د طالبانو ویاند د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټوټ لهخوا د «مطبوعاتي مبارزې، تګلارې او ډیپلوماسۍ» تر سرلیک لاندې جوړې شوې ناستې ته ویلي، چې سفارتونه او قونسلګرۍ دا مسوولیت لري چې بهرنیانو ته ووايي، په افغانستان کې خلکو ته ټول حقوق ورکړل شوي دي.
طالب ویاند په داسې حال کې د حقونو د ورکړې خبرې کوي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت له سختو نیوکو سره مخ دی، که څه هم دا څرګندونې د طالبانو له خوا د مشروعیت د ترلاسه کولو یوه هڅه ښکاري، خو د واقعي وضعیت له حقیقتونو سره ژور تضاد لري.
د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې نړۍوالو بنسټونو او د بشري حقونو سازمانونو په کراتو ویلي، چې په افغانستان کې په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو، خبریالانو، مدني فعالانو او اقلیتونو حقونه تر پښو لاندې شوي دي.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، مېرمنې له زدهکړو، کار، ازاد سفر او ان له پارکونو او تفریحي ځایونو څخه محرومې شوې دي.
په همدې حال کې، د نجونو ثانوي ښوونځي، پوهنتونونه او د ښځو ډېری اقتصادي مرکزونه تړل شوي او زرګونه ښځې له خپلو دندو شړل شوې دي.
دا وضعیت نه یوازې د اساسي بشري حقونو خلاف ګڼل کېږي، بلکې د طالبانو پر ضد نړۍوال سیاسي فشارونه هم زیات کړي دي.
په داسې شرایطو کې، د طالبانو د ویاند ذبیحالله مجاهد څرګندونې نه یوازې د واقعیتونو له انکار سره برابرې دي، بلکې دا د نړۍوالو په سترګو د شګو شېندل هم ګڼل کېږي.
پر همدې بنسټ، دا پوښتنه راولاړېږي چې د "حقونو ورکړه" تعریف د چا له نظره؟ د طالبانو؟ که د نړۍوالو بشري معیارونو له مخې؟
د مدني ټولنو استازي، خبریالان او د ښځو د حقونو فعالان پرلهپسې خبرداری ورکوي، چې دا ډول سیاسي څرګندونې د حقایقو پټولو لپاره کارول کېږي، نه د خلکو د وضعیت د ښهوالي لپاره.
له بله پلوه، د طالبانو له خوا پر سفارتونو د دې ډول مسوولیت اچول، چې د دوی موقف نړۍ ته توجیه کړي، له دې انکار هم نهشي کولای چې اصل د دې ډلې پالیسۍ او چلندونه د مشروعیت له نړۍوال معیار سره په ټکر کې دي.
د نړۍوالو غبرګونونه هم دا څرګندوي، چې یوازې له شفاهي ژمنو یا تبلیغاتي څرګندونو سره به نړۍ قانع نهشي. نړۍوالو ته د قناعت ورکولو یوازینۍ لاره د بشري حقونو عملي درناوی، د ښځو او اقلیتونو د حقونو تضمین او د بیان ازادۍ خوندي کول دي، نه دا چې سفارتونه د "ورکړل شویو حقونو" افسانه تکرار کړي.