• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

وېسټ انډیز کرېکټ لوبډلې پاکستان ته په یو ورځنۍ لوبلړۍ کې ماتې ورکړه

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۰۸ GMT+۱

د کرېکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له مخي، وېسټ انډېز کرېکټ لوبډلې پاکستان ته په درې یو ورځنیو سیالیو کې ماتې ورکړه او دغه لوبلړې یې په خپل نوم کړه. په دې سیالیو کې لومړۍ لوبه پاکستان او دوه پرله پسې لوبې وېسټ انډیز کرېکټ لوبډلې ګټلي.

د پاکستان او ویسټ انډیز کرېکټ لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو سیاليو په وروستۍ لوبه کې ویسټ انډیز پاکستان ته د ۲۰۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او دغه لوبلړۍ یې دوه پر یو وګټل.

د دې ۵۰ اوریزه لوبلړۍ لومړۍ سیالۍ کې پاکستان د پنځو ویکټو په توپير وټېسټ انډېز مات کړ او دویمه لوبه کې بیا وېسټ انډيز د پنځو ویکټو په توپير او درېیمه د ۲۰۲ منډو په توپير پاکستان کرېکټ لوبډله ماتې کړه.

دغه لوبلړې د وېسټ‌ انډېز په کوربتوب پيل او تر سره شوې.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۴

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

پاکستان د امریکا د بهرنیو ترهګرو په نوملړ کې د بلوڅ ازادۍ پوځ د شاملېدو هرکلی کړی

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۰۶ GMT+۱
پاکستان د امریکا د بهرنیو ترهګرو په نوملړ کې د بلوڅ ازادۍ پوځ د شاملېدو هرکلی کړی
100%

پاکستان د امریکا د دې پرېکړې هرکلی کړی چې د بلوچستان د ازادۍ پــوځ او د هغه اړونده ډله «مجــید بریــګېډ» یې د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامل کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بي‌ایل‌اې) او د هغې اړوند وسله واله ډله «مجید بریګېډ» یې د بهرنیو ترهګرو ډلو (اېف‌ټي‌او) په رسمي نوملړ کې شاملې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د بلوچستان د ازادۍ پوځ «بي اېل اې» د بلوچستان له سیمې یوه فعاله وسله واله ډله ده، چې له ۲۰۱۹کال را وروسته یې د ګڼ شمېر ترهګریزو بریدونو مسوولیت منلی دی.

دغه ډله په ۲۰۱۹کال کې د څو خونړیو بریدونو له امله د نړۍوالو ځانګړو ترهګرو په نوملړ کې شامله شوې وه. له هغه وخت راهیسې، دې ډلې او د هغې اړوند مجید بریګېډ د نورو لویو بریدونو مسوولیت هم پر غاړه اخیستی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې اسلام‌اباد له دې وړاندې د ۲۰۲۴ کال د جولای پر ۱۸مه نېټه مجید بریګېډ د یوې ترهګریزې ډلې په توګه اعلان کړې وه. دغې ډلې په پاکستان کې په ګڼو خونړیو بریدونو کې لاس درلود، چې پر «جعفر اېکسپریس» اورګاډي برید او په خضدار کې د بس پر مسافرو برید پکې شامل دي.

دغه اعلان واشنګټن ته د پاکستان د لوی درستیز جنرال عاصم منیر له سفرونو وروسته کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شاملول یو مهم حقوقي او سیاسي ګام دی، چې د دغو ډلو مالي سرچینې، نړۍوال ملاتړ او لوژستیکي امکانات کمزوري کوي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د دې پرېکړې موخه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د ملکي وګړو د خوندیتوب یقیني کول دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی او د سیمې د ثبات او نړیوال امنیت لپاره یې مهمې بریاوې ترلاسه کړې دي.

بلوچستان له کلونو راهیسې د بېلابېلو وسله والو ډلو د فعالیت مرکز پاتې شوی، چې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو، چینايي ګټو، زېربنایي پروژو او بهرنیو کارکوونکو بریدونه کوي.

بلوچستان کې په یوه برید کې ۹ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۱۲ GMT+۱
بلوچستان کې په یوه برید کې ۹ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي
100%

د بلوچستان په واشک ولسوالۍ کې پر پاکستاني پوځیانو برید شوی، چې له امله یې د یوه افسر په ګډون ۹ پوځیان وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

د راپورونو له مخې؛ برید نن سهار داسې مهال شوی، چې وسله‌والو په بسیمه سيمې کې د چټک غبرګون ځواکونو ته کمین نیولی او د هغوی پر موټرو یې ډزې وکړې.

د پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري د راپور له مخې؛ په دغه برید کې ۶ ولسي وګړي هم ټپيان شوي دي.

لاتراوسه د دغې برید پړه کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه‌ده اخیستې.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځ نن سې‌شنبه (د زمري ۲۱مه) ویلي د دوی ځواکونو د روان کال په اګست میاشت کې د بلوچستان د ژوب ولسوالۍ په سنبازا سیمه کې عملیات کړي چې په پایله کې یې ۵۰ وسله‌وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د روان کال د اګست میاشتې په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه یې چاڼیز عملیات کړي او خپل ۴۷وسله‌وال یې وژلي دي او د یادو عملیاتو پر دوام یې ۳ نور هغه وسله‌وال هم وژلي دي، چې هند یې ملاتړ کاوه.

د پاکستان پوځ: په روانه میاشت کې مو په ژوب کې ۵۰ وسله‌وال وژلي دي

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۰۰ GMT+۱
د پاکستان پوځ: په روانه میاشت کې مو په ژوب کې ۵۰ وسله‌وال وژلي دي
100%

د پاکستان پوځ نن سې‌شنبه (د زمري ۲۱مه) ویلي، د دوی ځواکونو د روان کال په اګست میاشت کې د بلوچستان د ژوب ولسوالۍ په سنبازا سیمه کې عملیات کړي چې په پایله کې یې ۵۰ وسله‌وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د روان کال د اګست میاشتې په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه یې چاڼیز عملیات کړي او خپل ۴۷وسله‌وال یې وژلي دي او د یادو عملیاتو پر دوام یې ۳ نور هغه وسله‌وال هم وژلي دي، چې هند یې ملاتړ کاوه.

د پاکستان پوځ د یادو عملیاتو پرمهال خپل لوري ته د اوښتي زیان په اړه کومه څرګندونه نه‌ده کړې.

پاکستان ویلي، چې دغه عملیات یې د امنیت ټینګولو او د پولو ساتلو په پار کړي دي.

له بل پلوه پاکستاني چارواکو ويلي، چې حکومت به په بلوچستان کې د مخابراتي شبکو انټرنېټي خدمتونه د اګست میاشتې تر پایه وځنډوي. د بلوچستان حکومت ویاند شاهد رند رسنیو ته ویلي، چې دا کار یې د وسله‌والو د همغږۍ او معلوماتو شریکولو د مخنيوي لپاره کړی دی.

په غزه کې د اسراییل له لوري د وژل شویو خبریالانو د جنازې مراسم ترسره شول

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۰۳ GMT+۱
په غزه کې د اسراییل له لوري د وژل شویو خبریالانو د جنازې مراسم ترسره شول
100%

په غزه کې د اسراییل له لوري د وژل شویو خبریالانو د جنازې مراسم ترسره شول. د الجزیرې ټلویزیوني شبکې د دغه پنځو خبریالانو وژنې په نړۍواله کچه غبرګونه راپارولي دي.

اروپايي ټولنې، چین او ملګرو ملتونو د دغه پېښې د غندنې ترڅنګ له ځنډ پرته په غزه کې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.ملګرو ملتونو په غزه کې د اسراییل په برید کې د الجزيرې ټلويزيوني شبکې د پنځو خبريالانو وژل غندلي او دا يې له نړۍوال قانون څخه جدي سرغړونه بللې ده.

د الجزيرې پنځه خبريالان چې په کې انس الشريف هم شامل و، د يکشنبې په ورځ د اسراییل په بريد کې ووژل شول. د يادې شبکې په وینا؛ په دغه بريد کې دوه نور کسان هم وژل شوي، چې يو يې خپلواک خبريال و.

د اسراییل پوځ ويلي، موخه يې شريف و. دوی تور لګولی، چې هغه د حماس د يوې ډلې مشري کوله.

امریکا د بلوچستان د ازادۍ پوځ او د مجید بریګېډ ډلې د بهرنیو ترهګرو نوملړ کې شاملې کړې

۲۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱۱ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۵۴ GMT+۱
امریکا د بلوچستان د ازادۍ پوځ او د مجید بریګېډ ډلې د بهرنیو ترهګرو نوملړ کې شاملې کړې
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د بلوچستان د ازادۍ پوځ «بي اېل ای» او د هغې اړوند وسله واله ډله «مجید بریګېډ» یې د بهرنیو ترهګرو ډلو (اېف ټي او) په رسمي نوملړ کې شاملې کړې دي.

همدا راز د مجید بریګېډ ډله د«بي اېل ای» د مستعار نوم په توګه ثبت شوې، چې لا د مخکې په ۲۰۱۹کال کې د ځانګړي نړۍوال ترهګر (SDGT) په نوملړ کې شامله شوې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د بلوچستان د ازادۍ پوځ «بي اېل ای» د بلوچستان له سیمې څخه یوه فعاله وسله واله ډله ده، چې له ۲۰۱۹کال را وروسته یې د ګڼ شمېر ترهګریزو بریدونو مسوولیت منلی دی.

دغه ډله په ۲۰۱۹کال کې د څو خونړیو بریدونو له امله د نړۍوالو ځانګړو ترهګرو په نوملړ کې شامله شوې وه. له هغه وخت راهیسې، دې ډلې او د هغې اړوند مجید بریګېډ د نورو لویو بریدونو مسوولیت هم په غاړه اخیستی دی.

په ۲۰۲۴کال کې «بي اېل ای» اعلان وکړ، چې د کراچۍ هوايي ډګر ته نېږدې او د ګوادر بندر د ادارې په ودانۍ یې ځانمرګي بریدونه ترسره کړي دي.

دغه ډلې په ۲۰۲۵ کال کې د «جعفر اېکسپریس» په نوم د رېل ګاډي د سپرلیو د برمته کولو ادعا وکړه؛ دا رېل ګاډی چې له کویټې څخه پېښور ته پر لاره و، د مارچ په میاشت کې پرې وسله وال برید وشو. د دې پېښې په ترڅ کې ۳۱تنه ملکي وګړي او امنیتي سرتېري ووژل شول او له ۳۰۰زیات مسافر د څو ساعتونو لپاره برمته شول.

دغه اعلان وروسته له هغه کېږي، چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر په وروستیو میاشتو کې دوه ځله امریکا ته سفر وکړ.

شنونکي باور لري، چې کېدای شي دا پرېکړه د واشنګټن او اسلام‌اباد ترمنځ د امنیتي همکارۍ د پراختیا په لړ کې یوه مهمه نښه وي، په ځانګړي ډول د هغو ډلو پر وړاندې چې پاکستان یې د خپلو کورنیو امنیتي ګواښونو یوه لویه سرچینه ګڼي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شاملول یو مهم حقوقي او سیاسي ګام دی، چې د دغو ډلو مالي سرچینې، نړۍوال ملاتړ او لوژستیکي امکانات کمزوري کوي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د دې پرېکړې موخه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د ملکي وګړو د خوندیتوب یقیني کول دي.

د دغې پرېکړې حقوقي بنسټ د امریکا د کډوالۍ او تابعیت د قانون د ۲۱۹مې مادې او د ولسمشر د ۱۳۲۲۴م اجرایي فرمان (د ترهګرۍ ضد فرمان) پر اساس جوړ شوی دی.

د بهرنیو ترهګرو ډلو نوملړ ته شاملېدل له هغې ورځې عملي کېږي، چې دا پرېکړه په رسمي ډول د فدرالي راجسټر په خپرونه کې خپره شي.

بلوچستان له کلونو راهیسې د بېلابېلو وسله والو ډلو د فعالیت مرکز پاتې شوی، چې د پاکستان په امنیتي ځواکونو، زېربنایي پروژو او بهرنیو کارکوونکو بریدونه کوي.

د یادولو ده، چې د بلوچستان د ازادۍ پوځ مجید بریګېډ څانګه د ځانمرګو بریدونو په ترسره کولو کې ځانګړی شهرت لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپلو وروستیو څرګندونو کې ټینګار کړی، چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې نړۍواله مبارزه دوام لري او واشنګټن به د دې ډلو د فعالیتونو د کمزوري کولو لپاره له خپلو متحدینو سره نږدې همکارۍ ته دوام ورکړي.