په یوه میاشت کې د سپین بولدک له لارې تر ۳۰زرو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه کړای شوي دي

د پاکستان ډان ورځپاڼې د رسمي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په تېرې یوې میاشت کې له ۳۰زرو ډېر افغان کډوال چې په ناقانونه توګه په کویټه کې مېشت وو؛ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.