د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د پلي کولو کمېټې په یوه پرېکړه لیک کې چې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته رسېدلی، ویل شوي چې هېڅ محصل، استاد او کارکوونکی په پتلون (درېشۍ) کې پوهنتون ته د تګ اجازه نه لري.
په دغه پرېکړه لیک کې محصلینو او استادانو ته په جدي ډول سپارښتنه شوې، چې ږیره پرېږدي او خولۍ په سر کړي او همداراز د وزارت او پوهنتونونو له ټولو اداري کارکوونکو غوښتل شوي، چې په بشپړ ډول «متشرع» وي.
په دغه پرېکړه لیک کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند ټولو محصلینو، استادانو او کارکوونکو ته خبرداری ورکړل شوی، چې که په یوه میاشت کې دغه پورته مسایل مراعات نه کړي نو سمدستي به له دغه بنسټه منفک شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د طالبانو امنیتي او دفاعي بنسټونو بیا ټولو نظامي منسوبینو او کارکوونکو ته د یونیفورم چې درېشۍ ته ورته دي، د اغوستلو سپارښتنه کړې، خو په لوړو زده کړو وزارت کې بیا د درېشۍ یا پتلون اغوستل منع شوي دي.
خو له دې سره سره، د طالبانو ځينو پولیسو بیا خپل یونیفورم ته لمن ورکړې ده چې د نړۍ په هېڅ هېواد کې د نظاميانو دغه ډول لمن داره یونیفورم نه وي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې هم طالبانو له استادانو او محصلینو غوښتي و، چې پوهنتون ته دې له بګړۍ، خولۍ، محلي جامو او یوې قبضه ږیرې سره ورشي.
طالب چارواکو اعلان کړی، چې دا اقدامات د امربالمعروف وزارت د قانون د پلي کولو سره سم ترسره کېږي.
دا قانون له پراخو کورنیو او نړۍوالو نیوکو سره مخ شوی دی، ځکه چې ښځې یې په عملي ډول په کورونو کې بندیانې کړي او تر دې قانون لاندې د ټولنیزو ډلو نیول او ځورول هم ترسره کېږي.
دغه قانون پر رسنیو سخت محدودیتونه لګولي او ټولنیز او کلتوري ازادۍ یې ترې اخیستې دي.
له دې سره، تر دې وړاندې طالبانو په دولتي ادارو کې هم د ږیرې پرېښودل، خولۍ او د افغاني جامو اغوستل لازمي کړي وو.
طالبانو که څه هم په لوبغالو کې علني اعدامونه او د خلکو په دُرو وهل پيل کړي؛ خو دا اقدامات هم د هغو جرمونو مخه نه ده نیولې چې د لوږې له امله رامنځته کېږي.