
د برېښنا په برخه کې د څلورو لویو پروژو د تړونونو لاسلیکولو پرمهال د ازبکستان د انرژۍ وزیر جورابیک میراز محمدوف طالبانو ته د «بري» د څلورمې کلېزې مبارکي وویله. جورابیک میرزا محمدوف د وینا په پای کې وویل:« د افغانستان ولس ته د بري د څلورمې کلیزې مبارکي وړاندې کوم».
نوموړي زیاته کړه، چې ازبکستان غواړي افغانستان یو پرمختللی او له ازبکستان سره یو باثباته دوست هېواد واوسي.
د ازبکستان د انرژۍ وزیر په داسې حال کې طالبانو ته د بري مبارکي ورکوي، چې دغه هېواد له امریکا سره په ترهګرۍ، د مخدره توکو قاچاق او د سیمه ییزو ګواښونو پر وړاندې همکارۍ کې ډېر فعال دی.
طالبان هرکال د زمري۲۴مه د خپلې ډلې د بیاځلي واک ته رسېدو او «امریکا ته ماتې ورکولو» په دود نمانځي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ازبکستان د انرژۍ وزیر څخه غوښتنه کړې، چې د برېښنا پروژو لپاره ټاکل شوي وخت او کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي. طالبانو ویلي، چې د ازبکستان د انرژۍ وزیر د پروژو کیفیت د پاملرنې ژمنه کړې ده.
د طالبانو د ریاست الوزرا له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ملا عبدالغني برادر د ازبکستان د انرژۍ وزیر جوابیک میرزامحمدوف سره د لیدنې پرمهال د اقتصادي اړیکو او په ځانګړي ډول د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.
ملا برادر ویلي، چې د ایکو سازمان د ۱۷مې سرمشریزې په څنډه کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره د لېدنې پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو د اړیکو پراختیا خبرو په تعقیب یې نن د یکشنبې په ورځ له تاشکند سره د برېښنا په برخه کې څلور تړونونه لاسلیک کړل.
ملابرادر له ازبک پلاوي څخه د پروژو د بشپړېدو لپاره د ټاکل شوي وخت او کیفیت په برخه کې د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
طالبانو ویلي، چې د ازبکستان د انرژۍ وزیر د پروژو کیفیت د پاملرنې ژمنه کړې ده او ویلي یې دې چې ډېر ژر به د پروژو د تطبیق په برخه کې عملي کار پیل کړي.
نن په کابل کې د ازبکستان د انرژۍ وزارت او طالبانو د ۲۴۳ مېلیون ډالرو په ارزښت د برېښنا د لېږد او سب سټېشنونو جوړولو څلور تړونونه لاسلیک کړل.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې نن د یکشنبې په ورځ د بدخشان په یمګان ولسوالۍ کې ۲۲ کسان له هغه وروسته ټپیان شول، چې طالبانو د سیمه ییزو لاریون کوونکو پر وړاندې سخت غبرګون وښود. د سرچینو په وینا،« ځايي اوسېدونکي د طالبانو د ډزو او ګوزارونو له امله ټپیان شول.»
ځايي سرچینو نن یکشنبه د زمري ۲۶مه وویل چې د نښتې لامل د بدخشان یمګان ولسوالۍ په "کاوجو خان" کلي کې د طالبانو له خوا د «کلي مشر» په توګه د مطلوب کس د کار د دوام په وړاندې د اوسیدونکو نارضایتي او اعتراض و.
د کلي اوسیدونکي وايي چې ځایي خلک غوښتنه کوي د نوي کلي مشر د ټاکلو لپاره ټاکنې ترسره شي خو د طالبانو سیمه ییز چارواکي د خپلې خوښې کس د کار پر دوام ټینګار کوي.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، شاوخوا نهه کسان چې په ډزو کې ټپیان شوي دي، وضعیت یې نازک ښودل شوی، چې د درملنې لپاره د بدخشان ولایت د فیض اباد مرکز او بهارک روغتیايي مرکزونو ته لیږدول شوي دي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته د نښتې د ځینو ټپیانو عکسونه هم لېږلي دي.
د کلي د شاوخوا ۸۰ کورنیو د شکایت له مخې، خلک له غلام محمد څخه ناراضه دي، چې له کلونو راهیسې یې د "ارباب" په توګه کار کړی او د هغه پر ځای یې بل کس نومولی دی، چې "اکثریت" یې په اړه موافق دي.
اوسیدونکي وايي چې که څه هم خلک د اوسني "ارباب" د کار له دوام څخه خوښ نه دي، طالبان هغه په کلیوالو مسلط کوي.
سرچینې وايي چې اوسنی "ارباب" په یمګان کې د طالبانو د ولسوال ملاتړ له ځان سره لري.
ځایي اوسیدونکو وویل چې پخوا د کلي مشر، چې د ارباب په نوم هم پیژندل کیږي او د کلي شورا مشر و، د ټاکنو او خلکو د رایو له لارې ټاکل کېده.
طالبانو تر اوسه پورې د پیښې په اړه تبصره نه ده کړې.
د افغانستان په ډیری کلیو کې، "د کلي مشر" د خلکو د رایو او اجماع له لارې ټاکل کیږي خو د طالبانو ایډیالوژي د ټاکنو سخت مخالفت کوي.
طالبانو په بدخشان او د افغانستان په نورو ولایتونو کې له دې وړاندې هم مدني لاریونونه ځپلي دي.
د مخکیني جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح ویلي، چې خلیلزاد له خپل امریکايي موقعیت نه په استفادې هڅه وکړه چې له اشرف غني نه د لېسې د وخت د حقارتونو غچ واخلي. صالح وايي، د افغانستان په اړه د نوموړي فکر او چلند لا هم د قبیلوي او سیمه ییزو تړاوونو له کچې، نه دی پورته شوی.
امرالله صالح پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې له امریکايي مقام او بریاوو سره سره لا هم د افغانستان په اړه زلمی خلیلزاد د خپلو کوچنیو قومي او قبیلوي تړاوونو تر اغېز لاندې پاتې شوی دی.
نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې د خلیلزاد هڅې د شخصي او پخوانیو وختونو د غچ په نیت ترسره کیږي او دغه چلند د خلیلزاد مفکوره د کلي یا کوڅي د ملک تر کچې راټېټه کړې ده.
صالح وايي:« خلیلزاد له خپل امریکايي مقام څخه په ګټې اخیستنې هڅه وکړه، چې له پخواني ولسمشر محمد اشرف غني څخه د خپلې لیسې د وخت د حقارتونو غچ واخلي. د خلیلزاد هڅې که بریالۍ هم شي، خو هغه د یوې کوڅې یا کلي د ملک په کچه راټیټوي او د افغانستان په اړه ډیرې څرګندونې یې د کلي ملک له کچې هم ټیټې دي.»
د مخکیني ولسمشر مرستیال امرالله صالح ویلي، که له خلیلزاد څخه امریکايي تابیعت واخېستل شي، ښايي د سیاست او درک کچه یې د افغانستان د یو کلیوال او عادي کس تر کچې هم ټېټه وي.
صالح د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اړه دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د پاکستان په کوربه توب د طالب ضد سیاستوالو او په دغه هېواد کې د افغان ښځو په ګډون جوړېدونکې غونډې ته خلیلزاد تېره ورځ سخت غبرګون ښودلی و او ویلي یې دي، چې په اسلام اباد کې له یادې جوړېدونکې غونډې د پاکستان ملاتړ ناسم کار او قصدي پارونه ده.
په جینوا کې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر کې افغان سفیر او دایمي استازی نصیر احمد اندېشه وايي، د طالبانو د سرپرست حکومت پای ته رسولو د دې ډلې د لابیګرانو او ټنبل اپوزیسیون درواغجن او تخیلي روایتونه پای ته ورسول. نصیر اندېشه د طالبانو اپوزیسیون ته د سلطان محمود د لټانو اصطلاح کارولې.
نصیر احمد اندېشه نن یکشنبه، د زمري ۲۶مه پر خپل اېکس ولیکل، چې «د تیرو دوو ورځو تر ټولو مهمه پېښه د کندهار امارت د لنډمهاله حکومت د پای ته رسیدو اعلان و، چې دې کار د دوو ډلو درواغجن او خیالي روایتونه پای ته ورسول».
نوموړي لیکلي:« لومړی د طالبانو لابيګران او توجیه کوونکي چې ادعا یې کوله دغه جوړښت لنډمهاله دی او باید د ټول شموله کیدو لپاره وخت ورکړل شي او دویم تنبل اپوزیسیون- د سلطان محمود لټان - چې د (سرپرست حکومت) لقب دوی ته د خبرو اترو "بیا احیاء" او د ځای او موقفد تدارک هیله ورکوله».
اندېشه وايي، «اوس چې د امیر النامعلوم ملک خداداد دارالاماره په یوه شفاهي امر، پرته له دې چې د اساسي قانون جوړېدو، ملي شورا او ټاکنو ته پام وشي، سرپرسته دوره ختمه اعلان کړه، نور د دې ادارې د مشروعیت جلب او دوام لپاره هېڅ دلیل او پلمه نه شته».
نوموړی زیاتوي، چې د دغه بهیر د دوام څرنګوالی او د طالبانو د نویو پرېکړو پر وړاندې کورني او نړیوال غبرګونونه به د افغانستان سیاسي راتلونکی وټاکي.
د طالبانو مشر ملاهبت الله د زمري ۲۴مې په مناسبت، چې پر کابل ددې ډلې د واک څلورم کال کیږي، په خپل یو پېغام کې له خپلې ډلې غوښتي، چې طالب وزیرانو او کابینې ته نور د سرپرست ټکی ونه کاروي.
د پاکستان د کرېکټ بورډ د غوراوي کمیټې د یکشنبې په ورځ له افغانستان او متحده عربي اماراتو سره د درې اخیزې لوبلړۍ لپاره ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
د پاکستان کرېکټ بورډ ویلي، چې اعلان شوې لوبډله له بدلون پرته په اسیا جام سیالیو کې هم لوبیږي.
د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ درې اړخیزه لوبلړۍ د اګسټ میاشتې پر ۲۹مه نېټه په شارجه کې پیلیږي او د سپټمبر میاشتې تر ۷مې نیټې به دوام وکړي.
پاکستان د کرېکټ بورډ له خوا په اعلان شوې لوبډله کې د سلمان علي اغا په لوبډلمشرۍ ابرار احمد، فهیم اشرف، فخر زمان، حارث رووف، حسن علي، حسن نواز، حسین طلعت، خوشدل شاه، محمد حارث، محمد نواز، محمد وسیم، صاحبزاده فرحان، صایم ایوب، سلمان میرزا، شاهین شاه اپریدی او صفیان مقیم د لوبډلې برخه دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ هم د درې اړخیزي لوبلړۍ او اسیا جام سیالیو لپاره د اګسټ په ۴مه نېټه ۲۲ کسیزه نوملړ اعلان کړې، خو د یادو سیالیو لپاره لا هم د افغان لوبډلې نوملړ نه دی وروستی شوی.
د اسیا جام سیالۍ د سپټمبر په ۹مه نېټه په عربي متحده اماراتو کې پیلږي او د همدې میاشتې تر ۲۸مې نیټې به دوام ولري.