هغه وویل: «ډېری وزیران د ملا هبت الله او د هغه د سختو قوانینو څخه ناراضه دي.»
په وروستیو کې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، چې د امنیت له ټینګولو او د اسلامي شریعت له پلي کېدو وروسته د افغانستان لپاره د طالبانو لومړیتوب اقتصادي پروګرامونه دي.
په هېواد کې د اقتصادي ځان بسیاینې او ثبات په اړه د طالبانو د ژمنو برعکس فقر ډېر پراخ شوی دی.
یاد لوړپوړي طالب چارواکي د شنبې په ورځ (د زمري ۲۵مه) ټېلګراف ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه وضعیت د طالبانو د مشرانو ترمنځ اختلافات زیات کړي دي.
هغه زیاتوي: «تاسو نه شئ کولای یو وږی ملت اداره کړئ. د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پیسو او مدیریت نشتوالی د کابل او کندهار ترمنځ سیاسي شخړې زیاتې کړې دي.»
طالبانو د ښځو پر کار د بندیز له امله د افغانستان د کاري ځواک نیمایي برخه له اقتصادي بهیر څخه اېستلې او همدارنګه د ګاونډیو هېوادونو له لوري د سلګونو زرو افغان کډوالو جبري ستنېدو بشري بحران لا سخت کړی دی.
یاد لوړپوړي طالب چارواکي زیاته کړه: «یو شمېر وزیران د ملا هبت الله او د هغه د سختو قوانینو له امله غوسه دي، خو نه شي کولای په ښکاره خبرې وکړي، ځکه دوی اړ شوي چې د خلکو پر وړاندې یو موټی دریځ وښيي. خو حقیقت دا دی که هبت الله همداسې دوام ورکړي، ډېر کسان به یې پر وړاندې راپاڅي او بله کورنۍ جګړه به پیل شي.»
یاد طالب چارواکي دا نه دي ویلي، چې کوم وزیران د ملا هبت الله مخالف دي.
ټېلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی، چې «کوڅې او بازارونه له هغو ماشومانو ډک دي چې عمرونه یې له لسو کلونو کم او پر کمزورو بدنونو یې د لوږې نښې ښکاري.»
د دې راپور له مخې، په تېرو څلورو کلونو کې جرمونه او جنايتونه سخت زیات شوي دي؛ غلاوې، د لارو نیول او تاوتریخوالی د خلکو لپاره ورځنی عادت ګرځېدلی، ځکه اړ خلک د ژوند د دوام لپاره جرم ته مخه کوي.
طالبانو که څه هم په لوبغالو کې علني اعدامونه او د خلکو په دُرو وهل پيل کړي؛ خو دا اقدامات هم د هغو جرمونو مخه نه ده نیولې چې د لوږې له امله رامنځته کېږي.
فیروز یو ۲۷ کلن ځوان چې د مدیریت له پوهنځي فارغ دی او پخوا یې د خوړو د رسولو دنده درلوده، ټېلګراف ته ویلي: «دوو موټرسایکل سپرو راڅخه موټرسایکل د تمانچې په ګواښ واخیست. وروسته اړ شوم چې د خپل کور سامانونه وپلورم، څو خپل یو کلن ماشوم ته شیدې برابرې کړم. ټول خلک وږي دي او یوازې لږ شمېر کسان شته چې کولای شي په ورځ کې درې وخته خواړه وخوري.»
شمېرې د یوې تنظیم شوې قحطۍ انځور وړاندې کوي. د نړۍوالې ژغورنې د کمېټې په وینا، په افغانستان کې دا مهال ۲۸.۸ میلیونه خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، له ۹۰ سلنه زیات وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او ۴۰ سلنه خلک له سخت خوراکي کمښت سره مخ دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر پرون د طالبانو د واکمنۍ د څلورمې کلیزې په مناسبت ویلي، چې د افغانستان تر نیمايي زیاته برخه شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي کافي خواړه، د څښاک پاکې اوبه او روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري.
ماشومان او امیندوارې ښځې په ځانګړي ډول له شدیده ناوړه تغذیې ځورېږي.
یوې افغانې ښځې حمیرا ټېلګراف ته ویلي: «ما خپل دوه کلن زوی د ۴۰۰ متره مربع ځمکې په بدل کې وپلوره، څو وکولای شم له خپلو اوو ماشومانو سره ژوند وکړم.»
هغې زیاته کړې: «هره شپه د خپل زوی لپاره ژاړم. اندېښمنه یم، خو خوشاله یم چې پاتې بچیانو ته مې خواړه شته. موږ غواړو غنم یا هر څه وکرو، چې ویې پلورو او خواړه واخلو یا لږ تر لږه د خوړلو څه پیدا کړو.»
حمیرا وايي، چې د دوی په کلي کې ډېر خلک له ورته وضعیت سره مخ دي او وږي دي.
ټېلګراف ورځپاڼې لیکلي، چې د حمیرا کیسه د افغانستان د اقتصادي بحران د انساني لګښت څرګندونه کوي؛ هغه بحران چې هېواد یې د نړۍ په یو له لویو بشري ناورینونو بدل کړی دی.
ورځپاڼې د رواني روغتیا بحران او د خوست په ګډون د افغانستان په یو شمیر ښارونو کې د ځان وژنې نوې څپې ته هم اشاره کړې.
د راپور له مخې، د چهارشنبې په ورځ په خوست کې درېیو ځوانانو ځان وژنه وکړه، چې په تېرو درېیو ورځو کې د مړو شمېر اوو تنو ته ورسېد.