• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بامیان پخوانی والي: د رشک کلي د خلکو په زور کډه کولو ته اړ اېستل ښکاره ظلم دی

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۱۵ GMT+۱

د بامیان پخواني والي محمد طاهر زهیر د بامیان ولایت په پنجاب ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د رشک کلي د اوسېدونکو په زور کډه کولو ته د اړ اېستلو په غبرګون کې ویلي، چې دا د بې وسه خلکو پروړاندې ښکاره ظلم دی.

هغه په خواله رسنۍ فېسبوک لیکلي، دا هغه مظلوم خلک دي چې «نه یې څوک غږ اوري او نه یې څوک پوښتنه کوي.»

ښاغلي زهیر زیاته کړې: «دا ډول چلندونه نه یوازې زورواکي ده، بلکې پاروونکي اقدامات هم دي چې د سیمه‌ییزو شخړو د لا زیاتېدو لامل ګرځي.»

هغه له طالبانو غوښتي، چې که په رښتیا په دا ډول پېښو کې ښکېل نه وي، نو باید ژر تر ژره د دغو تحریک‌کوونکو اقداماتو مخه ونیسي او د رشک له کلي څخه بې ځایه شوي خلک بېرته خپلو کورونو ته ستانه کړي.

نوموړي په خپله لیکنه کې کوچيانو ته هم اشاره کړې، چې د ده په وینا، د رشک د اوسېدونکو ځمکې یې په زور نیولي او باید د خپلو غېرقانوني او مجرمانه کړنو له امله معاف نه شي.

هغه ویلي: «کوچیان هره ورځ په هزارجاتو کې پېښې جوړوي.»

د ښاغلي زهیر د معلوماتو له مخې، پرون له رشک کلي څخه ۲۵ کورنۍ په زور شړل شوي او نن د همدې شخړې په دوام یو بې‌ګناه هزاره ځوان وژل شوی دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې د اېستلو، وژنو او جنایتونو له لارې هېڅ څوک خپلې موخې ته نه شي رسېدای، بلکې دا وضعیت یوازې د خلکو تر منځ فاصله او شخړې زیاتوي.

نوموړی وايي، طالبان باید د زغم او جوړجاړي پر ځای مجرمانو ته سخته قانوني سزا ورکړي.

په سیمه کې سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې په پنجاب ولسوالۍ کې د کوچیانو او د سیمې د خلکو ترمنځ د ځمکې پر سر دا شخړه له ۱۹۵۰ لسیزې راهیسې روانه وه او د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې یو ځل بیا زور اخیستی.

سرچینو ویلي، چې یاده حقوقي موضوع له دقیقې څېړنې پرته د طالبانو په محکمو کې مخکې تللې ده او ان د محکمې ځینې غونډې د رشک د اوسېدونکو له ګډون پرته ترسره شوې دي.

کوچیانو تر اوسه ددغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

سرچینو دا هم زیاته کړې، چې د دوی عریضو او شکایتونو ته پام نه دی شوی.

په بامیان کې یوې سرچینې وویل، چې د رشک کلي اوسیدونکو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړل شوی چې خپل کورونه خالي کړي

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

فایق: د طالبانو له لوري جبري کډه کولو ته د ځايي اوسېدونکو اړ کول د دوښمنۍ فضا رامنځته کوي

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۰۵ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي، طالبانو له غور ولایت وروسته اوس د بامیان د پنجاب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي جبري کډه کولو ته اړ کړي او په وینا یې د هغوی کورونه او ځمکې یې په زوره لاندې کړي او کوچیانو ته یې ورکړي دي.

نصیر احمد فایق د طالبان دغه چاره د مالکیت روڼ حق او د انساني کرامت ښکاره نقض بللی او زیاته کړې یې ده، چې د طالبانو دغه چاره د اسلامي لارښوونو، د ټولنیز عدالت اصولو او د نړۍوالو بشري حقونو له میثاقونو سره ښکاره تضاد لري او دا یو ښکاره ظلم دی.

نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې اسلام مشروع ملکیت ته درناوی لري او په ظلم او جبر سره د خلکو د جایدادونو له لاندې کولو منعه کړي او هېڅ څوک، ان د دولت په نوم، حق نه لري چې د خلکو کورونه او ځمکې د قانوني محکمې له پرېکړې او د معادل قیمت له ورکړې پرته غصب او بل چاته ورکړي.

فایق ویلي: «د طالبانو له‌خوا له افغان وګړو سره تبعیضي چلند، په ځانګړي ډول د کوچیانو د اسکان په برخه کې، نه یوازې د عدالت خلاف دی، بلکې قومي اختلافات ژوروي، د خلکو ترمنځ بې‌باوري زیاتوي او د نفاق او دوښمنۍ فضا رامنځته کوي.»

نوموړي همداراز په ډاګه کړې، چې کوچیان د افغانستان د ملت یوه برخه دي خو باید د قانون، عدالت او د ځايي اوسېدونکو له سلا مشورو سره سم د ژوند زمینه ورته برابره شي او په وینا یې تر هغې چې یو مشروع، قانون مند او ځواب ویونکی حکومت نه وي، دا ډول پرېکړې نه قانوني حیثیت لري او نه مشروع دي، بلکې د ټولنې د بې‌ثباتۍ، تاوتریخوالي او کړکېچ لامل ګرځي.

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق بیا همدغې مسالې ته په غبرګون کې ویلي، د طالبانو له دغو کړنو وروسته دې پایلې ته رسېدلی، چې له میداني مقاومت پرته په خبرو دغه ستونزه نه حل کېږي او په وینا یې مقابل لوری یعنې طالبان د زور له ژبې پرته په بله ژبه نه پوهېږي.

طالبانو په غور او بامیان ولایتونو کې تر یوې پرېکړې وروسته یو شمېر کورنۍ له خپلو کورونو اېستلي او کورونه یې ځايي کوچیانو ته سپارلي دي.

طالبانو له الجزیرې شبکې سره د رسنیزو همکاریو د پراخولو په اړه خبرې کړې دي

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۰۴ GMT+۱

په قطر کې د طالبانو سفیر د الجزیرې شبکې د عربې څانګې له مشر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو فرهنګي همکاريو، د خبریالانو د روزلو او د رسنیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي. دغه خبرې پر داسي مهال کېږي، چې طالبانو په افغانستان کې پر ډېرو کورنيو او بهرنیو رسنیو محدودیتونه زيات کړي.

په قطر کې د طالبانو سفارت د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۸مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی سفير سهیل شاهین د دغه هېواد د الجزیرې شبکې د عربي څانګې له مشر احمدالیافعي سره کتلي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې سهیل شاهین «د افغانستان د مثبتو بدلونونو، پرمختګونو او لاسته راوړنو د نړۍوال پوښښ په برخه کې د الجزيرې شبکې همکاري» مهمه وبلله.

طالبانو ویلي، چې د الجزيرې شبکې د عربي څانګې مشر هم په رسنیزه برخه کې د همکارۍ ډاډ ښودلی.

طالبان په داسې حال کې له نړیوالو رسنیو سره د همکارۍ خبرې کوي، چې دغه ډله له واک ته د بیا رسېدو راهیسې په پرله‌پسې توګه په افغانستان کې پر کورنیو او بهرنیو رسنیو بندیزونه لګوي.

د خبریالانو او رسنیو د مسوولینو په خبره، ډېری وخت د دوی فعالیتونه د طالبانو د استخباراتو او نورو اړوندو ادارو له خوا تر سخت څار لاندې او کله کله ګوت څنډې هم کوي.

طالبانو پر رسنيو د بندیزونو سره سره خبریالان د کار پر مهال ګواښلي، وهلي، شکنجه کړي او ان زنداني کړي یې دي.

د رسنیو د ملاتړ بنسټونو په وار-وار له طالبانو غوښتنه کړې، چې پر رسنیو او خبریالانو لګول شوي محدودیتونه لري او معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې نړۍوال اصول مراعت کړي.

شپږیزه کرېکټ لیګ: مس عینک او امو نهنګان لوبډلې سبا ته په پایلوبه کې خپل بخت ازمایي

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۳۷ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی، چې سبا پنجشنبه د شپږيزه لیګ د لسم پړاو سیالیو پایلوبه د مس عینک اتلان او امو نهنګانو لوبډلو ترمنځ تر سره کېږي. کرېکټ بورډ ویلي، چې دغه سیالۍ به په ځايي وخت د سهار پر لس بجې پيل شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۸مه) ویلي، چې سبا به د دې سياليو د لسم پړاو پایلوبه تر سره شي.

هغوی د کرېکټ له مينه والو غوښتنه کړې، چې د ټکټ اخیستلو لپاره پر وخت ځايي غرفو ته مراجعه وکړي.

د افغانستان په شپږیزه کرېکټ لیګ په لسم پړاو سیالیو کې پنځو لوبډلو (سپين غر پړانګان، بند امیر ښاماران، مس عینک، بُست ساتونکي او امو نهنګانو) برخه اخيستې وه.

په سیاليو کې د افغانستان د ملي لوبډلې مخکښو لوبغاړو هم برخه اخیستې وه.

د کرېکټ مبصرين په دې سياليو کې د نویو ځوانانو ځلېدل د افغان لوبډلې د ښه راتلونکي په معنا یادوي.

دغه سیالۍ د چنګاښ په ۲۷مه پيل شوې او سبا يې وروستۍ لوبه تر سره کېږي.

د مس عینک لوبډلمشر رحمان الله ګربز او د امو نهنګان لوبډلمشر عظمت الله عمرزی به د جام ګټلو لپاره وروستۍ هڅه وکړي.

په دواړو لوبډلو کې بیا هم د ملي لوبډلې لوبغاړي شته.

د بښنې نړۍوال سازمان: ایران افغان کډوال په غېرقانوني ډول شړي

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۳۴ GMT+۱

د بښنې نړۍوال سازمان «امنسټي انټرنشنل» وايي، چې په روان ۲۰۲۵ کال کې له ایران څخه له یو میلیونه زیات افغان کډوال چې ځینې یې په ایران کې زېږېدلي او یا یې هلته له څو لسیزو راهیسې ژوند کړی، په زور او غېرقانوني ډول شړل شوي دي.

یاد سازمان په خپل تازه خپور شوي راپور کې له ایران څخه د افغان کډوالو جبري شړل غېرقانوني بللی او خبرداری یې ورکړی، چې دا بهیر اوس د پراخېدو په حال کې دی، په ځانګړي ډول له هغه وروسته چې د ایران او اسراییل ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.

په راپور کې راغلي، یوازې د روان کال د جون له لومړۍ نېټې راهیسې تر نیمايي زیاتو افغانانو ته له ایران څخه د اېستلو امر ورکړل شوی، چې شمېر یې له ۵۰۰ زره زیات ښودل شوی دی.

امنسټي انټرنشنل وایي، چې د اېستل شویو کسانو په منځ کې زرګونه یتیم ماشومان هم شامل دي، چې له هېڅ راز سرپرست پرته له پولې اخوا شړل شوي دي.

دا سازمان خبرداری ورکوي، چې لا هم میلیونونه نور افغانان د شړلو له ګواښ سره مخ دي، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې چې باید د کډوالو په توګه وپېژندل شي او بېرته هغه هېواد ته ونه شړل شي چیرې چې د طالبانو له خوا د جنسیت پر بنسټ ظلمونه روان دي.

دغه سازمان ویلي، افغان ښځې او نجونې باید د لومړني خوندیتوب د اصل پر بنسټ ومنل شي، ځکه چې افغانستان کې د طالبانو له لوري د جنسیتي تعقیب جرمونه دوام لري او بېرته شړل یې د نړۍوالو بشري قوانینو خلاف دي.

د دې راپور له مخې، نه یوازې له لسیزو راهیسې ایران کې مېشت افغانان، بلکې هغه ماشومان هم اېستل کېږي چې له افغانستان سره هېڅ تاریخي یا عملي اړیکه نه لري.

په ورته وخت کې، د بشري حقونو مدافع سازمانونه له نړۍوالو په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ (UNHCR) څخه غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د خوندیتوب لپاره بېړني ګامونه پورته کړي او د ایران له حکومته وغواړي، چې له زورزياتي ډډه وکړي.

په داسې حال کې چې افغانستان د طالبانو تر ولکې لاندې د بشري حقونو له ستر ناورین سره مخ دی، د افغان کډوالو جبري شړل نه یوازې د نړۍوالو قوانینو خلاف عمل دی، بلکې دا د زرګونو بې‌ګناه انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي، چې ښځې، ماشومان او زاړه یې تر ټولو زیانمن قشر جوړوي.

طالبان: د افغانستان چاپېریالي ننګونې د ملي هڅو ترڅنګ نړۍوالو همکاریو ته اړتیا لري

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ريیس مطیع‌الحق خالص په کابل کې د قرغېزستان له سفیر تورداکون سیدیکوف سره په کتنه کې د افغانستان د طبیعي سرچینو او اقلیم ساتنې اهمیت ته په اشارې سره د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

مطیع‌الحق خالص وویل، د افغانستان چاپېریالي ننګونې یوازې د ملي هڅو له لارې نه‌ شي حل کېدای، بلکې سیمه‌ییزي همغږۍ او د هېوادونو ترمنځ ګډو همکاریو او اقداماتو ته اړتیا لري.

د قرغېزستان سفیر سیدیکوف په دې کتنه کې د افغانستان د چاپېریال ساتنې په برخه کې د قرغېزستان د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او ویې ویل، چمتو دي چې له افغانستان سره د ظرفیت لوړونې، روزنیزو پروګرامونو او تخنیکي ملاتړ په برخو کې مرسته وکړي.

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې همداراز د افغانستان او قرغېزستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، د چاپېریال ساتنې په برخه کې د متقابلو همکاریو، د تجاربو د تبادلې، د تخنیکي مرستو او د یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې شوې دي.

افغانستان سره له دې چې د ګلخانه يي ګازو په تولید کې ونډه نه لري، خو د اقلیم تغییراتو له امله یو له زیانمنو هېوادونو دی او د تېر نظام له رانسکورېدو وروسته د اقلیم بدلون په برخو کې د نړۍوالو ټولو پروژې په ټپه درېدلي دي.