• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د طالبانو د واکمنۍ څلور کاله

ازادۍ جبهه: د طالبانو څلور کلنه واکمني «مشروعیت» نه‌لري

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۰۰ GMT+۱

د افغانستان ازادۍ جبهې شنبه (د زمري ۲۵مه) ویلي، د طالبانو څلور کلنه واکمني «مشروعیت» نه‌لري. دغه جبهه وایي، چې طالبانو د افغانانو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کړي، د افغانستان کانونه یې لوټ کړي او دوی هم د هغوی پر ضد پوځي عملیات کړي او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.

دغې جبهې پر اېکس پاڼه د طالبانو څلور کلنه واکمني «نامشروع» بللې او ویلي یې دي، چې په دغه موده کې افغانستان د نړۍوالو ترهګرو په مرکز بدل شوی دی. د اعلامیې له مخې؛ طالبانو د افغانستان خلک د خپلو بنسټيزو حقونو څخه بې برخې کړي دي، لکه د ښځو زده‌کړې، کار او ټولنیز ژوند کې ګډون چې دا د جنسيتي توپیر ښکاره بڼه ده.

د ازادۍ جبهې ادعا کړې، چې د دوی د څېړنو له مخې په تېر یوه کال کې طالبانو ۲۰۹ پخواني امنيتي ځواکونه وژلي دي.

دغه جبهه وايي، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر محتسبانو د افغان ښځو پر عزت تېری کړی؛ نو له همدې امله یادې جبهې هغوی په خپلو پوځي موخو کې شامل کړي دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې، چې دوی د خپلو پوځي عملیاتو په لړ کې د روان کال پسرلي راهیسې ۱۴ محتسبان وژلي دي.

د افغانستان ازادۍ جبهې ادعا کړې، چې د روان کال په اوږدو کې یې د طالبانو پر پوځي تاسیساتو ۸۸ بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۲۲۵ طالبان وژلي او ۱۷۴ نور یې ټپيان کړي دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د مدني ټولنې فضا له‌منځه تللې ده

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۰۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا شنبه (د زمري ۲۵مه) په یوه اعلامیه کې ويلي، چې طالبانو د افغانانو او په ځانګړي ډول د ښځو ژوند تریخ کړی، د خلکو بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي او افغانستان ته په زور د افغان کډوالو اېستل د هغوی ژوند نور هم له ګواښ سره مخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د طالبانو د واکمنۍ څلورمې کلیزې په اړه ويلي، چې د افغانستان خلک او په تېره بیا ښځې په پرله ‌پسې ډول له سختو بندیزونو سره مخ دي؛ ځکه طالبانو د جنسیتي ظلم یو منظم پلان عملي کړی دی. په اعلامیه کې راغلي، چې طالبان د بیان له ازادۍ، رسنیو، بشري حقونو او نړۍوالو قوانینو سره ښکاره دښمني کوي.

د دغې شورا په وینا؛ د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون» د ښځو او نجونو ژوند نور هم ګران کړی، چې دا د جنسیتي توپیر او بشري ضد جنایتونو ښکاره بڼه ده. دغه شورا زیاتوي، چې نجونې تر شپږم ټولګي پورته زده‌کړو ته نه پرېښودل کېږي او له کار، ازاد تګ راتګ، کلتوري او ټولنیز ژوند څخه هم بې برخې شوې دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې، قومي او مذهبي لږکۍ، د بشري حقونو فعالان، خبریالان او هنرمندان د نیولو، شکنجو او ان د مرګ له ګواښ سره مخ دي. اعلامیه وړاندې کاږي، په عام محضر کې د خلکو په درو وهل او اعدامونه هم دوام لري، د مدني ټولنې فضا یو مخ له منځه تللې ده.

دغه شورا وايي: «په افغانستان کې د بشري ناورین کچه ورځ تر بلې پراخېږي؛ د مرستو کمښت، د طالبانو بندیزونه او د ایران او پاکستان له‌خوا د افغان کډوالو جبري اېستل افغانان نور هم له ګواښ سره مخ کړي دي. افغانان داسې مهال په زور افغانستان ته شړل کېږي، چې دغه هېواد د هغوی لپاره خوندي ځای نه‌دی.»

د دغې اعلامیې له مخې؛ «د ملګرو ملتونو کارپوهان سپارښتنه کوي، چې باید د دغه وضعیت د مهارولو لپاره ټول وسایل او امکانات په کار واچول شي؛ لکه نړۍوال فشار او حساب ورکول. باید د جنسیتي توپیر موضوع د جرم په توګه راپورته شي. باید د ښځینه حقونو ټولنو او کليوالو ښځو ملاتړ وشي، باید نویو راستانه شویو کډوالو ته بشري مرستې ورسول شي او په عمومي ډول د مدني ټولنې فضا را منځ ته شي.»

د ملګرو ملتونو شورا وايي، چې د طالبانو د حکومت له‌خوا ښځې له خپلو حقونو بې‌برخې کول باید عادي کار و نه ګڼل شي او باید په دې برخه کې عملي ګامونه واخيستل شي. دغه شورا وایي، که څه هم د افغانستان اوسنی وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی؛ خو دغه وضعیت به تل داسې نه وي او په دوامداره توګه نړۍواله همکاري اړینه ده، چې د طالبانو د ظلم د پراخېدو مخه ونیول شي.

اېرلنډ: د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو پراخې سرغړونې په کله غندو

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۴۳ GMT+۱

د اېرلنډ بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د بیا واکمنۍ څلورمې کلیزې په مناسب خپور شوي بیان کې له بشري حقونو د طالبانو سرغړونې غندلې دي. دغه وزارت ویلي:« موږ د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو پراخې سرغړونې او محدودیتونه په کلکه غندو.»

په بیان کې راغلي، چې اېرلنډ به په افغانستان د بشري حقونو د ټینګښت په برخه کې له افغانانو خپل ملاتړ ته دوم ورکړي. دغه وزارت زیاته کړې، چې له ملګرو ملتونو، اورپايي ټولنې او په ټوله کې له نړۍوالو شریکانو سره به په افغانستان کې د مثبت بدلون په تړاو خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

په بیان کې وړاندې راغلي، چې اېرلنډ د افغان کډوالو د بیا مېشتېدو پروګرام په لړ کې ځینې افغانان منلي او ژمنه یې کړې چې ۵۰ نورو افغانانو ته به هم په اېرلنډ کې د اوسېدو زمینه برابره کړي.

د طالبانو د بیا واکمنېدو څلورمې کلیزې په مناسبت بېلابېلو هېوادونو او سیاسي مشرانو په خپلو بیانونو کې د دوی پر سختدریځه سیاستونو نیوکې کړې وې؛ خو طالبان بیا خپله څلور کلنه دوره له لاسته راوړنو ډکه بولي او ادعا کوي، چې په دغه موده کې افغانستان ګڼ پرمختګونه کړي.

طالبان وايي، په افغانستان کې د جنايي جرمونو کچه راکمه شوې

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې پر افغانستان د دوی د څلور کلنې واکمنۍ پرمهال د جرمونو په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی دی. د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه مرکه کې ادعا کړې، چې د دوی د څلور کلنې واکمنۍ پرمهال د جرمونو په کچه کې ۲۵سلنه کموالی راغلی دی.

نوموړي ویلي، که څه هم صفر ته د جنايي جرمونو د کچې راټیټېدل شونې نه‌دي؛ خو دوی په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي. هغه وایي:« د تېر کال پرتله ۲۵ سلنه د جرمونو کچه راکمه شوې، بشپړ له‌منځه وړل یې ګران دي؛ خو د کشف په برخه کې د پام وړ پرمختګ لرو.»

خو له بل پلوه د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي بیا وایي، چې اوس هم د غلو له وېرې د شپې له‌خوا په ځینو سیمو کې تګ راتګ نه‌شي کولای. نوید «مستعار نوم» چې د کابل په البرز بلاکونو کې اوسېږي، په دې اړه وايي:« زموږ د کور تر څنګ د ملنګ جان تپه ده، چې هوا تیاره شي بیا دلته کرځېدل له خطره خالي نه‌دي. له پخوا راهیسې دلته غله شته، چې له خلکو موبایلونه، پیسې او هرڅه چې ورسره وي اخلي.»

نوموړی وايي، پخوا به خلکو د جنايي جرمونو پېښې په خواله رسنیو کې شریکولې؛ خو اوس یې څوک د طالبانو له ډاره نه خپروي، نو داسې نه‌ده چې بیخي جنايي پېښې نه کېږي.

طالبان په داسې حال کې د جنايي جرمونو د کچې راکمېدو ادعا کوي، چې کابو هره ورځ یې ویاندویان په کابل او ولایتونو کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور د ځینو کسانو د نیولو خبرونه خپروي.

په افغانستان کې بې‌وزلي او مخ پر زیاتېدونکی فقر د جنايي جرمونو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

رواداري: طالبانو د اساسي قانون په لغوه کولو سره «عدالت غوښتنه» ګرانه کړې ده

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۱۴ GMT+۱

د رواداري په نوم د بشري حقونو یو بنسټ وایي، چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د ښځو د زده‌کړو او کار په برخه کې د بندیزونو په لګولو، له پخوانیو پوځیانو غچ اخيستلو، د افغانستان اساسي قانون او نړۍوالو تړونونو ځنډولو سره نړۍوال بشري قوانین نقض کړي دي.

دغه بنسټ د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ د غندنې په اړه ویلي، چې طالبانو په دې موده کې د افغانانو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي. په اعلامیه کې ویل شوي، چې ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ بشري او ﻫﻐﻪ ﺣﻘﻮﻧﻪ چې په نړۍوالو الزامي اسنادو کې ثبت او نړۍوالو تړونونو کې یاد شوي؛ په منظم ډول نقض کړي دي.

دغه بنسټ زیاته کړې، چې د طالبانو له‌خوا عمومي عفوه د خلکو تېر اېستل دي؛ ځکه هغوی هره ورځ په منظم ډول د مخکيني دوﻟﺖ له کارکوونکو، د ﻫﻐﻮی د کورنیو له غړو، د بشري ﺣﻘﻮﻧﻮ فعالانو، د ښځینه فعالانو او خبریالانو غچ اخلي.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې خپلسرې نیونې، سپک چلند، زنداني کېدل، شکنجه کېدل، تري تم کېدل او له محاکمې پرته وژل له هیچا پټ نه‌دي.

د اعلامیې له مخې؛ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ اﺳــﺎسي ﻗﺎﻧﻮن ﻟﻐﻮه کړی، نړۍوالو قوانین یې ځنډولي، عملا یې د افغانستان د خلکو بشري حقونو ملاتړ کوونکي بنسټونه له منځه وړي او په دې ډول یې عدالت غوښتنه ګرانه کړې ده.

دغه بنسټ د نړۍوالې جزايي محکمې (ICC) له‌خوا د طالبانو د مشر ملاهبت الله او د دغې ډلې قاضي القضات د نیولو حکم هم ستایلی دی.

اسماعیل میاخېل:طالبانو په «الهي نصرت» نه، بلکې د امریکا په نصرت کابل سقوط کړ

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۲:۱۴ GMT+۱

د افغانستان د ملي راډيو ټلویزیون پخوانی مشر اسماعیل میاخېل د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ په تړاو وايي، طالبان ۴ کاله مخکې په «الهي نصرت» نه، بلکې «امریکايي نصرت» واک ته رسېدلي دي.

اسماعیل میاخېل زیاتوي، «د کابل سقوط چې د یوې دسیسې له مخې وشو او طالبان ورته د "الهي نصرت" نوم ورکوي، خو زه دا امریکايي نصرت بولم.»

د نوموړي په وینا، امریکا نه یوازې طالبانو ته د دوحې له هوکړې سره نړۍوال سټېج ورکړ، بلکې له واک ته رسولو وروسته یې له ۳ میلیاردو ډالرو زیاتې پیسې هم ور لېږلې دي.

د جمعې په ورځ (د زمري په ۲۴مه) په افغانستان کې طالبانو واک ته د رسېدو څلورم کال ونمانځه او د هبت الله په ګډون ټولو چارواکو یو ځل بیا امریکا او متحدین یې په افغانستان کې ماتې خوړلي وبلل او خپله بریا یې «فتح» وګڼله.

میاخېل په خواله رسنۍ ایکس لیکل: « طالبانو له څلورو کلونو راهیسې افغانان د ژوند په هره برخه کې له بحران سره مخ کړي او دوی د «فتحې» ادعاوې کوي، په داسې حال کې چې د امریکا په ګډون نړۍوالې ټولنې تر ۱۰ میلیارده ډالره ورکړي خو د روڼتیا او حساب د نشتوالي له امله روښانه نه ده، دغه پیسې څه شوې دي.»

د افغانستان د ملي راډيو ټلویزیون پخوانی مشر زیاتوي، له زده کړو د محرومو نږدې ۳ میلیونه نجونو په ګډون د افغانستان پوره نیمايي قشر له زده کړو، کار، اساسي حقونو او ازادیو محروم دی او په وینا یې دا د نړۍ په معاصره تاریخ کې د ښځو پر وړاندې تر ټول بد او تبعضي چلند دی.

اسماعیل میاخیل په ډاګه کړې، چې د طالبانو له عمومي عفوې سره سره په هېواد کې شکنجه، بې محاکمې وژنې او د وېرې خپرول دوام لري، چې تر ډېره یې د ملي پوځ سرتېري، مدني فعالان او خبریالان قربانیان دي.

د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د بیان ازادي په بشپړه توګه فلج ده. ان که د عباس ستانکزي په څېر طالب چارواکي هم سالمه نیوکه وکړي ورکېږي او هغه طالب وزیران چې په ښکاره د هبت الله د ځینو تګلارو مخالف دي، د واک د لومړیو ورځو برعکس اوس په مناسبتي غونډو کې له وړاندې مشخصه اجنډا ورکول کېږي او خپلې خبرې یې سانسور کېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی پر طالب مشرانو له پرلپسې نیوکو وروسته، هبت الله ته د وفاداره کسانو له لوري د نیول کېدو له وېرې دوبۍ ته تښتېدلی او لا هم همالته اوسېږي.

میاخېل له طالبانو سره د ځینو هېوادونو تعاملات د یادو هېوادونو د ګټو پر بنسټ ګڼلي، خو د جرمونو د نړۍوالې محکمې له لوري د هبت الله او د هغه د قاضي القضات د نیولو حکم صادرېدل او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست پر سفر بندیز د دې ښکارندوی وباله چې د دوی نړۍوال مشروعیت او ادعا شوې حکومتولي په حقیقي توګه ننګول شوې ده.

د افغانستان د ملي راډيو ټلویزیون د پخواني مشر اسماعیل میاخېل په باور، «طالبانو له افغانستان نه طالبستان جوړ کړی او ټول تمرکز یې یوازې د خپلې استبداي ډلې پر بقا دی، خو د افغانستان او نړۍ تاریخ ښودلې، چې مستبد او ناولسواک نظامونه او ډلې ډېرې ژر پاشل شوې دي او دوام نه شي کولای.»

د یادونې وړ ده، چې اسماعیل میاخېل خپل موقف لا هم په خپله اېکس پاڼه کې «د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون عمومي رييس» پرېښی دی.