مه) اعلان وکړ، چې هېواد یې د فلسطین دولت په رسمیت پېژني. نوموړي ویلي، چې دغه پرېکړه به په رسمي توګه په راتلونکې سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې اعلان شي.
د اسټرالیا لومړي وزیر ویلي، فلسطین ورسره ژمنه کړې چې په حکومت کې به یې حماس ونډه نهلري، غزه به غیرنظامي کېږي او ټاکنې به ترسره کېږي.

د کاناډا د کډوالو، پناه غوښتنې او تابعیت چارو وزارت ویلي، د هغو افغان کډوالو په اړه ژوره اندېښنه لري چې له تاجکستان څخه په زور اېستل کېږي. په تاجکستان کې دا مهال کاناډا ته د تګ په تمه شاوخوا ۳۰۰۰ افغانان اوسېږي، چې غوښتنلیکونه یې د څېړلو په حال کې دي.
دغې ادارې سيبيسي نیوز ته ویلي، چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ سره په همغږۍ یې له تاجکستان سره خبرې کړې دي.
د راپور له مخې؛ کاناډايي چارواکي غواړي ډاډ ترلاسه کړي، چې دغه افغان کډوال په تاجکستان کې خوندي دي او ملاتړ یې کېږي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې طالبان د افغانستان د مشروع حکومت په توګه نه پېژني او دغه ډله اوس هم د دوی لهخوا د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامله ده.
د کاناډا د کډوالو، پناه غوښتنې او تابعیت چارو وزارت دا هم ویلي، چې دوی په تاجکستان، پاکستان او ایران کې د افغان پناهغوښتونکو وضعیت څاري.
د افغانستان-کاناډا د شورا بنسټ اېښودونکی رفیع فردوس وايي، چې په تاجکستان کې دا مهال شاوخوا ۳۰۰۰ افغانان اوسېږي او غواړي چې له هغه ځایه کاناډا ته ولاړ شي. د دغې شورا مشر د کاناډا له حکومته غوښتي، چې د دوی غوښتنلیکونو یا د دوسیو څېړلو ته دې لومړيتوب ورکړي.

په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین یو وار بیا له ملګرو ملتونو غوښتي، چې په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته وسپاري. ښاغلي شاهین زیاته کړې، چې په دې برخه کې له دوی سره «تبعيضي چلند» شوی دی.
نوموړي دغه څرګندونې د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته په یوه غږیز پیغام کې کړې دي.
په دوحه کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین وايي:« موږ پر افغانستان په بشپړ ډول واکمن یو، امن مو راوستی او خلک عادي ژوند لري؛ نو په دې اساس دا څوکۍ زموږ حق دی.»
نوموړي په دغه غږیز پیغام کې ویلي، ځينې هېوادونه د دغې څوکۍ ځنډول او پر طالبانو د نورو بندیزونو لګول د فشار الې په توګه کارولي دي او دغه ډول فشارونه لاهم دوام لري چې دا «اصولي چلند» نهدی.
هغه زیاته کړې، چې د دوی حکومت د نړۍ په ۴۱ هېوادونو کې دفترونه او استازي لري او د روسیې لهخوا په رسميت پېژندل شوی دی.
که څه هم طالبانو په وار، وار د دغه څوکۍ د ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده؛ خو ملګري ملتونه او نور بشري سازمانونه طالبان د بشري حقونو په سرغړونه تورنوي او دغه څوکۍ تر دې مهاله د افغانستان د تېر جمهوریت د استازي په واک کې ده.

د بنګله دېش روغتیايي چارواکي وایي، چې روان کال ۱۰۱ کسان د ډینګي ناروغۍ له کبله مړه شوي او تر ۲۴زره ډېر کسان پرې اخته شوي دي. چارواکو خبرداری ورکړی، که بېړني اقدامات ونشي؛ نو ښایي د اګسټ په میاشت کې به دغه پېښې درې برابره زیاتې شي.