• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو کاڼه غوږونه؛ متقاعدین څلور کاله پرله‌پسې اعتراضونه کوي، خو غږ یې نه اورېدل کېږي

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۳:۴۵ GMT+۱

په خپلو حقونو پسې سرګرانه لسګونه افغان متقاعدینو یو ځل بیا په کابل کې اعتراض کړی او د طالبانو پر حکومت یې نیوکې کړي چې خپل مشروع حقونه لا نه ورکوي. وایي، دا څلور کاله کېږي چې څوک یې غږ نه اوري او طـالبانو یې پر غوښتنو غوږونه کاڼه کړي دي.

دوی چې پرون شنبه د ( زمري ۲۶مه) په کابل کې د تقاعد ریاست مخې ته راټول شوي وو، وايي څلور کاله کیږي چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره اعتراضونه کوي؛ خو چا پرې غوږ نه دی ګرولی.

د متقاعدینو له ډلې عبدالواسع وايي، څلور کاله تیر شول او نه پوهیږي چې لا به نور څومره صبر کوي.

نوموړی زیاتوي، د تقاعد ریاست مسولین یې نن په سبا غولوي او په حقونو یې سترګې پټې کړي دي.

د دغه لسګونه متقاعدینو په وینا چې وروستی اعتراض یې ځکه د طالبانو د واکمنۍ له څلورمې کلیزې سره هم‌مهاله کړی، چې ګوندې غږ یې د طالبانو حکومت تر مشرانو ورسیږي.

دغه پخواني دولت مامورین هوډ لري تر هغه چې یې حقونه نه وي ورکړل شوي خپلو اعتراضونو او غونډو ته به دوام ورکړي.

په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې متقاعدینو په وار وار د تقاعد حق اخیستلو لپاره د کابل د تقاعد ریاست مخې ته راغونډ شوي، چې خپل هغه حق ترلاسه کړي چې د ماموريت پر مهال به يې له تنخوا څخه د دولت خزانې ته ورکاوه.

د طالبانو حکومت بیا ویلي، چې متقاعدین باید د خپلو حقونو د ثابتولو لپاره ځانګړې محکمې ته مراجعه وکړي. د طالبانو د مالیې وزارت بیا ویلي و، چې د دغې ډلې د مشر ملاهبت الله د فرمان پر بنسټ د ټاکل شويو اصولو له مخې متقاعدینو ته د تقاعد حقونو د ورکړې پرېکړه شوې ده؛ خو متقاعدین بیا نیوکه کوي، چې اړونده ادارې دغه امر نه مني.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د بلخ د یوې سیمه ییزې ادارې په انګړ کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جومات جوړ کړ

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۳۱ GMT+۱

طالبانو د بلخ ولایت د کرنې ریاست په انګړ کې د ۶.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یو جومات جوړ کړی دی. د روان کال په وري میاشت کې د بلخ د طالبانو والي د خپل دفتر په انګړ کې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده په نوم هم یو جومات جوړ کړی.

د بلخ لپاره د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر د شنبې په ورځ (د زمري ۲۵مه) ویلي، چې دا جومات د یوسف وفا په امر او د ملي سوداګرو په مالي ملاتړ جوړ شوی دی.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې یاد جومات د ۴۵۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري او هغه جومات چې د طالبانو والي د خپل دفتر په انګړ کې جوړ کړی د ۲۵۰ کسانو ظرفیت لري.

طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د دولتي دفترونو په انګړ کې د میلیونونو افغانیو په لګښت لسګونه جوماتونه جوړ کړي دي.

طالبان دغه جوماتونه په داسې حال کې جوړوي، چې د هېواد له نیمایي څخه ډېر نفوس په خورا بېوزلۍ کې ژوند کوي او په میلیونونه خلک پر بشري مرستو تکیه کوي.

طالبانو په ننګرهار او غور ولایتونو کې ۱۴ کسان د نشه يي توکو د کاروبار په تور نیولي دي

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۰۲ GMT+۱

طالبانو په غور او ننګرهار ولایتونو کې ۱۴ کسان له نږدې ۱۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکو او سلګونه نشه کوونکو ټابلېتونو سره یو ځای نیولي دي.

په غور ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د دغه ولایت په دولینه ولسوالۍ کې یې د شنبې په ورځ «د زمري په ۲۵مه» د نشه يي توکو ۳ کاروباریان د «اېف» په نوم له ۹۰ کیلوګرامه نشه يي توکو او یوه سراچه موټر سره یو ځای نیولي دي.

100%

په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین هم وايي، په تېره اونۍ کې یې ۱۱ کسان د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور یې نیولي دي.

د مسوولینو په وینا، له دغو کسانو ۱۲۶۷ زیکپ نشه يي ټابلېتونه، ۱۴۰ ټابلېتK، ۸ کیلوګرامه چرس او ۲۰۰ ګرامه «شیشه» هم ترلاسه شوي دي.

دغه کسان به تر لومړنیو پوښتنو او ګروېږنو وروسته د طالبانو عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

محقق: خلیلزاد د افغانستان د اوسني وضعیت، ګډوډيو او هدفمندو وژنو مسوول دی

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۴۱ GMT+۱

د افغانستان د اسلامي‌ وحدت ګوند مشر محمد محقق وايي، چې زلمی خلیلزاد د افغانستان د اوسني وضعیت اصلي‌ لامل او د تېرو کلونو د هدفمندو وژنو او ګډوډيو مسوول دی. د نوموړي په خبره، خلیلزاد په پاکستان کې د ښځو د جوړېدونکي کنفرانس مخالفت کړی.

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمدمحقق د شنبې په ورځ (د زمري ۲۵مه) پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي: «زلمی خلیلزاد او د هغه یهودي الاصله مېرمن شرل بنات پر افغانستان د واکمنو طالبانو څخه غېري منطقي ملاتړ کوي او د بیان د ازادۍ او ډېموکراسۍ خلاف دريځونه نیسي، چې د خلکو لپاره د حیرانتیا وړ دي.»

محقق ویلي، خلیلزاد په پاکستان کې د افغان ښځو د سیاسي او مدني غونډې مخالفت کړی او له اسلام‌اباد څخه یې غوښتي، چې د دې غونډې د ترسره کېدو اجازه ور نه کړي.

محقق لیکلي: «په پاکستان کې مدني او سیاسي غونډه چې د افغان ښځو له خوا تنظیم شوې، زلمی خلیلزاد یې بد فال ګڼي او مخالفت یې کوي، هغه پر پاکستان نیوکه کړې چې ولې د دې کنفرانس ترسره کېدو ته اجازه ورکوي.»

محقق د خلیلزاد د انځور په خپرولو سره له هغه پوښتلي: «تاسو څوک یاست؟ او د کوم هېواد په استازیتوب دا ډول غېرمسولانه څرګندونې کوئ.؟»

محقق ویلي، چې خلیلزاد باید دا پوښتنه هم ځواب کړي: «که افغانې ښځې یوه غونډه تنظیموي تاسو ورباندې د زور کارونې تور لګوئ؟ نو ستا په اند څوک حق لري، چې کنفرانس جوړ کړي؟ داعش؟ د طالبانو امربالمعروف اداره؟»

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان په کوربه توب د غېر طالب سیاستوالو او په دغه هېواد کې د افغان ښځو په کډون جوړېدونکې غونډې ته په غبرګون کې ویلي، په اسلام اباد کې له یادې جوړېدونکې غونډې د پاکستان ملاتړ ناسم کار او قصدي پارونه ده.

طالبان: هېڅ محصل، استاد او کارکوونکی په درېشي کې پوهنتون ته د تګ اجازه نه لري

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۴۰ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د پلي کولو کمېټې په یوه پرېکړه لیک کې چې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته رسېدلی، ویل شوي چې هېڅ محصل، استاد او کارکوونکی په پتلون (درېشۍ) کې پوهنتون ته د تګ اجازه نه لري.

په دغه پرېکړه لیک کې محصلینو او استادانو ته په جدي ډول سپارښتنه شوې، چې ږیره پرېږدي او خولۍ په سر کړي او همداراز د وزارت او پوهنتونونو له ټولو اداري کارکوونکو غوښتل شوي، چې په بشپړ ډول «متشرع» وي.

په دغه پرېکړه لیک کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند ټولو محصلینو، استادانو او کارکوونکو ته خبرداری ورکړل شوی، چې که په یوه میاشت کې دغه پورته مسایل مراعات نه کړي نو سمدستي به له دغه بنسټه منفک شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د طالبانو امنیتي او دفاعي بنسټونو بیا ټولو نظامي منسوبینو او کارکوونکو ته د یونیفورم چې درېشۍ ته ورته دي، د اغوستلو سپارښتنه کړې، خو په لوړو زده کړو وزارت کې بیا د درېشۍ یا پتلون اغوستل منع شوي دي.

خو له دې سره سره، د طالبانو ځينو پولیسو بیا خپل یونیفورم ته لمن ورکړې ده چې د نړۍ په هېڅ هېواد کې د نظاميانو دغه ډول لمن داره یونیفورم نه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې هم طالبانو له استادانو او محصلینو غوښتي و، چې پوهنتون ته دې له بګړۍ، خولۍ، محلي جامو او یوې قبضه ږیرې سره ورشي.

طالب چارواکو اعلان کړی، چې دا اقدامات د امربالمعروف وزارت د قانون د پلي کولو سره سم ترسره کېږي.

دا قانون له پراخو کورنیو او نړۍوالو نیوکو سره مخ شوی دی، ځکه چې ښځې یې په عملي ډول په کورونو کې بندیانې کړي او تر دې قانون لاندې د ټولنیزو ډلو نیول او ځورول هم ترسره کېږي.

دغه قانون پر رسنیو سخت محدودیتونه لګولي او ټولنیز او کلتوري ازادۍ یې ترې اخیستې دي.

له دې سره، تر دې وړاندې طالبانو په دولتي ادارو کې هم د ږیرې پرېښودل، خولۍ او د افغاني جامو اغوستل لازمي کړي وو.

کارپوهان په دې باور دي، چې طالبان په تدریجي ډول د ۱۹۹۰ لسیزې خپلې سخت دريځه تګلارې بیا راژوندۍ کوي.

یادې ډلې په هغه وخت کې هم پګړې او افغاني لباس په پوهنتونونو او حتی ښوونځیو کې جبري کړي وو.

د طالبانو له لارښوونو سره سم ماشومان او تنکي ځوانان هم اړ دي، چې لنګوټې وتړي.

ورلډ ویژن نړۍوال بنسټ د افغانستان د بشري ناورین په اړه اندېښنه څرګنده کړې

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۰۵ GMT+۱

د «ورلډ ویژن» په نوم یوې نړۍوالې موسسې اعلان کړی، چې افغانستان په تېرو څلورو کلنو کې له ګڼو کړکېچونو سره مخ شوی، چې په کې ویجاوړنکې زلزله، د کډوالو بیا ستنېدل او اقلیمي بدلونونه شامل دي.

دغه بنسټ د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې میلیونونه افغانان لا هم له پرله پسې ناورینونو سره مخ دي.

دا څرګندونې ورلډ ویژن د شنبې په ورځ (د زمري ۲۵مه) په خپلو ټولنیزو پاڼو کې په یوه یاداښت کې لیکلي.

دغه بنسټ ویلي: «د ۲۰۲۱ د اګسټ څخه تر دې دمه مو د ۳.۷ میلیونه ماشومانو په ګډون مو له ۶ میلیونه څخه ډېرو افغانانو ته حیاتي او اوږدمهاله ملاتړ چمتو کړی دی.»

دې بنسټ ټینګار وکړ، چې د ننګونو په حل کې به د افغانانو تر څنګ درېږي.

ورلډ ویژن زیاته کړې، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې له څلورو میلیونو څخه ډېر افغانان له ایران او پاکستان څخه اړ شوي، چې هېواد ته ستانه شي.

دې بنسټ افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې شپږم زیان منونکی هېواد بللی او ویلي یې دي، چې دا هېواد د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د دې ګواښ سره د مبارزې لپاره تر ټولو په ټیټه کچه چمتوالی لري.

د یاد بنسټ په وینا، تر ۹ میلیونه ډېر کسان په افغانستان کې د اقلیمي ټکانونو تر اغېز لاندې راغلي دي.

د اروپايي ټولنې د ملکي ساتنې او بشري مرستو ادارې په دې وروستیو کې ویلي، چې په افغانستان کې له ۲۳ میلیون څخه ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

د همدې بنسټ په وینا، افغانستان د هغو ۱۵ هېوادونو څخه یو دی چې د ماشومانو د خوارځواکۍ لوړه کچه لري او له لسو څخه څلور مېرمنې په خوارځواکۍ اخته دي.