د طالبانو په بیا راژوندي کولو او ملاتړ کې د پاکستان رول او پټې اړیکې لا هم یوه پېچلې موضوع ده. د دې ډلې جوړښت، موخې او د پاکستان له لارې ملاتړ د افغانستان پر اوږده جګړه ژوره اغېزه لري، چې د جغرافیایي او امنیتي ستراتیژیو له اړخه د تحلیل او څېړنې وړ دي.
دا اړیکې په ۱۹۹۰مه لسیزه کې پاکستان د خپلو ګټو پر اساس چې د افغانستان په جغرافیه کې د دغه هېواد د بهرنیو کړنو پر وړاندې خپل ستراتیژیک سیاست وساتي، جوړې شوې. همداراز د طالبانو په رامنځته کېدو او د دوی په حکومت کې د پاکستان د ګډون ونډې، دې اړیکو ته یو ځانګړی ارزښت ورکړی. له ۱۹۸۰مې لسیزې وروسته کله چې له افغانستان څخه د شوروي اتحاد پوځونو د وتلو له امله د ډاکتر نجیب الله په مشرې حکومت ملاتړ کم شو، د مجاهدینو د مقاومت او بهرنیو مداخلو له امله د نجیب الله حکومت پای ته ورسېد. په ۱۹۹۲م کال کې د امریکا او پاکستان په همکارۍ د مجاهدینو ډلې د کابل ښار کنټرول ترلاسه کړ او ولسمشر نجیب الله د حکومت تر ړنګېدو وروسته د ملګرو ملتونو د دفتر په خونه کې بند پاتې شو. د ډاکټر نجیب الله حکومت له پرځېدو وروسته په افغانستان کې د مجاهدینو ترمنځ د واک پر سر سختې جګړې پیل شوې، دا جګړې چې د مجاهدینو د ګڼو ګروپونو ترمنځ د واک د وېشلو لپاره وې، د عامو افغانانو ژوند ته یې سخت زیان واړاوه. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې د ځینو راپورونو پر اساس له «۱۹۹۲ تر ۱۹۹۶» کلونو تر منځ نیم میلیون ملکي وګړي وژل شوي، رزګونه کورنه ړنګ او سلګونه زره خلک له کابل څخه بېځایه شول. د کابل ډېری ملکي سیمې د حزب اسلامي، جمعیت اسلامي، وحدت اسلامي او اتحاد اسلامي ډلو ترمنځ د راکټي برېدونو، محاصرو او نښتو ښکار شوې. د ۱۹۹۴م کال په شاوخوا کې کله چې افغان ولس د مجاهدینو له خپلمنځي جګړې، فقر، بشري حقونو نقض او عامه وژنې څخه په تنګ راغلل، نو طالبانو د مجاهدینو له جګړو او نورو ستونزو څخه د خلکو د خوندیتوب لپاره له کندهار څخه سر راپورته کړ.
دوی په لومړیو وختونو کې د سولې او نظم د راوستلو وعده وکړه، مګر وروسته د خپلو سختو تګلارو په پلي کولو سره د یوې سخت دریځې ډلې په توګه وپېژندل شول. په ۱۹۹۶م کال کې طالبانو بې له کوم جدي مقاومت څخه کابل ونیوو او د اسلامي امارت د تاسیس اعلان یې وکړ. دوی ادعا کوله چې حکومتولي یې د اسلامي شریعت پر اساس ولاړه ده، خو د نورو ډېرو اساسي ستونزو ترڅنګ په کې بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته پام نه کېده. طالبانو پر همدغه کال(۱۹۹۶) کې پر ټول افغانستان کنټرول ترلاسه کړ، پاکستان هغه لومړنی هېواد و، چې د طالبانو رژیم یې په رسمیت وپېژانده او د دوی ملاتړ ته یې دوام ورکړ. د پاکستان حکومت پر دې باور و، چې د طالبانو ملاتړ کولی شي په افغانستان کې د دغه هېواد ګټې خوندي کړي. د طالبانو حکومت د پاکستان لپاره یوه ستراتیژیکه ګټه و، ځکه چې پاکستان غوښتل د افغانستان په جغرافیایي حدودو کې خپل نفوذ ته پراختیا ورکړي. له دې کبله، پاکستان د طالبانو د حکومت ملاتړ ته دوام ورکړ، چې د طالبانو د حکومتي جوړښت سره یې تړاو درلود. د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر ۱۱مه په امریکا کې د ترهګریزو بریدونو وروسته چې پړه یې د القاعده ترهګرې ډلې پر غاړه واخیسته، د طالبانو حکومت راوپرځېده او د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونه د ترهګرو پر وړاندې د جګړې لپاره افغانستان ته راوسېدل. په ظاهره په افغانستان کې د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن شتون او د طالبانو د مشر ملا محمد عمر له لوري امریکا ته د هغه نه سپارل، د دې سبب شول چې امریکا پر افغانستان پوځي یرغل وکړي، طالبان له هېواده وتښتېدل او افغانستان یې یو بل سیاسي کرکېچ ته ورټېل واهه. په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له پرځېدو وروسته هم پاکستان له ډغې ډلې سره خپلې اړیکې ټینګې وساتلې او د طالبانو د بیا را ژوندي کولو لپاره یې خپل پټ ملاتړ ته دوام ورکړ، پاکستان د طالبانو د بیا ځواکمنولو لپاره مالي، اوپراتیفي او نظامي په ځانګړې توګه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دوی د پټنځایونو او روزنیزو کمپونو په برخه کې ډېری مرستې وکړې.
د پاکستان ستراتیژیکې ګټې او طالبانو سره یې اړیکې: پاکستان له طالبانو سره خپلې اړیکې د ګڼو ستراتیژیکو موخو په اساس جوړې کړې. د دغه هېواد لپاره د دې اړیکو بنسټیزې ګټې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د فرضي کرښې خوندي کول، په سیمه کې له هند سره سیالي او اقتصادي ګټې یادولی شو. پاکستان په افغانستان کې د طالبانو د موجودیت له لارې د فرضي کرښې په اوږدو کې د پرتو سیمو امنیت ته پام کوي او بله دا چې دغه هېواد تل د افغانستان په اړه د یوې امنیتي ستراتیژۍ لپاره اړتیا لرله چې په دې ستراتیژۍ کې د طالبانو ملاتړ یو مهم جز و. له بلې خوا، پاکستان غواړي چې افغانستان دې داسې حکومت ولري چې له هند سره د اړیکو په اړه د پاکستان له مفکورو سره سمون ولري. دغه هېواد د طالبانو د حکومت په رامنځته کولو له هند سره په افغانستان کې د سیالۍ پر وړاندې یو ستراتیژیک ګام پورته کړی. طالبانو له هند سره د مثبتو اړیکو نه لرلو او پاکستان له دې طریقه هڅه کوله چې په افغانستان کې خپل نفوذ زیات کړي، چې په پایله کې د هند له نفوذ څخه مخنیوی وکړي. بلخوا، پاکستان غواړي چې د طالبانو په وجود کې د افغانستان سره خپلې غېر مشروع سوداګریزې اړیکې پراخه کړې، ځکه چې افغانستان د پاکستاني توکو د خرڅلاو لپاره تر ټولو ښه بازار دی، دغه هېواد د طالبانو په مرسته هڅه کوي چې له افغانستان سره د ګازو، تېلو او نورو منابعو د وارداتو او صادراتو په برخه کې ځانګړې اقتصادي ګټې ترلاسه او د خپل اقتصاد د پیاوړتیا لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي دي.
د طالبانو پروړاندې د پاکستان پټې پالیسۍ: په ۲۰۰۱ کال کې په هېواد کې د طالبانو حکومت له پرځېدو وروسته هم پاکستان د دغې ډلې سره خپلې اړیکې ډېری وخت په پټه توګه ساتلې، د دې لپاره چې نړۍوال فشارونه او د طالبانو د ترهګریزو کړنو په اړه د شکونو کچه راټيټه کړې. همداراز، پاکستان د طالبانو د ملاتړ او بیا راژوندي کېدو په برخه کې یو مهم رول لوبولی او د طالبانو د ځواکمنېدو لپاره د وسلو ورکولو او د هغوی د روزنې له لارې خپل ملاتړ ته دوام ورکړ. د پاکستان استخباراتي خدمات په ځانګړي توګه ISI (د پاکستان استخباراتي اداره) د طالبانو سره د همکارۍ په لور تللې وه او د هغوی د وسلو، روزنې او لوژستیکي ملاتړ برابروونکي وو. دغه هېواد له طالبانو سره په پټه توګه د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره اړیکې ساتلې، چې په دې سره یې نه یوازې د افغانستان په جګړه کې خپل رول پیاوړی کړ، بلکې په نړۍواله کچه یې د دې اړیکو په اړه کم معلومات ورکول. پاکستان غوښتل چې د طالبانو په ملاتړ سره خپل ملي امنیت په نظر کې ونیسي او د خپل نفوذ د پراختیا لپاره ترې ګټه پورته کړي. په افغانستان کې د امریکا په ملاتړ د جمهوري نظام له رامنځته کېدو شاوخوا پنځه کاله وروسته په هېواد کې د حکومت پر ضد جګړې زور واخیست، د جګړې په شدت کې ډېرښت او په پاکستان کې د طالب مشرانو شتون او د دوی د روزنځایونو په تړاو ګنګوسو پر پاکستان د نړۍوالو نیوکې ډېرې کړلې. د امریکا حکومت او نورو ناټو غړیو هېوادونو له خوا پر دغه هېواد فشارونه زیات شول، چې د طالبانو د ملاټر پالیسۍ ته د پای ټکی کېږدي. خو له دې سره هم پاکستان د طالبانو سره خپلې پټې اړیکې پراخې وساتلې او له دغه ډلې سره یې مرستو ته دوام ورکړ، چې دې اړیکو له یو مخې د افغان حکومت لپاره جدي ګواښونه رامنځته کول. د افغانستان د جګړې د اوږدېدو په جریان کې، پاکستان د طالبانو د بیا را ژوندي کولو لپاره له ګڼو لارو مرستې وړاندې کړې. دغه هېواد د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په اړه د ټولو تګلارو څخه ملاتړ وکړ، چې په دې سره یې طالبان د خپلو جګړو پر مخ وړلو کې پیاوړي کړل. پاکستان له طالبانو سره د خپلو اړیکو پټ اړخونه له نړۍوالو څخه پټ وساتل، ځکه پاکستان پوهېده چې د نړۍوالو ډېر فشارونه د طالبانو د قدرت په زیاتولو کې یو کلیدي عامل دی.
د سولې په بهیر کې د پاکستان رول: پاکستان د طالبانو سره د خپلو اړیکو له لارې د افغانستان د سولې په بهیر کې یو جدي خنډ و. د دغه هېواد د دوه ګوني سیاست په لړ کې له طالبانو سره د ملاتړ او سولې په اړه د پاکستان پالیسۍ د افغانستان د سولې بهیر لپاره یوه لویه ستونزه وه. پاکستان د افغانستان د سولې پروسې لپاره تل د طالبانو له ملاتړ څخه د خپلو ګټو لپاره استفاده وکړه. د دې پالیسۍ له امله د افغانستان د سولې خبرو اترو ته زیان ورسېد، ځکه چې پاکستان له طالبانو سره خپلو اړیکو او ملاتړ ته دوام ورکاوه. د افغان حکومت د غوښتنې له مخې، پاکستان باید د طالبانو د ملاتړ پالیسي پای ته ورسوي، ترڅو د سولې پروسه په بریالیتوب ترسره شي. دغه هېواد د خپلو استخباراتي ادارو پر مټ هڅه کوله، چې د سولې د مذاکراتو پر مهال د افغانستان دننه امنیتي ګډوډۍ او تروریزم تشویق کړي، ترڅو د سولې پروسې د پرمختګ د خنډ لامل شي. که څه هم پاکستان د یوې پټې پالیسۍ له لارې هڅه وکړه چې د افغانستان د سولې بهیر لپاره ژمنې وکړې، مګر د طالبانو سره د اړیکو له کبله دا هڅې زیاتره وخت بې ګټې وې. پاکستان غوښتل، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام په ړنګېدو او د طالبانو بیا ځلې په واکمنېدو سره په دغه هېواد کې خپل نفوذ وساتي او د سیمه ییزو سیاستونو په برخه کې خپل رول قوي کړي. د دغه هېواد دا هڅې د افغان دولت او نورو نړۍوالو هڅو سره متضاد او د پاکستان سیاسي، نظامي، مالي او استخباراتي ملاتړ د دې لامل شو، چې د افغانستان د سولې پروسه ناکامه او د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې په هېواد کې جمهوري نظام ونړېد. طالبانو د دویم ځل لپاره کابل ونیوو او پخواني ولسمشر محمد اشرف غني اړ شو، چې د لا ډېرې وینې توییدنې او د کابل د ورانېدو د مخنیوي لپاره افغانستان پرېږدي. پر سبا یې د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر جنرال فیض حمید کابل ته بې له کومې رسمي بلنې ولاړ او په ډېر ویاړ سره یې په سرینا هوټل کې د چایو پیاله پورته کړه او په افغانستان کې یې د خپل هېواد بریا ولمانځله. طالبان په افغانستان کې یو ځل بیا واکمن شول او هېواد یې د نړیوالې انزوا، فقر، ملاکراسۍ لوري ته ثوق او له همدې ورځې وروسته د طالبانو او پاکستان اړیکي یو ځل بیا په ښکاره ډول ټینګې شوې.
د طالبانو او پاکستان اړیکې، له بیا واکمنۍ تر نن: کله چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه طالبان کابل ته ننوتل او د جمهوري نظام واک یې په بشپړه توګه ختم کړ، په پاکستان کې د سیاسي او امنیتي کړیو ډېری کسانو دا د خپلې اوږدمهاله ستراتېژۍ یو مهم بریالیتوب ګاڼه. د طالبانو د بریا په لومړیو اوونیو کې د پاکستان لوړپوړي چارواکي په ځانګړي ډول په هغه مهال د استخباراتو مشر جنرال فیض حمید، په ښکاره او پټه کابل ته ولاړل، څو د نوي نظام له رهبرۍ سره اړیکې ټینګې کړي او د سیاسي او امنیتي همغږۍ نوې تګلاره وټاکي. په همدې وخت کې د پاکستان رسنیو او سیاستوالو د طالبانو واک ته رسېدل د افغانستان د «ثبات» او د «هندي نفوذ د پای» په توګه تبلیغول، خو ډېر ژر د دواړو خواوو ترمنځ د بې باورۍ هغه پخواني سیوري راښکاره شول چې د تېرو شلو کلونو په اوږدو کې رامنځته شوي وو. د اړیکو لومړنۍ ستونزه د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي ټي پي» موضوع وه. پاکستان تمه درلوده چې طالبان به د خپل نفوذ له لارې د «ټي ټي پي» وسلوال مجبور کړي چې یا له جګړې لاس واخلي یا د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره ونه کاروي. طالبانو په ښکاره ډول وویل چې د «ټي ټي پي» او اسلاماباد ترمنځ شخړه یوه «کورنی اړخ» لرونکې موضوع ده او د هغوی سیاست دا دی چې افغان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي، خو په عملي بڼه د «ټي ټي پي» فعالیتونه د افغانستان په خاوره کې محدود نه شول. د پاکستان د پوځ او استخباراتو د څو پړاوي خبرو وروسته، د طالبانو په منځګړیتوب یو موقتي اوربند رامنځته شو، خو د ۲۰۲۲ کال وروستیو کې دا اوربند د «ټي ټي پي» له لوري لغوه شو او بریدونه زیات شول. دا موضوع د دواړو خواوو ترمنځ د سیاسي اړیکو د خرابېدو اصلي ټکی وګرځېد. په اقتصادي برخه کې، پاکستان هڅه وکړه د ترانزیټي سوداګرۍ، د بندرونو لاسرسي او د ویزو شرایطو په برخه کې طالبان تر فشار لاندې راولي، څو د خپلو امنیتي غوښتنو د منلو لپاره امتیاز تر لاسه کړي. څو ځله د تورخم او سپین بولدک دروازې وتړل شوې، چې دا کار د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ټیټه کړه او د دواړو ولسونو پر ژوند یې مستقیم اغېز وکړ. په بدل کې، طالبانو هم ځینې وختونه د پاکستاني صادراتو د راتګ مخه ونیوله، چې دا یې د متقابل فشار یوه وسیله وکاروله. د دواړو خواوو اقتصادونه، چې له یو بل سره ژور تړاو لري، د دې سیاستونو له کبله له زیانونو سره مخ شول. همداراز، په سیاسي ډګر کې، طالبانو تمه لرله چې پاکستان به د دوی د حکومت د نړیوال مشروعیت په ترلاسه کولو کې کلیدي رول ولوبوي، خو اسلاماباد دا کار په احتیاط سره ترسره کړ. که څه هم پاکستان په نړیوالو غونډو کې د طالبانو پر وړاندې نسبي نرم دریځ درلود، خو په ښکاره یې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژاند. د دې تر شا یو دلیل دا و چې اسلاماباد نه غوښتل د نړیوالو بندیزونو او فشارونو له ګواښ سره مخ شي، او بل دلیل یې دا چې و، د «ټي ټي پي» مسله له طالبانو سره د اړیکو په ټوله معادله کې لومړیتوب درلود. بلخوا، په امنیتي برخه کې، د ډیورند پر کرښه د دواړو ځواکونو ترمنځ څو ځله فزیکي نښتې وشوې. د سرحدي کټارو جوړول، د امنیتي پوستو پر سر شخړې، او د ولسي وګړو مرګ ژوبله د دواړو لوریو ترمنځ احساساتي واټن زیات کړ. طالبانو د ډیورند کرښه د نړیوال سرحد په توګه په رسمیت ونه پېژانده او دا یې یوه تاریخي لانجمنه موضوع وبلله، په داسې حال کې چې پاکستان دا د خپلې ملي امنیتي تګلارې بنسټ بولي. دا توپیر د سرحدي تاوتریخوالي د دوام یو اساسي لامل وګرځېد. له دې هر څه سره سم په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو مسله هم د فشار یوه وسیله شوه. په دغه هېواد کې د افغان کډوالو شمېر د طالبانو تر واکمنۍ وروسته زیات شو، ځکه چې ډېر افغانان د اقتصادي ستونزو او امنیتي اندېښنو له امله پاکستان ته کډه شول. اسلاماباد د کډوالو د ایستلو ګواښ وکړ او په ځینو پړاوونو کې یې عملي اقدامات هم ترسره کړل، چې طالبانو یې مقابل کې سخت غبرګون وښود. طالبانو دا چلند د «انسانیت ضد فشار» په توګه وغندلو او دا یې د دواړو ولسونو ترمنځ د ورورولۍ پر ضد وبلله. د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو په اوږدو کې د اړیکو فضا نوره هم سړه شوه، پاکستان پر طالبانو تور پورې کړ چې د «ټي ټي پي» مشران او جنګیالي د افغانستان په خاوره کې خوندي دي او له هغه ځایه بریدونه کوي. طالبانو په ځواب کې وویل چې پاکستان د خپلو داخلي امنیتي ستونزو پړه پر دوی اچوي او د خپلو ناکامیو مسوولیت نه مني. د دې تر څنګ، د طالبانو له خوا د بهرنیو ځواکونو پر ضد د سخت دریځی سیاست، د ښځو پر زدهکړو او کار د محدودیتونو دوام، او د نړیوالو غوښتنو نه منل، پاکستان ته د طالبانو د نړیوالې انزوا ستونزه نوره هم پېچلې کړه. په سیمهییزه کچه، د چین د اقتصادي دهلیز«سي پیک» امنیت، د خلیجي هېوادونو پانګونه، د ایران سیالي، او د هند د نفوذ د مخنیوي هڅې د پاکستان او طالبانو پر اړیکو سیوري غوړوي. پاکستان غواړي طالبان په داسې ډول مدیریت کړي چې د دې ستراتېژیکو پروژو امنیت خوندي کړي، خو طالبان غواړي خپلواکه بهرنی سیاست وساتي او د یوه واحد قدرت د اغېز لاندې پاتې نشي.
د پاکستان – امریکا اړیکې او پر طالبانو یې اغېزې له ۲۰۲۱ کال څخه چې طالبان بیا په کابل کې واک ته ورسېدل، د پاکستان او امریکا اړیکې د یوې سختې بې باورۍ دورې ته داخلې شوې. واشنګټن په ښکاره توګه پاکستان د طالبانو د بریا او د افغانستان جمهوري نظام د ړنګېدو په ملاتړ تورن باله، خو اسلاماباد هڅه کوله چې خپل رول داسې توجیه کړي چې ګنې د سولې او سیمه ییز ثبات په ګټه یې عمل کړی، سره له دې، د افغانستان په نوي سیاسي جوړښت کې د طالبانو واکمنېدل دواړو هېوادونو ته د خپلو ستراتیژیکو محاسبو بیا کتنې ته لاره هواره کړه. په لومړیو میاشتو کې د امریکا او پاکستان اړیکې ډېرې سړې وې. امریکا د پاکستان د پوځي او استخباراتي ادارو پر هغو پټو اړیکو ناخوښه وه چې د طالبانو د واک ته رسېدو لپاره یې زمینه برابره کړې وه. په مقابل کې، پاکستان په دې باور و چې امریکا په بې مسوولانه توګه له افغانستانه ووتله او ټول امنیتي بار یې پر اسلاماباد واچاوه. خو د ۲۰۲۲ له وروستیو څخه د دواړو هېوادونو د اړیکو د بیا رغولو هڅې په تدریجي ډول پیل شوې،چې دې بهیر څو مهم عوامل لرل. لومړی، ستراتیژیک جغرافیا او د قدرت لوبه: امریکا په سیمه کې د خپل نفوذ د ساتلو لپاره د پاکستان جغرافیایي ارزښت له پامه نه شي غورځولای. پاکستان د افغانستان، ایران، چین او هند تر منځ په یو حساس څلورلار کې پروت دی. واشنګټن د چین د «یو کمربند – یوه لار» پروژې د پراخېدو د مخنیوي لپاره د اسلاماباد ملګرتیا د اړتیا وړ ګڼي، په ځانګړي ډول د ګوادر بندر او د چین–پاکستان اقتصادي دهلیز د محدودولو لپاره. دویم، د ترهګرۍ ضد ګډه اجنډا: په ظاهره، امریکا او پاکستان دواړه د داعش خراسان، القاعده او د تحریک طالبان پاکستان په اړه ورته اندېښنې لري. واشنګټن په دې باور دی چې که طالبان د دغو ډلو د فعالیتونو مخه ونه نیسي، نو دا به د سیمه ییز او نړیوال امنیت لپاره لوی ګړاښ وي. خو پاکستان بیا وايي چې د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه د دوی ملي امنیت له جدي ګواښ سره مخ کوي. همدا ګډه اندېښنه دواړه اړخونه د استخباراتي او پوځي همکارۍ پر لور راکش کړې دي. درېیم، اقتصادي اړتیاوې او نړۍوال ملاتړ: پاکستان د ۲۰۲۲–۲۰۲۳ په مالي کلونو کې له سخت اقتصادي بحران سره مخ شو. د نړیوالو مالي ادارو مرستې او پورونه د دې لپاره اړین وو چې د افلاس مخه ونیسي. د امریکا په دې ادارو کې قوي نفوذ اسلاماباد دې ته اړ کړ چې د واشنګټن سره اړیکې بېرته ورغوي، څو د مرستو او پورونو دروازې پرانیستې پاتې شي. د امریکا او پاکستان د اړیکو دا بیا رغونه پر طالبانو څو اړخیز اغېز لري. لومړی دا چې پاکستان اوس کولی شي د طالبانو پر ضد د امریکا د سیاسي ملاتړ څخه د فشار وسیله جوړه کړي. که مخکې اسلاماباد یوازې په خپله د طالبانو سره اړیکې اداره کولې، اوس کولی شي تر شا د امریکا ملاتړ یوه قوي جبهه هم ولري، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ ضد همکارۍ په برخه کې. همداراز، دا اړیکې طالبانو ته روښانه کوي چې پاکستان یوازې د دوی پر سیاسي ملاتړ بسنه نه کوي. دا سیګنال په کابل کې د طالبانو مشرتابه ته دا پیغام رسوي چې که د اسلاماباد غوښتنې ونه مني، نو هغوی به د امریکا سره په ګډه د فشار نورې لارې ومومي.
له بلې خوا د پاکستاني طالبانو تحریک موضوع اوس د امریکا په اجنډا کې هم ځای لري. که څه هم واشنګټن ښکاره غوښتنه نه کوي، چې طالبان دې د دې ډلې پر ضد عملیات وکړي، خو د پاکستان امنیتي اندېښنې د مشروع غوښتنې په توګه مني. دا طالبانو ته عملي فشار دی چې یا خو د «ټي ټي پي» ملاتړ پرېږدي یا به د امریکا–پاکستان ګډ فشار جبهه ورسره مخ کړي. څلورم، د اقتصادي فشار احتمال زیات شوی. که طالبان د نړیوالو غوښتنو پر وړاندې نرمښت ونه ښيي، د پاکستان او امریکا ګډ دریځ کولی شي د نړیوالو بندیزونو د سختېدو لامل شي، چې دا به د طالبانو پر اقتصاد او د بهرنیو اسعارو پر بازار سخته ضربه وي.
له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۵ پورې، د پاکستان او امریکا اړیکې د بېباورۍ له یوې سختې مرحلې څخه د مشروطې همکارۍ مرحلې ته رسېدلې دي. د دې اړیکو بیا رغونه پر طالبانو مستقیم فشار اچوي، ځکه د دوی تر ټولو مهم سیمه ییز ملګری، پاکستان، اوس هڅه کوي له لوېدیځ سره د خپلو ګټو په خوندي کولو کې توازن وساتي. که طالبان د پاکستان او امریکا ګډې غوښتنې له پامه وغورځوي، نو دا به د دوی سیاسي انزوا، اقتصادي فشار او امنیتي ننګونې نوره هم ژورې کړي.