• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د پناه غوښتونکو کمېټه: افغان متحدینو ته د ملاتړ ژمنه لا هم نه ده پوره شوې

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۵۶ GMT+۱

د امریکا د پناه غوښتونکو او کډوالو کمېټې په افغانستان کې د جمهوري نظام د رانسکورېدو د څلورمې کلیزې په مناسبت ویلي، له افغان متحدینو د ساتنې او د هغو د تخلیه کېدو په تړاو ژمنې لا هم نه دي عملي شوي. دغه کمېټه وايي، افغان متحدین او کورنۍ یې د طالبانو له سیستماتیکو مجازاتو سره مخ دي.

د امریکا د پناه غوښتونکو او کډوالو کمېټې د جمعې په ورځ (د زمري ۲۵مه) وویل، هغه ډله له څلورو کلونو راهیسې پر افغانستان حاکمه ده چې په دغه هېواد کې د امریکا د حضور پر مهال شاوخوا ۲ زره امریکايي سرتېري وژلي او له دې سربېره یې د امریکايي ځواکونو د ژباړونکو، ډاکټرانو، انجنیرانو او نورو متخصصینو په ګډون یو زیات شمېر افغانان هم وژلي دي.

د دغې کمېټې په اعلامیه کې راغلي، د امریکا کانګرس په ۲۰۰۶ کال کې د کډوالۍ د ځانګړې ویزې پروګرام جوړ کړ، څو له مخې یې هغه افغانان چې په افغانستان کې د امریکا له ماموریته ملاتړ کړی دغه هېواد ته ولېږدول شي، خو د ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۱ کال پورې له شاخوا ۶۰ زره غوښتنلیکونو یوازې ۳۷ سلنه یې تایید شوي دي.

د امریکا د پناه غوښتونکو او کډوالو کمېټې همداراز ټينګار کړی، چې د امریکا ډېری افغان متحدین په یوه نامعلوم وضعیت کې پاتې دي او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو د بهرنیو ځواکونو د افغان متحدینو نوملړ د هغو د څارنې او ځورونې په موخه جوړ کړی دی.

د دغې کمېټې په وینا، په دې موده کې له افغانستانه د ۶ زره امریکاییانو په ګډون څه باندې ۱۲۴ زره کسان تخلیه شوي، خو لا هم یو زیات شمېر افغان متحدین او کورنۍ یې په دغه هېواد کې د طالبانو ګواښونو، شکنجې او ان وژنې ته پرېښودل شوي دي.

دغې کمېټې زیاته کړې، په افغانستان کې د جمهوري نظام له رانسکورېدو د څلورو کلونو په تېرېدو سره په امریکا او درېیمو هېوادونو کې د مېشتو افغان متحدینو برخلیک په کره او روښانه توګه نه دی مشخص شوی.

یادې کمېټې د یادو افغان پناه غوښتونکو د کېسونو په پروسس کې د امریکا حکومت پر ناغېړیو له نیوکې سربېره د افغان متحدینو تر څنګ پر درېدو یې هم ټینګار کړی دی.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

خلیلزاد: اسلام اباد کې د غېر طالب سیاستوالو له جوړېدونکې غونډې د پاکستان ملاتړ ناسم کار دی

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۴۳ GMT+۱

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان په کوربه توب د غېر طالب سیاستوالو او په دغه هېواد کې د افغان ښځو په کډون جوړېدونکې غونډې ته په غبرګون کې ویلي، په اسلام اباد کې له یادې جوړېدونکې غونډې د پاکستان ملاتړ ناسم کار او قصدي پارونه ده.

زلمي خلیلزاد په خپلې اېکس پاڼې لیکلي، پاکستان د اګسټ په ۲۵مه او ۲۶مه د طالبانو د مخالفو سیاستوالو غونډه جوړوي او په وینا یې په دغو بلل شویو کې داسې کسان هم شته چې د زور له لارې د طالبانو د رانسکورېدو له بهیره ملاتړ کوي.

خلیلزاد زیاتوی، افغانان د خپلو نظرونو د څرګندولو حق لري خو د پاکستان له لوري د یادو سیاستوالو کوربتوب غېر عقلاني او قصدي پارونه ده او په وینا یې د اسلام اباد دغه ګام ورته پایلې لرلی شي.

زلمی خلیلزاد وايي، «د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور او همکارۍ کسر ډېر زیات دی. د اسلام‌اباد دا ګام یوازې برعکس پایله لرلای شي. دا کار غېر مسوولانه او د خواشینۍ وړ دی.»

د یوې سرچینې د معلوماتو له مخې: «د افغانستان پروړاندې د پاکستان په چلند کې دا بنسټیز بدلون د دې څرګندویې کوي، چې پاکستان له کلونو وروسته غواړي افغانستان لکه څنګه چې دی هغسې وګوري، نه د یوې ډلې له نظره.»

تر اوسه د طالبانو هېڅ چارواکي د ډلې مخالفینو او یا د پاکستان حکومت په رسمي ډول د یادې غونډې په تړاو په رسمې ډول څه نه دي ویلي، خو پاکستان ویلي چې "طالبان ټول افغانستان نه دی."

د بیان د ازادۍ مرکز: د کاناډا حکومت دې د افغان خبریالانو ملاتړ وکړي

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۳۳ GMT+۱

د بیان د ازادۍ مرکز د افغان خبریالانو پروړاندې روان وضعیت ته په کتو سره د کاناډا له حکومته غوښتي، چې په کور دننه او بهر د افغان خبریالانو ملاتړ ته دوام ورکړي. یاد مرکز ویلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ازادې رسنۍ، د بیان ازادي او مدني فضا له منځه وړل شوې ده.

د بیان د ازادۍ مرکز د شنبې په ورځ (د زمري ۲۵مه) په یوې خبرپاڼه کې د کاناډا له حکومته غوښتي: «د طالبانو د ظلمونو پر ضد او په افغانستان کې د خبریالانو په ګډون د ښځو، نجونو، هلکانو او نارینه‌وو د حقونو او ازادیو د خوندیتوب لپاره غږ پورته کړي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغان خبریالانو ناسم وضعیت په نړۍ کې بې مثاله دی.

دوی لیکلي: «موږ د کاناډا له حکومته غوښتنه کوو، چې د هغو افغان خبریالانو د مېشتېدنې لپاره زمينه برابره کړی، چې دا مهال په پاکستان، ایران، ترکیه او نورو هېوادونو کې درېیمو هېوادونو ته د پناه غوښتلو لپاره په تمه دي.»

د بیان د ازادۍ مرکز ټينګار کړی، چې د جلاوطنه خبریالانو لپاره دې د بیان د ازادۍ د ژوندي‌ ساتلو او مبارزې لپاره همکارۍ زياتې شي.

دغه مرکز په کاناډا کې دی، چې د رسنیو د ازادۍ د ترویج، د افغان خبریالانو د ملاتړ او د بیان د ازادۍ د دفاع لپاره کار کوي.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته خبریالان او رسنۍ له ګڼو بندیزونو او محدودیتونو سره مخ دي او ان اوس هم یو شمېر خبریالان د طالبانو په زندانونو کې دي.

له دې سره، د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان بیا تېره اوونۍ د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ په لړ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۵۳۹ ثبت شویو پېښو خبر ورکړ.

دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه پېښې د ۲۰۲۱کال د اګسټ له میاشتې څخه نیولې بیا د ۲۰۲۵کال د جولای تر میاشتې پورې ثبت شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ له دې ډلې ۲ خبریالان وژل شوي، ۲۰ ټپيان شوي، ۲۵۳ نيول شوي، ۷۹ ګواښل شوي، ۵۱ وهل شوي، ۵۹ خبریالانو سره ناقانونه چلند شوی، ۵ تښتول شوي، پر دوو خبريالانو د وژنې هڅې شوې او دغه ډول د خبريالانو د وېرولو او ځورولو نورې پېښې هم ثبت شوې دي.

د دغو ګواښونو له امله سلګونه خبریالان د هېواد پرېښودو ته اړ شوي، چې ډېری یې په ایران، پاکستان، ترکیه او د سیمې په یو شمېر نورو هېوادونو کې د نامعلوم برخلیک سره مخ دي او د اروپایي او امریکایي هېوادونو ته د لېږد په تمه دي.

طالبانو ته د عاصم منیر خبرداری: پاکستان ته د وسله‌والو لېږد بند کړئ

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۲۴ GMT+۱

د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر افغان طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې پاکستان ته د ټي ټي پي وسله‌والو د لېږد او لارښوونې مخه دې ونیسي. منیر زیاته کړه:«د هر پاکستاني د ژوند ساتنه د حکومت مسولیت دی.» عاصم منیر دا څرګندونې په بروکسل کې له یوه خبریال سره په خبرو کې کړي.

پر همدغه مهال عاصم منیر خبرداری ورکړی، چې هند دې د نیابتي ډلو له لارې د پاکستان د ناامنه کولو هڅې ودروي.

د پاکستان پوځ مشر دا څرګندونې پر داسې مهال وکړې، چې د دواړو هېوادونو اړیکې د وروستیو میاشتو په ترڅ کې د تریخوالي او امنیتي اندېښنو له امله ترینګلې شوې دي.

اسلام‌اباد تل ویلي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر خاوره بریدونه کېږي، خو طالبانو دغه تورونه رد کړي دي.

پاکستان او د طالبانو پر ضد د نوي نسل مشران په اسلام اباد کې غونډه کوي

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۰۹ GMT+۱

باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د پاکستان په کوربه توب د طالبانو پر ضد د نوي نسل مشرانو، سیاسي فعالانو ، د ګوندونو استازو او په دغه هېواد کې د افغان میرمنو په کډون ناسته ترسره کېږي.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته نن شنبه د «زمري ۲۵مه» ویلي، چې دغه غونډه د اګېست په ۲۵مه او ۲۶مه نېټه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ترسره کېږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې: «د افغانستان په وړاندې د پاکستان په چلند کې دا بنسټیز بدلون د دې څرګندویې کوي، چې پاکستان له کلونو وروسته غواړي افغانستان لکه څنګه چې دی هغسې وګوري، نه د یوې ډلې له نظره.»

تر اوسه د طالبانو هیڅ چارواکي د ډلې مخالفینو او یا د پاکستان حکومت په رسمي ډول د یادې غونډې په تړاو په رسمې ډول څه نه دي ویلي، خو پاکستان ویلي چې "طالبان ټول افغانستان نه دی".

دا به لومړی ځل وي، چې د پاکستان په کوربتوب د طالبانو پر ضد د افغانستان د ګڼو ګوندونو او جریانونو لومړۍ عامه غونډه ترسره کېږي.

که څه هم اسلام اباد او طالبانو په تیرو څلورو کلونو کې پراخي سیاسي اړیکې درلودې، خو په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله والو حضور د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ د مخالفت سرچینه پاتې شوې ده خو طالبانو تل د پاکستان دا ادعا رد کړې ده.

طالبانو چین کې په افغانستان د بیا واکمنیدو څلورمه کلیزه ونمانځله

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۱۸ GMT+۱

په چین کې د طالبانو سفارت پر اېکس پاڼې لیکلي، چې دغې ډلې پر افغانستان د بیا واکمنیدو څلورمه کلیزه، د افغانستان په سفارت کې نمانځلې ده. یاد سفارت لیکلي: «د امریکایي اشغال پای او د بریا ورځ مو ونمانځله.»

سفارت زیاته کړې، چې په دې نمانځغونډه کې د امریکا د حضور او د دوی د وتلو په اړه جوړ شوی مستند فلم هم وړاندې شو.

همدا راز دوی زیاتوي چې په دې نمانځغونډه کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو، ډېپلوماټانو، د کوربه هېواد چارواکو، ځینو اکاډیمیکو شخصیتونو، افغان تجارانو او محصلینو ګډون کړی و.

دوی زیاتوي، چې په دې جوړې شوې غونډه کې په چین کې د طالبانو سفیر بلال کریمي له چین سره د ډېپلوماټیکو او نورو همکاریو په اړه وینا وکړه.

طالبانو سفارت وايي چې د نمانځغونډې په بله برخه کې د چین ولسي جمهوریت د اسیا برخې مشر لیو جین سونگ وینا وکړه او د دې ورځې په اړوند یې طالبانو ته مبارکي ورکړې.

دوی د لیو جین سونګ په حواله لیکلي، چې هغه افغانستان د چین یو ښه گاونډی وباله او له خپله اړخه یې له افغانستان سره د اړیکو او بېلابېلو برخو کې د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان هرکال د زمري۲۴مه د خپلې ډلې د بیاځلي واک ته رسېدو له امله د بریا ورځ په توګه نمانځي.