د بنګلهدېش او پاکستان ترمنځ د اړیکو نسبي نږدېوالی، پر سارک سازمان د هندي نفوذ کمېدل، د شانګهای همکارۍ سازمان را ژوندي کېدل، د هند او متحده ایالاتو ترمنځ د تعرفو پر سر شخړې او له دې ټولو سره موازي د پاکستان د لوی درستیز جنرال عاصم منیر او ډونالډ ټرمپ ترمنځ ځانګړې اړیکې، ټول د دې لامل شوي چې د نوي ډیلي پخوانی سیمهییز رول او نفوذ خپل پیکه والی تجربه کړي.
د هند او طالبانو محتاطه یارانه
هند له ۲۰۲۱ کال وروسته په تدریجي ډول د طالبانو له استازو سره رسمي اړیکې پیل کړې.
د همدغه کال د اګست پر ۳۱مه په قطر کې د هند پخواني سفیر دیپاک میټل د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر شېر محمد عباس ستانکزي سره وکتل او وروسته یې د پاکستان، افغانستان او ایران په چارو کې د خپل استازي جې پي سینګ له لارې دغه اړیکې تعقیب کړې.
د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې هند د طالبانو یو استازی ومانه او په ډسمبر کې، چې پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونو د طالبانو او اسلاماباد اړیکې ترینګلې کړې، هندیانو دغه وضعیت د ستراتېژیک فرصت په توګه تعبیر کړ او له طالبانو سره یې د اړیکو د پراختیا لپاره نوي دیپلوماتیک کانالونه پرانیستل. د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې د هند د بهرنیو چارو سکرتر وېکرم مسري په دوبۍ کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره وکتل، چې دا د نوي ډیلي او طالبانو ترمنځ لومړنی جګپوړی مجلس و.
طالبانو په می میاشت کې د کشمیر په پهلګام کې پر هندي سیلانیانو ترهګریز برید له درنګ پرته وغنده او د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر د لومړي ځل لپاره له امیرخان متقي سره خبرې وکړې. شنکر وویل، « دوی به زړور ګامونه پورته کړي»، چې د هندي رسنیو په وینا، یو پکې له پاکستان نه اېستل شویو افغان کډوالو ته د بشري مرستو چمتو کول شامل وو.
چین له فرصت څخه په ګټې اخیستنې، د کابل او اسلاماباد ترمنځ درې اړخیزې ناستې بیا فعالې کړې او د طالبانو او پاکستان اړیکې بېرته یوه نوي ترمیمي پړاو ته داخلې شوې.
پاکستان په ناډاګیزه بڼه ومنله، چې د ټي ټي پي د بریدونو په غبرګون کې به د افغانستان په خاوره کې بریدونه نه کوي او طالبان د بېجنګ په منځګړتوب دې ته ژمن شول، چې پاکستاني طالبان د ډیورنډ کرښې له شاوخوا لرې کړي او د افغان طالبانو له منځه یې پر جلب او جذب بندیز ولګوي. دواړو خواوو پرېکړه وکړه، چې امنیتي ستونزې او د ډیورنډ کرښې پر سر شخړې به د امنیتي پلاویو په کچه اواروي.
ددې ناستو په پایله کې د پاکستان مرستیال لومړی وزیر او د کورنیو چارو وزیر کابل ته لاړل او تمه وه، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي اسلام اباد ته لاړ شي، خو ظاهرا د ملګرو ملتونو د بندیزونو او د امریکا د مخالفت له امله یې سفر ځنډېدلی دی.
د پاکستان د لوی درستیز او امریکا ترمنځ د اړیکو ښه والی هم له طالبانو سره د نوي ډیلي او اسلام اباد د اړیکو پر څرنګتیا بې اغیزې نه دی. د طالبانو ډېر چارواکي عاصم منیر ته دداسې کس په سترګه ګوري چې د خبرو اترو پلوی نه دی او په زور کارولو اتکاء کوي، خو د خبرو اترو او تعامل لپاره دوی بل انتخاب هم نه لري، ځکه منیر د پنځو نورو کلونو لپاره پر خپل منصب پاتې دی.
د امریکا له خوا د ترهګرو په نوملړ کې د بلوچستان ازادۍ پوځ او مجید بریګیډ شاملول، چې اسلام اباد یې د هند نیابتي ډلې ګڼي، له امریکا سره د عاصم منیر د تازه اړیکو محصول دی.
دغو اړیکو ته په پام داسې ښکاري چې طالبانو او هند په دوه اړخیز ډول خپله توده یارانه سړه کړې، خو که د متقي پر سفر د بندیز په څېر واشنګټن د پاکستان په همغږۍ ورته نور ګامونه اخلي، دا احتمال شته، چې طالبان بېرته د نوي ډیلي پر لور مخ واړوي. دا ډول سیاست په سویلي اسیا کې عام دی او تازه د هند او امریکا په اړیکو کې ترینګلتیا نوی ډیلی له روسیې او حتا خپل رقیب چین سره د اړیکو نږدېوالي ته هڅولی دی.
هند له طالبانو څه غواړي؟
هند د افغانستان د جمهوري نظام په شل کلنه دوره کې د افغانستان د بندونو، سړک جوړونې، نوي پارلمان په پروژو او د افغان پوځیانو په روزنه او د تحصیلي بورسونو په ورکولو کې په میلیاردونو ډالره پانګونه کړې او شاوخوا ۲۰ پروژې یې لاهم نیمګړې پاتې دي. سره له دې، چې هند له اوږدو کلونو راهیسې د خپلو سیمه ییزو رقیبانو برعکس له طالبانو سره اړیکې نه درلودې، پر کابل د طالبانو له واکمنېدو سره یې هممهاله له دې ډلې سره خپلې اړیکې او د بشري مرستو په اډانه کې د نرم نفوذ هڅې بېرته پیل کړې.
له طالبانو سره د نوي ډیلي د اړیکو یو هدف په افغانستان کې د خپل بایللي نفوذ بېرته اعاده کول او د چابهار بندر او شمال-جنوب نړیوال ټرانزیټي مسیر له لارې له منځنۍ اسیا سره د اقتصادي اړیکو پیاوړي کول دي، خو بېجنګ هم د نوي ډیلي لپاره یوه مساله ده، چې ورو ورو په ټوله سیمه کې اقتصادي او سیاسي وزر خپروي.
هند د هغو جنګیالیو ډلو له اړخه هم اندېښمن دی، چې د پاکستان په ملاتړ په کشمیر کې جنګیږي.
دغو جنګیالیو ډلو په افغانستان کې پخوا مرکزونه درلودل او ګڼ غړي یې د طالبانو په لیکو کې جنګېدلي دي. د کشمیر پر لور ددوی بیا خوځېدل او د ټي ټي پي په څېر د افغان طالبانو د غړو ملاتړ ترلاسه کول به نوي ډیلي ته نوی سرخوږ جوړ کړي. له همدې امله هند غواړي، چې په افغانستان په ځانګړې توګه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې خپل نفوذ او اړیکې، حتا که د بشري مرستو په اډانه کې هم وي، وساتي. په ورته وخت کې له پاکستان ضد جنګیالیو ډلو سره نږدې پاتې کېدل هم نوي ډیلي ته بې راښکونه نه دي.
د هند لپاره لږ ترلږه دا هم یو بری ګڼل کېدای شي، چې طالبان له پاکستان او چین سره په سیاله جبهه کې ونه دریږي.
چین او پاکستان دواړه له طالبانو سره د غیر رسمي سفیر په کچه اړیکې پالي او جګپوړي پلاوي یې تګ او راتګ کوي. بېجنګ د طالبانو له واکمنېدو وړاندې له دې ډلې سره اړیکې درلودې، له همدې امله طالبانو ته د چین اړیکې او پانګونې ښايي تر هند مقدمې او معتبرې وي.
د عامو افغانانو له نظره، چین په اقتصادي استثمار مشهور دی او هند د خپلو ګټو پر اساس د تلې دروندوالي ته ګوري. له همدې امله کله چې جمهوري نظام سقوط شو او نوي ډیلي د طالبانو پر لور تمایل ډېر کړ، ګڼو هغو افغانانو وغنده، چې د طالبانو مخالف دي.
د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو د هند، چین او پاکستان سیاستونه سره نږدې دي؛ په دومره توپیر چې بیجنګ او اسلام اباد له طالبانو سره په لوړه کچه ډیپلوماتیکې اړیکې پالي، خو هند مستقیمې او په پټه خوله اړیکې ساتي. نه مشروعیت ور کوي او نه هم ډګر چین او پاکستان ته پرېږدي.
هند پر دې هم پوهیږي چې طالبان یو ټولمنلی او منظم او مشروع حکومت نه دی، له همدې امله دا ویره شته، چې د هند مخالفو وسله والو ډلو ته ځای ور کړي. دا وېره چین او د منځنۍ اسیا هېوادونه هم لري، خو د خپلو امنیتي اندېښنو د کمولو لپاره اړیکې ورسره ساتي.
د بېجنګ له ناستې وړاندې د طالبانو چارواکو د چابهار بندر په اړه خورا په خوند څرګندونې کولې، خو له ناستې وروسته د چابهار اړوند غونډې، خبرې او غوړې ژمنې مخ پر ورکېدو دي. د امریکا بندیزونه لا هم دغه بندر ته متوجه دي، چې پخوا یې معافیت ور کړی و.
دا غوښتنه تر اوسه طالبانو نه ده عملي کړې. د طالبانو کابینه، چې په بشپړ ډول د دې ډلې له غړو او ديني عالمانو جوړه ده، د قومي، سیاسي او مذهبي تنوع هیڅ استازیتوب نه کوي.
د رسنیو د ازادۍ او مدني ټولنې پر وړاندې فشارونه هم بېساري زیات شوي، خبریالان تعقیبېږي، غږونه غلی کېږي او مدني فعالان یا په بند کې دي یا جلاوطنه شوي دي. له همدې امله، د نړیوال مشروعیت دروازه، چې د بشري ارزښتونو، مشارکت او زغم له لارې پرانستل کېدای شي، د طالبانو د یو اړخیز دریځ له امله لا هم تړلې پاتې ده.
طالبان یوازې روسیې په رسمیت پېژندلي
پر کابل له واکمنېدو ۱۴۱۷ ورځې وروسته یوازې روسیې د لومړني هېواد په توګه په رسمیت پېژندلي دي.
د روسیې له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندل طالبان یو ښه پیل ګڼي، خو د طالبانو نږدې ملګري لا هم د دې ډلې په رسمیت پېژندلو کې محتاط دي.
ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونو هم یوازې له طالبانو سره د خپلو ګټو په رڼا کې اقتصادي تعامل ته مخه کړې ده.
د طالبانو د حکومت د رسمیت نه پېژندنې په اړه د امریکا، اروپايی ټولنې، ملګرو ملتونو او ګڼو نورو هېوادونو درېځونه یو ډول دي او وايي، تر څو چې طالبان ټول شموله او قانونمند مشروع حکومت ونه لري او د ښځو په اړه خپلې پالیسۍ بدلې نه کړي، د دوی اداره به په رسمیت ونه پېژندل شي.
د طالبانو په لومړۍ دوره کې پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د دې ډلې حکومت په رسمیت پیژندلی و، خو اوس داسې ښکاري، چې د سعودي عربستان له اقدام پرته به نور اسلامي هېوادونه هم د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته زړه ښه نه کړي.
د افغانستان د سولې انسټیټیوټ مشر خلیل الله ساپی وايي:« د افغانستان ګاونډي هېوادونه په ځانګړي ډول چین، ایران او پاکستان چې عملا له افغانستان سره دوه اړخیزه ښکیلتیا لري، له دیپلوماتیکې پېژندنې څخه ډډه کوي. دوی له یوې خوا د نړیوالې ټولنې له شرطونو سره همغږي مراعاتوي، خو له بلې خوا د رسمیت نه پېژندنه دغو هېوادونو ته دا امکان ورکوي، چې له طالبانو څخه امتیاز واخلي. دوی کوښښ کوي، طالبان وهڅوي، چې د خپلو امنیتي، اقتصادي او ستراتیژیکو ګټو په خاطر د دوی په مقابل کې نرم دریځ خپل کړي. دوی د نړیوالو اصولو په چوکاټ کې خپل ځانونه خوندي ساتي او هر هغه هېواد چې طالبان په رسمیت و پېژني ممکن له اقتصادي بندیزونو سره مخ شي».
امنیتي ګواښ او د طالبانو ادعاوې
په افغانستان کې د پاکستان پر ضد پاکستاني طالبانو(TTP)، بلوڅ ازادي غوښتونکو ډلې، د ایران پر ضد انصار الفرقان او جیش العدل، د ازبکستان ضد تحریک اسلامي ازبکستان او امارت اسلامي بخارا ډلې، د چین پر خلاف د ایغوریانو وسله والو ډلو حضور او له القاعده ډلې سره د طالبانو اړیکي هغه مسایل دي چې ګاونډي هېوادونه ترې ګواښ احساسوي.
ځینو هېوادونو په مستقیم او غیرمستقم ډول په افغانستان کې د یادو ډلو د حضور په اړه غږ هم پورته کړی دی.
د افغانستان متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات وايي:«پاکستان، چین، ایران، ازبکستان، تاجکستان او ځینې نور هېوادونه د امنیتي ګواښونو له امله طالبان په رسمیت نه پېژني. په مجموع کې د طالبانو دوام ته ټول ګاونډي هېوادونه د یو امنیتي ګواښ په سترګه ګوري او ډېر باور نه ورباندې کوي. په نړیواله سطحه له نړیوال تروریزم سره د طالبانو اړیکه یو امنیتي تهدید دی. د طالبانو له خوا د یو مشخص سیاسي دریځ نه شتون او له بشري حقونو سرغړونه دا ټول هغه مسایل دې چې طالبان به په رسمیت نه پېژندل کیږي».
بندیز له امله په افغانستان کې ۲،۲ میلیونه نجونې له زده کړو محرومې شوې دي.
د طالبانو له واکمنېدو وړاندې په افغانستان کې زرګونو ښځو سیاسي فعالیتونه ترسره کول او د افغانستان په رسنیو کې شاوخوا دوه زره ښځینه خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو کار کاوه، خو پر ښځو د طالبانو د بندیزونو په دوام له۲۰۲۱ کال راهیسې ۷۰ سلنه ښځینه خبریالانو خپل مسلک پرېښی دی.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د معلوماتو له مخې، په جمهوریت کې شاوخوا دوه زره ښځینه خبریالانې او رسنیزې کارکوونکې فعاله وې، خو دا شمېر اوس یوازې ۵۵۷ ته راکم شوی دی.
د ښځو د حقونو فعالاني وايي، تر څو چې طالبان د ښځو حقونو ته درناوی ونه وکړي، تر هغه به نړۍ د دوی د حکومت رسمیت پېژندلو ته چمتو نه شي.
د ښځو د حقونو فعاله وږمه توخي وايي:«ښايي په نړۍ کې بل هېڅ داسې هېواد نه وي چې دومره دې د ښځو حقونه پکې تر پښو لاندې شوي وي. دا یوازې طالبان دې چې پر ښځو ظلم کوي او تر څو چې طالبان د ښځو حقونو ته درناوی ونه لري، نړۍ به دوی هېڅکله په رسمیت ونه پېژني. اوس خو روسیې طالبان په رسمیت پېژندلي دي، دا هېواد او که راتلونکي کې بل هر هېواد د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه هڅه وکړي هغه ټول د طالبانو د ظلمونو شریکان دي».
سیاسي ګوندونه لغوه او فعالیتونه یې ممنوع دي
د طالبانو له خوا د سیاسي ګوندونو او خوځښتونو پر فعالیت هم بندیز لګول شوی او د دې ډلې په حکومتي سیسټم کې یوازې د طالبانو غړي او پلویان ګډون لري.
د تېر جمهوري نظام پر مهال د افغانستان په عدلیې وزارت کې ۷۲ سیاسي ګوندونه په رسمي ډول ثبت وو. د راپورونو له مخې، یادو ټولو ګوندونو په ګډه شاوخوا ۳۰۰ زره تر ۴۰۰ زره پورې غړي لرل.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د یادو ګوندونو پر سیاسي فعالیت بندیز ولګول شو او هېڅ ګوند، ټولنې او خوځښت ته د سیاسي فعالیت اجازه نه ورکول کېږي.
د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، چې ټول سیاسي ګوندونه او ټولنیز سازمانونه لغوه شوي او له دغو ادرسونو هېڅوک د سیاسي فعالیت حق نه لري.
طالبانو د عدلیې وزارت د سیاسي ګوندونو اړوند ریاست هم له تشکیلاتو اېستلی دی.
طالبانو خبرداری ورکړی، چې د ګوندونو په نوم هر ډول کړنه ناقانونه ده او که د کومې ډلې له خوا پر دغه شان دریځونو ټینګار کېږي، نو له قانوني او شرعي چلند سره به مخامخ شي.
د سیاسي ګوندونو ډېره برخه مشران له هېواده بهر وتلي، خو د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار لا هم افغانستان کې اوسیږي.
د طالبانو د حکومت ټولې پرېکړې د امیرالمومنین په نوم شخص له خوا ترسره کیږي او د کابینې په تشکیل کې یې ټول وزیران پخواني جنګي قوماندانان او ملایان دي.
د څلورو کلونو په تېرېدو سره لا هم د یادې ډلې ټوله کابینه سرپرسته ده او دوی ویلي، چې د افغانستان پخوانی اساسي قانون نه مني، خو خپله هم تراوسه د یوه اساسي قانون پر جوړولو نه دي بریالي شوي.
نړیواله ټولنه او هېوادونه وايي، طالبانو په دې کار سره د ټول شموله حکومت جوړولو ژمنه تر پښو لاندې کړې ده او دا ډله د سختګیرانه پالیسیو له امله په افغانستان کې هم له داخلي مشروعیت او د ټولنې د پراخې برخې له ملاتړه برخمن نه دي.
په کندهار کې یو قومي مشر چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، وايي:« خلک د طالبانو له کړنو خوشحاله نه دي، ولس باندې هره ورځ بندیزونه لګول کیږي. ځوانان ټول د امر بالمعروف دبندیزونو له امله شکایت کوي. مشرانو خپلې دروازې د خلکو پر مخ تړلې دي، یوازې مشخص کسان له مشرانو سره لیدلی شي. خلک له ډاره وایي چې بیعت یې کړی دی، کنه هېڅوک د طالبانو له چلند او د حکومتدارۍ له ډول څخه راضي نه دي».
د ملګرو ملتونو او نړیوالو بشري سازمانونو پر غبرګونونو سربیره طالبان نږدې هره ورځ یا دوو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تورنو کسانو ته بدني سزاوې ورکوي.
شنونکي وايي، که څه هم ځیني هېوادونه د اړتیا له مخې، له طالبانو سره سوداګریزې اړیکي پالي، خو بشري حقونو ته له درناوي،داخلي مشروعیت او ټولشموله حکومت پرته د هېوادونو له خوا د دې ډلې د حکومت رسمیت پېژندل ناشوني ښکاري.
د اګست میاشتې پر دویمه او درېیمه نېټه، د ایران ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان پاکستان ته یو دوه ورځنی سفر درلود. په لومړۍ ورځ هغه د پنجاب ایالت مرکز لاهور ته هم لاړ او هلته د اردو او فارسي ژبو ستر شاعر اقبال لاهوري مقبرې ته ورغی او د هغه روح ته یې دعا وکړه.
له لاهوره ولسمشر پزشکیان اسلاماباد ته ولاړ، او هلته یې د دوو ورځو په ترڅ کې د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري، لومړي وزیر شهباز شریف، د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د پاکستان د اردو له لوی درستیز جنرال عاصم منیر سره لیدنې وکړې.
په دې لیدنو کې د دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو د دوهاړخیزو مناسباتو د پراخولو او ټینګولو په اړه تفصیلي خبرې وکړې. د دواړو هېوادونو مشرتابه پرېکړه وکړه چې د پاکستان او ایران ترمنځ دوهاړخیز تجارت به په راتلونکې کې له درې میلیارده ډالرو تر لسو میلیارده ډالرو پورې لوړ شي.
هغوی دا هم څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ازاد تجارت د هدف د ترلاسه کولو پروسه په بریالۍ توګه روانه ده.
په اسلاماباد کې شنونکي په دې باور دي چې پاکستان ته د ایران د ولسمشر دا سفر یوازې د دوهاړخیزو اړیکو د پراخولو لپاره نه و، بلکې د نړۍ او سیمې د بدلیدونکو سیاسي حالاتو، او د اسراییل او امریکا سره د ایران د احتمالي نږدې جګړې په رڼا کې، د ایران د نوې ستراتیژۍ د ترلاسه کولو د هڅو یوه برخه وه.
د ایران مذهبي او سیاسي مشران هڅه کوي له هغو نویو ننګونو سره مقابله وکړي چې د سیمې او نړۍ د بدلونونو له امله دغه هېواد ته پیښ شوي دي.
د بېلګې په توګه، ایران اندېښنه لري چې که څه هم د اسراییل او ایران ترمنځ شخړه اوس مهال درېدلې، خو لا نه ده ختمه شوې. دا احتمال شته چې اسراییل په نږدې راتلونکي کې یو ځل بیا پر ایران برید وکړي، څو ایران ته دا فرصت ورنه کړي چې د یورانیمو غني کولو اتومي پروګرام بیا پیل کړي.
سربېره پر دې، ایران دا احتمال هم ویني چې امریکا او اسراییل به یو ځل بیا هڅه وکړي چې په ایران کې د نظام بدلون ته لاره هواره کړي.
چون دا مهال د پاکستان جنرالواکي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره نږدې اړیکې لري، نو ایران اندېښنه لري چې امریکا د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د جیشالعدل غوندې سني ډلې او ورته نور عناصر د ایران په ختیزو سیمو کې د تخریبي فعالیتونو لپاره ونهکاروي.
تر دې مخکې، ایران د پاکستان له خاورې د ترسره کېدونکو تخریبي بریدونو په ځواب کې، د پاکستان په بلوچستان کې له بیلتونپالو بلوڅ جنګیالیو ملاتړ کړی او هغوی ته یې په ایران کې پناه ورکړې.
په دې سفر کې، د ایران ولسمشر غوښتل چې له پاکستاني واکمنو سره داسې تفاهم ته ورسیږي، چې دواړه هېوادونه د یو بل پر ضد له یادو خصومتبارو فعالیتونو ډډه وکړي.
د همدې موخې لپاره، ولسمشر پزشکیان د پاکستان د اردو له لوی درستیز فیلډ مارشال عاصم منیر سره خصوصي لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې یوه فوقالعاده او جالبه خبره دا وه چې د پروتوکول له مخې، په کار وه چې عاصم منیر د لیدنې لپاره د ایران د ولسمشر مېلمستون ته تللی وای، خو برعکس پخپله ولسمشر پزشکیان د لیدنې لپاره د عاصم منیر دفتر ته ورغی.
دا چاره خپله دا څرګندوي چې د پاکستان د اوسني نظام تر شا د پوځ ریښتینی کنټرول شته او لوی درستیز تر اساسي قانون ډېر پراخ واکونه لري.
په هر حال، د ایران ولسمشر هڅه وکړه چې له پاکستان سره د پالیسي پر ګډو ټکیو ټینګار وکړي او شته اختلافات شاته پرېږدي.
رپوټونه ښيي چې د ایران ولسمشر په راتلونکي کې افغانستان ته د یو رسمي سفر پلان هم لري، څو له واکمنو طالبانو سره موجود تفاهم لا ژور کړي.
ښکاري چې د تېرو دوو کلونو په جریان کې، په منځني ختیځ کې د ایران موسومې "د مقاومت جبهې" سخت زیان لیدلی، او هلته د ایران سیاسي او پوځي نفوذ کم شوی دی.
اوس ایران هڅه کوي چې د خپلو ختیزو ګاونډیانو لکه پاکستان، افغانستان، او د مرکزي اسیا له هېوادونو سره اړیکې ژورې او تودې کړي، څو د خپل بهرني سیاست زیانونه بېرته جبران کړي.
دلته دا هم باید یاده شي چې د ایران سیمهییزه سیالي یوازې له اسراییل سره نه ده، بلکې د ترکیې سره هم د نفوذ رقابت ته مخامخ دی.
ایران باور لري چې د اسراییل او ایران د وروستۍ شخړې پر مهال، ترکیې یوازې په خبرو کې د ایران ملاتړ وکړ، خو عملي مرسته یې له اسراییل سره وکړه، ځکه د اذربایجان نفت د ترکیې له لارې اسراییل ته لېږدول کېږي.
سربېره پر دې، ایران د ترکیې له پیاوړي ترکی ناسیونالیزم سره هم اندېښنه لري، ځکه دا اندېښنه شته چې دا نظریه، چې اوس د رجب طیب اردوغان د "نوې عثماني خلافت" له مفکورې سره مل شوې، د ایران لپاره هم دننه او هم سیمهییز تهدیدونه رامنځته کولی شي.
چون ترکیه د ناټو غړې ده، ایران شک لري چې د ترکپالنې د پراختیا تر شا د لویدیځ ملاتړ هم شته.
نو ایران هڅه کوي چې د روسیې، چین، پاکستان، افغانستان، او د مرکزي اسیا له هېوادونو سره د نږدې اړیکو له لارې، د ډېرېدونکو ګواښونو او ستونزو مخه ونیسي.
له بدهمرغه، افغانان له څو لسیزو راهیسې د ایډیالیزم او ریالیزم ترمنځ په یوه نه ختمېدونکې مبارزه کې ښکېل دي.
ایډیالستان هڅه کوي چې خپل فکر او ذهن د ټوپک، برچې او زور له لارې د "واقعیت" په نوم پر نورو وتپي؛ خو ریالستان باور لري چې واقعیتونه د انسان له فکره بهر هم شتون لري او باید د ټولنې د عیني شرایطو له مخې درک، تحلیل او ورته د حل لارې ولټول شي.
دې کې شک نشته چې د هر هېواد په سیاسي تحولاتو کې داخلي، سیمهییز او نړۍوال عوامل اغېز لري او افغانستان هم له دې قاعدې مستثنا نه دی. ډېر هېوادونه چې له ستونزو سره مخامخ وو، ویې کولای شول د حل لارې پېدا کړي؛ له همدې امله نن د نړۍ پرمختللي یا لږ تر لږه باثباته هېوادونه ګڼل کېږي.
هغه ملتونه او سیاسي مشران چې تر اوسه نه دي توانېدلي خپلې ستونزې حل کړي، لا هم په داخلي کشمکشونو، جګړو او د نظامونو په پرلهپسې بدلون کې راګیر دي. زیاتره سیاسي ډلې د سیمهییزو او نړۍوالو رقابتونو د لوبې وسیله ګرځېدلې دي او ولسونه یې د دغو رقابتونو قرباني شوي دي.
په نړۍ کې هېڅ هېواد د مطلق ایډیال حالت خاوند نه دی. حتا پرمختللي هېوادونه خپلې ستونزې لري، خو توپیر دا دی چې دوی هڅه کوي د خپلو خلکو د خیر او رفاه لپاره واقعي حللارې پیدا کړي. په مقابل کې، په هغو ټولنو کې چې استبدادي رژیمونه واکمن دي، چې تمرکز یې یوازې د قدرت پر بقا دی، نه د ولس د ستونزو پر حل.
افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې واکمنو یې تر اوسه ونهشو کولای داسې لارې چارې ومومي چې د خلکو د سوکالۍ، پرمختګ او دایمي ثبات لامل شي. د دې یو لوی دلیل دا دی چې نه په واکمنو، نه په سیاسي مشرانو او نه هم په ولس کې د مثبت بدلون قوي اراده لیدل کېږي. ولس یوازې د "تغییر د تغییر لپاره" شعار ورکوي، نه د دوامدارې اصلاح لپاره. مشهور متل دی: که غر هر څومره لوړ وي، خو پر سر یې لار حتمي شته. که اراده د اصلاح او جوړونې وي، که څه هم وضعیت پېچلی وي، حللارې یې شونې دي.
د افغانستان د تاریخي شالید په کتو، هر تحول له فرصتونو، ننګونو او ستونزو سره مل و. خو نه ولس او نه واکمنو د دغو فرصتونو نه ګټه واخیسته؛ بلکې اکثر فرصتونه یې په بحران بدل کړل. واکمنو که هر نوم او بڼې لرلې، نه دي توانېدلي چې د افغانستان د باثباته راتلونکي لپاره داسې میکانېزم یا تګلاره جوړه کړي چې هېواد له بحران وباسي او د سوکالۍ او تلپاتې سولې په لور یې بوځي.
د ناکامیو پړه پر بهرنیانو اچول، د واکمنو اسانه پلمه
د افغان واکمنو تر ټولو اسانه حربه دا ده چې خپل ولس تر فشار لاندې راولي او د خپلو ناکامیو پړه پر بهرنیانو واچوي. البته، دا نه ردیږي چې بهرني ځواکونه د افغانستان په برخلیک کې رول لري، خو دا رول تر ډېره د افغان واکمنو د بېکفایتۍ له امله رامنځته شوی دی.
د هرې ستونزې د حل لپاره تر ټولو مهم ګام دا دی چې ستونزه په ګوته او ومنل شي. تر هغو چې افغانان، په ځانګړې توګه واکمنان، خپلې ستونزې و نه مني، د کاذب غرور له قیده خلاص نشي، او د انکار (Denial) حالت پرې غالب وي، نه شي کولای چې حللارې پیدا کړي. له بدهمرغه، زیات افغانان او ډېر واکمنان لا هم دا ذهنیت لري چې بهرنیان به یې د ستونزو حل شي، حال دا چې دا تر ټولو ستره تېروتنه ده او لا هم دوام لري.
د منصفانه ارزونې اړتیا
د منصفانه قضاوت لپاره اړینه ده چې د طالبانو د واکمنۍ پر څلورو کلونو ژوره رڼا واچول شي. د ارزونې لپاره باید لاندې پوښتنې مطرح شي:
د دغو پوښتنو بشپړ ځوابونه ژور تحقیق او وخت غواړي، خو زه به دلته خپل لیدلوری اجمالي توګه شریک کړم؛ دا نظر مې د تېرو څلورو کلونو تجربو، لیدنو، کنفرانسونو، سفرونو، بحثونو، رسنیزو څارنو او ټولنیزو اړیکو له مخې جوړ شوی دی.
د طالبانو د څلور کلنې دورې امنیت او مشروعیت
څلور کاله د هرې واکمنې ډلې لپاره سیاسي پلوه کافي موده ده. ډېری ډیموکراتیک نظامونه د مشر ریاست لپاره څلور یا پنځه کلنه موده ټاکي. که یو مشر یا ګوند په لومړۍ دوره کې مثبت بدلون رامنځته نه کړي، نو تمه نه کېږي چې په بله دوره کې به ډېر څه وکړي.
د مثال په توګه، د شیرشاه سوري پنځه کلنه دوره، سره له دې چې لنډه وه، خو تر شپږو پېړیو وروسته هم د هغه کړنې د یادونې وړ دي، ځکه هغه په هندوستان کې مهم بنسټیز بدلونونه رامنځته کړل.
برعکس، د طالبانو لومړنۍ پنځه کلنه واکمني د ناکامۍ ښکار وه، ځکه دوی د حکومتولۍ لپاره عملي نقشه یا "فرموله" نه لرله. دا دوره تر ډېره د شخصي احکامو، تشدد، محدودیتونو او د ټولنیز ژوند پر بندیزونو متمرکزه وه. د اوسني حاکمیت حالت هم ورته بڼه لري، خو توپیر دا دی چې دا ځل د داخلي جنګ پر ځای یو لړ منظم واکمن سیستم رامنځته شوی، که څه هم پهکې د خلکو د ښېرازۍ او مشروعیت نښې نه تر سترګو کېږي.
تېر ځل د طالبانو پر وړاندې د خلکو تمې هم ډېرې ټیټې وې، ځکه ولس د محلي زورواکو او ناقانونه ټوپکسالارۍ له ظلم سره مخ و. خو اوس چې له تېرو شلو کلونو د خلکو توقعات لوړې شوې دي، او د حکومتدارۍ معیار بدل شوی، طالبانو ته له همدې امله د خلکو نیوکې هم زیاتې دي.
له توقعاتو تر مایوسۍ
د طالبانو دویم ځل واک ته د رسېدو دوره له لومړۍ دورې سره ژور تفاوت لري. دا ځل هغوی یو جوړ نظام ته ننوتل، داسې نظام چې که څه هم نیمګړتیاوې یې لرلې، خو د هېوادوالو لپاره یې د ژوند په ټولو برخو کې خدمات وړاندې کول. طالبان خپله هم، په غیررسمي او خصوصي مجالسو کې دا خبره مني چې د جمهوریت پر مهال د پراختیایي او رغنیزو کارونو کچه د دوی له تصور پورته وه. له همدې امله، د خلکو توقعات هم د پخوا پرتله خورا لوړ شول.
د واک ته رسېدو نه مخکې طالبانو خلکو ته مبالغهامیزې ژمنې ورکړې، کاذب امیدونه یې ور پیدا کړل او د یو ښه، منصفانه او شرعي نظام تصویر یې وړاندې کړ. خو کله چې واک ته ورسېدل، دا ټولې ژمنې د یخ پر مخ لیکل ثابتې شوې – لنډمهاله، مبهمې او بېاساسه.
امنیت او مشروعیت – مبهم اصطلاحات؟
په دې موده کې د طالبانو او د هغوی د مخالفینو لهخوا "امنیت" او "مشروعیت" دوه ډېر کارېدونکي اصطلاحات دي. دا دوه مفاهیم سره تړلي دي؛ ځکه مشروعیت هغه مهال رامنځته کېږي چې یو نظام د قانون له مخې د خلکو له ارادې راوتلی وي – نه د زور له لارې او نه د بهرنیانو د ملاتړ یا مخالفت پر بنسټ.
امنیت یوازې فزیکي امنیت نه دی، بلکې د فکري، سیاسي، ټولنیز او اقتصادي خوندیتوب معنا هم لري. هغه ټولنه امنه ګڼل کېږي چې وګړي یې له وېرې، ګواښ، لوږې، بېکارۍ، تعصب، تبعیض او انزوا پرته ژوند وکړي.
ښه حکومتولي؛ بنسټیز شرط
د اسلامي او غیر اسلامي معاصرو او پخوانیو پوهانو له نظره، امنیت او پرمختګ هغه مهال رامنځته کېږي چې حکومتولي معیاري وي. حکومتولي یعنې داسې نظام چې پریکړې د قانون له مخې، د ولس په ګډون او د حساب ورکولو پر اصل ولاړې وي. ولس باید یا په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د پریکړو برخه وي، او چارواکي د قانون او ولس پر وړاندې مسوول وي.
په اوسني حالت کې طالبان د حکومتدارۍ لپاره کوم جامع پلان نه لري. یوازینی تمرکز یې د ولس سرکوب، کنټرول او د مطلق واک پر تمثیل دی. دا چې طالبان د ولس توقعاتو ته ځواب نه شي ویلای، له همدې ځایه سرچینه اخلي. البته، د دې دورې یو نوی توپیر دا دی چې طالبان اوس د مخالفینو پر وړاندې شکنجه، تعقیب او ګواښ ته نوې تکتیکونه کاروي.
د واک له نیولو څلور کاله وروسته، د طالبانو اداره لا هم یوه مؤقته اداره بلل کېږي. د نظام جوړښت د کابل او کندهار ترمنځ وېشل شوی، د واک کلیدي مرکزونه او پرېکړې له قانوني میکانیزمه بهر، شخصي، غیر شفاف او قبیلوي بڼه لري. زیات طالب مشران، ان د دوی د نظام دننه، د خپل رهبر د پرېکړو پر ضد ژورې نیوکې لري؛ خو چوپ پاتې دي.
اداري نظام د خپلوانو او شبکو پر بنسټ چلېږي؛ محدود شمېر کسان د ملایانو له ډلې بیا بیا د پوستونو ترمنځ "ریسایکل" کېږي. تعلیمیافته افغانان یا له دندو بېبرخې دي، یا د وتلو هڅه کوي، ځکه د لوړو زدهکړو وزارت وزیر علناً ویلي چې استخدام دې د بمونو پر شمېر وي، نه د علم، تجربې یا وړتیا پر بنسټ.
د طالبانو داخلي هوښیارتیا، پټ تعاملات او د مشروعیت له بحرانه
د طالبانو واکمنۍ دوه هوښیارانه اړخونه لري. لومړی دا چې که څه هم د دوی مشران په خپل منځ کې ژور اختلافات لري، بیا هم د سخت مخالفت له وېرې سره له مستقیم ټکره ډډه کوي. دوی دا درک کړې چې که داخلي جګړه پیل کړي، نو ټول نظام به له ګواښ سره مخ شي. له همدې امله، ظاهري اتحاد ساتي، که څه هم په عمل کې یو پر بل نیوکې لري. دا وضعیت به څومره دوام وکړي، معلومه نه ده؛ خو څرګنده ده چې دا حالت د عامو افغانانو د ژوند د ښهوالي لپاره هیڅ ګټه نه لري.
دویمه هوښیاري د طالبانو دا ده چې له بېلابېلو هېوادونو سره د خپلو استخباراتي تعاملاتو رازونه خوندي ساتي. د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده، چې ویل کېږي په کچلاغ کې مېشت دی، لا تر اوسه خلکو نه دی لیدلی، ان خپل وزیران او والیان هم نشي لیدلی. دا یو بېساری وضعیت دی، چې نه یوازې د اسلامي تاریخ، بلکې د معاصر سیاسي تاریخ له لیدلوري هم بېساری دی.
دروغ، فساد او متضادې ادعاوې
د طالبانو په دویمه دوره کې د دروغو خپرېدل، اداري او اخلاقي فساد اوج ته رسېدلی. ګڼ شمېر ویډیوګانې، راپورونه او مستند شواهد دا ښکاره کوي. سره له دې، چې طالبان تل دا ادعاوې ردوي.
د بېلګې په ډول، د طالبانو ویاند وايي چې د دوی له راتګ راهیسې هیچاته د حکومت له لوري مرګژوبله نه ده اوښتې، یا دا چې عباس ستانکزی د نیونې له وېرې نه دی تښتېدلی، بلکې "رخصتۍ" ته تللی دی.
د طالبانو په لومړۍ دوره کې فساد ورو - ورو خپور شو، خو دا ځل له پیله چارواکي د فساد برخه دي. ځکه هغوی خپله راتلونکې نامعلومه بولي، خو له عایداتي سرچینو سره ښه بلد شوي. هغه څه چې پخوا یې ناروا بلل، اوس ورته مشروع ښکاري، لکه عکس اخیستل، تلویزیون، ټولنیزې رسنۍ، ټکس اخیستل او نور.
د سیاسي پرمختګ نشتوالی او نړیوال فشارونه
طالبانو د واکمنۍ په تېرو څلورو کلونو کې هیڅ سیاسي پرمختګ نه دی کړی. د دوی کابینه لا هم د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې شامله ده او د نجونو د زدهکړو پر بندیز سربېره، درې نور مشران – خالد حنفي، نور محمد ثاقب، او فریدالدین محمود – د امریکا او اروپايي ټولنې له لوري تورلست کې داخل شوي دي. نړۍوالې جزایي محکمې د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده او قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني د نیونې حکم هم صادر کړی.
طالبانو نه یوازې د ملي مشروعیت لپاره کوم ګام نه دی پورته کړی، بلکې تل وايي چې دوی واک د زور له لارې ترلاسه کړی او ولس ته د حساب ورکولو مکلفیت نه لري. د طالبانو تمرکز تر ډېره نړۍوال مشروعیت ته دی او د نړۍوالو ناستو، کنفرانسونو او غونډو برخهوال کېدو ته خوشحاله وي، خو په هېواد کې دننه د مشروعیت بنسټونه یې له پامه غورځولي.
د استخباراتي مرستو دوام، او افغانستان په انزوا کې
طالبان اوس هم له امریکا څخه د داعش پر ضد د مبارزې په نوم استخباراتي مرسته تر لاسه کوي. دا مرستې په ځینو مواردو کې د حوالې له لارې مستقیماً طالب مشرانو ته رسېږي. که څه هم یو شمېر سفارتونه او قونسلګرۍ طالبانو ته سپارل شوي او یوازې روسیې د طالبانو واکمني په رسمیت پېژندلې، خو د سیمې او نړۍ له لوري د طالبانو پر وړاندې عمومي چلند تر اوسه هم منفي دی.
افغانستان اوس هم د نړۍوالې انزوا په حالت کې دی. دا تعاملات زیاتره د افغانانو د خیر لپاره نه، بلکې د نورو هېوادونو د جیوپولیټیکو ګټو لپاره ترسره کېږي. له همدې امله، طالبان نه یوازې له داخلي فشارونو سره مخ دي، بلکې د خپل مشروعیت د نشتوالي له امله د اوږدمهاله ثبات امکان هم کمزوری ښکاري.
بشري وضعیت او فساد ارزونه
د افغانستان بانک شتمنۍ لا هم د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا کنګل پاتې دي. د دغو محدودیتونو له کبله، افغانستان اقتصادي ودې ته نهدی رسېدلی او د نړۍوالو مرستو له کمېدو سره د خلکو ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي.
په فزیکي امنیت کې د طالبانو له خوا ادعا شوي پرمختګونه له دوهمخیو نظرونو سره مخ دي. یو شمېر طالبانپلوه مسافرین چې له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته ځي، ادعا کوي چې امنیت ښه شوی، ځکه دوی له وېري پرته ګرځي، تفریح کوي، ان له طالب چارواکو سره عکسونه اخلي. خو هغه افغانان چې هلته ژوند کوي، له یو بل واقعیت سره مخ دي: د نظر ازادي محدوده ده، د فیسبوک پوسټونو له امله شکنجه او ان وژنې ثبت شوي دي. له کندهار نه د "خاشه" (فضل محمد) وژنه، د پکتیکا د ښوونکي عبدالعلیم خاموش د بند او اعدام حکم، د ښځو نیونې او سپکاوی – دا ټول د ازاد فزیکي ژوند انکار کوي.
د ملګرو ملتونو یوناما ادارې د ارقامو له مخې، له اګست ۲۰۲۱ څخه تر می ۲۰۲۳ پورې له زرو زیات ثبت شوي کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۷۰۰ نور ټپیان شوي. زرګونه نور بې درکه دي چې د هغوی برخلیک تر اوسه نهدی معلوم او کورنۍ یې د ویري له امله غږ نهشي پورته کولای.
د طالبانو او نړۍوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، شاوخوا ۲۰ زره کسان په طالب زندانونو کې دي چې تر ۱۵۰۰ پورې یې ښځې دي. طالبان وایي، ۱۶ زره نور د عفوه شوې ډلې برخه دي. که طالبان دا بندیان جنایتکاره بولي، نو دا ښيي چې جرمونه کم شوي نه دي. که سیاسي مخالفین وي، نو دا ثابتوي چې طالبان له پراخ سیاسي مخالفت سره مخ دي.
په حقیقت کې طالبان د عدالت بنسټونه هم تر پوښتنې لاندې راوستي؛ د قانوني میکانیزم پر ځای، یو وسلهوال طالب هم پولیس دی، هم څارنوال، هم قاضي.
د امنیت ارزونه یوازې د فزیکي خوندیتوب له مخې نه بلکې رواني او بشري اړخونه هم لري. که څه هم طالبانو په ظاهري ډول د تاوتریخوالي کچه راکمه کړې، خو رواني فشارونه، ویره، تعقیب، توقیف او د خلکو پر ژوند د محدودیتونو زیاتوالی، بشري او رواني امنیت له منځه وړی. که فزیکي، رواني او بشري امنیت هر یو ته ۳۳.۳۳٪ ونډه ورکړو، نو طالبان یوازې فزیکي امنیت کې جزوي نمرې اخیستلی شي.
فساد، فقر او د شفافیت نشتوالی
فساد له واک نه د شخصي ګټې اخیستنې نوم دی. په تیرو څلورو کلونو کې د نړۍوالو مرستو، کانونو، غیر قانوني استخراج، حوالو او کورنیو پیسو سره - سره، فقر کم شوی نه، بلکې زیات شوی دی. د نړۍوال بانک د شمېرو له مخې، یوازې په ۲۰۲۲ کال کې له بهر څخه ۱.۲ میلیارد ډالر افغانستان ته استول شوي، خو دې شتمنۍ د ولس پر ژوند اغېز نهدی کړی.
د شفافیت نشتوالی د بودیجې، عوایدو او تقررونو په ټولو برخو کې لیدل کېږي. د پاسپورت اخیستو رشوتونه تر ۲۰۰۰ ډالرو رسېږي. د پاکستان ویزه لا هم د ۶۰۰–۱۵۰۰ ډالرو ترمنځ خرڅېږي، چې د طالبانو او پاکستاني قونسلګریو د کارمندانو ګډ فساد دی.
اخلاقي فساد او د شتمنۍ تمرکز
طالب چارواکي، چې پخوا یې څو ښځې کول غندل، اوس پخپله څو ښځې لري. د دوی ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو خپرې شوي. راپورونه ښيي چې طالب مشران په دوبۍ، ترکیه، او پاکستان کې جایدادونه اخیستي. دا لګښتونه له مشروع عایداتو نه، بلکې له سیسټماټیک فساد څخه تمویلېږي.
د هېواد دننه افغانان د څه ډول ستونزو سره مخ دي؟
د افغانستان تعلیمي او مسلکي قشر د رواني امنیت له سخت بحران سره مخ دی. د دولت له لوړو پوړو تر ټیټو بستونو پورې، واک د طالبپلوه ملایانو په انحصار کې دی او د تعلیم، شایستګۍ، او تخصص ارزښت له منځه تللی.
د طالبانو له خوا پر ښځو د تعلیم او کار بندیز، د دوی د واکمنۍ تر ټولو لویه جفا بلل کېږي. هلکان هم د تعلیمي فرصتونو له جدي محدودیت سره مخ دي؛ کیفیت یې ټیټ شوی او زرګونه استادان له هېواده وتلي یا په کور ناست دي. نصاب تحریف شوی او د معاصرو علومو پر ځای شاوخوا ۲۰ زره مدرسې او دارالحفاظونه جوړ شوي، چې دا کار د افغان نسل راتلونکی له خطر سره مخ کوي.
طالبان د پخوانیو واکمنو په څېر، د خلکو پر ځای د بهرنیانو مرستو او اعتراف ته زیات ارزښت ورکوي، حال دا چې د دوی د پخوانۍ ناکامۍ یو اصلي لامل همدا په بهرنیو ته تکیه وه. کله چې افغانان پخپل وطن کې له درناوي بې برخې وي، له نړۍ هم تمه نهشي کېدای چې هغوی ته درناوی وکړي.
افغان کډوال له ایران، پاکستان، ترکيې او حتا لویدیځو هېوادونو کې له شکنجې، توقیف، لوټ او جبر سره مخ دي. ایران او پاکستان کې د سپکاوي او زور زیاتي پېښې، او همداراز د نورو هېوادونو له لوري د افغانانو جبري شړل، ښيي چې نه طالب واکمنان د نړیوالو له خوا د قانوني حاکمانو په سترګه لیدل کېږي او نه افغانان د درناوي وړ وګړي ګڼل کېږي.
د طالبانو مخالفین؛ چیرته ولاړ دي؟
د طالبانو پر ضد مسلح اپوزیسیون عملاً په نهشت حسابېږي. نه د جنګ غوښتونکي شته، نه لوجستیک، نه عقبه او نه هم ولسي ملاتړ. محدودې وسله والې ډلې، چې زیاتره یې فیسبوکي فعاله دي، په درې بېلابېلو کرښو کې روانې دي او مشرتابه یې باور له لاسه ورکړی.
سیاسي مخالفین هم له یووالي، ثبات او باوري بستر نه بې برخې دي. د تېرو ناکامیو، اختلافونو او بېباورۍ له امله، د یوه منظم جریان په جوړولو نه دي توانېدلي. اکثره یې د یوه ملي فکر پر ځای، لا هم پر قومي، سمتي، ژبني او شخصي اختلافاتو تمرکز لري. مدني فعالان هم له همدې ستونزو سره مخ دي او د مشروع استازیتوب ځواک یې کمزوری شوی.
له ۲۰۲۱ کال راوروسته، نه مدني قشر وکولای شول یوه ګډه ملي اجنډا طرحه کړي، نه سیاسي مشران منسجم شول. اکثره بحثونه پر زړو روایتونو او څېرو څرخي؛ هماغه څېرې چې جمهوریت یې سقوط ته ورسوه.
په ګڼو ناستو او غونډو کې دا انتقاد تکرار شوی چې د جمهوریت د سقوط عاملان نهشي کولای د بدیل نظام استازیتوب وکړي، ځکه د خلکو باور له لاسه ورکړی او نړۍواله ټولنه هم بېباوره ده.
همدا بېنظمۍ د طالبانو لپاره یو فرصت بلل کېږي، ځکه د سیاسي تشې په موجودیت کې هغوی نړیوالو ته دا پیغام ورکوي چې بدیل نه لري. خو دا تصور له تاریخي پلوه بېاساسه دی.
بدیل نه لري؟ یو تاریخي دروغ!
په افغانستان کې تل دا خبره تکرار شوې چې "بدیل نهشته": د ظاهرشاه، داود خان، خلقیانو، مجاهدینو، کرزي، غني او حتا د طالبانو لومړۍ واکمنۍ پر مهال دا ادعا مطرح شوې وه – خو وخت تل ثابته کړې چې بدیل شته. حتا همدغو طالبانو ته هم دویم ځل نوبت ځکه رسیدلی، چې د پخوانیو واکمنو بدیل شول.
سیستم، واک او افراد تل د بدیل وړ دي. د طالبانو دویمه دوره هم له دې قاعدې مستثنا نه ده. د بدیل نشتون تبلیغ، د ولس د سستوالي، سیاسي بېباورۍ او سازماننهشوي اپوزیسیون له امله مؤقت بریښي – خو دا حالت دوام نهشي کولی.
د جګړې ستړې افغانانو ته اوس دا خبره روښانه ده چې جنګ د ستونزو حل نه دی. خو دا هم ښکاره ده چې خلک د اوسني حالته خوشاله نه دي. نه ازادي شته، نه د بیان حق، نه تعلیم او نه هم د کار امکانات. د ښځو پر زدهکړو بندیز، اقتصادي ستونزې، سیاسي انزوا او د مشروع قانوني حکومت نشتون، دا ټول مسایل دي چې افغان ولس یې پر وړاندې ژور اندېښمن دی.
حتا ځینې طالب مشران هم دا مني چې افغانستان د انزوا، فشار او بندیزونو تر سیورې لاندې دی او دا حالت د دوام وړ نه دی.
۲. د مشروعیت تعریف؛ خلک څوک غواړي؟
خلک د پخوانیو فاسدو څېرو بیا راګرځیدل نه غواړي او نه طالبان کولای شي نور افغانان له مشروعیت څخه محروم کړي. اکثریت افغانان د داسې یوه ملي مشروعیت غوښتنه لري چې:
د قانون بنسټ ولري؛
د خلکو د ارادې استازیتوب وکړي؛
د داخلي، سیمهییزو او نړۍوالو قوتونو باور تر لاسه کړي.
طالبان وايي چې مشروعیت نه باید د پخوانیو زورواکو د بېرته راوستلو معنا ولري او خلک هم همدا وايي چې مشروعیت باید د یوه عادلانه، شفاف او ولسي بهیر له لارې راشي – نه د یو کس یا ډلې له لوري.
۳. د افغانانو اصلي موخه څه ده؟
د جنګ پرته، د یو قانونمند او مشروع نظام رامنځته کول – دا د اکثریت افغانانو غوښتنه ده. داسې نظام چې هېواد له انزوا وباسي، له نړۍ سره تعامل ولري، اقتصادي ودې ته زمینه برابره کړي او د افغانانو عزت او سیاسي هویت بیرته راژوندی کړي.
۴. څه باید وشي؟ درې وړاندیزونه او یو خبرداری:
لومړی – ستونزې ومنل شي:
د ستونزو انکار یا denial دا حالت لا خرابوي. باید طالبان او مخالفین دواړه دا ومني چې ستونزې شته او د حل لپاره د نیت، صداقت او ګډې ارادې ضرورت دی.
دویم – د جنګي ادبیاتو پرېښودل:
د سولې ادبیات باید وده وکړي. یو بل ته د "ګوډاګي"، "ایجنټ"، یا "فراري" خطابونه باید ودریږي. دغه ډول بده - رده ژبه نه یواځې دا چې ستونزې نه حل کوي، بلکې شخړې زیاتوي. اخلاقي، اسلامي او سیاسي اصول ایجابوي چې له یو بل لوري سره له درنښت، زغم او معقولې ژبې سره چلند وشي.
درېیم – اساسي وړاندیز: د ملي مشروعیت پروسه
اصلي حل دا دی چې طالبان د یو ملي، اساسي قانون جوړونې او مشروعیت بهیر اعلان کړي. دا بهیر باید دا ځانګړتیاوې ولري:
د ټول ولس اراده پکې تمثیل شي؛
د سیمې او نړۍوالو باور یې تر لاسه کړي؛
د مخالفینو لپاره د برخې اخیستو مشروعه زمینه رامنځته کړي.
دا بهیر د قدرت د تسلیمۍ خبره نه ده، بلکې د واک د تنظیم او د ولس د رایې احترام دی.
څلورم – که دا بهیر ونه شي، څه پیښیږي؟
که طالبان د مشروعیت د بهیر اعلان ونه کړي، افغانستان به لا ژور انزوا ته لاړ شي. نه به نړۍ دا واکمني د مشروع حکومت په توګه ومني او نه به افغان ولس ارام شي. د دې دوام به:
سیمهییز رقابتونه لا را وپاروي؛
افغانان نوره دربدري تجربه کوي؛
فقر زیاتېږي؛
او بالاخره به یو نوی بدیل (حتا که خطرناک هم وي) رامنځته شي.
دا حالت نه د طالبانو په ګټه دی، نه د ولس، نه د سیمې او نه د نړۍ.
پایله:
افغانان د یوه داسې قانونمند، مشروع، او مشارکتي حکومت غوښتونکي دي چې د دوی هویت، عزت، اقتصاد، او راتلونکی خوندي کړي. حل یوازې د صداقت، د ژبې بدلون، او د یوه ملي سیاسي بهیر له لارې امکان لري.
یو شمېر مدني فعالان، خبریالان او پخواني سیاستوال هڅه کوي چې د تعلیم اهمیت په داسې ضعیفو او جزوي دلایلو ولاړ وښيي چې نه یوازې قانع کوونکي نه دي؛ بلکې پر یو کاذب او تخیلي تحلیل ولاړ دي.
د بېلګې په توګه:
۱. دا استدلال چې که ښځې زدهکړه وکړي، نو په ټولنه کې به د ښځینه ناروغانو لپاره ښځینه ډاکترانې وروزل شي. ۲. یا دا چې عصري پوهنه دې د جګړهییزې پیاوړتیا او دفاعي سیالۍ لپاره وشي، نو ځکه مهمه ده چې پر عصري علومو محدودیتونه باید له منځه لاړ شي.
دا استدلالونه ولې کمزوري او خطرناک دي؟
۱. که مخاطب حاکمه استبدادي ډله وي؛
دغسې استدلالونه تر ډېره د استبدادي رژیم په قانع کولو تمرکز لري او دا دلایل د یوه خوشباوره ذهنیت انعکاس دی، چې پر یوه کاذب باور ولاړ دی؛ دا چې ګواکې دغه ډله به له خپلو ټولو فکري تنګنظریو سره - سره، بالاخره د همدې کمزورو او محدوده دلایلو پر بنسټ قانع شي او د نجونو د زدهکړو او عصري تعلیم دروازې به پرانیزي؛ دا یوه سهوه ده، ځکه:
طالبان خپله واکمني د ناپوهۍ پر پراخېدو او فکري کنټرول ولاړه ساتي؛
د دوی دیني تعبیر، فرهنګي لید او سیاسي ګټو د زده کړو پر وړاندې دښمني رامنځته کړې؛
دوی به هیڅکله خپله هغه وسله (ناپوهي) پر ځمکه کېنږدي؛ پر کومې چې دوی واک چلوي.
ښایي د طالبانو ځینې ټیټ پوړي چارواکي د دغو دلایلو اورېدو ته زړه ښه کړي، خو هغوی نه د تصمیم نیولو واک لري او نه هم د تصمیم نیوونکو په کړۍ کې شامل دي.
۲. که مخاطب ولس وي؛
که دا دلایل ولس ته وړاندې کیږي، نو دا په لوی لاس یوه خطرناکه هڅه ده چې له مخې یې د ولس ته مغشوش او ګمراه کوونکي پیغامونه ورکول کیږي، ځکه:
دا استدالال ولس ته یوازې دا پیغام ورکوي چې زدهکړې یوازې هغه وخت مشروع دي، چې د روغتیا یا جګړې اړتیاوې پوره کړي؛
داسې محدود تعبیر د زده کړو ریښتیني، ټولنیز، فرهنګي، فکري، اخلاقي او انساني ارزښتونه له پامه غورځوي؛
دا ډول دلایل د ظالمانه بندیزونو سره د نیمه خوا او محافظه کارانه توافق یوه بله بڼه ده.
واقعیت دا دی چې د زدکړو روان کړکیچ او فاجعه پر کاذبو باورونو، مذبذبه او خوشباوره دلایلو هېڅ له منځه نه ځي؛ نه حاکمه ډله پرې قانع کېږي او نه هم ولس کې فکري ویښتیا راځي. ولس کې داسې افراد شته چې پوهېږي د عصري تعلیم اړتیا یوازې دفاعي او اقتصادي بُعد نه لري؛ بلکې دا د فکري، فرهنګي او ټولنیز پرمختګ یوه بنسټیزه اړتیا ده او . د عصري علومو د څومره والي او څرنګوالی لپاره باید هیڅ ډول خنډ نه وي. نو د ټولنې دغه منور افراد په دې پوهیږي چې د مدني فعالینو او یو شمیر سیاسیونو ضعیفې او مذبذبې موقفګیرۍ د سیاسي قشر او مدني ټولنو د فعالینو په ګنګسیت او فکري خلا دلالت کوي.
راپېښ مسوولیت
د فکري او ټولنیز بدلون لپاره مهمه ده چې مدني فعالان، لیکوالان، ښوونکي او سیاستوال خپل دریځونه روښانه، بېخوفه، هدفمن او د انساني ارزښتونو پر اساس جوړ کړي. هغه مبهم، احتیاطي او خنثی دریځونه نه یوازې فایده نه لري؛ بلکې په ولس کې د فکري انحراف، نااُمېدۍ او شک سبب ګرځي.
اړتیا ده چې خپل موخې واضح او په زغرده ووایو:
زدهکړه د انسان حق دی، نه یوه تجارتي اړتیا یا سیاسي ضرورت؛
موږ د نجونو ټولبُعديزده کړې د انسانیت، کرامت، ازادۍ او برابرۍ پر بنسټ غواړو؛
عصري علوم زموږ د تمدني، فرهنګي، ساینسي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره حیاتي اړتیا ده، نه یوازې د جګړې لپاره.