• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په هرات کې یو ۹ کلن ماشوم ښوونځي ته له تګ پرته په هرو دوو میاشتو کې یوه ژبه زده کوي

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۰۴ GMT+۱

دغه ۹ کلن ماشوم محمد امیري نومېږي او د هرات ولایت اوسېدونکی دی. محمد امیري پرته له دې چې ښوونځي ته لاړ شي، په هرو دوو میاشتو کې یوه ژبه زده کوي او تر اوسه یې د پښتو او دري ژبو په ګډون ۸ ژبې زده کړې دي.

۹ کلن محمد امیري وايي، دمګړۍ له پښتو او دري سربېره په انګلیسي، عربي، فرانسوي، جرمني، ترکي او اردو خبرې کولی شي.

دغه ماشوم زیاتوي، یادې ژبې یې د یوټيوب له لارې زده کړي او له دې سربېره په ریاضیاتو کې هم ښه استعداد لري.

محمد امیري له چارواکو غواړي، چې ملاتړ یې وکړي او همداراز لویه هیله یې دا ده چې یو لوی عالم ترې جوړ شي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي د دغه ډلې ترمنځ د کورنۍ جګړې د احتمال خبرداری ورکړ

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۳۴ GMT+۱

یوه لوړپوړي طالب چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، د برېتانیا ټېلګراف ورځپاڼې ته ویلي چې په ټول هېواد کې د مخ پر زیاتېدونکې بې‌وزلۍ له امله د طالب مشرانو ترمنځ داخلي اختلافات ژور شوي او دا وضعیت د طالبانو ترمنځ د کورنۍ جګړې د پيل خطر زیاتوي.

هغه وویل: «ډېری وزیران د ملا هبت الله او د هغه د سختو قوانینو څخه ناراضه دي.»

په وروستیو کې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې د امنیت له ټینګولو او د اسلامي شریعت له پلي کېدو وروسته د افغانستان لپاره د طالبانو لومړیتوب اقتصادي پروګرامونه دي.

په هېواد کې د اقتصادي ځان بسیاینې او ثبات په اړه د طالبانو د ژمنو برعکس فقر ډېر پراخ شوی دی.

یاد لوړپوړي طالب چارواکي د شنبې په ورځ (د زمري ۲۵مه) ټېلګراف ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه وضعیت د طالبانو د مشرانو ترمنځ اختلافات زیات کړي دي.

هغه زیاتوي: «تاسو نه شئ کولای یو وږی ملت اداره کړئ. د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پیسو او مدیریت نشتوالی د کابل او کندهار ترمنځ سیاسي شخړې زیاتې کړې دي.»

طالبانو د ښځو پر کار د بندیز له امله د افغانستان د کاري ځواک نیمایي برخه له اقتصادي بهیر څخه اېستلې او همدارنګه د ګاونډیو هېوادونو له لوري د سلګونو زرو افغان کډوالو جبري ستنېدو بشري بحران لا سخت کړی دی.

یاد لوړپوړي طالب چارواکي زیاته کړه: «یو شمېر وزیران د ملا هبت‌ الله او د هغه د سختو قوانینو له امله غوسه دي، خو نه‌ شي کولای په ښکاره خبرې وکړي، ځکه دوی اړ شوي چې د خلکو پر وړاندې یو موټی دریځ وښيي. خو حقیقت دا دی که هبت‌ الله همداسې دوام ورکړي، ډېر کسان به یې پر وړاندې راپاڅي او بله کورنۍ جګړه به پیل شي.»

یاد طالب چارواکي دا نه دي ویلي، چې کوم وزیران د ملا هبت‌ الله مخالف دي.

ټېلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی، چې «کوڅې او بازارونه له هغو ماشومانو ډک دي چې عمرونه یې له لسو کلونو کم او پر کمزورو بدنونو یې د لوږې نښې ښکاري.»

د دې راپور له مخې، په تېرو څلورو کلونو کې جرمونه او جنايتونه سخت زیات شوي دي؛ غلاوې، د لارو نیول او تاوتریخوالی د خلکو لپاره ورځنی عادت ګرځېدلی، ځکه اړ خلک د ژوند د دوام لپاره جرم ته مخه کوي.

طالبانو که څه هم په لوبغالو کې علني اعدامونه او د خلکو په دُرو وهل پيل کړي؛ خو دا اقدامات هم د هغو جرمونو مخه نه‌ ده نیولې چې د لوږې له امله رامنځته کېږي.

100%

فیروز یو ۲۷ کلن ځوان چې د مدیریت له پوهنځي فارغ دی او پخوا یې د خوړو د رسولو دنده درلوده، ټېلګراف ته ویلي: «دوو موټرسایکل‌ سپرو راڅخه موټرسایکل د تمانچې په ګواښ واخیست. وروسته اړ شوم چې د خپل کور سامانونه وپلورم، څو خپل یو کلن ماشوم ته شیدې برابرې کړم. ټول خلک وږي دي او یوازې لږ شمېر کسان شته چې کولای شي په ورځ کې درې وخته خواړه وخوري.»

شمېرې د یوې تنظیم شوې قحطۍ انځور وړاندې کوي. د نړۍوالې ژغورنې د کمېټې په وینا، په افغانستان کې دا مهال ۲۸.۸ میلیونه خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، له ۹۰ سلنه زیات وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او ۴۰ سلنه خلک له سخت خوراکي کمښت سره مخ دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر پرون د طالبانو د واکمنۍ د څلورمې کلیزې په مناسبت ویلي، چې د افغانستان تر نیمايي زیاته برخه شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي کافي خواړه، د څښاک پاکې اوبه او روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

ماشومان او امیندوارې ښځې په ځانګړي ډول له شدیده ناوړه تغذیې ځورېږي.

یوې افغانې ښځې حمیرا ټېلګراف ته ویلي: «ما خپل دوه کلن زوی د ۴۰۰ متره مربع ځمکې په بدل کې وپلوره، څو وکولای شم له خپلو اوو ماشومانو سره ژوند وکړم.»

هغې زیاته کړې: «هره شپه د خپل زوی لپاره ژاړم. اندېښمنه یم، خو خوشاله یم چې پاتې بچیانو ته مې خواړه شته. موږ غواړو غنم یا هر څه وکرو، چې ویې پلورو او خواړه واخلو یا لږ تر لږه د خوړلو څه پیدا کړو.»

حمیرا وايي، چې د دوی په کلي کې ډېر خلک له ورته وضعیت سره مخ دي او وږي دي.

ټېلګراف ورځپاڼې لیکلي، چې د حمیرا کیسه د افغانستان د اقتصادي بحران د انساني لګښت څرګندونه کوي؛ هغه بحران چې هېواد یې د نړۍ په یو له لویو بشري ناورینونو بدل کړی دی.

ورځپاڼې د رواني روغتیا بحران او د خوست په ګډون د افغانستان په یو شمیر ښارونو کې د ځان وژنې نوې څپې ته هم اشاره کړې.

د راپور له مخې، د چهارشنبې په ورځ په خوست کې درېیو ځوانانو ځان وژنه وکړه، چې په تېرو درېیو ورځو کې د مړو شمېر اوو تنو ته ورسېد.

د امریکا د پناه غوښتونکو کمېټه: افغان متحدینو ته د ملاتړ ژمنه لا هم نه ده پوره شوې

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۵۶ GMT+۱

د امریکا د پناه غوښتونکو او کډوالو کمېټې په افغانستان کې د جمهوري نظام د رانسکورېدو د څلورمې کلیزې په مناسبت ویلي، له افغان متحدینو د ساتنې او د هغو د تخلیه کېدو په تړاو ژمنې لا هم نه دي عملي شوي. دغه کمېټه وايي، افغان متحدین او کورنۍ یې د طالبانو له سیستماتیکو مجازاتو سره مخ دي.

د امریکا د پناه غوښتونکو او کډوالو کمېټې د جمعې په ورځ (د زمري ۲۵مه) وویل، هغه ډله له څلورو کلونو راهیسې پر افغانستان حاکمه ده چې په دغه هېواد کې د امریکا د حضور پر مهال شاوخوا ۲ زره امریکايي سرتېري وژلي او له دې سربېره یې د امریکايي ځواکونو د ژباړونکو، ډاکټرانو، انجنیرانو او نورو متخصصینو په ګډون یو زیات شمېر افغانان هم وژلي دي.

د دغې کمېټې په اعلامیه کې راغلي، د امریکا کانګرس په ۲۰۰۶ کال کې د کډوالۍ د ځانګړې ویزې پروګرام جوړ کړ، څو له مخې یې هغه افغانان چې په افغانستان کې د امریکا له ماموریته ملاتړ کړی دغه هېواد ته ولېږدول شي، خو د ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۱ کال پورې له شاخوا ۶۰ زره غوښتنلیکونو یوازې ۳۷ سلنه یې تایید شوي دي.

د امریکا د پناه غوښتونکو او کډوالو کمېټې همداراز ټينګار کړی، چې د امریکا ډېری افغان متحدین په یوه نامعلوم وضعیت کې پاتې دي او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو د بهرنیو ځواکونو د افغان متحدینو نوملړ د هغو د څارنې او ځورونې په موخه جوړ کړی دی.

د دغې کمېټې په وینا، په دې موده کې له افغانستانه د ۶ زره امریکاییانو په ګډون څه باندې ۱۲۴ زره کسان تخلیه شوي، خو لا هم یو زیات شمېر افغان متحدین او کورنۍ یې په دغه هېواد کې د طالبانو ګواښونو، شکنجې او ان وژنې ته پرېښودل شوي دي.

دغې کمېټې زیاته کړې، په افغانستان کې د جمهوري نظام له رانسکورېدو د څلورو کلونو په تېرېدو سره په امریکا او درېیمو هېوادونو کې د مېشتو افغان متحدینو برخلیک په کره او روښانه توګه نه دی مشخص شوی.

یادې کمېټې د یادو افغان پناه غوښتونکو د کېسونو په پروسس کې د امریکا حکومت پر ناغېړیو له نیوکې سربېره د افغان متحدینو تر څنګ پر درېدو یې هم ټینګار کړی دی.

خلیلزاد: اسلام اباد کې د غېر طالب سیاستوالو له جوړېدونکې غونډې د پاکستان ملاتړ ناسم کار دی

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۴۳ GMT+۱

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان په کوربه توب د غېر طالب سیاستوالو او په دغه هېواد کې د افغان ښځو په کډون جوړېدونکې غونډې ته په غبرګون کې ویلي، په اسلام اباد کې له یادې جوړېدونکې غونډې د پاکستان ملاتړ ناسم کار او قصدي پارونه ده.

زلمي خلیلزاد په خپلې اېکس پاڼې لیکلي، پاکستان د اګسټ په ۲۵مه او ۲۶مه د طالبانو د مخالفو سیاستوالو غونډه جوړوي او په وینا یې په دغو بلل شویو کې داسې کسان هم شته چې د زور له لارې د طالبانو د رانسکورېدو له بهیره ملاتړ کوي.

خلیلزاد زیاتوی، افغانان د خپلو نظرونو د څرګندولو حق لري خو د پاکستان له لوري د یادو سیاستوالو کوربتوب غېر عقلاني او قصدي پارونه ده او په وینا یې د اسلام اباد دغه ګام ورته پایلې لرلی شي.

زلمی خلیلزاد وايي، «د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور او همکارۍ کسر ډېر زیات دی. د اسلام‌اباد دا ګام یوازې برعکس پایله لرلای شي. دا کار غېر مسوولانه او د خواشینۍ وړ دی.»

د یوې سرچینې د معلوماتو له مخې: «د افغانستان پروړاندې د پاکستان په چلند کې دا بنسټیز بدلون د دې څرګندویې کوي، چې پاکستان له کلونو وروسته غواړي افغانستان لکه څنګه چې دی هغسې وګوري، نه د یوې ډلې له نظره.»

تر اوسه د طالبانو هېڅ چارواکي د ډلې مخالفینو او یا د پاکستان حکومت په رسمي ډول د یادې غونډې په تړاو په رسمې ډول څه نه دي ویلي، خو پاکستان ویلي چې "طالبان ټول افغانستان نه دی."

د بیان د ازادۍ مرکز: د کاناډا حکومت دې د افغان خبریالانو ملاتړ وکړي

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۳۳ GMT+۱

د بیان د ازادۍ مرکز د افغان خبریالانو پروړاندې روان وضعیت ته په کتو سره د کاناډا له حکومته غوښتي، چې په کور دننه او بهر د افغان خبریالانو ملاتړ ته دوام ورکړي. یاد مرکز ویلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ازادې رسنۍ، د بیان ازادي او مدني فضا له منځه وړل شوې ده.

د بیان د ازادۍ مرکز د شنبې په ورځ (د زمري ۲۵مه) په یوې خبرپاڼه کې د کاناډا له حکومته غوښتي: «د طالبانو د ظلمونو پر ضد او په افغانستان کې د خبریالانو په ګډون د ښځو، نجونو، هلکانو او نارینه‌وو د حقونو او ازادیو د خوندیتوب لپاره غږ پورته کړي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغان خبریالانو ناسم وضعیت په نړۍ کې بې مثاله دی.

دوی لیکلي: «موږ د کاناډا له حکومته غوښتنه کوو، چې د هغو افغان خبریالانو د مېشتېدنې لپاره زمينه برابره کړی، چې دا مهال په پاکستان، ایران، ترکیه او نورو هېوادونو کې درېیمو هېوادونو ته د پناه غوښتلو لپاره په تمه دي.»

د بیان د ازادۍ مرکز ټينګار کړی، چې د جلاوطنه خبریالانو لپاره دې د بیان د ازادۍ د ژوندي‌ ساتلو او مبارزې لپاره همکارۍ زياتې شي.

دغه مرکز په کاناډا کې دی، چې د رسنیو د ازادۍ د ترویج، د افغان خبریالانو د ملاتړ او د بیان د ازادۍ د دفاع لپاره کار کوي.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته خبریالان او رسنۍ له ګڼو بندیزونو او محدودیتونو سره مخ دي او ان اوس هم یو شمېر خبریالان د طالبانو په زندانونو کې دي.

له دې سره، د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان بیا تېره اوونۍ د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ په لړ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۵۳۹ ثبت شویو پېښو خبر ورکړ.

دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه پېښې د ۲۰۲۱کال د اګسټ له میاشتې څخه نیولې بیا د ۲۰۲۵کال د جولای تر میاشتې پورې ثبت شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ له دې ډلې ۲ خبریالان وژل شوي، ۲۰ ټپيان شوي، ۲۵۳ نيول شوي، ۷۹ ګواښل شوي، ۵۱ وهل شوي، ۵۹ خبریالانو سره ناقانونه چلند شوی، ۵ تښتول شوي، پر دوو خبريالانو د وژنې هڅې شوې او دغه ډول د خبريالانو د وېرولو او ځورولو نورې پېښې هم ثبت شوې دي.

د دغو ګواښونو له امله سلګونه خبریالان د هېواد پرېښودو ته اړ شوي، چې ډېری یې په ایران، پاکستان، ترکیه او د سیمې په یو شمېر نورو هېوادونو کې د نامعلوم برخلیک سره مخ دي او د اروپایي او امریکایي هېوادونو ته د لېږد په تمه دي.

طالبانو ته د عاصم منیر خبرداری: پاکستان ته د وسله‌والو لېږد بند کړئ

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۲۴ GMT+۱

د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر افغان طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې پاکستان ته د ټي ټي پي وسله‌والو د لېږد او لارښوونې مخه دې ونیسي. منیر زیاته کړه:«د هر پاکستاني د ژوند ساتنه د حکومت مسولیت دی.» عاصم منیر دا څرګندونې په بروکسل کې له یوه خبریال سره په خبرو کې کړي.

پر همدغه مهال عاصم منیر خبرداری ورکړی، چې هند دې د نیابتي ډلو له لارې د پاکستان د ناامنه کولو هڅې ودروي.

د پاکستان پوځ مشر دا څرګندونې پر داسې مهال وکړې، چې د دواړو هېوادونو اړیکې د وروستیو میاشتو په ترڅ کې د تریخوالي او امنیتي اندېښنو له امله ترینګلې شوې دي.

اسلام‌اباد تل ویلي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر خاوره بریدونه کېږي، خو طالبانو دغه تورونه رد کړي دي.