• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پخوانی ایراني چارواکی:طالبان د حقابې په مساله کې له ایرانه د امتیاز اخیستنې په لټه کې دي

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۰۸ GMT+۱

د افغانستان او ایران تر منځ د حقابې کشاله له ډېرو کلونو راهیسې روانه ده، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې جدي شوې او اوس د ایران د ملي شورا پخواني غړي ذبیح الله اعظمي طالبان په دروغ ویلو تورن کړي او په وینا یې طالبان په همدې پلمه له ایرانه د امتیاز ترلاسه کولو په لټه کې دي.

ذبیح الله اعظمي چې د ایران د ملي شورا د کرنې کمېسیون پخوانی ویاند هم وو، له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، طالبانو په قصدي توګه د هیرمند د اوبو مخه یوې بلې خواته اړولې او په دې سره وايي، په هیرمند سیند کې اوبه نشته، په همدې پلمه غواړي له ایرانه امتیاز ترلاسه کړي.

نوموړي زیاته کړې، طالبان سره له دې چې وايي د ایران حقابې ته ژمن دي خو په حقیقت کې یې د ایران او افغانستان تر منځ د حقابې په تړاو شوې هوکړه نقض کړې او له ډېرې مودې راهیسې د ایران حقابه نه ورکوي.

د ایران د ملي شورا دغه پخوانی غړی وايي، په داسې شرایطو کې باید د ملي شورا غړي پر بهرنیو چارو وزارت فشار راوړي څو له ډيپلوماټيکو لارو چارو طالبان د ایران حقابې ته اړ کړي.

د نوموړي په وینا، د طالبانو له لوري د حقابې د نه ورکړې له امله د ایران سیستان و بلوچستان ولایت چې پخوا به د دغه هېواد د غله جاتو کندو ګڼل کېده اوس وچکالۍ سخت ځپلی او خلک یې له بې وزلۍ سره مخ دي.

ذبیح الله اعظمي همداراز څرګنده کړې، چې د سیستان و بلوچستان وچکالۍ د کرمان سویلي لمنو ته هم رسېدلې او د ګرد او خاورو له امله پکې ژوند ستونزمن شوی دی.

تر دې مخکې د ایران ولسمشر هم د دغه هېواد په ځينو سیمو کې د اوبو د کمښت له امله اندېښنه ښودلې وه او له خپلو خلکو یې غوښتي وو چې د دغې ستونزې د حل په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د افغانستان او ایران تر منځ د حقابې معاهده په ۱۳۵۱ کال کې د دواړو شاهي حکومتونو د لومړي وزیرانو تر منځ لاسلیک شوه. دغه هوکړه یوه سریزه، ۱۲ مادې او دوه پروتوکولونه لري.

په دغې هوکړه کې راغلي چې، افغانستان باید په یوه نورمال کال کې په منځنۍ کچه په ثانیه کې ۲۲ متر مکعب اوبه ایران ته د حقابې په توګه ورکړي.

100%

خو اوس طالبان وايي، افغانستان له څو کلونو راهیسې له وچکالۍ سره مخ دی او د اوبو په ډېرېدو سره به د شوې هوکړې له مخې د ایران حقابه ورکړي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۴

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي سرحدي ځواکونو یې پاکستان ته د مسو د قاچاق مخه نیولې

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۵۲ GMT+۱
طالبان وایي سرحدي ځواکونو یې پاکستان ته د مسو د قاچاق مخه نیولې
100%

طالبان وایي چې په هلمند ولایت کې یې ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې پاکستان ته له ۱۱ زره کیلو ګرامو څخه ډېرو غیرقانوني مسو د قاچاق مخه نیولې ده. په هلمند کې د طالبانو سرحدي لېوا وايي، چې دغه مس په دوو موټرو کې ځای پرځای شوي وو.

په هلمند کې د طالبانو سرحدي لېوا ویلي، چې د زمري پر۲۱یې د هلمند ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې عملیات کړي او ۱۱۳۸۹ کیلو ګرامه مس چې په دوو موټرو کې ځای پرځای شوي وو، پاکستان ته له قاچاق کېدو وړاندې نیول شوي دي.

د دغې لېوا قوماندان ملا صالح محمد صدیق الله وایي چې نیول شوي مس په غیر قانوني توګه ګاونډي هېواد ته قاچاق کېدل.

هغه زیاته کړې چې طالبانو له دې وړاندې هم په سرحدي سیمو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د قاچاق مخنیوی کړی دی.

د هغو کورنیو کیسې چې غړي یي څلور کاله مخکې د امریکا له نظامي الوتکې ولوېدل او مړه شول

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۰۷ GMT+۱
د هغو کورنیو کیسې چې غړي یي څلور کاله مخکې د امریکا له نظامي الوتکې ولوېدل او مړه شول
100%

څلورکاله مخکې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې وروسته له هغې چې طالبانو افغانستان ونیو، یو شمېر افغانان له هېواد څخه د وتلو په هیله د کابل په هوایي ډګر کې د امریکا په یوې نظامي الوتکې پورې ونښتل، خو کله چې الوتکه والوته یو یو له الوتکې راپرېوتل او مړه شول.

د دې پېښې د قربانیانو کورنیو له فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې څلور کاله له دې پېښې تېرېږي خو لایې هم درد همغسې تازه دی او د رغیدو هیله یې نه لري.

کوم انځورونه چې له دې پېښې خپاره شول، سلګونه کسان یې ښودل چې د یوې نظامي الوتکې پر لور چې د الوتلو په حال کې ده، منډې وهي او ځېنې پورې نښتي وو.

همدا راز په ویډیوګانو کې ښکاریدل چې څو کسان له ۱۷-Cنظامي الوتکې څخه په هوا کې را پرېوځي. له دې کسانو څخه یو هم شفیع الله هوتک و.

۱۸ کلن شفیع الله هیله درلوده، چې ډاکټر شي، خو د زده کړو لپاره یې پیسې نه لرلې.

په ۲۰۲۱ کال کې چې طالبانو کابل ونیو، شفیع الله خپل مور او پلار ته وویل:«زه امریکا ته ځم!» خو په جیب کې یې یوازې ۵۰ افغانۍ وې.

هغه مهال زرګونه افغانان د کابل نړیوال هوایي ډګر پر لور ورغلل او هر هغه سندیې له ځان سره وړی و، چې فکر یې کاوه له دوی سره په وتلو کې مرسته کولی شي.

د شفیع الله مور وویل: « هغه هیله لرله چې امریکا ته ولاړ شي».

هغې زیاته کړه: «مایې تذکره ورکړه او هغه ولاړ، خو وروسته یې د مرګ خبر راغی».

هغې وویل: «ما ژړل، لکه لیونۍ غوندې مې منډې وهلې».

زربې بي د خپلوانو له خوا خبره شوه، چې د شفیع الله عکس یې په فېسبوک کې لیدلی و.

د فرانسې خبري‌اژانس د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشت کې د ناټو هېوادونو له خوا له ۱۲۰ زرو زیات کسان تخلیه شول، چې له دې شمېر څخه ۲۰۰۰ یې هغه کسان وو چې د طالبانو پر ضد یې په مستقیم کار کړی و.

ورپسې په راتلونکو میاشتو کې زرګونو نورو افغانانو هم هېواد پرېښود.

د دې پېښې بل قرباني ځوان ډاکټر فدا محمد امیر دی. کورنۍ یې ویلي چې دوی حېران دي‌ چې ولې امیر خپل ژوند په ګواښ کې اچولی و چې د امریکایي الوتکې لاندینۍ برخه کې ځان پت کړي.

د امیر پلار پاینده محمد ابراهیمي ویلي چې هغه له طالبانو څخه کرکه لرله. د اګسټ په ۱۶مه په دې بهانه له کوره ووتلو چې د غاښونو په کلینیک کې ناروغ ګوري.

وروسته یې کورنۍ هڅه کوله چې اړیکه ورسره ونیسي خو ماسپښین مهال و چې دوی ته د یو نامعلوم کس له خوا زنګ وشو او ویل یې چې له هوایي ډګر څخه یې ټلیفون کړی او وې پوښتل: «فدا پیژنئ؟ هغه له الوتکې غورځیدلی دی.»

دغه ځوان ډاکټر د خپل پلار د ټلیفون شمېره په خپل جیب کې لرله.

تر اوسه پورې د هغو کسانو شمېر چې د وتلو پر مهال مړه شوي نه دی معلوم.

په ۲۰۲۲ کې امریکا د خپلې پوځې الوتکې دغې کړنې ته برائت ورکړ او وېې ویل چې پرېکړه همدا وه چې باید په چټکې سره الوتکې ته د پرواز اجازه ورکړي او هوایي‌ډګر پریږدي ځکه امنیتي وضعیت خراب و.

خو د قربانیانو کورنیو په وینا چې له فرانسې خبري اژانس سره یې خبرې کړي، د دې پېښې له حساب ورکولو پرته یې زخمونه همغسې تازه دي.

زر بي بي هوتک وویل:‌ «هېچا له موږ سره اړیکه ونه نیوله، نه اوسني او نه هم پخواني‌ حکومت، حتا امریکایانو هم له موږ سره په دې اړه تماس نه دی نیولی.»

۱۷ کلن ذکي یو امید بښونکی فوټبالر و. هغه له خپلې خور سره هوایي ډګر ته تللی و. د هغه ورور ذاکر انوري‌ وایي: «الوتکه کې کامرې وې، پېلوټ پوهیده چې څه وکړي، دا خطرناک حالت و او کولای یې شوای چې ودریږي.

انوري زیاتوي: «ټول حیران وو چې ذکي چې هوښیار و، ولې دومره خطر پرځانه ومانه، خو هغه یوازینی کس نه و: ما په هوایي ډګر کې د شپږو ماشومانو یو پلار ولید چې په ویاړ یې وویل درې ځلې یې هڅه کړې چې الوتکې ته وخېژي.»

د کابل په هوایي ډګر کې هغه مهال ګډوډي وه، ځکه لسګونه زره افغانانوغوښتل د طالبانو له راتګ وړاندې ځانونه وباسي.

په افغانستان کې د جنګېدلو کاناډایي سرتېرو لپاره د ویکټوریا جایزې غوښتنه شوې

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۰۲ GMT+۱
په افغانستان کې د جنګېدلو کاناډایي سرتېرو لپاره د ویکټوریا جایزې غوښتنه شوې
100%

د کاناډا پارلمان غړې او یو شمېر پوځي چارواکو په افغانستان کې د جنګېدلو سرتېرو د زړورتیا او قربانۍ رسمي پېژندنې لپاره بیا هڅې پېل کړي، څو هغوی ته د هېواد تر ټولو لوړ پوځي مډال، ویکټوریا کراس، ورکړل شي.

اوټاوا کې د لیبرال ګوند غړې پاولین روشفورټ په پارلمان کې غوښتنه کړې چې د خپلواکه پوځي جایزو بیا کتنې بورډ دې جوړ شي څو د افغانستان په جګړه کې جنګېدلو سرتېرو قضیې وڅېړي او معلومه کړي چې څوک د ویکټوریا کراس وړ دي.

ویکټوریا کراس یوازې هغو سرتېرو ته ورکول کېږي چې تر ټولو څرګنده زړورتیا یا ستره قرباني یې ورکړې وي.

له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې، هېچا ته دا جایزه نه ده ورکړل شوې.

د دې غوښتنې ملاتړ د جس لاروچیل د یادونې له کبله زیات شوی، چې په ۲۰۰۶ کال کې یې افغانستان کې په یوه پوسته د طالبانو برید په داسې حال کې پر شا تمبولی و، چې ټپي و.

جس لاروچیل ته د کاناډا «د زړورتیا ستوری» جایزه ورکړل شوې وه خو اوس د ویکټوریا کراس د ورکړې لپاره هڅې روانې دي.

متقاعد کارپورال بروس مونکور، چې د دغه کمپاین بنسټګر دی، وايي شاوخوا ۳۰ تنه جنګیالي شته چې د دې جایزې وړ دي.

په ۲۰۲۲ کال کې د پخواني محافظه‌کار ګوند مشر ایرن اوټول له خوا د پوځي جایزو د بیاکتنې غوښتنه وشوه، خو لیبرالانو یې مخالفت وکړ.

حکومت وايي چې د ملي دفاع وزارت د ۲۰۱۲ کال بیاکتنې ثابته کړې چې د افغانستان جګړې پر مهال ټولې پوځي جایزې عادلانه وې.

روشفورټ ټینګار کوي چې د پوځ د جذب او ساتنې لپاره باید زړورتیا ومنل شي او د ویکټوریا کراس ورکول یو مهم ګام دی.

اسماعیل خان: د طالبانو څلور کلنې کړنې زموږ د مبارزې د حقانیت ګواهي ور کوي

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۳۴ GMT+۱
اسماعیل خان: د طالبانو څلور کلنې کړنې زموږ د مبارزې د حقانیت ګواهي ور کوي
100%

د هرات پخوانی والي او د طالبانو مخالف سیاستوال اسماعیل خان وايي، د طالبانو څلور کلنې کړنې ښيي، چې ددې ډلې پر وړاندې ددوی مبارزه برحقه وه او ده. نوموړی وايي، د وضعیت بدلون لپاره باید په هر ممکن ډول هڅې وشي، څو د یوه عدالت‌محوره او متعهد نظام په رامنځته کېدو کې د خلکو هیلې پوره شي.

د جعیت اسلامي ګوند چګپوړي غړي اسماعیل خان د سې شنبې په ورځ په خپل پیغام کې د هرات د سقوط څلور کاله تېرېدو ته په اشارې سره وویل، «طالبان هغه ډله ده، چې نږدې دېرش کاله یې د هېواد د سلګونو بچیانو وینې توی کړې».

هغه زیاته کړې چې طالبان د دین او فقاهت درواغجنې دعوې کوي، خو په حقیقت کې یې د وینو تویولو، وژنو او دسیسو له لارې هرات تر خپلې ولکې لاندې راوست.

اسماعیل خان د جنوب لوېدیزې حوزې د ولسي مقاومت خوځښت ته درناوی څرګند کړی او ویاي یې دي، چې د دې مقاومت سنګر ساتونکو د ښار د دفاع لپاره خپل دینې مسوولیت او وجداني دنده ادا کړې ده، خو د پېچلو دسیسو او وطن‌پلورو معاملو له امله هېواد یوه خطرناک شاتګ ته لاړ.

تر دې وړاندې د روان کال د چنګاښ په ۱۴مه نېټه اسماعیل خان ویلي و، چې طالبان له مشروعیت، قانوني چوکاټ او د خلکو له مشارکت پرته واک ته رسېدلي او هېواد یې د میلیونونو خلکو لپاره په یوه ویروونکي زندان بدل کړی.

طالبانو د خپلې شنې قطعې قاتل سرتېري د دیت په ورکولو له قصاص وژغورل

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۱۷ GMT+۱
طالبانو د خپلې شنې قطعې قاتل سرتېري د دیت په ورکولو له قصاص وژغورل
100%

د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې طالبانو د خپلې «شنې قطعې» له خوا د یوه ملکي کس د وژل کېدو دوسیه د یو میلیون او سل زره افغانیو دیت په ورکولو او د مقتول د کورنۍ په ترغیبي «بښنه» تړلې ده. یادو طالب سرتېرو څه موده وړاندې یو ملکي کس وژلی و.

د ننګرهار ولایت طالب چارواکو د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د شډل سیمې اوسېدونکی مطیع‌الله څه وخت وړاندې د طالبانو د شنې قطعې وسله والو له خوا په «غیر قصدي ډول» وژل شوی و.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې د پېښې له امله د ولایت مرستیال، د علماوو شورا مشر، د استخباراتو او امنیه قوماندانۍ مسوولینو د مقتول له کورنۍ سره وکتل او هغوی یې بښنې ته وهڅول.

طالب چارواکي وایي، د شنې قطعې اړوند کسانو د دیت ورکولو مسوولیت منلی او د کورنۍ له بښنې یې مننه کړې ده.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي چې، د مقتول خپلوانو ویلي چې د بښنې پرېکړه یې «د الله د رضا» لپاره کړې او په راتلونکي کې هیڅ ډول دعوه نه لري.

خو د پېښې منتقدین وايي چې دغه «رضایت» ډېر وخت د فشار او وېرې پایله وي.

د طالبانو د واکمنۍ له بیا پیل راهیسې دا لومړی ځل نه دی چې د دوی د وسله‌والو له لوري د ملکي وګړو د وژل کېدو پېښې د دیت په ورکړه او بښنې ته د کورنیو په ترغیب تړل کیږي.

د بشري حقونو فعالان وايي، دا ډول چلند نه یوازې د عدالت د پلي کېدو مخه نیسي، بلکې وسله‌وال هڅوي چې ورته پېښې عادي ونیسي.